
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 17
آيا صحيح ده چي الله تعالى د زمكي آسمان ته راكوزېږي؟
د مسلمانانو تر منځ د اختلاف يوه بله موضوع د هغه روايت له بېلو بېلو تعبيرونو راولاړہ شوې چي وايي: الله تعالى د شپې په وروستۍ درېيمي كي د دنيا آسمان ته راكوزېږي او وايي: څوك شته چي دعاء راته وكړي او زه ئې دعاء قبوله کړم، څوک شته چي څه رانه وغواړي او زه ئې ورکړم، څوک شته چي بخښنه رانه وغواړي او زه ئې وبخښم؟)، روايت دا دئ:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ رضى الله عنه أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم قَالَ « يَنْزِلُ رَبُّنَا تَبَارَكَ وَتَعَالَى كُلَّ لَيْلَةٍ إِلَى السَّمَاءِ الدُّنْيَا حِينَ يَبْقَى ثُلُثُ اللَّيْلِ الآخِرُ يَقُولُ مَنْ يَدْعُونِى فَأَسْتَجِيبَ لَهُ مَنْ يَسْأَلُنِى فَأُعْطِيَهُ مَنْ يَسْتَغْفِرُنِى فَأَغْفِرَ لَهُ ». (بخارى:1145)
له ابو هريره رضى الله عنه نه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: (زموږ رب الله تعالى هره شپه د شپې په وروستۍ درېيمي کي د دنيا آسمان ته راكوزېږي او وايي: څوک شته چي دعاء راته وكړي او زه ئې دعاء قبوله کړم، څوک شته چي څه رانه وغواړي او زه ئې ورکړم، څوک شته چي بخښنه رانه وغواړي او زه ئې وبخښم؟)
دا روايت په بخاري كي درې ځلي راغلى، د سند له پلوه غريب دئ، په صحابه وو كي يو، په تابعينو كي دوه او په تبع تابعيو كي يو راوي لري، د تابعينو دوه راويان د ابوهريره دوه دوستان دي، چي په ځينو كي د يوه نوم او په ځينو كي د دواړو نوم راغلى، د متن له پلوه داسي دئ چي نه يوازي په قرآن كي كوم شاهد ورته نه مومو، بلكي د قرآن له هغو آيتونو سره تعارض لري چي وايي: الله تعالى بنده ته ډېر نږدې دئ، د غاړي تر رگ هم ورنږدې دئ، په هر ځاى كي ورسره دئ، كه يوازي وي او كه له نورو سره يو ځاى، همداراز په قرآن كي د الله تعالى د نزول او راكوزېدو انگېرنه مشركينو ته منسوب شوې لكه چي فرمايي:
يَٰٓأَيُّهَا ٱلنَّاسُ ٱعۡبُدُواْ رَبَّكُمُ ٱلَّذِي خَلَقَكُمۡ وَٱلَّذِينَ مِن قَبۡلِكُمۡ لَعَلَّكُمۡ تَتَّقُونَ ٢١ البقره:210
آيا دوى له دې پرته د بل څه انتظار نه لري چي الله تعالى او فرشتې د ورېځو په سيوري كي ورته راشي او كار پاى ته ورسېږي؟ حال دا چي كارونه ټول الله ته محول كېږي.
هَلۡ يَنظُرُونَ إِلَّآ أَن تَأۡتِيَهُمُ ٱلۡمَلَٰٓئِكَةُ أَوۡ يَأۡتِيَ رَبُّكَ…. ١٥٨ الانعام: 158
آيا له دې پرته بل انتظار نه لري چي فرشتې او ستا رب ورته راشي؟
دا او دې ته ورته آيتونه د بايبل هغه وينا ردوي چي وايي: الله تعالى د ورېځو په لړو كي راغى او موسى عليه السلام ته ئې ځان وروښود!!
په نورو رواياتو كي هم دې ته ورته مطلب نه تر سترگو كېږي، كه څه هم عباده بن صامت رضى الله عنه ته داسي يو روايت منسوب شوى خو په سند كي ئې ضعف دئ.
دې ته مو پام وي چي الله تعالى نه په زمان مقيد دئ او نه په مكان محدود، دا د مخلوق ځانگړتيا ده چي د زمان او مكان تابع وي، نه د زمان له قيد نه وتلى شي او نه د مكان له محدوديت نه، په يوه وخت كي يوازي په يوه ځاى كي وي، نه په دوو ځايونو كي او نه په هر ځاى كي، كه په بل ځاى كي راڅرگندېږي نو مخكنى ځاى بايد پرېږدي، خو الله تعالى د مخلوق په څېر نه دئ، نه ئې نزول د مخلوق په څېر دئ چي له لوړ نه لاندي راكوزېږي، نه په خاص مكان مقيد او محدود دئ چي يو ځاى وي او بل ځاى نه، نه لري والى او نږدې والى د هغه په اړہ مطرح دئ، داسي چي نږدې او لري ليدل او اورېدل ورته توپير ولري.
متأسفانه ځيني خلك دلته هم د دې پر ځاى چي د نزول كلمه د نورو مواردو په څېر په مجازي معنى ونيسي هغه په حقيقي معنى نيسي او گمان كوي چي الله تعالى له عرش نه د دنيا آسمان ته راكوزېږي، داسي لكه كوم مخلوق چي له كومي لوړي نه لاندي ځاى ته راكوزېږي!! دوى ته وايو: 1- الله تعالى خو په هر ځاى كي له بنده سره دئ، د غاړي تر رگ ورنږدې دئ، ټيټ او جگ ږغ ئې يو شان اوري، هره دعاء ئې قبلوي، نو د دنيا آسمان ته راكوزېدل يعني څه؟ په دې دواړو كي به كومه خبره منو؟ له موږ سره يو ځاى دئ كه له لومړي آسمان نه زموږ ږغ اوري؟ 2- د شپې درېيمه خو تل د زمكي پر سر موجوده وي، دا گړۍ دلته، بله گړۍ په ايران كي، بله گړۍ په سعودي كي… همداسي تر هغه د نړۍ په گوټ گوټ كي پاته وي چي څلرويشت ساعته وروسته بيا پر موږ راشي، نو ستاسو د تعبير له مخي خو د دې معنى دا شوه چي الله تعالى څلرويشت گنټې له عرش نه لري په لومړي آسمان كي وي!! نو د نزول مصداق به څه وي؟ 3- د الله تعالى په اړہ متشابه الفاظ په هيڅ مورد كي په متبادره معنى نشو اخيستى، كه دا غلطي مو وكړہ نو الله تعالى به مو له مخلوق سره تشبيه كړى وي او له داسي پوښتنو سره به مخامخ كېږو چي ځواب ئې نشو ويلى.
كه ومنو چي ښايي رسول الله صلى الله عليه و سلم به دا خبره كړې وي نو معنى او مراد ئې دا دئ چي الله تعالى د هغه بنده دعاء ژر قبلوي چي د شپې په درېيمي برخي كي الله تعالى ته دعاء كوي.
ما له تحقيق نه مخكي پر دې روايت ډېر ځلي استناد كړى، خو اوس او له تحقيق نه وروسته دې نتيجي ته رسېدلى يم چي له دې وروسته به هيڅكله پرې استناد نه كوم، له دې وېري چي مبادا رسول الله صلى الله عليه و سلم ته داسي څه منسوب نه كړم چي هغه نه دي ويلي!!
دې ته مو پام وي چي اسلامي امت يو مهال له دې خطرناكي فتنې سره مخامخ شو چي قرآن شا ته وغورځول شو، د جعلي او موضوعي احاديثو بازار تود شو، كله به يوې ډلي د خپل دريځ په گټه احاديث جوړول او كله به بلي ډلي د دغو موضوعي احاديثو په ځواب كي متضاد احاديث راپيدا كول، له علي رضى الله عنه نه په روايت شوي يوه حديث كي دې فتنې ته داسي اشاره شوې:
عن الحارث الأعور قال: مررت فى المسجد فإذا الناس يخوضون فى الأحاديث فدخلت على علي فقلت يا أمير المؤمنين ألا ترى الناس قد خاضوا فى الأحاديث قال أو قد فعلوها قلت نعم قال أما إنى سمعت رسول الله صلى الله عليه و سلم يقول ألا إنها ستكون فتنة فقلت ما المخرج منها يا رسول الله قال كتاب الله فيه نبأ ما قبلكم وخبر ما بعدكم وحكم ما بينكم هو الفصل ليس بالهزل من تركه من جبار قصمه الله ومن ابتغى الهدى فى غيره أضله الله وهو حبل الله المتين وهو الذكر الحكيم وهو الصراط المستقيم هو الذى لا تزيغ به الأهواء ولا تلتبس به الألسنة ولا تشبع منه العلماء ولا يخلق عن كثرة الرد ولا تنقضى عجائبه هو الذى لم تنته الجن إذ سمعته حتى قالوا {إنا سمعنا قرآنا عجبا يهدى إلى الرشد فآمنا به} من قال به صدق ومن عمل به أجر ومن حكم به عدل ومن دعا إليه هدى إلى صراط مستقيم خذها إليك يا أعور رواه ابن أبى شيبة، والدارمى، والترمذى
له حارث الاعور نه روايت دئ چي وايي: په يوه جومات تېر شوم، خلك مي وليدل چي د احاديثو په اړہ لگيا دي، نو علي بن ابي طالب رضى الله عنه ته ورغلم او ورته ومي ويل: اې امير المؤمنينه! آيا نه گورې چي خلك په احاديثو كي په بحثونو لگيا دي؟ وئې ويل: آيا همداسي ئې كړي؟ ومي ويل: هو؛ وئې ويل: خو ما له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه اورېدلي چي فرمايل ئې: دا به يوه فتنه وي (په بل روايت كي داسي راغلي: له ما نه وروسته به داسي احاديث راڅرگند شي چي ويونكي به ئې وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل، له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه مي واورېدل، دا ټول به زما په اړہ تور او افتراء وي، قسم په هغه ذات چي زه ئې په حقه سره رالېږلى يم زما امت به د خپل اصلي دين او جماعت په اړہ په دوه اويا فرقو ووېشل شي، ټول به هم په خپله بې لاري وي او هم به د نورو بې لاري كوونكي وي، چي د دوزخ لوري ته به بلنه وركوي، كه داسي وشول نو پر تاسو لازمه ده چي د الله تعالى پر كتاب منگولي ولگوئ،) علي رضى الله عنه وايي: ما ورته وويل چي له دې فتنې د وتلو لار كومه ده؟ وئې فرمايل: د الله كتاب، چي په هغه كي د مخكنيو قومونو قصې دي او د راتلونكو قومونو په اړہ خبر، ستاسو تر منځ (د شخړو او منازعاتو په اړہ) حكم او پرېكړہ، هغه فيصله كوونكى دئ (د حق او باطل تر منځ پرېكنده حكم)، هسي بېهوده وينا نه ده، هر جابر چي هغه پرېږدي الله تعالى به ئې مات مات كړي، څوك چي له ده پرته په بل څه كي هدايت ولټوي الله تعالى به ئې بې لاري كړي، همدا د الله تعالى مضبوطه رسۍ ده، همدا له حكمته ډك پند او ذكر دئ، همدا مستقيمه لار ده، همدا هغه څه دئ چي نه ئې هوى او هوس كږولى شي او نه ئې ژبي گډوډولى شي، نه علماء پرې مړېدلى شي او نه په ډېرو لوستلو سره زوړوالى مومي، نه ئې عجائب پاى ته رسي، دا همغه كتاب دئ چي كله پېريانو واورېدو نو له دې ئې ډډہ ونه كړہ چي ووايي: موږ عجيب قرآن واوريد، د كمال لوري ته بلنه وركوي نو ايمان مو پرې راوړ، څوك چي د قرآن له مخي څه ووايي نو رښتيا ئې ويلي، چا چي عمل پرې وكړ نو اجر ئې په برخه شو، چا چي حكم پرې وكړ عدالت ئې وكړ، او چا چي (نورو ته) د ده لوري ته بلنه وركړہ په خپله مستقيمي لاري ته هدايت شو…
كه څه هم ترمذي د دې روايت د سند په اړہ څه ملاحظات لري خو د روايت متن ډېر ښكلى او دقيق دئ او په هغه كي چي د قرآن په اړہ څه ويل شوي ټول ئې د قرآن له آيتونو نه اخيستل شوي مطالب دي. حقيقت دا دئ چي ډېر خلك په دې فتنې اخته شوي، قرآن ته ئې شا كړې او په ضعيفو او د قرآن خلاف رواياتو باندي نښتي.



