
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 23
آيا پېريان ليدل كېږي؟
په اسلامي امت كي په دې اړہ هم جدي اختلاف تر سترگو كېږي چي آيا انسان كولى شي پيريان په خپلو سترگو وگوري؟ آيا پيريان كولى شي خپل شكل او بڼه بدله كړي او د بل مخلوق په بڼه كي څرگند شي؟ راشئ وگورو چي قرآن په دې اړہ څه وايي او په دې اړہ كومه عقيده صحيح گڼي.
د الاعراف په سوره كي لولو:
يَٰبَنِيٓ ءَادَمَ لَا يَفۡتِنَنَّكُمُ ٱلشَّيۡطَٰنُ كَمَآ أَخۡرَجَ أَبَوَيۡكُم مِّنَ ٱلۡجَنَّةِ يَنزِعُ عَنۡهُمَا لِبَاسَهُمَا لِيُرِيَهُمَا سَوۡءَٰتِهِمَآۚ إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ إِنَّا جَعَلۡنَا ٱلشَّيَٰطِينَ أَوۡلِيَآءَ لِلَّذِينَ لَا يُؤۡمِنُونَ ٢٧ الاعراف:27
اې د آدم اولاده! پام چي شيطان تاسو ونه غولوي، همغسي لكه چي ستاسو مور پلار ئې له جنته وايستل، جامه ئې ترې ايستله چي بدن ئې وروښيي (بدن ئې ورته ښكاره او لوڅ كړي)، دى او قبيله ئې تاسو په داسي توگه ويني چي تاسو ئې نشئ ليدلى، موږ شيطانان د هغو دوستان گرځولي چي ايمان نه راوړي.
په دې مبارك آيت كي څو اساسي خبري تر سترگو كېږي:
- انسانانو ته ويل شوي چي د شيطان وسوسو ته تسليم نشي.
- شيطان د دې باعث شو چي د انسانانو لومړني پلار مور له جنته ووځي.
- دوى لومړى له جنته ايستل شوي بيا جامه ترې ايستل شوې.
- دا جامه يو ځلي نه ده ترې ايستل شوې بلكي ورو ورو ترې ايستل شوې، د ينزع صيغه همدا مطلب افاده كوي.
- د شيطان هدف دا وو چي انسان لوڅ او بربنډ كړي، دى پوهېدو چي د دې كار پايلي انسان ته څومره خطرناكي دي، له ده سره د خپلو شيطاني منصوبو په عملي كولو كي څومره مر سته كوي، څومره فتنې ورباندي راولاړولى شي، د انسان د بې لاري كولو لپاره له دې څومره استفادې كولى شي!!
- هغه مو داسي خطرناك دښمن دئ چي په هر گام كي ئې تاسو ته كمين نيولى، تاسو ئې نه گورئ او هغه مو ويني.
- هغه كسان له شيطان سره دوستي كوي او د وسوسو تر اغېز لاندي ئې ځي چي ايمان نه راوړي، مؤمنان له شيطان سره دوستي نه پالي او نه غواړي د وسوسو تر اغېز لاندي ئې راشي.
د دې آيت له دغي فقرې ( إِنَّهُۥ يَرَىٰكُمۡ هُوَ وَقَبِيلُهُۥ مِنۡ حَيۡثُ لَا تَرَوۡنَهُمۡۗ) نه د محققو علماوو انتباه دا ده چي انسانان نشي كولى شيطان او د ده قبيله په خپلو سترگو وگوري، دوى هغه آراء او روايات ضعيف او بې اعتباره گڼي چي د شيطان په ليدل كېدو تركيز كوي. د دې آيت الفاظ هومره صريح او واضح دي چي نه شك ته كوم مجال پرېږدي او نه بلي توجيه ته. په قاطع او پرېكنده توگه وايي چي تاسو شيطان او د ده قبيله نشئ ليدى.
د الجن په سوره كي لولو:
قُلۡ أُوحِيَ إِلَيَّ أَنَّهُ ٱسۡتَمَعَ نَفَرٞ مِّنَ ٱلۡجِنِّ فَقَالُوٓاْ إِنَّا سَمِعۡنَا قُرۡءَانًا عَجَبٗا ١ يَهۡدِيٓ إِلَى ٱلرُّشۡدِ فََٔامَنَّا بِهِۦۖ وَلَن نُّشۡرِكَ بِرَبِّنَآ أَحَدٗا ٢ الجن: 1-2
ووايه: راته وحي شوې چې د پېريانو يوه ډله ورته غوږ شول او وئې ويل: بې شكه چې مونږ عجيب قرآن واورېدو. 2ـ د رشد او كمال په لوري لارښوونه كوي، ايمان مو پرې راووړ، او هيڅكله به څوك له خپل رب سره شريك نه كړو.
په دې آيتونو كي څو ظريف ټكي زمونږ توجه جلبوي:
الف: د وحي له لاري پيغمبر عليه السلام ته ويل شوي چې د پېريانو يوې ډلي د قرآن تلاوت ته غوږ ايښى او دومره ئې تر اغېز لاندي راغلي چې نورو ته ئې ويلي: عجيب قرآن مو واوريدو، د كمال لوري ته لارښود، ايمان مو پرې راوړ او دا پريكړہ مو وكړہ چي له دې وروسته به هيڅكله د شرك مرتكب نه شو او د الله تعالى په څنګ كي به د بل چا او بل څه عبادت ونكړو، پيغمبر عليه السلام دا ډله نه ده ليدلې او د دې سورې تر نازلېدو له دې خبر نه وو چي دوى قرآن اورېدلى او غبرگون ئې دا وو او خپل قوم ته ئې دا وينا كړې. له ټول جريان نه د دې سورې په رڼا كي پوه شو. دا آيتونه هم په دغي خبري شهادت وركوي او د احقاف د سورې دا آيت هم چي فرمايي:
وَإِذۡ صَرَفۡنَآ إِلَيۡكَ نَفَرٗا مِّنَ ٱلۡجِنِّ يَسۡتَمِعُونَ ٱلۡقُرۡءَانَ فَلَمَّا حَضَرُوهُ قَالُوٓاْ أَنصِتُواْۖ فَلَمَّا قُضِيَ وَلَّوۡاْ إِلَىٰ قَوۡمِهِم مُّنذِرِينَ ٢٩ الاحقاف: 29
او هغه وخت چي د پېريانو يوه ډله مو ستا لوري ته راوگرځوله چي قرآن ته غوږ شي چي كله ورته حاضر شول وئې ويل: خاموش شئ، نو كله چي پاى ته ورسېدو، خپل قوم ته بېرته وگرځېدل، خبردارى وركونكي.
دا دواړہ آيتونه په ډېر صراحت سره وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په تلاوت لگيا وو چي دا ډله راغلې، قرآن ئې اورېدلى، پرته له دې چي پيغمبر عليه السلام پرې پوه شي.
د قرآن دغه درې څرگند او محكم آيتونه په ډېر وضاحت سره وايي چي نه موږ پيريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ليدلي. څوك چې پر قرآن ايمان لري نو هغه ته په كار ده چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي نو هغه به نه د قرآن د وينا په اړہ شك كوي او نه به د خلكو خبرو ته څه اهميت وركوي.
- خو په دې هكله څو روايته زمونږ مخي ته راځي: يو ئې عبدالله بن عباس رضى الله عنه ته منسوب دئ او دوه ئې عبدالله بن مسعود رضى الله عنه ته، د دغو دواړو جليل القدره صحابه وو د رواياتو تر منځ تعارض دئ، يو ئې د نه ليدو او بل ئې د ليدو خبره كوي، او عبد الله بن مسعود رضى الله عنه ته منسوب روايتونه هم په خپلو كي تعارض لري، په يوه كي داسي راغلي چې مونږ يوه شپه پيغمبر عليه السلام ونه موند، ډېر پرېشانه شوو، دا وېره راسره پيدا شوه چي څه نه وي پرې شوي، سهار هغه رامعلوم شو او پوښتنه مو ترې وكړہ چې چېري تللى وې، هغه وفرمايل چي د پېريانو يوې ډلي ته مي قرآن اوراوو، په بل كي راغلي چي عبد الله بن مسعود رضى الله عنه وايي: زه ئې په يوه ځاى كي ودرولم او راته وئې ويل چي له دې ځايه مه خوځېږہ او هغه لاړ او د پېريانو يوې ډلي ته ئې قرآن واوراوو. كه څه هم ځينو د دې تعارض په اړہ څه توجيهات كړي، خو په ډېر تكلف سره، د عبدالله بن مسعود رضى الله عنه دوه روايات او د عبدالله بن عباس رضى الله عنهروايت ټول د يوې پېښي په اړہ دي، خو دا دئ گورئ چي تر منځ ئې څومره ژور تعارض او تضاد تر سترگو كېږي!! څوك چي وايي د عبدالله بن مسعود روايات د دوو بېلو بېلو پېښو په اړہ دي هغوى د تعارض رفع كولو لپاره دا خبره كوي.
عجيبه ده چي څوك عبدالله بن مسعود رضى الله عنه ته منسوب دوه متعارض روايات په داسي حال كي صحيح گڼي چي له قرآن سره هم جدي او ژور تعارض لري او په خپلو كي هم، خو بل لوري ته د عبد الله بن عباس رضى الله عنه دا قول ضعيف بولي چې وايي:
عن ابن عباس قال: ما قرأ رسول الله صلى الله عليه و سلم على الجن وما رآهم. رواه مسلم و الترمذي
له عبدالله بن عباس رضى الله عنه روايت دئ چې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم نه پيريانو ته د قرآن قرائت كړى او نه ئې دوى ليدلي.
حال دا چي دا وينا د قرآن له صريح آيت سره مطابقت لري!! په ټول قرآن كي صريحاً يا تلويحاً داسي څه نه گورو چي وښيي پيغمبر عليه السلام پيريان په خپلو سترگو ليدلي، يا ئې بل څوك ليدى شي، اما دا چې سليمان عليه السلام ته پېريان مسخر وو، دا د سليمان عليه السلام ځانگړې معجزه وه، خو قرآن د دغي معجزې د بيان په لړ كي هم دا نه وايي چي هغه يا نورو پيريان په خپلو سترگو ليدل.
څوك چي وايي پيريان كولى شي خپله بڼه او شكل بدل كړي ادعاء ئې بې بنسټه او بې دليله ده، هيڅ مخلوق نشي كولى خپل شكل او خلقت بدل كړي، الله تعالى دا توان هيڅ مخلوق ته نه دئ وركړى. د قرآن دا آيت په قاطع او پرېكنده توگه فرمايي چي د مخلوق فطرت او خلقت نشي بدلېدى:
فَأَقِمۡ وَجۡهَكَ لِلدِّينِ حَنِيفٗاۚ فِطۡرَتَ ٱللَّهِ ٱلَّتِي فَطَرَ ٱلنَّاسَ عَلَيۡهَاۚ لَا تَبۡدِيلَ لِخَلۡقِ ٱللَّهِۚ ذَٰلِكَ ٱلدِّينُ ٱلۡقَيِّمُ وَلَٰكِنَّ أَكۡثَرَ ٱلنَّاسِ لَا يَعۡلَمُونَ ٣٠ الروم:30
نو خپل مخ دي په بشپړہ توگه د دين لوري ته سم مخامخ كړہ، همغه الهي فطرت ته چي خلك ئې پرې پيدا كړي، د الله په خلقت كي تبديلي نشي راتلى، همدا قيم دين دئ خو ډېرى خلك نه پوهېږي.
- كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او فرشته جوړ كړي، په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ نو پېريان به څنگه دا كار وكړى شي، پيريان له اوره پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا شوى. هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې، يا مريمي عليها السلام ته د انسان په بڼه كي متمثل شوې، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره فرشته دا كار نشي كولى، همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.
- څوك چي وايي آدم عليه السلام ته شيطان په داسي بڼي كي ورغلى چي ليدل كېدو؛ ادعاء ئې بې بنسټه او غلطه ده، آدم عليه السلام ته شيطان په داسي كيفيت كي ورغلى چي نن ئې اولاد ته ورځي، كه هغه شيطان په خپلو سترگو ليدلى وى نو نن به موږ هم ليدلو، هغه زموږ جد دئ، هر څه ئې داسي وو لكه زموږ، شيطان چي څنگه د ده اولاد غولوي، گناه ته ئې هڅوي، گناه ورته ښايسته كوي، له ده سره ئې دې ته ورته معامله كړې، نه ئې د شيطان څېره ليدلې او نه ئې د هغه غږ اورېدلى، هغه ئې وسوسه كړى: فوسوس لهم الشيطان، همغسي ئې وسوسه كړى چي نن د ده اولاد وسوسه كوي!!
- دا هم ډېره عجيبه ده چي څوك د قرآن صريح وينا او د هغه مؤيد صحيح روايات نه مني او په اوهامو او افسانو پسي درومي او وايي: ډېرو خلكو پېريان په خپلو سترگو ليدلي، كه ورته واويې له دغو كسانو نه يو زموږ مخي ته ودروه چي پوښتنه ترې وكړو: پېرى دي كله او چېري وليدو؟ په كومي بڼي كي؟ څوك درسره وو؟ داسي څوك نشي راوستى، كه احياناً څوك په خپله په دې اړہ څه وايي نو وبه گورئ چي هر يوه ئې يوازي يوازي او د بل له ملگرتيا پرته، په شپه كي، په يوه تياره ځاى كي، هلته چي سترگي سم ليدل نشي كولى، د ونو تر سيوري لاندي، په يوې كنډوالې كي او د ډېران خوا ته، يا د توري پشۍ په بڼه كي يا د تور سپي په شكل كي پېريان ليدلي!!! نه كوم شاهد لري او نه كوم عاقل او بالغ انسان ته قناعت وركولى شي!! هيڅ يوه ئې دې پوښتني ته ځواب نه دئ ويلى چي: څنگه پوه شوې چي دا تور سپى، توره پشۍ او جگ سيورى پېرى وو نه ستا واهمه؟ ځيني بيا وايي: دا د عقل خبري نه دي، دلته به د عقل نيلۍ نه ځغلوو، د خلكو رواياتو ته به اعتبار وركوو!! هغوى ته وايو: كه موږ د پېريانو په اړہ د خپل عقل له مخي قضاوت كولى نو هغه قصې به مو هرو مرو منلې وې چي په هر كور كي د ووړ او زوړ په خوله تكرارېږي، انا خپل لمسيان پرې وېروي او د شپې له لوري، په تياره كي له كوره بهر وتلو ته ئې نه پرېږدي او ورته وايي چي پام كوه په ايرو پل كښېنږدې چي پېريان به دي ونيسي!! هر ناآشنا درب د پيريانو د پښو ترپا گڼي!! خو موږ د قرآن او سنت تابع يو او همغه خبره كوو چي د صريح نص له مخي ثابته وي.
راشئ وگورو چي روايات په دې اړہ څه وايي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه قَالَ وَكَّلَنِى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم بِحِفْظِ زَكَاةِ رَمَضَانَ، فَأَتَانِى آتٍ فَجَعَلَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ، وَقُلْتُ وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم. قَالَ إِنِّى مُحْتَاجٌ، وَعَلَىَّ عِيَالٌ، وَلِى حَاجَةٌ شَدِيدَةٌ. قَالَ فَخَلَّيْتُ عَنْهُ فَأَصْبَحْتُ فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم « يَا أَبَا هُرَيْرَةَ مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ ». قَالَ قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ ». فَعَرَفْتُ أَنَّهُ سَيَعُودُ لِقَوْلِ رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم إِنَّهُ سَيَعُودُ. فَرَصَدْتُهُ فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم. قَالَ دَعْنِى فَإِنِّى مُحْتَاجٌ، وَعَلَىَّ عِيَالٌ لاَ أَعُودُ، فَرَحِمْتُهُ، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « يَا أَبَا هُرَيْرَةَ، مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ شَكَا حَاجَةً شَدِيدَةً وَعِيَالاً، فَرَحِمْتُهُ فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « أَمَا إِنَّهُ قَدْ كَذَبَكَ وَسَيَعُودُ ». فَرَصَدْتُهُ الثَّالِثَةَ فَجَاءَ يَحْثُو مِنَ الطَّعَامِ، فَأَخَذْتُهُ فَقُلْتُ لأَرْفَعَنَّكَ إِلَى رَسُولِ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم، وَهَذَا آخِرُ ثَلاَثِ مَرَّاتٍ أَنَّكَ تَزْعُمُ لاَ تَعُودُ ثُمَّ تَعُودُ. قَالَ دَعْنِى أُعَلِّمْكَ كَلِمَاتٍ يَنْفَعُكَ اللَّهُ بِهَا. قُلْتُ مَا هُوَ قَالَ إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِىِّ ( اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ ) حَتَّى تَخْتِمَ الآيَةَ، فَإِنَّكَ لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ وَلاَ يَقْرَبَنَّكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ. فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ فَأَصْبَحْتُ، فَقَالَ لِى رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « مَا فَعَلَ أَسِيرُكَ الْبَارِحَةَ ». قُلْتُ يَا رَسُولَ اللَّهِ زَعَمَ أَنَّهُ يُعَلِّمُنِى كَلِمَاتٍ، يَنْفَعُنِى اللَّهُ بِهَا، فَخَلَّيْتُ سَبِيلَهُ. قَالَ « مَا هِىَ ». قُلْتُ قَالَ لِى إِذَا أَوَيْتَ إِلَى فِرَاشِكَ فَاقْرَأْ آيَةَ الْكُرْسِىِّ مِنْ أَوَّلِهَا حَتَّى تَخْتِمَ ( اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ ) وَقَالَ لِى لَنْ يَزَالَ عَلَيْكَ مِنَ اللَّهِ حَافِظٌ وَلاَ يَقْرَبَكَ شَيْطَانٌ حَتَّى تُصْبِحَ، وَكَانُوا أَحْرَصَ شَىْءٍ عَلَى الْخَيْرِ. فَقَالَ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم « أَمَا إِنَّهُ قَدْ صَدَقَكَ وَهُوَ كَذُوبٌ، تَعْلَمُ مَنْ تُخَاطِبُ مُنْذُ ثَلاَثِ لَيَالٍ يَا أَبَا هُرَيْرَةَ ». قَالَ لاَ. قَالَ « ذَاكَ شَيْطَانٌ » بخاري: 2187
ابوهريره رضى الله عنه وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم د روژې د صدقاتو په ساتني وگمارلم، يو راتلونكى راته راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: زه محتاج يم او بچيان راپه غاړہ دي، او سخت اړ شوى يم، (ابوهريره رضى الله عنه) وايي: نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا ته په پام سره پوه شوم چي هغه به حتماً بيا راشي، نو څارنه مې كوله، نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، وئې ويل: ما پرېږده، زه محتاج يم او بچيان راپه غاړہ دي بيا نه راځم، نو زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ وايي ورته ومي ويل: يا رسول الله! د شديد حاجت او بچيانو شكايت ئې راته وكړ، زړہ مي پرې وسوزېدو او هغه مي پرېښود، وئې فرمايل: يقيناً چي هغه درواغ درته ويلي او حتماً به بيا راشي، نو درېم ځل ورته په څار كي شوم، نو راغى او هغه خوراكي توكي ئې سپړل، نو ومي نيولو او ورته ومي ويل: قسم دئ چي حتماً دي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وړاندي كوم، او دا درېيم ځل دئ چي ته د بيا نه راتلو ژمنه كوې خو بيا راځې، وئې ويل: ما پرېږده، داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، ورته ومي ويل: هغه څه دي؟ وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ…) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، نو هغه مي پرېښود، سبا رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: اې ابوهريره! تېره شپه ستا اسير څه وكړل؟ ومي ويل: يا رسول الله! ژمنه ئې وكړہ چي داسي كلمات به دروښيم چي الله تعالى گټه پرې درورسوي، نو پرې مي ښود، وئې فرمايل: دا څه دي؟ ومي ويل: راته وئې ويل: كله چي څملې نو آية الكرسي (اللَّهُ لاَ إِلَهَ إِلاَّ هُوَ الْحَىُّ الْقَيُّومُ…) د آيت تر پايه لوله، چي په دې سره به تر سحره پر تا د الله تعالى له لوري يو ساتونكى گمارل شوى وي او شيطان به نشي درنږدې كېدى، او دوى د خير په چارو كي ډېر حريص ول، نو رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: خو هغه يقيناً رښتيا درته ويلي په داسي حال كي چي ډېر دروغجن دئ. اې ابوهريره! آيا پوهېږې په دغو دريو شپو كي له چا سره مخاطب وې؟ وئې ويل نه؛ وئې فرمايل: دا شيطان وو.
دا روايت په بخاري كي دوه ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى:. 3275، 5010، په لنډہ توگه او له دې توپير سره چي په دې كي وَاللَّهِ لأَرْفَعَنَّكَ راغلي او په هغوى كي يوازي لأَرْفَعَنَّكَ.
دا روايت د سند له مخي داسي دئ چي په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري او د متن له پلوه داسي دئ چي په څو برخو كي له قرآن سره تعارض لري:
- قرآن وايي چي پېريان نه ليدل كېږي او دا روايت وايي چي ابوهريره درې شپې سر په سر شيطان وليد او ټينگ ئې ونيولو!
- قرآن وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب نه پوهېدو او دا روايت وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم درې شپې سر په سر په غياب كي ليدل چي د ابوهريره رضى الله عنه او شيطان تر منځ څه تېرېدل!
- قرآن وايي چي شيطان انسان ته د فحشاء او منكر سپارښتنه كوي او غلطو كارونو ته ئې هڅوي خو دا روايت وايي چي شيطان ابوهريره رضى الله عنه ته د آية الكرسي فضائل وروښودل! دا په داسي حال كي چي قرآن په ټول تأكيد او د حصر په صيغه وايي چي شيطان ستاسو دښمن دئ او يوازي په دغو دريو كارونو تاسو گماري: سوء، فحشاء او د الله په اړہ هغه څه ويل چي نه پرې پوهېږئ.
إِنَّمَا يَأۡمُرُكُم بِٱلسُّوٓءِ وَٱلۡفَحۡشَآءِ وَأَن تَقُولُواْ عَلَى ٱللَّهِ مَا لَا تَعۡلَمُونَ ١٦٩ البقره:169
يقيني خبره دا ده بله نه ده چي هغه تاسو په كركجنو او قبيح كارونو گماري او په دې چي د الله په اړہ هغه څه ووايئ چي نه ورباندي پوهېږئ.
- قرآن وايي چي د پيريانو خوراك اوبه دي، (وَ أَلَّوِ استَقَمُوا عَلى الطرِيقَةِ لأَسقَيْنَهُم مَّاءً غَدَقاً * الجن: 16خو دا روايت وايي چي شيطان د كجورو د غلا لپاره راغلى وو!!
- د دې روايت لپاره په قرآن كي هيڅ شاهد نه مومو.
- عقل وايي چي غل د غلا په وخت كي ځان پټوي او دا روايت وايي چي شيطان د غلا په وخت كي خپل اصلي شكل بدل كړى وو او د انسان په بڼه كي په څرگنده توگه د ابوهريره خوا ته ورغلى وو او هغه هم د غلا لپاره!
- عقل وايي چي هيڅ مخلوق نشي كولى خپل اصلي شكل بدل كړي او د بل مخلوق بڼه غوره كړي خو دا روايت وايي چي شيطان ابو هريره ته د انسان په بڼي كي څرگند شوى وو!
- دا روايت وايي چي ابوهريره رضى الله عنه درې ځلي په ډېر تأكيد سره لوړہ كړې وه چي شيطان به ترلاس نيولى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ورولي خو هر ځل ئې خپله لوړہ ماته كړې!!
- په دې روايت كي چي كومي خبري راغلې دي دا له ځينو جدي توپيرونو سره په نورو كتابونو كي بريدة او أبو أيوب الأنصاري ته منسوب شوې دي. خو هلته ويل شوي چي دوى به ناڅاپي توگه متوجه شوي چي له خوراكي توكو څخه څه كم شوي، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې دا خبره كړې او گواكي هغه ورته فرمايلي چي دا كار شيطان كوي او بيا د شيطان راتلو ته مترصد پاته شوي…
- د نسائي سنن الكبرى كي د ابوهريره دغه روايت په بل سند سره داسي راغلى چي له دې سره ژور توپيرونه او تعارضونه لري، هغه وايي چي ابوهريره په خپله د تېري شپې جريان رسول الله صلى الله عليه و سلم ته بيان كړى، نه دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه ته ويلي چي تېره شپه دي اسير څه وكړل!!
دغو خبرو ته په پام سره په بشپر ډاډ او يقين سره ويلى شو چي نه انسان كولى شي پېريان وگوري او نه پېريان كولى شي خپل شكل بدل كړي
د پېريانو په اړہ دغه ليكنه په شهادت كي خپره شوه، يوه محترم ورور په خپل ليك كي د دغي ليكني په اړہ څو ملاحظات او پوښتني رالېږلې وې چي دوى ته په ځواب كي لاندي مطلب وليكل شو:
- ما د قرآن په دريو څرگندو او محكمو آيتونو استناد كړى چي وايي نه موږ پيريان ليدلى شو او نه رسول الله صلى الله عليه و سلم هغوى ليدلي. پر قرآن د ايمان تقاضاء دا ده چي كه د نړۍ ټول خلك راغونډ شي او د قرآن د دغو صريحو آيتونو خلاف خبره وكړي نو د يوه مؤمن په توگه به د قرآن د وينا په اړہ شك نه كوو او د خلكو خبرو ته به اهميت نه وركوو.
- ما د قرآن د صريح آيت په استناد ليكلي وو چي هيڅ مخلوق نشي كولى په بل مخلوق ځان بدل كړي، الهي فطرت او د خلقت په اړہ د الله تعالى سنن تغيير نه منونكي دي. دا د قرآن قاطع وينا ده، كه انسان نشي كولى له ځانه پېرى او فرشته جوړ كړي، په داسي حال كي چي هغه اشرف المخلوقات دئ؛ نو پېريان به څنگه دا كار وكړى شي، پيريان له اوره پيدا شوي، په داسي مخلوق نشي بدلېدى چي هغه له خاوري پيدا شوى. هغه فرشتې چي د انسان په بڼه كي ځينو پيغمبرانو عليهم السلام ته لېږل شوې، دا د دوى ذاتي كار نه وو، هره فرشته دا كار نشي كولى، همدغه خاصي فرشتې د الله تعالى په حكم او د دې لپاره د انسان په بڼه كي لېږل شوې چي انسان يوازي د انسان په وينا او خبري پوهېدى شي.
- په دې اړہ روايات متعارض دي، تر منځ ئې شديد تعارض او حتى تضاد تر سترگو كېږي، د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه دوه روايات او د عبدالله بن عباس رضي الله عنه روايت ټول د يوې پېښي په اړہ دي، خو تر منځ ئې شديد تعارض دئ، څوك چي وايي د عبدالله بن مسعود روايات د دوو بېلو بېلو پېښو په اړہ دي هغوى د تعارض رفع كولو لپاره دا خبره كوي.
- د ابو هريره رضي الله عنه بل روايت د همدې پېښي په اړہ داسي دئ چي سحر ده په خپله رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پېښه بيان كړې او هغه ورته ويلي چي دا شيطان وو!! هغه روايت دا خبره نه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته ويلي: اسير دي تېره شپه څه وكړل؟! دوه نور روايات چي نورو ته منسوب شوي داسي دي چي وايي له غلې څه كمېدل، پرته له دې چي كموونكى ئې ليدلى وي، پېښه رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ويل شوې او گواكي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي دا كار شيطان كوي!! دا ټول روايات د سند له مخي غريب دي او په څو طبقو كي يو يو راوي لري. په داسي مهمي اعتقادي موضوع كي داسي غريب روايات منل او هغه هم په داسي حال كي چي له قرآن سره تعارض لري، ډېره عجيبه ده!!
دې ته مو پام وي چي جن هغه څه ته ويل كېږي چي د انسان له سترگو پټ وي او نه ليدل كېږي، طبري ليكي: وكل ما توارى عن أبصار الناس، فإن العرب تقول فيه:”قد جَنّ”، و”الجن” من ذلك لأنهم استجنُّوا عن أعين بني آدم فلا يرون. هر هغه څه چي د خلكو له سترگو پټ وي نو عرب د هغه په اړہ وايي: “قد جَنّ: پټ شو”، او جن (پېرى) له همدې څخه دئ د دې لپاره چي د انسانانو له سترگو پټ شوي او نه ليدل كېږي.



