
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 21
د قبرونو زيارت
د قبرونو د زيارت په اړہ هم په مسلمانانو كي د اختلاف شاهد يو، ځيني وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم په لومړي سر كي د قبرونو له زيارت نه ممانعت كړى وو خو وروسته ئې اجازه وركړہ، گواكي لومړى حكم په دوهم حكم سره منسوخ شوى!! ځيني وايي نارينه وو ته اجازه شته او ښځو ته نه، ځيني د قبرونو زيارت شرك گڼي خو د قصرونو عبادت او طواف ته نه د شرك خطاب كوي او نه ئې په اړہ د څه ويلو جسارت كوي، مړہ بُتان غندي خو د ژونديو بُتانو په ضد هيڅ نه وايي!! دا په داسي حال كي چي په ټول قرآن كي د قبرونو د زيارت او نه زيارت په اړہ هيڅ نه دي ويل شوي خو طاغوت ته د تحاكم لپاره تگ او ظالمو حكامو ته خپلي شخړي او منازعات راجع كول د ايمان منافي عمل گڼل شوى او د داسي كس په اړہ وايي چي نه يوازي ايمان ئې هيڅ اعتبار او وزن نه لري بلكي شيطان سخت بې لاري كړى. ځيني داسي هم شته چي وايي: ښځي د دې لپاره هدېرو ته له تلو منع شوې دي چي د مړو سترگي ډېري تيزي وي او د جامو تر شا د انسان بدن هم گوري!! حال دا چي قرآن پيغمبر عليه السلام ته فرمايي چي ته مړو ته هيڅ څه اورولى نشې، دا ځكه چي مړي څه نه اوري!! راشئ وگورو چي په دې اړہ صحيح عقيده كومه يوه ده؟ بخاري په دې روايت استناد كوي او وايي قبر ته تگ نه د ښځو لپاره څه مانع لري او نه د نارينه وو لپاره:
عَنْ أَنَسِ بْنِ مَالِكٍ رضى الله عنه قَالَ مَرَّ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم بِامْرَأَةٍ تَبْكِى عِنْدَ قَبْرٍ فَقَالَ « اتَّقِى اللَّهَ وَاصْبِرِى ». قَالَتْ إِلَيْكَ عَنِّى، فَإِنَّكَ لَمْ تُصَبْ بِمُصِيبَتِى، وَلَمْ تَعْرِفْهُ. فَقِيلَ لَهَا إِنَّهُ النَّبِىُّ صلى الله عليه و سلم. فَأَتَتْ بَابَ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم فَلَمْ تَجِدْ عِنْدَهُ بَوَّابِينَ فَقَالَتْ لَمْ أَعْرِفْكَ. فَقَالَ « إِنَّمَا الصَّبْرُ عِنْدَ الصَّدْمَةِ الأُولَى ». (بخارى:1283)
له انس بن مالک رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوه ښځه وليده چي په يوه قبر باندي ژاړي نو وئې فرمايل: له الله تعالى نه ووېرېږہ او صبر کوه، هغي ښځي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ئې نه پېژاندو وويل: له ما درتم شه (پرې مي ږده)، ته زما په مصيبت نه يې اخته شوى، ورته وويل شول چي دا خو نبي صلى الله عليه و سلم وو، نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم دروازې ته راغله او هلته ئې پيره داران او ساتونکي ونه ليدل، وئې ويل: ما ونه پېژندې، وئې فرمايل: صبر هغه دئ چي د مصيبت په لومړي سر کي وي.
دا روايت په بخاري كي درې ځلي نور هم په دغو شمېرو راغلى: 1252، 1302، 7154
مطلب ئې دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يوې ښځي ته چي د قبر خوا ته ئې ژړل وفرمايل: له الله تعالى نه ووېرېږہ او صبر کوه، هغې نه پېژندو او ورته وئې ويل: ته له هغه مصيبته فارغ يې چي زما په برخه شوى، پيغمبر عليه السلام ترې ولاړ او چا دې ښځي ته وويل چي دا خو رسول الله صلى الله عليه و سلم وو، نو دا ئې كور ته ورغله او وئې ليدل چي د كور په دروازه كي ئې ساتونكي نشته، رسول الله صلى الله عليه و سلم ته ئې وويل چي ما ونه پېژندې، رسول الله صلى الله عليه و سلم ورته وفرمايل: صبر هغه دئ چي د مصيبت په لومړي سر کي وي. وروسته خو غم په خپله ورو ورو هېر شي، د صبر ثواب هغه مهال د انسان په برخه كېږي چي د مصيبت په پيل كي له بې صبرۍ ځان وساتي.
د دې روايت په اړہ څو خبرو ته پام كوئ:
بخاري دا روايت د دې لپاره راوړى چي وښيي د قبر ليدو ته د ښځو ورتگ جائز دئ، ځكه رسول الله صلى الله عليه و سلم د دغي ښځي په دې كار اعتراض ونكړ.
رسول الله صلى الله عليه و سلم د دعوت په لومړيو كي د قبرونو له زيارت نه مسلمانان منع كړي وو، د رسالت په وروستيو كلونو كي ئې اجازه وركړہ، ځيني وروستى حكم د لومړي حكم ناسخ گڼي، چي دا يوه اشتباه ده، حقيقت دا دئ چي لومړى حكم په يوې مرحلې پوري تړلى دئ او دوهم حكم په بلي مرحلې پوري، هغه مهال چي پر قبرونو گنبدي ولاړي وې، مجاورين ئې درلودل، خلك به د خپلو حاجتونو لپاره قبرونو ته تلل، شرك او خرافاتو پر ټولني تور وزر خور كړى وو نو رسول الله صلى الله عليه و سلم قبرونو ته له تلو نهي او ممانعت وكړ، خو هغه مهال چي دا حالت ختم شو، نه نور پر قبرونو گنبدي وې، نه زيارتونه، نه ئې خوا ته مجاورين، د شرك او خرافاتو ټغر ټول شوى وو، اسلامي نظام حاكم وو، خلك د توحيد په مدرسه كي ښه روزل شوي وو، نو قبرونو ته په دې موخه د ورتلو اجازه وركړى شوه چي مرگ ورپه ياد كړي، پند ترې واخلي او مړو ته د مغفرت او بخښني دعاء وكړي. د اسلامي امت اوسنى حالت داسي دئ لكه د رسالت د لومړيو كلونو حالت، اوس بايد هر مفتي او عالم خلكو ته همغه څه ووايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د رسالت په لومړيو كلونو كي ويلي وو، زيارت ته له تلو نه هم نارينه منع كړي او هم ښځي، يوازي هغه مهال اجازه وركړي چي ډاډہ وي د قبر خوا ته د گناه او شرك ارتكاب نه كوي. عجيبه ده چي ځيني جومات ته د ښځو تگ حرام گڼي خو زيارتونو، مېلو، ودونو او بازارونو ته ئې پر تگ اعتراض نه لري او پر داسي رواياتو استناد كوي او وايي چي د نه تگ مخكني حكم منسوخ شوى!!!



