سلایدرسیاسینوشته ها

زاويه، انټرنيشنل او خليلزاد د سيکولر سکي يو شان مخونه!!

 

زاويه، انټرنيشنل او خليلزاد د سيکولر سکي

يو شان مخونه!!

 

لیکوال: قاضی نذیر احمد حکیم
لومړي بايد ووايم ش هادت سايټ کي خپريدونکي ټول مطالب د حکمتيار صيب پوري غوټه کول ناانصافي . غير مناسب. غير اخلاقي عمل دي . زيړه زاويه او نا افغان انټرنيشنل په مراتو کراتو خپل دا ناوړه عمل ته بغير له سپيناوی دوام ورکري . ريښتني په اسلام او هيواد مين افغانانو ته د دوي ظرفيت . بي باکي او په مظلومو افغانانو ملنډي وهل لکه د ړنا ورڅ معلوم دي .
پاتي شوه هغه ليکنه چي د حزب مشر ته يي منسوب کړيي . په حقیقت کي ليکنه بل چا ليکلي او د هغه شخصي نظر دي . پداسي سايټونو کي د هر ليکوال شخصي ليکنه د هغه نطر حسابيږي . متاسفانه د سيکولر په رنځ اخته کسان او رسني بيا د شهادت هره ليکنه د حزب مشر ته منسوبوي . حال داچي ټولو بادرکه افغانانو ته د حکمتيار صيب د ليکوالۍ ميتود مالوم دي .. او حکمتيار صيب بيا په دومره ورکوټي پريوتي سړي د امریکا متقاعد مامور ليکنه د خپل قلم سپکاوي ګني .

زه خليلزاد د امریکا متقاعد مامور ته يو څو زړي خاطرې وريادوم ..

1،: که حکمتيار صيب د سازش د لياري قدرټ زعامت تر لاسه کاوه .نو ستا له بادار د وخت جمهور رئيس ريګن سره به يي له ملاقات ډډه نه کوله .

2 : هغه وخت راياد کړه کله چي د وخت سوپر طاقت يي په ګونډو کړ پداسي حال چي د حزب اسلامي مجاهدين پدي مقدسه مبارزه کي د ملا د تير حيثيت درلود .
ښه يي درياد کړه هاغه وخت تا په دوبي . اماراتو کي ډاکتر غيرټ بهير ته عذر زاري کولي خير دي ماته له حکمتيار لس دقيقې وخت واخله يو څو خبري ورسره لرم . خوشبختانه حکمتيار صيب ستا د ناوړه عزايمو څخه خبر وو . وخت يي در نه کر .
3 : که حکمتيار صيب د قدرت وږي واي . نو ولي يي په ايران کي ستا بادار د وخت فرعون بوش هغه وړانديز چي د حامد کرزي په وساطت راليږلي وه ( د طالب په خلاف له مونږ سره يوځای شه . ودريږه . دولت کي غوښنه برخه درکوو ) حکمتيار صيب په زغرده او سخته لهجه د بي ننګي دا ډک وړاندیز رد کر او دا تاريخي خبري يي راغلي وفد ته تکرار کړي جي : د افغان رقيب حکومت سل کاله منلي شم خو د بهرنيو حکومت يوه ورځ هم نشم زغملي. .
4 : جناب خليلزاد ته به څومره له ځان سره پټ . پټ خجالت . شرمنده وي جي د کابل ژغورونکي ته د کابل قصاب خطاب په ايکس . خواله رسني ليکلو .. دا ستا ګناه نده بلکي دا ستا زړه عقده ده ستا بزدله ضمير يي ديته اواداره کړي چي يو څه تهمت جوړ کړي او همدا ستا پريوتي ماموريت دي چي داسي پريوتي . مغشوشي خبري منعکس کړي .
اصلا ته لدي ځان قصدا بی خبره ساتي چي حزب ستاسي او ستاسي د ملګرو ګډي منصوبي چي د جبل السراج ننګيني معاهدي د لياري يي غوښتل عملي کړي .له خاورو سره خاورې کړي .
د حزب اسلامي مدبرانه قيادت افغانستان له تجزيي وژغوره . کمونسستي سيکولر مفکوره يي د تاريخ ژوری کندي ته ورټيل وهله . دافغانانو ژغورونکي مبارزينو صف يي له نا افغانانو . جعلي مبارزينو جلا کړ .
په حقيقت کي حزب اسلامی کابل کي جګړه نده پيل کړي بلکي کابل او کابليان يي له داړه مارو انسان وژونکو ژغورلي . حزب تل په دفاعي حالت کي قرار درلود . په ريښتني توګه که د هغو ځايونو او علاقو سروی وشي . وبه مومي چي د شمال ټلوالي له لوري وران شوي .
5 : جناب خليلزاد. ستا بل تهمت چي ګواکي حکمتيار د نجونو پر مخ تيزاب پاشلی . هيڅ د سليم عقل خاوند ته د منلو وړ ندي .
داځکه چي حکمتيار صيب څومره د جونو تعليم او سپيڅلي مبارزې ته ژمن دي . په اوس او راتلونکې وخت به داسي يو زړه سواندي رهبر پيدا نه کړو .
د انقلاب په لومړي پراو کي د مسلمان ځوانانو له غړو سره ژمنو مسلمانو خويندو د کفر الحاد مقابله کي پوره ونډه اخستې. حتی ځيني د میارزي جريان کي په شهادت رسدلي او ځينې نورو خويندو له کړاو ډک زندانونه ليدلي . چي ډيري يي لا اوس هم د معلولينو ژوند تيروي .
د حکمتيار صيب تر رهبري لاندې نجونو تعلیم مقدسه لړی اوس هم لله الحمد روانه ده. په هيواد دننه چي څومره د تعليم په ګانه سمبالی . د مکاتبو . مدارسو استاذاني او حټی د طب 75 فيصده برخه د حزب اسلامي له مکاتبو . مدارسو. دارالعلومو . پوهنتونو نو فارغاني . تشکيلوي ..
6 : د حکمتيار صيب مبارزه په ټولو ډګرونو کي لکه لمر په شان روښانه ده . هيڅوک تري انکار نشي کولاي د تعليم. جهاد . هجرټ . سياسي او علمي بصيرت خاوند دي ..
هغه لومړني مشر دي جي د کفر الحاد مقابل کي يي د پوهنتون له وخته مبارزه جاري ساتلی . له تنکي ځواني شروع تر اوسه د باطل پرستو او شيطانانو مقابل کي لکه د پولادي غر هڅک ولاړ دي ..
هغه لومړني مشر دي چي د امریکا خلاف يي د جهاد اعلان وګړ او مجاهدين يي ښه په ميړانه د اشغالګرو په خلاف وجنګېدل . لومړنۍ ډرون بريد په مشر حفظه الله کونړ کي ترسره شوي . لومړنۍ امريکايي ټانګ د حزب مجاهډينو له مينځه وړي . لومړنۍ امريکايي توپک د حزب مجاهدينو غنيمت نيولي او لومړنۍ شهيډ د امریکا يانو سره مخامخ جګړه کي حزب اسلامی ورکړي .
7 : تاته وايم جناب خليلزاد. ته يو داسي شخصيت چي ټول عمر يي د کفر . نفاق او له داخلي ايمان پلورونکو سره په شخړو. لانجو او د هغوي سره په ناکردو تير کړي وي . بي ځايه . بي مورده تهمتونه تړي. .
نو يو داسي شخصيت به څرنګه د شرقي او غربي اسکبار سره سازش او معامله ترسره کړي . د سازش . معاملي خلک معلوم دي . راتلونکي وخت به يي څيري نوری هم برملا کړي ..

8 : جناب خليلزاد صيب تاسي خپل ځان د اصيلو افغانانو سره په يوه تله مه تلي . ستا پروتي وزن او له معاملو مغشوشه څيره . اصيلو افغانانو ته ښه مالومه ده . لومړي دي د وخت فرعون بوش ځانګړي استازي په نوم د عراقي مسلمانانو ويني وبهولي او بيا دي د مظومو افغانانو .
او ځانته د دوحي ټړون اتل ويل ځان پوري خندا کول دي ‌. هسي ساده افغانان په خپلو مرموزو خبرو مه غولوه . ځوک چي د ستر بادار په غلامۍ نه شرميږی هغه بيا د وړوکي بادار غلامۍ هيڅ باک نه ګني افغانان ښه پوهېږي ته جي پر چا بد وايي په حقیقت کي د هغوي وفادار غلام يي او وي به . راتلونکي وخت به يي ښه روښانه کړي.

موضوعات مشابه

Back to top button