خبرهای داخلیسلایدر

اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران دریځ ستایلی

حمدالله فطرت د دغو هېوادونو د اندېښنو په غبرګون کې ویلي، هیڅ وسله‌واله ډله په افغانستان کې حضور نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

 

اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران دریځ ستایلی

اسلامي امارت د روسیې، چین، پاکستان او ایران هغه دریځ ستایلی چې افغانستان کې یې د پوځي اډو له جوړولو سره مخالفت څرګند کړی و. 

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال وایي، له ټولو هیوادونو سره د متقابل احترام پر بنسټ مثبتې او ښې اړیکې غواړي.

حمدالله فطرت د دغو هېوادونو د اندېښنو په غبرګون کې ویلي، هیڅ وسله‌واله ډله په افغانستان کې حضور نه لري او د افغانستان خاوره به د نورو هېوادونو پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «دا یو رښتینی لیدلوری دی چې افغانستان سره د شته امنیت، ثبات او پرمختګونو په رڼا کې اړیکو ته لومړیتوب ورکول کیږي. افغانستان له خپلو ګاونډیانو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره د متقابلو، مثبتو او پر باور او اعتماد ولاړو اړیکو د پياوړتیا سیاست لري. له افغانستانه نورو هېوادونو ته د ګواښ په اړه ناسمې اندېښنې او ادعاوې په کلکه ردوو.»

 سیاسي شنونکي وایي، د سیمې د هېوادونو له لوري د افغانستان د ثبات ملاتړ د اسلامي امارت لپاره یو مهم فرصت دی چې سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

دوی دغه راز زیاتوي چې د یادو هېوادونو اندېښنو ته د کابل مثبت ځواب کولای شي چې د سیمې باور لا ډېر کړي.

د سیاسي چارو شنونکي، معین‌ګل څمکني و ویل: «د دوحې په هوکړه کې په ښکاره ویل شوي چې د افغانستان خاوره به د بل هیڅ هېواد پر وړاندې نه کارول کیږي. خو کاش دا هم پکې ویل شوي و، چې د نورو هېوادونو خاورې هم د افغانستان پر وړاندې ونه کارول شي».

د سیاسي چارو بل شنونکي، سلیم پیګیر و ویل: «ګاونډي هېوادونه باید له افغانستان سره د سولې او ثبات لپاره مرسته وکړي، څو د افغانستان اقتصاد هم پياوړی شي.»

دا په داسې حال کې ده چې چین، روسیې، ایران او پاکستان په یوه څلور اړخیزه غونډه کې د یوه خپلواک، باثباته، له جګړې او نشه‌یي توکو د پاک هېواد په توګه د افغانستان ملاتړ اعلان کړی دی.

دغو هېوادونو دغه راز په خپله ګډه اعلامیه کې ټینګار کړی چې افغانستان کې باید یو ټولګډونی حکومت جوړ شي، د ښځو حقونو ته درناوی وشي، په ځانګړې توګه د هغوی د زده‌کړو او کار حق تامین شي.

 اعلامیه کې د افغانستان د ستونزو د حل لپاره د سیمه ییزو بهیرونو، د مسکو فارمټ او د شانګهای همکاریو سازمان رول اغېزناک بلل شوی دی.

موضوعات مشابه

Back to top button