
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 4
آيا په امام پسي د مقتدي قرائت جائز دئ
د مذاهبو تر منځ يوه اختلافي موضوع دا ده چي آيا مقتدي به په امام پسي په جهري يا خفيه لمونځونو كي قرائت كوي كه نه؟ آيا دا ادعاء صحيح ده چي د فاتحې سوره لوستل هم پر امام فرض ده او هم پر مقتدي؟ كه يوازي پر امام؟ آيا لوستل ئې فرض دي كه غوره؟ آيا له فاتحې پرته لمونځ صحيح كېږي؟ په دې اړہ قرآن څه حكم كوي او احاديث څه وايي؟
راشئ لومړى دا وگورو چي قرآن په لمانځه كي د قرائت په اړہ څه حكم كوي؟ قرآن د قرائت په اړہ موږ ته څو لارښووني لري:
- دوه ځلي امر كوي چي يوه آسانه برخه د قرآن په خپلو لمونځونو كي ووايئ: فَٱقۡرَءُواْ مَا تَيَسَّرَ مِنَ ٱلۡقُرۡءَانِۚ)او فَٱقۡرَءُواْ مَا تَيَسَّرَ مِنۡهُۚ
- موږ ته امر كوي چي كله قرآن لوستل كېږي نو غوږ ورته ونيسئ او پټه خوله اوسئ: وَإِذَا قُرِئَ ٱلۡقُرۡءَانُ فَٱسۡتَمِعُواْ لَهُۥ وَأَنصِتُواْ لَعَلَّكُمۡ تُرۡحَمُونَ ٢٠٤
الاعراف: 204.
* پيغمبر عليه السلام ته امر كوي چي كله فرشته تا ته قرآن دراوروي نو له ځان سره ئې مه وايه او تلوار مه پرې كوه: وَ لا تَعْجَلْ بِالْقُرْءَانِ مِن قَبْلِ أَن يُقْضى إِلَيْك وَحْيُهُ… طه: 114: تر هغه د مخه چي تا ته د قرآن وحي بشپړہ شي پر قرائت ئې تلوار مه كوه.
د دغو دريو آيتونو معنى دا ده چي: 1- په لمانځه كي يوازي د قرآن يوه آسانه برخه لوستل فرض دي، دا ځكه چي په قرآن كي دا امر نشته چي په لمانځه كي به د فاتحې سوره لولئ، په احاديثو كي راغلي چي څوك په لمانځه كي د فاتحې سوره ونه لولي لمونځ ئې ناقص دئ. 2- د امام د قرائت په وخت كي له ځان سره قرآن ويل او شونډې پرې خوزول، او غوږ نه نيول د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ.
كه موږ ته داسي دوه متعارضي رأيي يا متضاد روايات مخي ته راشي چي يو ئې وايي: د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ، مقتدي به د امام د قرائت په وخت پټه خوله وي او قرائت به نه كوي او بل ئې وايي: مقتدي به هم د امام تر څنگ د فاتحې سوره له ځان سره لولي، نو موږ له ځنډ نه پرته ويلى شو چي دا دوهمه رأيه له قرآن سره تعارض لري او لومړۍ رأيه له قرآن سره په بشپړہ توگه توافق لري.
اوس راشئ د هغو خلكو رأيه وڅېړو چي په لمانځه كي د فاتحې سوره لوستل فرض گڼي، دا وگورو چي دوى په كومو رواياتو استناد كوي او څه دليل لري. دوى په دغه روايت استناد كوي:
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ (لاَ صَلاَةَ لِمَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ).
له عباده بن صامت رضى الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (څوک چي فاتحه (الحمد لله) ونه لولي، لمونځ ئې لمونځ نه دئ)
دا روايت په بخاري كي يو ځل راغلى.
د دې روايت په تعبير كي د محدثينو او فقهاوو تر منځ اختلاف دئ، ځيني ئې داسي تعبيروي چي گواكي په لمانځه كي د فاتحې سوره لوستل فرض وي، له دې پرته لمونځ نه صحيح كېږي، هم د جماعت په لمانځه كي او هم په انفرادي لمونځونو كي، هم په جهر لمونځونو كي او هم په خفيه لمونځونو كي، هم د مقتدي لمونځ او هم د امام لمونځ، په جهر لمونځونو كي هم بايد مقتدي له امام نه وروسته دا سوره ووايي، كه نه نو لمونځ ئې صحيح نه دئ!! د دې لپاره چي په دې اړہ صحيح رأيه معلومه كړو بايد لاندي ټكي په پام كي ولرو:
- په قرآن كي د لمانځه د تركيب په اړہ څو خبري شوې دي: د لمانځه په پيل كي د الله نوم يادول (و ذكر اسم ربه فصلى)، قبلې ته مخ كول (فَوَلِّ وَجْهَك شطرَ الْمَسجِدِ الْحَرَامِ)، قيام (إذا قمتم الى الصلوة)، قرائت (فاقرأوا ما تيسر من القرآن)، (و قرآن الفجر)، ركوع، سجده (يَأَيُّهَا الَّذِينَ ءَامَنُوا ارْكعُوا وَ اسجُدُوا). په قرآن كي د دې لپاره شاهد نه مومو چي په لمانځه كي د فاتحې د سورې لوستل ترې معلوم شي. بلكي په مكرره توگه ويل شوي چي د قرآن كومه آسانه برخه تلاوت كړئ.
- الله تعالى موږ ته امر كوي چي د قرآن د تلاوت په وخت كي ساكت وو او غوږ ونيسو، د دې معنى دا ده چي د امام د قرائت په وخت كي به غوږ نيسو او له څه ويلو به ډډہ كوو.
- رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي د امام قرائت د مقتدي قرائت دئ: من صلى خلف الامام فان قراءة الامام له قراءة: څوك چي په امام پسي لمونځ كوي نو د امام قرائت د ده قرائت هم دئ.
- كه څوك امام په ركوع كي ونيسي نو بشپړ ركعت ئې نيولى دئ او د دغه ركعت اعاده ورباندي لازمه نه ده، كه څه هم نه ئې فاتحه اورېدلې ده او نه ئې ويلې ده, په دې اړہ د ټولو فقهاوو اجماع ده.
دغو خبرو ته په پام سره ويلى شو چي:
- په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ. څوك چي د امام د قرائت په وخت كي له ځان سره قرائت كوي، شونډي خوزوي، په عجله او تلوار سره قرائت كوي، دا كار ئې د قرآن او سنت خلاف دئ، ځكه الله تعالى خپل پيغمبر له داسي كولو منع كړى، رسول الله صلى الله عليه و سلم به د بعثت په لومړيو كي د وحي د نزول پر مهال او د فرشتې د قرائت په دوران كي همدا كار كولو چي الله تعالى ترې منع كړ!!
- اورېدل د لوستلو ځاى ناستى دئ، څوك چي قرآن اوري داسي دئ لكه چي په خپله ئې لولي، ډېر ځلي د اورېدو اغېز تر لوستلو هم زيات وي، كه اورېدل او لوستل يو شان نه وى نو په هغه چا به د قرائت سجده نه لازمېده چي د سجدې آيت ئې اورېدلى!!
- په خفيه لمونځونو كي په امام پسي قرائت داسي دئ لكه له قرائت نه پرته نور تكبيرات او تسبيحات ويل، نه يوازي د ممانعت لپاره ئې د منلو وړ دليل او توجيه نشته بلكي د جهري قرائت اړوند حكم په غلطه توگه تعبيرول او خفيه قرائت ته ئې غزول دي.
- كه له فاتحې پرته لمونځ لمونځ نه وى نو د هغه مقتدي لمونځ به صحيح نه گڼل كېدو چي له قرائت نه وروسته او په ركوع كي ئې امام نيولى.
- فرض هغه دئ چي الله تعالى ئې د كولو حكم كړى وي، نه د فاتحې د ويلو په اړہ په قرآن كي كوم حكم مومو؛ نه صريحاً او نه اشارتاً؛ او نه د رسول الله صلى الله عليه و سلم له حديث نه داسي معلومېږي چي ويل ئې فرض وي، ځكه د رسول الله صلى الله عليه و سلم گڼ شمېر احاديث داسي مومو چي په نورو امورو كي ئې دې ته ورته الفاظ كارولي، لكه (لا دين لمن لا عهد له)، (لا ايمان لمن لا امانة له)، آيا د دې معنى دا ده چي كه څوك يو ځل له چا سره خپله ژمنه ماته كړي له اسلامه ووت؟ كه څوك په يوه واړہ امانت كي يو ځل خيانت وكړي ايمان ئې حبط شو؟ لكه دلته چي كمال د اسلام او ايمان مراد دئ په هغه روايت كي كمال او حسن د ښه لمانځه مراد دئ، نه دا چي له فاتحې پرته لمونځ هيڅ اعتبار نه لري.
د جَمعي په لمانځه كي د فاتحې د لوستلو او نه لوستلو په اړہ ځيني روايات يو څه وايي او ځيني بل څه.
له عبدالله بن شداد رضى الله عنه، جابر رضى الله عنه او عبدالله بن عمر رضى الله عنهما نه راغلي روايات وايي چي د امام قرائت د مقتدي قرائت هم دئ. روايات دا دي:
عن عبد الله بن شداد قال رسول الله صلى الله عليه و سلم من كان له امام فان قراءة الامام له قراءة السنن الكبرى للبيهقي
عن جابر قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: « من صلى خلف إمام، فإن قراءة الإمام له قراءة المعجم الأوسط للطبرانى
عن جابر، عن النبي صلى الله عليه و سلم قال: « من كان له إمام فإن قراءة الإمام له قراءة » مسند عبد بن حميد
عن جابر قال: صلى رسول الله صلى الله عليه و سلم ورجل خلفه يقرأ فنهاه رجل فلما انصرف تنازعا حتى بلغ رسول الله صلى الله عليه و سلم فقال رسول الله صلى الله عليه و سلم من صلى خلف إمام فإن قراءة الإمام له قراءة رواه البيهقي
عن عبد الله بن عمر رضى الله عنهما:« كان إذا سُئِل: هل يقرأ أحد خلف الإمام ؟ قال: إذا صلى أحدُكم خلف الإمام فحسبُه قراءةُ الإِمام، وإذا صلى وحدَه فليقرأْ، قال: وكان ابنُ عمر لا يقرأ خلف الإمام » أخرجه الموطأ.
عَنِ ابْنِ عُمَرَ أَنَّهُ قَالَ فِى الْقِرَاءَةِ خَلْفَ الإِمَامِ تَكْفِيكَ قِرَاءَةُ الإِمَامِ. 1/403 سنن الدارقطني
خو بل لوري ته له عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ رضى الله عنه، ابوهريره رضى الله عنه او ابو امامه رضى الله عنه نه راغلي روايات وايي چي له فاتحې نه پرته لمونځ يا ناقص دئ يا اصلاً لمونځ نه دئ. روايات دا دي:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ رَسُولَ اللَّهُ صلى الله عليه و سلم قَالَ:« كُلُّ صَلاَةٍ لاَ يُقْرَأُ فِيهَا بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ فَهِىَ خِدَاجٌ ». رواه البيهقي
عن أبى أمامة قال قال رسول الله صلى الله عليه و سلم : من لم يقرأ خلف الإمام فصلاته خداج. رواه البيهقى. خو دا په مشخصه توگه د فاتحې يادونه نه كوي.
عن ابن عمرو بن ميمون بن مهران عن أبيه من لم يقرأ بأم القرآن فى صلاته فهى خداج. رواه الطبرانى فى الأوسط
عَنْ عُبَادَةَ بْنِ الصَّامِتِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ:« مَنْ لَمْ يَقْرَأْ بِأُمِّ الْقُرْآنِ فَلاَ صَلاَةَ لَهُ ». سنن الدارمي
عن ابى هريرة رضى الله عنه قال امرني رسول الله صلى الله عليه و سلم ان انادى لا صلوة الا بقرآن بفاتحة الكتاب. سنن الكبرى للبيهقي
سنن الدارقطني كي دوه روايات راغلي چي دواړہ ئې ضعيف گڼلي، يو ئې ابن عباس رضى الله عنهما ته منسوب شوى چي الدارقطني ئې د اعتبار وړ نه گڼي، روايت دا دئ:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ عَنِ النَّبِىِّ صلى الله عليه و سلم قَالَ « يَكْفِيكَ قِرَاءَةُ الإِمَامِ خَافَتَ أَوْ جَهَرَ ». عَاصِمٌ لَيْسَ بِالْقَوِىِّ وَرَفْعُهُ وَهَمٌ.
بل ئې محمد بن عبدالله بن عمير روايت كړى چي ضعيف ئې گڼلى:
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ عَنْ عَمْرِو بْنِ شُعَيْبٍ عَنْ أَبِيهِ عَنْ جَدِّهِ قَالَ قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم « مَنْ صَلَّى صَلاَةً مَكْتُوبَةً أَوْ تَطَوُّعًا فَلْيَقْرَأْ فِيهَا بِأُمِّ الْكِتَابِ وَسُورَةٍ مَعَهَا فَإِنِ انْتَهَى إِلَى أُمِّ الْكِتَابِ فَقَدْ أَجْزَأَ وَمَنْ صَلَّى صَلاَةً مَعَ إِمَامٍ يَجْهَرُ فَلْيَقْرَأْ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ فِى بَعْضِ سَكَتَاتِهِ فَإِنْ لَمْ يَفْعَلْ فَصَلاَتُهُ خِدَاجٌ غَيْرُ تَمَامٍ ». مُحَمَّدُ بْنُ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عُبَيْدِ بْنِ عُمَيْرٍ ضَعِيفٌ.
دې ته مو پام وي چي د يوې رأيي پلويانو دغو رواياتو ته صحيح ويلي او د بلي رأيي پلويانو مخكنيو ته، د اسنادو له مخي د دغو رواياتو د صحت او عدم صحت په اړہ وروستۍ پرېكړہ كه محال نه وي نو ډېره گرانه ده، دومره چي د امت محققينو په تېرو څوارلسو پېړيو كي ونشوى كړى. خو كه د قرآن په رڼا كي د دې رواياتو په اړہ قضاوت وكړو نو ويلى شو:
- څوك چي په امام پسي لمونځ كوي د امام قرائت ورته كافي دئ.
- په جهر لمونځونو كي او هغه مهال چي امام قرائت كوي د فاتحې سوره يا د قرآن نور آيتونه لوستل د قرآن د صريح حكم خلاف عمل دئ.
- په خفيه لمونځونو كي په امام پسي قرائت داسي دئ لكه له قرائت نه پرته نور تكبيرات او تسبيحات ويل.
- كه څوك په ركوع كي امام ومومي ركعت ئې بشپړ گڼل كېږي او اعاده ورباندي نشته، ځكه د لمانځه ټولي هغه برخي ئې بشپړي كړې دي چي په قرآن كي ورته اشاره شوې: تكبير تحريمه، قيام، ركوع او سجده، يوازي قرائت ترې پاته شوى او دا نقيصه هم په دې سره رفع شوې چي د امام قرائت د ده قرائت گڼل شوى.
دا خبره هم په پام كي ولرئ چي ځيني وايي: د الحجر په سورې كي د 87 آيت معنى دا ده چي د فاتحې سوره د قرآن په نامه ياده شوې، آيت دا دئ:
وَلَقَدۡ ءَاتَيۡنَٰكَ سَبۡعٗا مِّنَ ٱلۡمَثَانِي وَٱلۡقُرۡءَانَ ٱلۡعَظِيمَ ٨٧ الحجر:87
خو دا لويه اشتباه ده، دلته له سبعاً من المثانى نه مراد د فاتحې سوره ده او له القرآن العظيم نه ټول قرآن، دا تعبير په بشپړہ توگه غلط دئ چي څوك د دې آيت په استناد د فاتحې سوره د ټول قرآن په نامه ياده كړي. كه د فاتحې سورې ته د قرآن نوم وركړى شي نو بيا خو به د فاقرءوا ما تيسر من القرآن معنى دا وي چي د فاتحي يوه آسانه برخه ولولئ!! او په لمانځه كي به د دې سورې يوه برخه ويل هم كافي شمېرل كېده!! خو هيڅوك د دې خبري جسارت نه كوي!!
نور بیا …



