اسلامي امارت: افغانستان کې د نشه یي توکو په اړه د ټرمپ ادعا ناسمه ده

اسلامي امارت: افغانستان کې د نشه یي توکو په اړه د ټرمپ ادعا ناسمه ده
اسلامي امارت د امریکا د ولسمشر ډانلډ ټرمپ هغه ادعا رد کړې چې ګواکې افغانستان د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه کې پاتې راغلی دی.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي، افغانستان کې د نشه یي توکو کرکېله او قاچاق صفر ته رسېدلی او دغه ښکارنده تر ډېره ګاونډیو هېوادونو کې پراخه شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال، حمدالله فطرت و ویل: «د افغانستان پر ځای په ځینو ګاونډیو هېوادونو کې د نشه يي توکو کښت زیات شوی، دا ډول ادعا ناسمه ده او موږ یې رد کوو.»
ډانلډ ټرمپ په خپلو وروستیو څرګندونو کې ادعا کړې چې افغانستان، کلمبیا، برما، بولیویا او وینزویلا، په تېرو ۱۲میاشتو کې د نشه یي توکو پر وړاندې د خپلو ژمنو په عملي کولو کې پاتې راغلي دي.
د رویټرز د راپور لمخې، ټرمپ ویلي چې د دغو هېوادونو فعالیتونه د واشنګټن له نظره په څرګنده توګه ناکام وو.
د امریکا ولسمشر، ډونالد ټرمپ و ویل: «زه افغانستان، بولیویا، برما، کلمبیا او وینزویلا هغه هېوادونه ټاکم چې په تېرو ۱۲میاشتو کې د نړۍوالو هوکړه لیکونو لمخې، د نشه یي توکو پر وړاندې د خپلو ژمنو په پلي کولو کې د پاموړ ناکام شوي دي».
د سیاسي چارو شنونکي، محمد اسلم دانشمل ویلی: «په ټوله کې ویلی شو چې اسلامي امارت له واک ته رسېدو وروسته د نشه يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې ډېرې هڅې کړي او پر دې برخه کې محدودیتونه وضع شوي دي».
ډانلد ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کړي چې د روان کال د چنګاښ پر پنځمه د ملګرو ملتونو د جرمونو او نشه یي توکو پر وړاندې د مبارزې دفتر (UNODC) ویلي و، چې په افغانستان کې د نشه یي توکو کښت او تولید ۹۰ سلنې کم شوی دی. دغه دفتر زیاته کړې وه چې اسلامي امارت له ۲۰۲۲ کال راهیسې د کوکنارو پر کرکېلې په رسمي توګه بندیز لګولی او دا بهیر په تېرو دوو کلونو کې په جدیت تعقیب شوی دی.
د سیاسي چارو شنونکي، سلیم پیګیر وایی: «زه نه پوهېږم چې ټرمپ دا شمېرې له کومه ځایه پیدا کړي، خو ښکاري چې غواړي بیا د نشه يي توکو په پلمه له افغانانو غچ واخلي».
تر دې وړاندې د کورنیو چارو وزارت ویلي و، چې هېواد کې د کوکنارو کرکېله په بشپړه توګه له منځه وړل شوې او د نشه یي توکو قاچاق هم صفر ته رسېدلی دی.
د دغه وزارت مسوولینو ویلي و، چې د صنعتي نشه یي توکو تولید او مصرف هم په هېواد کې په اغېزناکه توګه کنټرول شوی دی.
د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو وروسته، د ۱۴۰۱ لمریز کال د وري پر څورلسمه د اسلامي امارت مشر د یوه فرمان په صادرولو سره په ټول هېواد کې د نشه یي توکو کښت، تولید، پېر او پلور او قاچاق منع اعلان کړل.



