د کونړ څوکۍ ولسوالي زلزلهځپلي د کورونو جوړولو لپاره ځمکه نهلري

د کونړ څوکۍ ولسوالي زلزلهځپلي د کورونو جوړولو لپاره ځمکه نهلري
د ژمي په رانږدېکېدو سره، د کونړ د څوکۍ ولسوالي دېوهګل دره کې ګڼشمېر کورنۍ اوس هم سرپناه نهلري او کمپونو کې ژوند کوي.
وروستۍ زلزله چې د دغې ولسوالي یوشمېر کلي وران کړي، سلګونه کورنۍ یې بېکوره کړي او ډېری هغه کورونه چې غرونو کې له تیږو جوړ شوي وو، په بشپړه توګه نړېدلي دي.
د څوکۍ ولسوالي د دېوهګل درې زلزلهځپلي حضرتباز محمدي وویل: «زموږ کورونه په داسې سيمو کې جوړ شوي وو چې اوس هلته د نورو کورونو د جوړولو امکان نه شته. موږ غواړو موږ ته په هغو ځایونو کې کورونه جوړ شي چې بيا له ورته ستونزو سره مخ نه شو، ځکه زموږ سيمه غرنۍ ده او ډېری کورونه په غرو کې جوړ شوي وو او ټول وران شوي. هیله لرو چې په هوارو ځمکو کې مو کورونه جوړ شي څو په راتلونکي کې د زلزلې له خطره خوندي واوسو».
د دېوهګل درې بل اوسېدونکي بازمحمد چې کور یې زلزله کې وران شوی وايي: «په دې سیمه کې د ۱۲ یا ۱۸ مترو په عرض کې هېڅ ځمکه نشته. زموږ سیمه تنګه او باریکه ده. موږ له اسلامي امارته غوښتنه کوو چې موږ هوارو ځمکو ته ولېږدوي، ځکه ژمی را روان دی او اوس په خېمو کې ژوند کول نور امکان نه لري».
د نعمتالله په نوم یوه بل زلزله ځپلي هم د بیارغونې چارو په اړه وايي: «موږ غواړو د خپلو کورونو د جوړولو کار پيل شي، خو دولت موږ ته وايي چې بايد ځمکې هوارې کړئ. خو زموږ د کلي په سیمه کې د ۱۶ مترو په اوږدوالی او ۹ مترو په پلنوالی هېڅ ځمکه نشته. زموږ غوښتنه دا ده چې په دولتي ځمکو کې، په هوارو سیمو کې موږ ته د ځمکې ټوټه ورکړل شي. موږ به خپله د خټو کورونه جوړ کړو، يوازې دا غواړو چې یو سرپناه ولرو».



