سلایدرفلسطین

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي

 

غزه کې د اسرائیلو تازه بریدونه؛ لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي

د غزې د ملکي دفاع ادارې د راپور له مخې، د اسرائیلو د وروستیو تروریستي بریدونو له امله لږترلږه ۱۰۴ کسان شهیدان شوي دي. په شهیدانو شویو کې۴۶ ماشومان هم شامل دي.

دا د روانې اکتوبر میاشتې له لسمې نېټې وروسته د تلفاتو تر ټولو لوړ شمېر دی.

د حماس جهادي غورځنګ د اسرائیلو تورونه رد کړي او ویلي یې دي چې د مړو د موندلو بهیر د جګړې له امله د پراخو ورانیو له کبله ډېر ستونزمن دی.

حماس زیاته کړې چې د غزې په ورانیو کې د جسدونو راایستلو لپاره نه کافي وخت شته او نه هم لازم تخنیکي وسایل لري.

د یادې شوې هوکړې له مخې، حماس شل ژوندي یرغمل کسان اسرائیلو ته سپارلي او په بدل کې اسرائیل شاوخوا دوه زره فلسطیني بنديان خوشې کړي دي.

 د غزې د روغتیايي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د اسرائیلو تر بریدونو لاندې تر دې دمه لږترلږه ۶۸،۶۴۳ فلسطینیان شهیدان شوي دي.

موضوعات مشابه

Back to top button