
د افغانانو او عراقیانو قاتل هڅه کوي خپل تور مخ سپین کړي!
سمیع الله نهضتیار
وړاندې تر دې چې د بحث اصلي موضوع و څېړو او په تفصیلي توګه رڼا پرې واچوو؛ اول غواړم ځینې پوښتنې دلته مطرح کړم چې ځواب به یې وروسته وړاندې کړو؛ د افغانانو حامي څوک دئ؟ افغاني ملي ارزښتونو ته څوک ژمن دئ او چا یې ساتنه کړې؟ چا له افغانانو ننګه کړې او چا یې پر سر سودا کړې؟ د افغانانو د وژلو طرحې او پالیسانې چا جوړې کړي؟ د افغانانو قاتل یا قصاب څوک دئ؟ مجاهد رهبر حکمتیار که حرامزاد؟
هر هېواد هم اصیل او وطن پال بچي لري او هم پردیپال، پلورل شوي، جاسوس او د پردیو د خدمت له پاره روزل شوي غلامان؛ اصیل افغان هر زمان او مکان کې خپلو ملي او اسلامي ارزښتونو ته ژمن پاته کېږي، پر سر یې سودا نه کوي، د وژلو، زنداني کولو، بې کوره کولو، توهینولو، تحقیرولو له پاره یې طرحې او پالیسیانې نه جوړوي بلکې تل او په هر سخت حالت کې یې ترڅنګ ودريږي، د سر او مال په بیه ورنه ننګه کوي، د دښمن او اشغالګر پر وړاندې یې یوازي نه پرېږدي؛ آن تر دې چې په تش لاس او په یوازي سر یې ترڅنګ ودریږي که څه هم د ټولې دنیا کفار یې پر وړاندې د مخالفت او دښمنۍ لاره غوره کوي.
اما بل اړخ ته پردیپال انسان چې په خپل ژوند کې نه یو سپیڅلی مرام او موخه لري او نه هم کومو ارزښتونو ته ژمنتیا او لیوالتیا؛ ځکه د غلامۍ توره حلقه یې په غاړه کې پرته وي، مکلف وي چې د خپل آقا او بادار په خدمت کې اوسي؛ خپل پخواني پلرني هېواد او ولس ته شا کړي، د خپل بادار د خوشحالولو او د هغه د رضایت ترلاسه کولو په خاطر هر ډول بېشرمانه کړنو ته غاړه ورکوي، هڅه کوي خپل آقا ته وښيي چې خپله جاسوسۍ او غلامۍ کې دونه ژمن او مخلص دئ چې حتی د خپل پخواني ټبر په وژلو او ربړولو هم ترحم نه کوي او ورته بې تفاوته ده، وحشت او دهشت کم یا زیات ترسره کېږي مهمه نه ده، مهمه دا ده چې د خپل خدمت په ترسره کولو سره هغه ته ځان وفادار جاسوس او غوره خدمتګار ثابت کړي.
د بحث اصلي موضوع ته راګرځم؛ په دې وروستیو کې د افغانستان له پاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی حرامزاد هڅه کوي چې افغان ولس ته خپل ځان خواخوږی او ریښتنی افغان ثابت کړي؛ خو د افغان ولس حافظه نه کم زورې ده او نه هم د خپلو دښمنانو په پېژندلو کې ضعیفه دي، خپل دوست او دښمن، خپل حامي او خواخوږی، خپل مدافع او قاتل ډېر ښه پېژني.
جناب حرامزاد! داسې ښکاري چې د عمر د پوخ والي له امله ستاسو حافظه کم زورې شوې ده؛ خپل تور تاریخ او بدرنګه سابقه مو له یاده وتلې، ټولې هغه شپې ورځې د هېرې کړي دي چي ۲۵ کاله وړاندې مو د خپل آقا او بادار د خوشحالولو او د ښه خدمت د ترسره کولو په موخه دې د خپلو هېوادوالو د وژلو او د خپل پلرني ټاټوبي د اشغال له پاره دې پالیسي جوړوله؟؟ هغه وخت د هېر کړی چې ۲۵ کاله وړاندې دې د پلار او نیکه د مسلمانو عراقي خویندو او وروڼو د وژلو او ربړولو او د دوی د هېواد د اشغال او لاندې کولو طرحه او پالیسي جوړوله؟؟ کله چې امریکا او ناټو په افغانستان وحشیانه برید وکړ او په افغانانو یې ړندې بمبارۍ پیل کړې تاسو چېرته واست؟؟
افغانان غیرتي او میړني خلک دي هر ډول قربانۍ او تکلیف ته غاړه ږدي خو پخپل ناموس سودا نه کوي؛ کله یې چې څوک ناموس ته په کږو سترګو وګوري نو سترګې یې په ګوته را اوباسي؛ خو تا نه یوازي دا چې ورنه ننګه ونه کړه بلکې پخپل ناموس یعنې مور وطن د سودا وکړه او تر ټولو شرمونکي دا وه چې د پخپله مور وطن د تېري پر مهال له تېري کوونکو سره په یو صف کې ولاړ وې او په بې شرمۍ سره دې د خپل وطن په ورانولو لاس پورې کړی وو.
جناب حرامزاد! موږ به یې در په یاد کړو، ستا حافظه به آپډیټ یا تازه کړو چې ته جناب په افغانستان کې د امریکا سفیر یعنې جاسوس وې؛ هغه هم داسې مهال چې ستا پخوانی مور وطن ستا د بادارانو له لوري عملاً تر اشغال لاندې وو؛ په کلیو او بانډو کې وحشیانه شپنۍ چاپې، وحشیانه ړندې بمبارۍ، د بې ګناه مظلومو افغانانو وژنې، په وحشي صفته زندانونو کې زنداني کول، ربړول، وحشیانه شکنجې، د سپین ږيرو، ماشومانو او حتی د ښځو زورول او وژل روان وو، ښه مې په یاد دي د میدان وردګو ولایت په نرخ ولسوالۍ کې امریکایي عسکرو چاپه اچولې وه او په کورونو کې یې ښځې په سپیو داړلې وې، وحشي سپیشل فورس عسکرو په همدې نرخ ولسوالۍ او د هېواد په نورو سیمو کې هغه وحشتونه ترسره کړل چې د افغانستان په ټول تاریخ کې داسې وحشتونه او ظلمونه نه تېر شوي وو او نه به تېر شي، ته جناب ځانته معلومات وکړه چې په افغانستان کې یوازي او یوازي ستا د شرمونکي ماموریت پر مهال څومره افغان وژل شوي، بې کوره شوي، معیوب شوي او زنداني شوي؟؟ د اشغال په تېرو ۲۱ کلونو کې په لکونو انسانان په افغانستان کې و وژل شول، په زرګونو معیوب او معلول شول، په زرګونو افغانان په وحشیانه زندانونو کې په بې رحمانه ډول شکنجه شول، ټول ملي او اسلامي ارزښتونه یې تر پښو لاندې شول چې په دې ټولو ظلمونو او وحشتونو کې ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول شریک او مسؤل وې؛ دا چې په عراق کې ستا د پلار او نیکه څونه مسلمان خویندې او وروڼه ستا د ماموریت او ستا د پالیسیو په ترڅ کې وژل شوي یو الله ته څرګنده ده.
خو ستا له لوري له دې ټولو ترسره شویو وحشتونو او جنایتونو سره سره بیا هم په ډېره سپین سترګۍ او بې شرمۍ را پورته کېږئ ځانته برأت ورکوئ، ځان د افغانانو خواخوږی، حامي او مدافع معرفي کوئ!! ډېره عجیبه او د خند وړ خبره ده!!، تاسو واقعاً هم خپله حافظه له لاسه ورکړې او هم د هغو امریکایي عسکرو په شان شوي یاست چې څنګه له افغانستانه وتلي د خپلو ترسره کړیو جنایاتو له امله په رواني ناروغیو اخته شوي دي، تاسو هم کټ مټ د همغو امریکایي عسکرو په شان په رواني ناروغۍ مبتلا شوي یاست، عذاب د وجدان اوباسئ، هره لحظه خپل وجدان ته خجالت او شرمنده یاست، تاسو باید ژر تر ژره په روغتون کې تر درملنې لاندې ونیول شئ.
د لیکنې په پیل کې چې کومې پوښتنې مطرح شوي وې د لیکنې په جریان کې ځیني ځواب شوي او ځینو ته په دې برخه کې لنډه اشاره کوو؛
جناب حرامزاد! د افغانانو حامي، خواخوږی او مدافع تاسو نه بلکې ښاغلی مجاهد رهبر حکمتیار دئ په دې دلیل چې ۲۵ کاله وړاندې ته او ستا بادارانو پر افغانستان وحشیانه برید وکړ خو همدا اصیل افغان بچی وو چې له خپل افغان ولس او خپلې مور وطن څخه د دفاع په برخه کې ستاسو پر وړاندې لکه سپر ودرېدلو، تا له آسمان بمونه ورول خو همدا اصیل افغان د خپل ولس په ننګه ولاړ وو؛ تا او ستا بادارانو افغانان وژل، ربړول او کورنه مو ور ړنګول خو همدا مجاهد افغان وو چې د ولس په څنګ کې ستاسو د توپ، ټانک او الوتکو پر وړاندې خالي لاس ولاړ وو، د افغانانو قاتل او قصاب مجاهد رهبر نه بلکې ته حرامزاد او ستا باداران دي، که د حافظه کار نه کوي نو یو ځل رسنیو ته سر ور ښکاره کړه چې تاسو د ۲۱ کلن اشغال په جریان کې څونه افغانان وژلي دي؟؟
په پای کې باید و وایم چې ستاسو د ګنده او پوچو څرګندونو په ځواب کې ګڼ شمېر افغانانو ښه ځوابونه درکړي دي؛ چې دا هم ستا په مخه درنه او تاریخي څپېړه ده او تاته یې در په یاد کړل چې ته وحشي صفته قاتل او جاسوس زموږ له یاده نه یې وتلی، ستا منحوسه څېره د ټولو ښه په یاد ده؛ ټولو داسې ځوابونه درکړل چې ستاسو پاکه شوې حافظه یې دوباره درته آپډیټ کړه، هیله ده چې عقل د سر ته راغلی وي او بیا د داسې بې ادبۍ جرأت ونه کړې.



