تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۳ برخه

 

با عـــزته وتل 

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۳

مسكو له افغانستان نه د فوځونو د ايستلو فيصله وكړہ، خو غوښتل ئې:

وتل ئې باعزته وي.

د وتلو په وخت كي پدوى حملې و نشي.

دا پېغور ئې په برخه نشي چي خپل ملگري ئې د مرگ په پوله يوازي او بې اسرې پرېښودل.

د ماتې له طبيعي منفي اثراتو نه د خوندي پاتې كېدو تضمين ترلاسه كړي.

وتل ئې له امريكا سره د يوه توافق په اساس وي او لږ تر لږہ د دوى وتل داسي توجيه شي چي د يوې معاهدې په اساس او له سولي سره د مسكو د علاقمندۍ په وجه ترسره شوي نه د يوه نظامي ماتې په وجه.

روسانو پدې ټينگاركولو چي د نجيب د حكومت د بقا ضمانت دي وشي، استدلال ئې دا وو چي كه د نجيب حكومت ابقا نشي، يا كمونستان په حكومت كي شريك نه وي، په بل صورت كي د دوى ژوند نشي تضمينېدى او ټول به دې ته مجبورېږي چي هېواد پرېږدي او مسكو د دې توان نلري چي څو لكه كمونستانو او د دوى پلويانو ته په خپل هېواد كي پناه وركړي، دوى دا هم ويل چي اوس خو د خلق د ديموكراتيك گوند هم نوم بدل شوى او هم تگلاره، هغه اوس د وطن د گوند په نامه يادېږي، اسلام ته ئې مخه كړې او په اساسي قانون كي ئې په واضح الفاظو ليكلي چي د هېواد رسمي دين اسلام دى، ملي مصالحه ئې اعلان كړې، د حكومت واگي ئې د حسن شرق په شان بې طرفه كسانو ته سپارلې، له مجاهدينو سره ائتلافي حكومت ته چمتو دى، مجاهدين بايد له خپل سخت دريځ نه راكوز شي او د وطن له گوند سره د ائتلافي حكومت جوړولو ته تيارشي. واشنگټن په لاندي دلائلو د مسكو له دريځ سره اتفاق كولو:

دوى ته ترټولو مهمه موضوع د روسي فوځونو ماتې، له افغانستان نه وتل او پدې ترتيب د ويتنام د ماتې غچ اخستل وو.

د امريكا جمهوري غوښتونكي گوند غوښتل چي د دوى د اقتدار په موده كي روسي فوځونه له افغانستان څخه ووځي او پدې ترتيب د خپل كامياب خارجي سياست يو نه هيرېدونكى ريكارد قائم كړي او په راتلونكو نږدې انتخاباتو كي يو ځل بيا برى ترلاسه كړي.

امريكايانو غوښتل چي گورباچوف ته چي د شوروي اتحاد په دړى وړى كولوكي ترې ښه استفاده كېدلى شوى دا امتياز وركړي چي د روسي فوځونو وتل په عزت سره ترسره شوي او د مسكو پلوي حكومت په كابل كي په خپل حال پاتې شوي.

امريكا پدې خاطر هم دا نه غوښتل چي د

له وتلو سره سم دي د نجيب حكومت نسكور او په ځاى دې د مجاهدينو اسلامي حكومت جوړ شي چي:

د نجيب لپاره ئې داسي بديل نه درلود چي د امريكا د خوښي حكومت په كابل كي جوړكړي.

د مجاهدينو په لاس ديوه اسلامي حكومت جوړېدل ورته په څو دليله خطرناك برېښېدو:

د ايران د تجربې له تكرار نه ئې وېره درلوده او دا تشويش ورسره وو چي كه د ايران تر څنگ يو بل انقلابي رژيم په منطقه كي رامنځته شي، په منطقې او مخصوصاً خليج كي د امريكا گټي له جدي گواښ سره مخامخ كېږي.

د افغانانو اسلامي پاڅون او جهادي شعارونو او د اسلامي جهاد له لاري د يوه استعماري مجهز ځواك مقابلې او پدې نابرابري جگړي كي د دوى برياليتوبونو په اسلامي امت كي هغه جهادي ولوله راويښه كړہ چي په اسلامي ملكونو او د دوى په اقتصادي زېرمو مسلط استعماري ځواكونو تل له هغې نه ترهه درلوده او د هغې د ټكولو او له منځه وړلو لپاره ئې ډېري هڅي او ډېر مصارف كړي وو. اسلامي ملكونه چي د دوى د وسلو د خرڅلاو په بازارونو، د مصنوعاتوپه ماركيټونو او د خامو موادو د لاس ته راوړلو په ذخايرو بدل شوي او په سياسي او اقتصادي لحاظ په مستقيم او غيرمستقيم توگه په هغوى حكومت كوي، د افغان جهاد له ادامې او بري نه د دې ملكونو په اسلام غوښتونكو او ‏آزادي غوښتونكو كي په طبيعي توگه دا احساس او دا هيله قوت مومي چي كولى شي د افغانانو په شان د جهاد له لاري د خپلو هېوادونو ‏آزادي ترلاسه كړي.

د امريكا استخباراتي شبكو او سياسي مبصرينو په فلسطين كي نوى جهادي خوځښت، د كشمېر مسلحانه جهاد، د الجزائر پېښي، د مصر جريانات، په سودان او يمن كي د مسلمانو ځواكونو تحركات او د دنيا په گوټ گوټ كي د اسلام او جهاد تر نامه لاندي راولاړ شوي نهضتونه د افغان جهاد طبيعي اثرات گڼل او په مسلسله توگه ئې سپيني ماڼۍ او د سنا جرگې مربوطه كميسونونو ته دا راپورونه وړاندي كول چي د افغان جهاد د ادامې له خطرناكو اثراتو نه په اسلامي ملكونوكي د امريكا گټو ته شديد خطر متوجه دى،كه دا جهاد خپل هدف ته ورسېږي او د يوه مستقل اسلامي حكومت په جوړولو وتوانېږي او دا جهادي تجربه ناكامه نكړي شي، د خطرناكو عواقبو مخنيوى به ئې ډېر گران وي، دغو استخباراتي شبكو په خپلو راپوررونو كي دې ټكي ته هم اشاره كوله چي د ايران له انقلاب نه پداسي حال كي چي د اسلامي امت د يوه وړوكې مذهبي فرقې نمايندگي كوي د امريكا گټو ته كومه صدمه رسېدلې او دوى ته ئې كوم جنجالونه راولاړ كړي، كه افغان مجاهدين د ايران تر څنگ، د دنيا د سني مذهبه مسلمانانو لپاره په يوه محور بدل شي او په كابل كي د مجاهدينو په لاس اسلامي حكومت رامنځته شي، امريكا ته به بيا د دې بهيرمقابله گرانه وي. دوى په خپلو راپورونو كي په درواغو دا هم ليكل چي د افغان مجاهدينو څخه حزب اسلامي د ايران د سپاه پاسدارانو سره ژوري اړيكي لري، د نړۍ په سطح ئې د تروريستي فعاليتونو لپاره گډ تربيتي او عملياتي مراكز جوړكړي او په پاكستان كي د حزب اسلامي ترڅنگ د ايران د سپاه پاسدارانو سابقه رئيس او په اسلام آباد كي د ايران زوړ سفير جناب ابو شريف په او سېدو ئې استناد كولو او هغه ئې د خپلي درواغجني ادعا د ثبوت لپاره د دليل په حيث وړاندي كولو، حال دا چي ابوشريف په پاكستان كي د يوه مهاجر په حيث ژوند كولو، د ايران له حكومت سره ئې مناسبات ښه نه وو او ايران ته نشو تلى.

 

نور بیا …

خپرندويه اداره: نهضت
www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button