غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – درېیمه برخه

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر
د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: 3
كه فلسطيني مبارزين؛ په يوې خاصي مرحلې كي؛ د فتح په ليكو كي تنظيم شوي؛ د آزادۍ په خوځښت كي ئې ونډه وه؛ خو فكري او اعتقادي ضعف، د مقاومت معنوي اړخ ته عدم اعتناء، ليبرالي تگلاره او سياستونه د دې باعث شو چي معامله گره ډله ترې جوړه شي؛ په ټوله كي د مبارزې اوږدېدا، له ولس تجريد او منزوي كېدا، په ولس كي د اسلامي جهادي گوندونو پراخ نفوذ او د انتفاضې په څېر بريالي خوځښتونه او په پاى كي د حماس وروستي عمليات؛ د فتح ډله د دښمن په دام كي لوېدو ته وهڅوله. د ۱۹۹۳م اوسلو تړون هم له همدې عواملو زېږېدلى او د نيمه خپلواكي فلسطيني ادارې مشري فتح ته سپارل هم.
حماس، اسلامي جهاد، د مقاومت نوري مستقلي فعالي ډلي، د فلسطين عام ولس؛ د دې تړون مخالف وو او هغه ئې د تسليمۍ سند گڼلى او په كلكه ئې غندلى.
د اوسلو تړون له مخي؛ جوړه شوې موقته فلسطيني اداره داسي وه چي واک ئې تر ډېره د اسرائيلو تر څار لاندي وو؛ يعني اسرائيلي حكومت او فلسطيني مأمورين. اسرائيل او لوېديځ هيڅکله حاضر نه وو چي سياسي واک حماس او د فلسطين جهادي مشرتابه ته وسپارل شي.
فلسطينيان ځكه د موافقې له پايلو ناخوښ وو چي نه اشغال پاى ته ورسېدو، نه مهاجرين خپلو مېنو ته ستانه شول او نه قدس د فلسطينيانو د مرکز په توگه ومنل شو.
د موقتي ادارې تر نامه لاندي د اسرائيلي پوځ سلطه؛ پر ملكي ادارې د دوى زياتېدونكى اغېز؛ چي ډېرو خلکو ته دا يوازي د اشغال بله بڼه ښکارېده، د کلونو كلونو بنديزونو، اعتصابونو او تاوتريخوالي دوام او تشديد باعث شو چي د فلسطينيانو اقتصادي وضعيت نور هم خراب او د نه زغملو شي او بل پاڅون او انتفاضې ته لار هواره كړي.
دوهمه انتفاضه څنگه پيل شوه
دوهمه انتفاضه (۲۰۰۰–۲۰۰۵) هغه مهال پیل شوه چی د کمپ ډېويډ د سولي خبري ناکامي شوې؛ د اریل شارون لخوا د الاقصی جومات لیدنه د خلکو احساسات راوپارول؛ فلسطینیانو فکر کاوه چي سولهییزه لاره نتیجه نه ورکوي. نژدې پنځه کاله ئې دوام وکړ؛ په ۲۰۰۵م کي ئې د تاوتريخوالي کچه کمه شوه؛ شاوخوا ۳،۰۰۰ فلسطينيان ووژل شول او لسگونه زره ټپيان شول؛ تر ۱،۰۰۰ زيات اسرائيليان ووژل شول. د تاوتريخوالی او دښمنۍ کچه لوړه شوه او د دواړو لوريو ترمنځ بېباوري لا زياته شوه؛ پايلي ئې دا وې:
- د سولي بهير (اوسلو پروسه) په عملي ډول ودرېده.
- اسرائيل په يوه اړخيز ډول اعلان وكړ چي د غزې په تړانگي كي خپل مراكز تخليه كوي او ځواكونه باسي؛ دواړه په ۲۰۰۵م کي بشپړ شول.
- د فلسطين سياسي ډگر كي د فتح تحميلي سيطره پاى ته ورسېده او حماس د مقاومت د مخکښ ځواک په توگه راڅرگند شو او د ولس پراخ ملاتړ ئې ترلاسه کړ، په داسي حال کي چي فتح د پټو او ننگينو معامله گريو له امله او د سولي ناكامي معاهدې په سبب؛ د فلسطيني ولس له لوري د رټلو او تجريد تريخ خوند وڅكلو.
- صهيونستانو د جلاوالي هغه دېوال جوړول پيل کړل چي د لوېديځي غاړي ډېری سيمي د فلسطين له ښارونو بېلوي.
- د فلسطيني ښارونو محاصره تشديد شوه.
د تگ راتگ محدوديتونو او محاصرې د ورځني ژوند او د فلسطين اقتصادي حالت لا زيات خراب کړ؛ بېروزگاري او فقر لوړي کچي ته ورسېدل.
- د سولي د سياسي پروسې د بيا پيل هيله، امکانات او ملاتړ كم رنگه شول.
- په فلسطيني ټولنه کي د مقاومت او وسلهوالي مبارزې د تگلاري ملاتړ په پراخه پيمانه زيات شو.
د انتفاضې په اړه د ياسر عرفات او فتح گوند دريځ له پيل تر پاى؛ نه د اصولو، ملي او ديني ارزښتونو له مخي بلكي د سياسي لوبو؛ فوځي او نړۍوالو او كورنيو فشارونو تر اغېز لاندي ټاكل شوى او بېلي بېلي بڼي ئې غوره كړې. تل ئې دا هڅه كړې چي د نړۍوال ملاتړ جلبولو په موخه له انتفاضې د وسيلې په توگه استفاده وكړي؛ كه ئې له انتفاضې موقتاً او د يوه مطبوعاتي بيان په كچه حمايت كړى نو د فلسطينيانو د خواخوږي ترلاسه كولو په موخه؛ او كه ئې د مخالفت لار غوره كړې نو موخه به ئې دا وه چي نړۍوالي ټولني ته وښيي د وسله وال مقاومت مخالف دئ، د معاملې او راكړي وركړي پر سياست باور لري؛ معتقد دئ چي د فلسطين بحران له دې پرته له بلي لاري نه شي حل كېدى.
کله چي مسجد الاقصى ته د سپكاوي له پېښي وروسته دوهمه انتفاضه پيل شوه، عرفات په علني ډول د دې ولسي پاځون ملاتړ وکړ؛ خو د پټو تماسونو له لاري ئې هڅه کوله نړۍوالي ټولنې او د اسرائيل حاميانو ته وښيي چي له روان پاڅون او تاوتريخوالي سره موافق نه دئ. كه څه هم اسرائيل دى تورن کړ چي په تاوتريخوالي كي لاس لري خو ده په رسمي اعلاميو کي ځان د سولي غوښتونکی معرفي کاوو. له دې لاري ئې هڅه كوله چي له انتفاضې په نړۍواله مستوى سياسي استفاده وكړي. په دوهمي انتفاضه کي عرفات د دواړو لوريو په منځنۍ كرښي كي ولاړ وو؛ نه ئې وسله وال پاڅون تأييدولو او نه ئې د پاڅون خلاف هغه څه كول چي اسرائيل ترې غوښتل.
د حماس 7 اكتوبر عملياتو شاليد
د فلسطين او فلسطينيانو دردناك وضعيت، د صهيونستانو بې انتهاء مظالم، د مخكينيو ډول ډول سياسي هڅو او عملي تحركاتو عدم مؤثريت، اوږد مهاله محاصره، د قدس او الاقصی مسجد پر له پسې هتك حرمت، د فلسطيني اسیرانو بد حالت او له هغوى سره ناوړه او غير انساني چلن؛ په اشغالي سيمو كي يهودانو ته نوي ښارگوټي جوړول، له دغو سيمو د فلسطينيانو ايستل… د دې باعث شو چي حماس په خپلو مخكينيو تگلارو كي تجديد نظر وكړي؛ د “طوفان الاقصی” په نوم اغېزمن، بې ساري، ستر او هيښوونكي نظامي عمليات ترسره كړي؛ په دې ستر اقدام كي ئې دغه ټول عوامل دخيل وو.
نو ويلى شو چي د فلسطينيانو لومړۍ انتفاضه؛ ولسي پاڅون وو، نژدې شپږ كاله ئې دوام وكړ؛ د ۱۹۸۷م كال دسمبر په ۸ مه پيل شوه او تر ۱۹۹۳م كال سپټمبر مياشتي د اوسلو تړون پورې روانه وه؛ يوه جالبه ځانگرتيا ئې دا وه چي فلسطيني ماشومانو او تنكيو ځوانانو هم د صهيونستانو ټانكونه او فوځي گاډي په تيږو ويشتل؛ دا صحنې ډېري جالبي وې؛ په رسنيو كي پراخ انعكاس؛ هم فلسطيني ولس هڅولو او هم ئې د نړۍوالو پر ذهنيت او خواخوږيو پارولو كي ژور اغېز درلود؛ دې پاڅون د فلسطين قضيه احياء كړه، د نړۍوالو توجه او خواخوږي ئې جلب او وجدان ئې راویښ كړ.
دوهمه انتفاضه چي د الاقصی انتفاضه هم ورته ويل کېږي، د ۲۰۰۰م كال سپټمبر په ۲۸مه له هغه وروسته پيل شوه چي اريل شارون په پاروونكي ډول د الاقصی جومات انگړ ته ننوت؛ او د ۲۰۰۵م تر فبروري پوري نژدې ۵ کاله ئې دوام وكړ؛ او د شرمالشيخ غونډي په اوربند پاى ته ورسېده. دا انتفاضه؛ نیمه ولسي، نیمه مسلح او له تاوتریخوالي ډكه وه. ويلي شو چي دغه پاڅون د اكتوبر عملياتو ته لار هواره كړه.
د ۷ اکتوبر عملیات؛ ډېر دقيق، منظم، بې ساري، ناڅاپي او ستر فوځي عمليات ول؛ اغېز ئې ډېر ژور، پراخ او نړۍوال وو؛ مثال ئې په تاريخ كي نه شو موندلى؛ په دې كي صهيونست رژيم په لومړي ځل تر اغېزمن بريد لاندي راغلى، جنگيالي له فضا او زمكي د دوى تر سلطې لاندي سيمي ته ننوتي؛ تلفات ئې وراړولي او اسيران ئې ترې نيولى؛ او خوندي ځايونو ته ئې انتقال كړي؛ په نړۍواله كچه ئې د صهيونست رژيم حيثيت داسي مجروح كړى چي جبران ئې ورته ممكن نه دئ. نه يوازي له دې پلوه د تل ابيب حيثيت ته لوى گوزار وو چي ونه توانېدل له داسي او پراخ نظامي اقدام خبر شي او مخه ئې ونيسي، بلكي له دې پلوه هم چي په تېرو 23 مياشتو كي ونه توانېدل خپل اسيران آزاد كړي او د حماس پټنځايونه، تر زمكي لاندي تونلونه او د زندانيانو د ساتني ځايونه كشف او تخريب كړي.
نور بیا …



