جهان اسلامسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – شپږمه برخه

 

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ

 

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: 6

 

له دښمن سره سوله كله جائز ده او كله ناجائز؟

لكه چي گورئ په دې آيت سره مؤمنانو ته امر شوى چي دښمن ته به د روغي جوړي او مصالحې لاس نه اوږدوئ، خو د الانفال په سورې كي ويل شوي چي كه دښمن روغي جوړي ته متمايل شو تاسو هم متمايل شئ او پر الله توكل وكړئ… راشئ وگورو چي دا د صلحي په اړه بېل بېل او متفاوت احكام څنگه تلفيق كولى شو؟ او په كوم يوه به كله عمل كوو؟ كله له دښمن سره صلح كول جائز دي او كله ناجائز؟ آيا دا قضيه د نهضت مشرانو ته پرېښودل شوې چي مصلحت ته په پام سره مناسب تصميم ونيسي؟ آيا دا سمه ده چي ووايو: د دې آيتونو په حكم سره مسلمانان له دې منع شوي چي دښمن ته د روغي جوړي پيغامونه ولېږي، خو كه د صلحي پيغام د دښمن له لوري وي او تفاهم او جوړ جاړي ته تيارى وښيي بيا نو مسلمانان كولى شي مثبت ځواب وركړي؟ ښايي ځينو ته دا استدلال معقول وبرېښي او د آيت له ظاهر سره ئې سم وگڼي!! خو دا انتباه په څو دليله سمه نه ده:

1- د دې استدلال له مخي چي د صلحي وړانديز د دښمن له لوري وي نو مسلمانان كولى شي روغه جوړه وكړي، پرته له دې چي وگوري د دښمن وړانديز د ضعف له دريځه دئ كه د قوت او برلاسي له دريځه او پرته له دې چي وگوري مسلمانان د قوت په دريځ كي دي كه د ضعف او كمزورۍ په دريځ كي!! كه دا استدلال سم او د منلو وړ وى نو پيغمبر عليه السلام به حتماً په مكي دور كي د دښمن د صلحي او مداهنت وړانديزونو ته مثبت ځواب ويلى وو!! حال دا چي د مكي دور په ديارلسو كلونو كي او د مدينې په شپږو كلونو كي د حديبيې تر صلحي پوري ئې نه له دښمن سره روغه جوړه وكړه، نه ئې انعطاف او نرمي وښوده او نه خبرو ته كښېناست، په داسي حال كي چي د قريشو سردارانو تل د هغې غوښتنه كوله او ډول ډول وړانديزونه ئې لرل. قرآن په گڼ شمېر آيتونو كي دې حقيقت ته اشاره كوي.

2- كه له دښمن سره د روغي جوړي مربوط آيتونو د نزول ترتيب ته لږ ځير شو وبه گورو چي د مقاطعې، عدم انعطاف، له مداهنت ډډه كول او روغي جوړي ته د نه رابللو آيتونه په هغي مرحلې كي نازل شوي چي د مكې ديارلس او د مدينې شپږ لومړني كلونه احتواء كوي. همغه مرحله چي دښمن د برلاسي احساس كاوو او نهضت ئې ضعيف او كمزورى گاڼو. خو كله چي نهضت له تدافعي حالته ووت، د دښمن ټول بريدونه ئې په شا وتمبول او په ټولو نښتو كي ئې خپله وړتيا او قوت اثبات كړ، اوس د دښمن په پرتله د برلاسۍ او قوت احساس كوي، دغه وخت دئ چي له دښمن سره د تفاهم او روغي جوړي اجازه وركول كېږي. د قرآن په آيتونو كي د غور په نتيجه كي به دا وگورئ چي د (وَإِنْ جَنَحُوا لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا) آيت د بدر په جگړي كي له بريا وروسته نازل شوى، حال دا چي له تفاهم او روغي جوړي د اجتناب آيتونه ټول تر دې دمخه نازل شوي، د حديبيې صلح هغه وخت وشوه چي د دښمن وروستى لوى بريد د خندق په جگړي كي له ماتي سره مخامخ شو او له ماتي وروسته پيغمبر صلى الله عليه وسلم وفرمايل: له دې وروسته به قريش د حملې توان تر‌لاسه نه كړي. گورئ چي د حديبيې صلح د نهضت د قوت او برلاسي او د دښمن له مسلسل ماتو وروسته د حرم خوا كي د دښمن تر سلطې لاندي سيمي كي امضاء شوې.

د دې آيتونو په رڼا كي او د هر يوه د نزول د زمانې شرائطو ته په پام سره په وضاحت او آسانۍ سره دا حقيقت درك كولى شو چي صلح د نهضت د قوت او ځواكمنۍ د وخت كار دئ، د هغه وخت كار چي دښمن د عجز او ضعف احساس وكړي او نهضت عملاً خپله برلاسي او ځواكمني ثابته كړي، هغه وخت چي دښمن صلحي ته اړ شوى وي او له دې پرته بله چاره نه گوري چي د مسلمانانو شرائطو ته تسليم شي. عجيبه ده چي څوك دا ټول حقائق له پامه غورځوي او صلح د ضعف او ناتوانۍ د مرحلې كار گڼي او ادعاء كوي چي نهضت كولى شي د ضعف په وخت كي له دښمن سره روغه جوړه وكړي!!

څوك په دې حقيقت نه پوهېږي چي د دوو ښكېلو خواوو تر‌منځ روغه جوړه تل د برلاسي او غالب لوري د شرائطو په اساس رامنځته كېږي، د غالب لوري شرائط منل كېږي او مغلوب لورى د ده د شرائطو منلو ته غاړه ږدي، يوازي په دې صورت كي ده چي د صلحي معاهده د دوو خواوو تر‌منځ امضاء كېږي، اسلام هيڅكله مسلمان ته د دې اجازه نه وركوي چي ذلت ته سر ټيټ كړي، د دښمن شرائطو ته تسليم شي، د همدې لپاره د ضعف او ناتوانۍ په وخت كي عدم مداهنت او صلحي ته په عدم دعوت تأكيد كوي، خو د برلاسۍ په وخت كي اجازه وركوي چي تفاهم وكړي او د صلحي بلني ته مثبت ځواب ووايي. كوم كسان چي د قرآنكريم په تفسير كي د آيتونو شأن نزول او د هر آيت د نزول شرائطو ته پام نه كوي او هر آيت بېل بېل او له نورو سره ئې تړاو ته له پام پرته تر بحث لاندي نيسي، كله چي د يوې قضيې په اړه دوه متباين احكام گوري او په توجيه كي ئې له ستونزي سره مخامخ كېږي او له تلفيق ئې عاجز كېږي نو د دې پر ځاى چي ووايي: د يوه حكم په يوې مرحلې پوري او بل ئې په بلي پوري مربوط دئ، برعكس د دغو پورتنيو آيتونو په څېر ئې تعبيروي! يا ئې يو ناسخ او بل منسوخ گڼي!!

د دوى د تعبير له مخي مسلمانان مكلف دي چي د دښمن له لوري د صلحي وړانديز ته له ځنډ پرته مثبت ځواب ووايي، گواكي مسلمانان له دښمن سره له روغي جوړي نه؛ بلكي يوازي له دې منع شوي چي دښمن ته پخپله د روغي جوړي وړانديز وكړي، خو كه دا ابتكار د دښمن له لوري وو او د روغي جوړي پيغام هغه ورولېږو نو بيا كولى شي له ځنډ پرته روغه جوړه وكړي!! په داسي حال كي چي مسئله كاملاً د دې عكس ده، د قرآن آيتونه او عملي مصاديق ئې د پيغمبر عليه السلام په ژوند او له دښمن سره ئې په معامله كي په ډېر وضاحت سره ښيي چي صلح ځان ته خاص وخت او شرائط لري، له دښمن سره صلح او تفاهم د قوت او ځواكمنۍ د مرحلې كار دئ نه د ضعف د مرحلې، د مدني مرحلې كار دئ نه د مكي مرحلې.

له دښمن سره تر هغه له تصادم ډډه چي توازن رامنځته شي!!

څوك چي د جهاد تجربه لري؛ هغه د همدې جهاد له امله هم د قرآن په لارښوونو د ښه پوهېدا وړتيا تر‌لاسه كوي او هم پوهېږي چي په لږ شمېر مجاهدينو او نظامي امكاناتو كولى شي ځواكمن حكومتونه نسكور كړي او ستر مغرور ځواكونه له ماتي سره مخامخ كړي؛ افغانانو دوو زبرځواكونو؛ شوروي او ورپسې امريكا او ناټو ته؛ يو په بل پسې ماته وركړه؛ او له افغانستان ئې وتلو ته اړ كړل؛ شوروي په زوال محكوم شو؛ داسي چي نن د نړۍ په جغرافيه كي د شوروي اتحاد په نامه هيڅ هېواد نه شته؛ د امريكا د شرمناكي ماتي وضعيت داسي دئ چي د امريكا اوسنى جمهور رئيس، د كانگريس مهم غړي، د پنتاگون او سي آى اې مهم مخكيني او اوسني مسئولين او مشهور ډيپلوماټان وايي: له افغانستان وتل داسي شرمناكه پېښه وه او د امريكا حيثيت ته ئې دومره صدمه رسولې چي جبران ئې ممكن نه دئ؛ ځيني ئې افغانستان ته د بيا تگ او د خپل حيثيت جبرانولو وړانديزونه كوي. د دوحې مذاكراتو لپاره ئې ځكه يوازي طالبان غوره كړل او له هغوى سره ئې د خپلي خوښي معاهده لاسليك كړه چي له يوې خوا پتمن وتل تضمين كړي او له بلي خوا د افغانستان په راتلونكي كي د خپل اغېزمن حضور او د رقيبانو عدم حضور تضمينات تر‌لاسه كړي؛ د طالبانو هيئت د دوى ټولي دا غوښتني ومنلې؛ خو نه معاهده عملي شوه، نه ئې دا تضمينات تر‌لاسه كړل او نه پتمن وتل.

د طوفان الاقصی په نامه د حماس جهادي گوند؛ حيرانوونكي او بې مخينې عملیات چي د ۲۰۲۳م كال د اکتوبر په اومه تر‌سره شول؛ نتائج، لاسته راوړني او دوام ئې وښوده چي لږ شمېر مؤمن، هدفمن، هوښيار او صابر جنگيالي كولى شي سترو مجهزو او مغرورو ځواكونو ته ماته وركړي؛ همغسي چي قرآن فرمايي:

…كَم مِّن فِئَةٖ قَلِيلَةٍ غَلَبَتۡ فِئَةٗ كَثِيرَةَۢ بِإِذۡنِ ٱللَّهِۗ وَٱللَّهُ مَعَ ٱلصَّـٰبِرِينَ٢٤٩  البقرة

… له لږكيو ټولگيو څومره ئې د الله په اذن سره پر ډېركي ټولگي غالب شوي؛ الله خو له صابرانو سره دئ.

 

نور بیا …

موضوعات مشابه

Back to top button