اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 28 برخه

عاشوراء په رواياتو كي

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 28

عاشوراء په رواياتو كي

 

راشئ وگورو چي په رواياتو كي د عاشوراء په ارتباط څه راغلي. په دې اړہ د بخاري يو روايت دا دئ:

عَنْ عَائِشَةَ – رضى الله عنها – قَالَتْ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ رَمَضَانُ الْفَرِيضَةَ، وَتُرِكَ عَاشُورَاءُ، فَكَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ .

له عائشې (رضى الله عنها) روايت دئ چي وايي: قريشو به د جاهليت په زمانه کي د عاشوراء په ورځ روژہ نيوله او رسول الله (صلى الله عليه وسلم) به هم پدې ورځ روژہ نيوله او کله چي ئې مدينې ته هجرت وکړ نو بيا ئې هم دا ورځ روژہ نيوله او نورو ته ئې د روژې نيولو امر وکړ خو کله چي د رمضان روژہ فرض شوه نو د عاشوراء د روځي روژہ ئې پرېښوده بيا د هر چا خپله خوښه وه چي پدې ورځ ئې روژہ نيوله او که نه.

دا روايت په بخاري كي شپږ ځلي نور په دغو شمېرو راغلى: 1592، 1893، 2001، 2002، 3831، 4502، د دغو رواياتو تر منځ جدي او ژور توپيرونه او تعارضات تر سترگو كېږي، دومره چي يو په هغه صورت كي ترې غوره كولى شې چي نور ټول رد كړې، په ځينو كي ويل شوي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ په بل كي كَانُوا يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ قَبْلَ أَنْ يُفْرَضَ رَمَضَانُ، وَكَانَ يَوْمًا تُسْتَرُ فِيهِ الْكَعْبَةُ، په بل كي صَامَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ، په بل كي أَنَّ قُرَيْشًا كَانَتْ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، ثُمَّ أَمَرَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – بِصِيَامِهِ حَتَّى فُرِضَ رَمَضَانُ په بل كي كَانَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – أَمَرَ بِصِيَامِ يَوْمِ عَاشُورَاءَ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ . په بل كي كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تَرَكَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَمَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ تَرَكَهُ . په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَوْمًا تَصُومُهُ قُرَيْشٌ فِى الْجَاهِلِيَّةِ، وَكَانَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – يَصُومُهُ، فَلَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ صَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ كَانَ مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لاَ يَصُومُهُ په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يَصُومُهُ أَهْلُ الْجَاهِلِيَّةِ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَهُ، وَمَنْ شَاءَ لَمْ يَصُمْهُ » په بل كي كَانَ عَاشُورَاءُ يُصَامُ قَبْلَ رَمَضَانَ، فَلَمَّا نَزَلَ رَمَضَانُ قَالَ « مَنْ شَاءَ صَامَ، وَمَنْ شَاءَ أَفْطَرَ » په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – الْمَدِينَةَ، فَرَأَى الْيَهُودَ تَصُومُ يَوْمَ عَاشُورَاءَ، فَقَالَ « مَا هَذَا » . قَالُوا هَذَا يَوْمٌ صَالِحٌ، هَذَا يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ بَنِى إِسْرَائِيلَ مِنْ عَدُوِّهِمْ، فَصَامَهُ مُوسَى . قَالَ «فَأَنَا أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْكُمْ » . فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . په بل كي – قَالَ كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ » په بل كي لَمَّا قَدِمَ الْمَدِينَةَ وَجَدَهُمْ يَصُومُونَ يَوْمًا، يَعْنِى عَاشُورَاءَ، فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ عَظِيمٌ، وَهْوَ يَوْمٌ نَجَّى اللَّهُ فِيهِ مُوسَى، وَأَغْرَقَ آلَ فِرْعَوْنَ، فَصَامَ مُوسَى شُكْرًا لِلَّهِ . فَقَالَ « أَنَا أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ » . فَصَامَهُ وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . په بل كي أَنَّ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – بَعَثَ رَجُلاً يُنَادِى فِى النَّاسِ، يَوْمَ عَاشُورَاءَ « أَنْ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ أَوْ فَلْيَصُمْ، وَمَنْ لَمْ يَأْكُلْ فَلاَ يَأْكُلْ په بل كي أَرْسَلَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – غَدَاةَ عَاشُورَاءَ إِلَى قُرَى الأَنْصَارِ « مَنْ أَصْبَحَ مُفْطِرًا فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ أَصْبَحَ صَائِمًا فَلْيَصُمْ » . قَالَتْ فَكُنَّا نَصُومُهُ بَعْدُ، وَنُصَوِّمُ صِبْيَانَنَا، وَنَجْعَلُ لَهُمُ اللُّعْبَةَ مِنَ الْعِهْنِ، فَإِذَا بَكَى أَحَدُهُمْ عَلَى الطَّعَامِ أَعْطَيْنَاهُ ذَاكَ، حَتَّى يَكُونَ عِنْدَ الإِفْطَارِ . په بل كي قَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – يَوْمَ عَاشُورَاءَ « إِنْ شَاءَ صَامَ » په بل كي أَمَرَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – رَجُلاً مِنْ أَسْلَمَ أَنْ أَذِّنْ فِى النَّاسِ « أَنَّ مَنْ كَانَ أَكَلَ فَلْيَصُمْ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ، فَإِنَّ الْيَوْمَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ » په بل كي أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – قَالَ لِرَجُلٍ مِنْ أَسْلَمَ « أَذِّنْ فِى قَوْمِكَ – أَوْ فِى النَّاسِ – يَوْمَ عَاشُورَاءَ أَنَّ مَنْ أَكَلَ فَلْيُتِمَّ بَقِيَّةَ يَوْمِهِ، وَمَنْ لَمْ يَكُنْ أَكَلَ فَلْيَصُمْ » په ځينو كي ويل شوي: مَا رَأَيْتُ النَّبِىَّ – صلى الله عليه وسلم – يَتَحَرَّى صِيَامَ يَوْمٍ فَضَّلَهُ عَلَى غَيْرِهِ، إِلاَّ هَذَا الْيَوْمَ يَوْمَ عَاشُورَاءَ وَهَذَا الشَّهْرَ . يَعْنِى شَهْرَ رَمَضَانَ !! په ځينو كي قَالَ دَخَلَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – الْمَدِينَةَ وَإِذَا أُنَاسٌ مِنَ الْيَهُودِ يُعَظِّمُونَ عَاشُورَاءَ وَيَصُومُونَهُ فَقَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – « نَحْنُ أَحَقُّ بِصَوْمِهِ » . فَأَمَرَ بِصَوْمِهِ . په بل كي قَالَ لَمَّا قَدِمَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – الْمَدِينَةَ وَجَدَ الْيَهُودَ يَصُومُونَ عَاشُورَاءَ، فَسُئِلُوا عَنْ ذَلِكَ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى أَظْفَرَ اللَّهُ فِيهِ مُوسَى وَبَنِى إِسْرَائِيلَ عَلَى فِرْعَوْنَ، وَنَحْنُ نَصُومُهُ تَعْظِيمًا لَهُ، فَقَالَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْكُمْ » . ثُمَّ أَمَرَ بِصَوْمِهِ . په بل كي قَدِمَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – الْمَدِينَةَ وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ فَقَالُوا هَذَا يَوْمٌ ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ . فَقَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – لأَصْحَابِهِ « أَنْتُمْ أَحَقُّ بِمُوسَى مِنْهُمْ، فَصُومُوا » . په بل كي لَمَّا قَدِمَ رَسُولُ اللَّهِ – صلى الله عليه وسلم – الْمَدِينَةَ، وَالْيَهُودُ تَصُومُ عَاشُورَاءَ، فَسَأَلَهُمْ، فَقَالُوا هَذَا الْيَوْمُ الَّذِى ظَهَرَ فِيهِ مُوسَى عَلَى فِرْعَوْنَ، فَقَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – « نَحْنُ أَوْلَى بِمُوسَى مِنْهُمْ فَصُومُوهُ » په بل كي قَالَ صَامَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – عَاشُورَاءَ، وَأَمَرَ بِصِيَامِهِ . فَلَمَّا فُرِضَ رَمَضَانُ تُرِكَ . وَكَانَ عَبْدُ اللَّهِ لاَ يَصُومُهُ، إِلاَّ أَنْ يُوَافِقَ صَوْمَهُ . په بل كي د دې خلاف ويل شوي: كَانَ يَوْمُ عَاشُورَاءَ تَعُدُّهُ الْيَهُودُ عِيدًا، قَالَ النَّبِىُّ – صلى الله عليه وسلم – « فَصُومُوهُ أَنْتُمْ » يعني يهودانو دا ورځ د عيد په توگه لمانځله او رسول الله صلى الله عليه و سلم له هغوى د مخالفت ښودلو په توگه وويل چي تاسو روژہ ونيسئ، او دا د ټولو نورو رواياتو خلاف دئ.

د دغو متعارضو رواياتو تر منځ تعارضات او توپيرونه دا دي:

  • ځيني ئې وايي چي د عاشوراء روژہ قريشو هم نيوله او رسول الله صلى الله عليه و سلم هم له همغه مهاله نيوله، او گواكي قريشو به په دغي ورځ پر كعبې نوى غلاف غوړاوو!! ځيني ئې وايي كله چي رسول الله صلى الله عليه و سلم مدينې ته راغى يهودان ئې وليدل چي په دې ورځ روژہ نيسي وئې پوښتل چي ولي په دې ورځ روژہ نيسئ؟ هغوى وويل: دا يوه ستره ورځ ده، فرعون په كي غرق شوى او موسى عليه السلام ته برى ورپه برخه شوى، موږ د دغي ورځي د درناوي لپاره روژہ نيسو، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل چي موږ تر يهودانو زيات د دې وړ يو چي د دې ورځي درناوى وكړو، نو په خپله ئې هم د روژې نيول پيل كړل او نورو ته ئې هم امر وكړ، ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم تر رحلت لږ وړاندي د دې روژې نيول پيل كړل، چا ورته وويل: دا خو له يهودانو سره شباهت راځي، رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د شباهت ختمولو لپاره به راتلونكى كال يوه ورځ مخكي هم روژہ نيسم، خو هغه د دغي ورځي تر بيا رارسېدو وړاندي رحلت وكړ!! ځيني ئې وايي: يهودانو به دغه ورځ د عيد او خوشحالۍ د ورځي په توگه لمانځله، رسول الله صلى الله عليه و سلم له يهودو سره د مخالفت په موخه وفرمايل: چي تانسو په دې ورځ روژہ ونيسئ!! ځيني ئې وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د عاشوراء د ورځ سحر اعلان وكړ او كليو ته ئې څوك ولېږو چي خلك خبر كړي او ورته ووايي: چا چي څه نه وي خوړلي روژې ته دي دوام وركړي او چا چي څه خوړلي وي تر ماښامه دي څه نه خوري!! ځيني ئې وايي چي د روژې تر فرضېدو پوري دا روژہ نيول كېده خو د روژې له فرضېدو وروسته پرېښودى شوه، او ځيني ئې د دې خبري تر څنگ دا هم علاوه كوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: د هر چا خپله خوښه چي په دې ورځ روژہ نيسي كه نه!! په يوه كي دا هم ويل شوي چي قريشو به په دغي ورځ د روژې تر څنگ د كعبې غلاف هم بدلولو!!

د دغو متعارضو رواياتو له منځه د يوه انتخاب محال او ناممكن دئ، امام بخاري هم نه دي ويلي چي په دغو متعارضو او متضادو رواياتو كي كوم يو ئې د متن، محتوى او اسنادو له پلوه صحيح او تر نورو غوره دئ، او په كوم دليل، د بخاري هيڅ شارح هم نه ويلي او نه ويلى شي چي كوم روايت تر نورو غوره دئ!! دا د يوه اصل په توگه په پام كي ولرئ چي كله د يوې موضوع په اړہ متعارض روايات مومو داسي چي تر منځ ئې نه تلفيق ممكن وي او نه داسي دليل موندلى شو چي يوه ته پر بل ترجيح وركړو، په قرآن كي كوم شاهد ورته ونه مومو، په خپله دغو رواياتو كي هم د ترجيح وجه پيدا نه كړو نو په كار دا ده چي ټول يوې خوا ته پرېږدو، نه استناد پرې وكړو، نه ئې نورو ته ووايو او نه كوم يو د خپلي سليقې له مخي غوره كړو.

زه دې نتيجې ته رسېدلى يم چي په دې ورځ نه په خپله روژہ نيسم او نه بل ته د روژې نيولو مشوره وركوم، دا راته غوره برېښي چي نفلي روژې يوازي په دې توگه وي: د عرفې ورځ، د شوال شپږ ورځي، ايام بيض (د هري مياشتي ديارلسمه، څوارلسمه او پنځلسمه)، هره دوشنبه او پنجشنبه او يوه ورځ تر منځ. خو دې ته مو پام وي چي د دې ورځو هره روژہ په ثواب كي يوه مسكين ته د يوې ورځي خوراك وركولو حد ته نه رسېږي، د هغو واعظانو له مبالغو ډكو ويناوو ته ارزښت مه وركوئ چي داسي روژې د جنت كلي گڼي او له ټولو مخكنيو او وروستنيو گناهونو د پاكېدو وسيله!! او مقام ئې دومره لوړ ښيي چي نه په جهاد سره ترلاسه كېدى شي، نه په شهادت سره او نه په زكات او نورو فرائضو سره.

په دې ورځ خيراتونه مه كوئ، دا ځكه چي نه رسول الله صلى الله عليه و سلم داسي خيراتونه كړي او نه صحابه وو، داسي روايت نه مومو چي كوم صحابي دي د مړو لپاره خيرات كړى وي، د شيعه وو د ماتم غونډو او جلسو ته مه ورځئ، كه ورځئ نو بايد خپل شرعي مسئوليت اداء كړئ او د ټولو هغو شركي ويناوو او حركاتو په اړہ خلكو ته حق وينا وكړئ چي هلته ئې اورئ او گورئ، لكه يا علي مدد، يا حسين، ځانونه په زنځيرونو وهل، ماتم كول، مذهبي رقصونه، او نور خرافات او د دين، مذهب او عقل ضد حركات. كه داسي ونه كړئ نو له دوى سره به په گناه كي شريك وئ. د داسي جلسو په ضد له مسلحانه اقداماتو ډډہ وكړئ ځكه نه رسول الله صلى الله عليه و سلم د كومي مذهبي ډلي په خلاف داسي كار كړى او نه صحابه وو، هغه واكمنان له اسلام او اسلامي امت سره ستر ظلم كوي چي دغسي جلسو او جلوسونو ته اجازه وركوي او تسهيلات ورته برابروي، هغه حكام دا كار كوي چي پردي پال دي او دنده ئې په اسلامي امت كي د اختلافاتو اور ته لمن وهل دي، مگر نه گورئ چي په افغانستان او عراق كي دغو غونډو او مظاهرو هغه مهال زور واخيست چي صليبي ځواكونو اشغال كړل، همدا ځواكونه شيعه آخوندان هڅوي او تسهيلات ورته برابروي چي په دې ورځي كوڅو ته راووځي او د دين او عقل ضد حركاتو مظاهره وكړي او داسي څه ووايي چي سنيان غبرگون ته اړ كړي.

موضوعات مشابه

Back to top button