خواجه اصف: د اوربند دوام د کابل له لوري د ټيټيپي مهار پورې اړه لري
د دې اوربند لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی او دا وضعیت تر هغه وخته دوام کوي چې هوکړه نقض نه شي.

خواجه اصف: د اوربند دوام د کابل له لوري د ټيټيپي مهار پورې اړه لري
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه محمد اصف د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند مشروط بللی او ویلي یې دي چې دا هوکړه د افغانستان سرپرست حکومت د وړتیا پورې اړه لري، څو هغه مخالفې ډلې مهار کړي، په خبره یې د افغانستان له خاورې پر پاکستان بریدونه کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د دې اوربند لپاره کوم ځانګړی وخت نه دی ټاکل شوی او دا وضعیت تر هغه وخته دوام کوي چې هوکړه نقض نه شي.
خواجه اصف و ویل: «په هوکړه کې په څرګنده توګه ویل شوي و چې هېڅ ډول تېری باید ونه شي او تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) به په افغانستان کې هېڅ ډول اسانتیاوې نه لري. موږ دا موضوع څو ځله تکرار کړې. خو په ضمني توګه، دواړو هېوادونو ترکیې او قطر، دا خبره ورته څرګنده کړه چې دا د اختلاف اصلي ټکی دی.»
ورته مهال قطر کې د افغانستان سرپرست حکومت سفیر سهیل شاهین وایي، افغان حکومت له تحریک طالبان پاکستان سره هېڅ ډول اړیکې نه لري.
نوموړي زیاته کړه: «موږ هېڅ چاته اجازه نه ورکوو چې زموږ له خاورې د پاکستان پر ضد د برید لپاره کار واخلي. موږ په دې اړه خپل هوډ څرګند کړی، موږ هېڅ ډله نه منو او نه یې ملاتړ کوو.»
له دې سره هممهاله، د ملګرو ملتونو د سرمنشي ویاند، سټېفن دوجاریک، بریټانیا او د مصر بهرنیو چارو وزارت د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی کړی او ټینګار یې کړی چې باید دا هوکړه دوامداره پاتې شي او د خبرو له لارې شخړې حل شي.
دوجاریک ویلي: «موږ هیله لرو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اوربند تلپاتې شي او پاتې اختلافات د ډیپلوماسۍ له لارې حل شي.»
دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې تر اته ورځو نښتو وروسته د افغانستان سرپرست حکومت او پاکستان ترمنځ د قطر او ترکیې په منځګړیتوب، په دوحه کې د سمدستي اوربند هوکړه لاسلیک شوه.



