اجتماعی

د ځنګلونو ساتنه او پالنه د هر هېوادوال دنده ده

 

 

د ځنګلونو ساتنه او پالنه د هر هېوادوال دنده ده

 

لیکوال: شاه محمود دروېش

دا چې ځنگلونه او زرغونې سیمې د هر هېواد په ښکلا او د چاپېریال په هر اړخیز خوندیتوب کې ستر ارزښت او ځانګړی اهمیت لري، ځنگلونه چې د افغانستان طبیعي شتمنۍ ده، چې ساتنه او پالنه يې پر موږ  ټولو لازمه ګڼل کېږي، همدا ځنگلونه او زرغونې سیمې دي، چې د هر هېواد په ښکلا او د چاپېریال په هر اړخیز خوندیتوب کې بیساری رول لري، ځکه همدا ځنگلونه د ژمي په موسم کې د واورو انبارونه په خپلو غېږو کې ساتي او د پسرلي پر مهال د غرونو په رگونو کې ننوځي، د کارېزونو او د چينو د اوبو د زیاتوالي لامل گرځي او په ټولیزه توگه ژوندیو موجوداتو ته ژوند، خوند، رنگ او ښکلا وربښي او هم د خطرناکو سیلابونو د راوتلو مخه نیسي، له شک پرته د طبیعي منابعو په لړ کې ځنگلونه هغه ستره پانگه او شتمني بلل کېږي، چې د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې مهم رول لوبوي، له بل پلوه د هېواد د چاپېریال په پاکوالي کې هم ستر ارزښت لري، د دغې شتمنۍ د ساتنې، ودې او پراختیا لپاره د ځنگلونو د ساتنې او څارنې په موخه مسئول ارگانونه گمارل شوي تر څو د ځنگلونو په ساتنه، وده او پراختیا کې فعاله ونډه واخلي، خو په ډېرې خواشینۍ سره، په تېرو کلونو کې زموږ په ټول هېواد کې ډېری ځنگلونه په مختلفو طریقو له منځه وړل شوي، خو د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره له نېکه مرغه چې د ځنګلونو د وهلو او قاچاق مخه په بشپړه توګه نیول شوې، اړینه ده زموږ په هغو ولایتونو کې چې تریوه حده ځنگلونه شتون لري، د مسئولو ارګانونو او ځایي خلکو له خوا باید د هغې څارنې، پالنې او پراختیا ته ډېره پاملرنه وشي او له وهلو یې په جدي ډول مخنیوی وشي،که چېرې د ځنگلونو د ساتنې، ودې او پراختیا لپاره جدي او هر اړخیزه پاملرنه ونه شي، نو د اړوندو ولایتونو ښکلي ځنگلونه او سمسورې سیمې به په بشپړه توگه په سپیرو ډاگونو بدلې شي او په دې توگه به نه یوازې قدرمن هېوادوال د خپلې اقتصادي پیاوړتیا سرچينې او شتمني له لاسه ورکړي، بلکې د داسې یو چاپېریال  خاوندان به شي، چې ژوند کول به هم په کې ستونزمن او حتی ناشوني وي، پر دې بنسټ اړینه ده، چې د اسلامي امارت اړوند مسئول ارگانونه باید د ځایي اوسېدونکو په بشپړې همکارۍ د هېواد په گوټ گوټ کې طبیعي ځنگلونه چې بیت المال او د گران هېواد د هر وگړي شتمني بلل کېږي، دله منځه تللو له خطرونو څخه وژغوري،ځکه ځنگلونه په حقیقت کې د چاپېریال په پاکوالي او د وگړو د روغتیا او سلامتیا په خوندیتوب کې ستر او مهم رول لري له هراړخیزو گواښونو او نابودي څخه وژغورل شي.

ځایي اوسېدونکي هم باید د ځنگلونو د ساتنې او څارنې په برخه کې د اسلامي امارت له مسئولو ارگانونو او مراجعو سره په پرله پسې ډول خپله مرسته او همکاري جاري وساتي، ترڅو دغه ځنگلونه د هېواد طبیعي او ملي شتمني بلل کېږي او د هېواد د ملي اقتصاد په پیاوړتیا کې ستر ارزښت لري، نو ساتنه یې د هر هېوادوال انساني وجیبه ده، پردې بنسټ په هر راز شرایطو کې باید هېچاته د دې اجازه ورنه کړل شي، چې د دغه ملي شتمنۍ د له منځه وړلو سبب شي.

موضوعات مشابه

Back to top button