
انجنیر ګلبدین حکمتیار او حزب اسلامى
ليكوال: سميع یوسفزی
تاریخ تل له وړ او باصلاحیته انسانانو سره انصاف نه کوي. نه هر وړ مشر واک ته رسېږي، او نه هر واکمن د واک لرلو وړتیا لري. دا خبره د افغانستان د معاصر تاریخ په اوږدو کې بیا بیا ثابته شوې ده، او د انجنیر ګلبدین حکمتیار سیاسي ژوند د همدې تضاد یو مهم مثال بلل کېدای شي.
انجنیر حکمتیار او حزب اسلامي د جهاد د دورې له هغو خوځښتونو څخه وو چې نظم، تنظیم او نظریې ته یې جدي ارزښت ورکاوه. حزب اسلامي د منظم مقاومت تر څنګ، د مهاجرو په کمپونو کې د نارینهوو او ښځو لپاره ښوونځي او تعلیمي ادارې جوړې کړې، وخت ته پابند تنظیمي کدرونه یې وروزل او یو قوي تشکیلاتي جوړښت یې درلود. دا تنظیم له ژبني او قومي تعصب څخه تر ډېره پاک پاتې شو او د ټول افغانستان په کچه یې ځان یو اسلامي خوځښت باله.
په هغه دوره کې چې ډېری جهادي مشران وروسته په پراخ فساد، شخصي ګټو او تنظيمي انحطاط کې ډوب شول، حزب اسلامي د نسبي فکري او مالي انضباط ساتلو هڅه وکړه. دا هغه واقعیتونه دي چې د تاریخ په حافظه کې ثبت دي، که څه هم ډېر کله تر سیاسي تبلیغاتو لاندې پټ شوي دي.
خو مشري یوازې په وړتیا نه ترلاسه کېږي. سیاست د قسمت، وخت، ولسي باور، سیاسي اتحادونو او نړیوالو شرایطو مجموعه ده. بدبختانه د حکمتیار سیاسي وخت له تاریخ سره سمون ونه خوړ، او هغه فرصتونه چې د ملتونو برخلیک بدلوي، ډېر کم بیا تکرارېږي. کله چې یو فرصت له لاسه وځي، یوازې د شخصي وړتیا پر بنسټ بېرته نه راګرځي.
د کابل د ویجاړۍ په اړه بحث لا هم د افغانانو ترمنځ ژور اختلاف لري. بېله شکه، د احمد شاه مسعود او پرچمي عناصرو نا مقدس شمالی اتحاد د جګړې بنسټ کېښود، خو حکمتیار هم د سختو مجبوریتونو له مخې په دې معادله کې داخل شو. سره له دې، تر ټولو پراخ تبلیغاتي بریدونه پر حزب اسلامي او شخصاً پر حکمتیار وشول، او د جګړې ډېری بار یوازې پر یوه اړخ واچول شو.
دا نن چې د ما افغان نیستم شعارونه ورکوې حکمتیار د “ما افغان نیستم “ او خراسانیانو دسیسه او تجزیی پلانونه او خوبونه چې په فخر یی د “ اتحاد صفحات شمال “ په نوم ډله جوړه کړې وه په ابتدا کې ور خنثئ کړه چې دغه خدمت یی تل یاد ساتل کیږې او همدغه عوامل دې چې د حزب او حکمتیار خلاف ددغو عناصرو قهر او کینه نه سړیږې او اوس هم حکمتیار او حزب ته بد رد وایی .
کابل یوازې د یوه لوري په لاس نه ویجاړ شو؛ دا یو جمعي ناورین و، چې څو لوري، کورني او بهرني، پکې ښکېل وو .
په پاکستان کې د ملي شخصیتونو ترورونه، چې د کوربه هېواد د ځانګړو کړیو له لوري د افغان ملي او نشنلیستي فکر د ځپلو لپاره ترسره شول، ډېر ځله په غیر مستقیم ډول پر حکمتیار وتړل شول. دا هغه تورونه وو چې د سیاسي فضا د مغشوش کولو لپاره کارول کېدل، نه د حقیقت د روښانولو لپاره.
د حکمتیار شخصي ژوند کې مذهبي تقوا، فکري ژمنتیا او علمي سابقه د ډېرو له نظره د انکار وړ نه ده. هغه هم مفسر دی، هم انجنیر، او هم یو سیاسي مفکر. خو پوښتنه دا ده چې ایا په دې حساس تاریخي پړاو کې به د هغه سیاسي بخت یو ځل بیا راژوندی شي؟
واقعیت دا دی چې تاریخ ډېر کم شاته ګرځي. نن سیاسي مشروعیت د اشخاصو پر ځای د نویو روایتونو، ولسي اجماع او د ملت د دردونو د درک پر بنسټ تعریفېږي. ښايي اصلي درس د یو شخص ناکامي نه وي، بلکې د هغه نظام کمزوري وي چې بیا بیا وړتیا، اصول او فکر شاته پرېږدي.
یو بل مهم حقیقت دا هم دی چې هر هغه حزب، نهضت یا تحریک چې پیل یې له پاکستانه شوی وي، د نوی نسل د افغانانو لهخوا د شک په سترګه ورته کتل کېږي. که استاد رباني، حکمتیار او یا طالبان وي—هر څومره چې د خپل ځان د سپیناوي هڅه وکړي، دا تاریخي ټاپه یې سیاسي موقف کمزوری کوي.
په پای کې، حکمتیار که واک ته ونه رسېد، خو د افغانستان د سیاسي تاریخ له اغېزناکو څېرو څخه پاتې شو او اوس هم چانس لری ، البته تاریخ به وروستۍ قضاوت کوي، خو ولس لا هم د هغه دوره، اغېز او رول په بېلابېلو سترګو ګوري.
موږ ټولو ته پکار ده چې د اشخاصو تر قضاوت وړاندې، سیستمونه او حالات هم وپوښتو—ځکه چې که نظام سم نه وي، وړ کسان هم د خپلو وړتیاوو د استعمال چانس نه مومی.


