له پاکستانه د هلمند بهرامچې له لارې ۲۷۷ کورنۍ بېرته راستنې شوي
د هلمند محلي مسوولان وايي چې د دوو پرلهپسې ورځو په اوږدو کې د بهرامچې له لارې نږدې ۲۷۷ راستنېدونکې کورنۍ چې ټول ۱۶۱۸ کسان کېږي، بېرته هېواد ته راستانه شوې دي.

له پاکستانه د هلمند بهرامچې له لارې ۲۷۷ کورنۍ بېرته راستنې شوي
د هلمند د مقام ویاند مولوي محمدقاسم ریاض وايي، د ولایت مقام په مشري د استقبال، ثبت او تثبیت کمېټو لهخوا دغو کورنیو ته د هرکلي ترڅنګ د هغوی د ثبت او تثبیت پروسه بشپړه شوې او اړوند اصولي کړنې شوې دي.
د نوموړي په وینا، یوازې د دوشنبې پر ورځ ۱۲۷ کورنۍ چې ۷۶۸ کسان وو او د سهشنبې پر ورځ ۱۵۰ کورنۍ چې ۸۵۰ غړي یې درلودل، هېواد ته راستانه شوي او اړوندو ادارو لهخوا ورته لومړنۍ اسانتیاوې برابرې شوې دي.
ریاض زیاتوي، د ترانسپورت ریاست په مشرۍ د لېږد کمېټې د دغو کورنیو د انتقال چارې سمبال کړي، همدارنګه د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست تر مشرۍ لاندې خدماتي کمېټې د خوراکي او څښاکي توکو ترڅنګ نور بنسټیز مواد هم ورسره مرسته کړې ده.
د مستوفیت ریاست تر څار لاندې مالي کمېټې د بېرته ستنېدونکو لپاره مالي مرستې ترسره کړې او د موقتي مېشتېدنې کمېټې د دوی د لنډمهاله استوګنې لپاره اړین ګامونه پورته کړي دي.



