سلایدرنوشته ها

اندیشمند ته د صفي الله حمیدزی ځواب!

 

اندیشمند ته د صفي الله حمیدزی ځواب!

 

لیکوال: صفی الله حمیدزی

حزب اسلامي افغانستان هېڅکله قومي چوکاټ نه دی منلی؛ بلکې تل یې معیار عقیده، وړتیا او امانت ګڼلی دی.
حكمتيار صاحب خپل لومړنی او دوهم لیکل شوی تأليف او د کتابونو بڼه په دری ژبه ليکلي.
شهید استاد فرید چې د صدراعظم په توګه وټاکل شو، پښتون نه و؛ د سولې د مرکچي پلاوي مشري انجنیرصیب امین کریم ترسره کړه، هغه هم پښتون نه و.
د حكمتيار صاحب د محافظینو مسؤلیت تر نن ورځې حاجي صیب اسلام‌الدین، د پنجشېر اوسېدونکی، پر مخ وړي او د مالي چارو مهم مسؤلیتونه هم د پروان ولايت دری ژبی انجنير صاحب عبدالسلام هاشمي په څېر شخصیتونو ترسره کړي.
په شمال کې د حزب اسلامي پراخ نفوذ، د بدخشان ستره او شانداره جلسه، او د مشرتابه په کچه دا بېلګې په ښکاره توګه ثابتوي چې حزب اسلامي د قوم نه، بلکې د فکر، عدالت او اسلامي ورورولۍ محور دی.
همدا حقیقت د نوموړي حزب قوت او د دوام راز دی.
د هغه په وینا، د افغانستان مسلمان ملت، ځوانان او د نړۍ خلک په دې پوهېږي او اعتراف کوي چې په افغانستان کې نور ګڼ احزاب او تنظیمونه له پیله قومي، موسمي، خانداني او یا هم مذهبي فرقه‌یي تړاوونه لري.
استاد برهان‌الدین رباني په پاکستان کې د پاکستان او امریکا په سیاسي ملاتړ د موقت رئیس په توګه ټاکل شوی و، نه دا چې په افغانستان کې د علني او سرتاسري انتخاباتو او یا ملي شورا له لارې منتخب شوی وي.
استاد رباني او احمدشاه مسعود د خپلې قومي او سمتي داعیې د پیاوړتیا لپاره د دوۍ له خولي څخه یوه عادي وینا په پښتو ژبه نه ده ویل شوي همدا وجه ده چي نن ورځ یې اولادونه هم د هیواد په ملي او پښتو ژبه یوه جمله خبري نه شي کولی، حتی د ډاکټر نجیب‌الله له کمونیستي دولت سره د ائتلافي حکومت جوړولو ته هم چمتو وو.
د دوۍ لخوا هم د پیښور او هم د کعبي شریفي توافقنامي ته هیڅ التزام او درناوی ونشو، ما ته تر ټولو جالبه دا ده چي د تاریخ په اوږدو کي د حزب اسلامي حريفان حتا له اتحاد جماهير شوروي او ناټو سره جوړ راتلی شي خو له حزب سره هیڅکله نه د دي ټولو تر شا چي د اسلام او هیواد دوښمنو کړیو معلومداره لاسوهنه موجوده ده، مګر بیا هم حزب اسلامي په تنها سر له دي ټولو داخلي او بهرني لاسوهنو او دسیسو په وړاندي پر الهی نصرت او د خپلو مؤمنو مجاهدینو او متحدو هیوادوالو په مرسته له دي ټولو امتحانو او دسیسو بریالی را وتلی، همدي ته وایې سالم قیادت او رهبريت، اما له حزب اسلامي سره همدغه قومي او سمتي تعصب سبب شو چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې له ناټو ځواکونو سره په افغانستان کې د نظامي یرغل لپاره نږدې او هر اړخیزې نظامي او استخباراتي همکارۍ ترسره شي.

موضوعات مشابه

Back to top button