اجتماعی

د سړو خونو تر څنګ دې کارخونې هم جوړې شي

 

د سړو خونو تر څنګ دې کارخونې هم جوړې شي

 

لیکوال: حبیب الرحمن رحیمي

که څه هم د افغانستان زیاته برخه غرونو او هغو ځمکو نیولې، چې کرکیله په کې لږ څه ستونزمنه ده، خو بيا هم افغانستان یو له هغو هېوادونو دی،چې اتيا سلنه وګړي په کرګرۍ اخته دي او له همدې لارې خپل ژوند مخته وړي.

د دې تر څنګ ګڼ شمېر بهېدونکي سيندونه یا اوبه چې د ټولو اوبو مجموعه يې ٧٥ میلیارده متر معکبه ده،هم لري مګر بیا هم زموږ هېوادوال له فقر څخه کړېږي دا هغه ستونزه ده، چې د زیات وخت راهيسې ورسره مخ دي او د لا جدي کېدو پر حال کې ده.

د نفوس زیاتوالی، اقلیمي بدلون او د وخت له غوښتنو سره سم د ميکانيزه کرنې نشتون او نور هغه لاملونه دي،چې د ځمکې څخه د ترلاسه شويو محصولاتو د عاید د کچې څخه کرګر راضي نه برېښي.

اوس د دې وخت را رسېدلی دی، چې دا ستونزه جدي وګڼو او لاس په کار شو او په لنډو ټکو کې مو هغو کړنو ته چې پر دې اړوند لازمې دي پام را اړوم.

د بهېدونکو اوبو او د هغه اوبو مديریت چې کرنې ته رسېږي.

اقلیمي بدلون ته په کتو کرنيزو توکو غوره کول.

د صنعتي بوټو کرکيلې ته لومړیتوب ورکول چې د صنعت څرخ په اهتزاز راولي تر څو هغه خام توکي چې یوه فابریکه ورته اړتیا لري په کور د ننه موجوده وي .

څرنګه چې ښکاره ده موږ هغه وخت اقتصادي خپلواکي ساتلی شو، چې هېواد مو تولیدي او صنعتي شي

په داسې حال کې چې د هېواد په ټولو برخو کې د کورنیو او بهرنیو مرستندویانو پام د سړو خونو جوړښت ته وراوښتی، مګر بسنه نه کوي او د کرنې په برخه کې یو کوچنی ګام بلل کېږي هغه دا چې موږ کرنيز توکي د تولید په ډول نه د محصولات په بڼه بهر ته ولېږو، چې د کرګرو تر څنګ به ګڼ شمېر هېوادوال د کور د ننه په کار لګیا شي او اړتیا به نه وي، چې خپلې خولې د بل چا لپاره تويې کړي څه ښه وايي د کور ګټه د لاهور ګټه د پورته متل په یاد سره خپله لیکنه پر دې را لنډوم، چې محصولات په تولیداتو بدل کړئ هغه دا چې په خپلو سیمو کې خپلو محصولاتو ته په کتو کارخونې جوړې کړئ .

د هېواد د کرنې ،سوداګرۍ ، صنعت او نورې اړونده ادارې باید شته اړتیا ته په کتو د پانګونې او په کار اخته کولو چاپېريال چمتو کړي.

موضوعات مشابه

Back to top button