
له مجاهدو پكتياوالو دفاع
صوتي پيغام
محترم حکمتیار
الحمد لله و كفى و سلام على عباده الذين اصطفى، فاعوذ بالله من الشيطن الرجيم، بسم الله الرحمن الرحيم
وَكَأَيِّن مِّن قَرۡيَةٍ هِيَ أَشَدُّ قُوَّةٗ مِّن قَرۡيَتِكَ ٱلَّتِيٓ أَخۡرَجَتۡكَ أَهۡلَكۡنَٰهُمۡ فَلَا نَاصِرَ لَهُمۡ ١٣ صدق الله العظيم
د دو خبرو په اړه مي غوښتل وضاحت وكړم او خپل باايمان او غيرتي ولس ته څو عرائض ولرم:
لومړى د لويي پكتيا دردوونكي پېښي او د باعزته پكتياوالو په ضد د امريكايي ځواكونو او د دوى افغاني جاسوسانو حملې.
دوهمه د مجاهدينو په ضد د ايساف د قواوو د عمومي قوماندان جنرال زورلو وروستۍ څرگندوني او زموږ ځواب.
موږ د لويي پكتيا د مجاهد، په خداى مين او غيرتي ولس ملاتړ كوو، د دوى په ضد د امريكايي ځواكونو او د دوى د افغاني جاسوسانو ناروا او كركجن عمليات په كلكه غندو، له هغو باايمان پكتياوالو سره سل په سلو كي موافق يو چي وايي: د امريكايي يرغلگرو ځواكونو په ضد بايد د شورويانو په څېر ملي قيام وشي. موږ هم په دې باور يو چي له ملي پاڅون پرته نه د لويي پكتيا روانه ستونزه حل كېدي شي او نه د ټول هېواد هغه بي شمېره ستونزي چي د امريكايي ځواكونو له حملې وروسته راولاړي شوې. په دې كي هيڅ شك نشته چي د امريكايانو صليبي جنگ په هر ځاى كي او د هر مسلمان په ضد پيل شوى. دوى د هېواد په جنوب او شرق كي په پكتيا، كندهار، ارزگان، كنر كي او د پښتنو په ضد په دې خاطر جنگېږي چي پښتانه په دين كلك ولاړ دي، د خپل هېواد، ملي نواميسو او ديني مقدساتو په كلكه دفاع كوي، د پرديو واكمني نه مني او غلامي ته سر نه ټيټوي. دا هسي يوه تصادفي پېښه نه ده چي د امريكايي يرغلگرو ځواكونو په سلو كي پنځه اتيا د پښتنو په سيمو كي او د پښتنو په ضد په عملياتو بوخت دي، كله له طالبانو سره د اړيكو په ارتباط د هغوى په كليو او جوماتونو بمونه وروي او كله د وسلو راغونډولو په بهانه د دوى كلي محاصره كوي، كورونو ته ئي ننوځي، صندوقان، بسترې او د ښځو جامي ئي لټوي، په لارو كي پاټكونه اچوي، موټري تلاشي كوي، پكتيا والو ته بې عزتي اړوي، مشران ئي نيسي، بگرام او گوانتانامو ته ئي انتقالوي. دا د پښتنو د نيولو، وژلو او سپكولو لړۍ پر افغانستان د امريكا او انگلستان له وحشيانه بريد پيل شوې او دا دئ تر نن پوري نه يوازي ادامه لري بلكي ورځ په ورځ تشديد كېږي او لمن ئي له يوې سيمي بلي ته خورېږي.
امريكايي ځواكونه د شمالي ټلوالي ډلگۍ له ځان سره د پښتنو سيمو ته بيايي، د پښتنو په ضد ئي جنگوي او د كورونو د لټولو په كار كي ترې استفاده كوي، چي له دي لاري د هېواد د بېلا بېلو قومونو تر منځ د كركي، نفرت او دښمني داسي تخم وكري او داسي فضاء راپيدا كړي چي د امريكايانو له وتلو وروسته هم د جگړو او شخړو عامل او د يوه متحد او ځواكمن افغانستان د جوړېدو مانع شي.
زړورو او په خداى مينو پكتياوالو ته وايو: موږ ستاسي په څنگ كي يو، ستاسو ملاتړ كوو، ټول هغه مجاهدين ستاسو څنگ ته ولاړ دي چي د روسانو په ضد جنگېدلي، د شمال مسلمان ولسونه او د افغان ولس ټول باايمان مجاهدين د كفري ځواكونو په ضد په دې اسلامي جهاد كي ستاسو ملگري دي او ستاسو په شان له خپل هېواد د پرديو پوځونو ايستل او د پرديو په لاس د تپل شوي حكومت پر ځاى د افغانانو د خوښي اسلامي حكومت غواړي او په دې باور دي چي د امريكايانو په څنگ كي ودرېدلي ناافغانان د كمونستانو په څېر دي، دوى نه د جنوب استازي دي او نه د شمال، دوى د څو ډالرو په مقابل كي خپل دين، وطن او قوم خرڅ كړى او ټول باايمان افغانان په دې عقيده دي چي د هېواد آزادي او خپلواكي او په افغانستان كي د ملت د خوښي اسلامي حكومت جوړول له ملي پاڅون پرته له بلي لاري نشي ترلاسه كېدلى. له همدې امله دا دي ستاسو تر څنگ د كندهار او كنر مجاهدين هم د امريكايانو او انگرېزانو په ضد راپورته شوي او د نورو سيمو مجاهدين هم ورو ورو ستاسو په لار د تلو لپاره ملا تړي. لكه څنگه چي تاسو د روسانو په خلاف په تېر اسلامي جهاد كي تر ټولو د مخه وسله واخيسته او جهاد مو پيل كړ او پر دښمنانو لومړي بريدونه ستاسو په لاس تر سره شول او د نورو سيمو ولسونه ورو ورو له تاسو سره يو ځاى شول، اوس به هم إن شاء الله همداسي كېږي. په لويه پكتيا كي د امريكايانو په ضد حملې او په خوست كي د امريكايي ځواكونو په ضد ستره مظاهره او د بهرنيو يرغلگرو قواوو په خلاف د ژوري كركي او نفرت څرگندونه، د امريكا د بيرغ سوزول او د ملي پاڅون په ضرورت ټينگار كول، دا خبره ثابتوي چي مجاهد پكتياوال يوځل بيا غواړي د يوه بل اسلامي جهاد مخكښان شي. موږ دوى ته او ټولو هغو مجاهدينو ته د زړہ له كومي دعاء كوو چي له اسلام د دفاع په خاطر ئي ملا تړلې، د خداى په لار كي قرباني ته چمتو شوي او د هېواد د آزادولو لپاره ئې د جهاد لار غوره كړې. الله جل شأنه دي دوى ته مزيد توفيق وركړي او په ټولو كفري ځواكونو دي دوى ته عاجل او ډاډمن برى ورپه برخه كړي. إن شاء الله په دې جهاد كي به هم د مخكيني جهاد په څېر وروستۍ بريا د دوى په برخه شي.
د ايساف د قواوو د عمومي قوماندان د څرگندونو په اړه بايد ووايم: موږ د نوموړي هغه اظهارت په كلكه غندو چي د حزب اسلامي په اړه ئې كړي دي. گمان مو دا دئ چي دا خبري د ده نه بلكي د امريكايانو دي. جنرال زورلو د بي بنياده اتهاماتو په ځاى بايد ويلي وى چي د حزب اسلامي كومو غړو د طالبانو له كومو كسانو سره، څنگه او چيرته مرسته كړې او د انتقالي ادارې د بي ثباته كولو كومي هڅي ئې كړې! په داسي حال كي چي د امريكايي چارواكو د ادعاء په اساس نور په ټول افغانستان كي نه د طالبانو او القاعدې مركزونه شته او نه ئي منظم ځواكونه، نو له دوى سره د مرستي د بي بنسټي ادعاء له دې پرته بل څه تعبير كېدى شي چي ستا امريكايي انډيوالان غواړي حزب اسلامي د طالبانو په تار وتړي او له دوى سره همغه څه وكړي چي له طالبانو سره ئې وكړل. موږ د دې اتهاماتو پروا نه كوو، په ډاگه او په صريح الفاظو وايو چي تل به د خپل مظلوم ولس په څنگ كي ولاړ وو او د دوى د هغو غوښتنو به په كلكه ملاتړ كوو چي له ټول هېواد د بهرنيو يرغلگرو فوځونو د فوري، بلا قيد او شرط او كامل وتلو په اړه ئي لري. موږ په دې باور يو چي په قندهار، كنر، خوست، پكتيا، پكتيكا، ننگرهار او كابل كي د امريكايي ځواكونو په ضد روان بريدونه نه د طالبانو لخوا دي او نه د القاعدې لخوا، بر عكس دا د هغو افغانانو لخوا ترسره كېږي چي امريكايانو ورباندي بمونه ورولي، خپلوان ئې ورته وژلي، كورونه ئي تلاشي كړي، خپلي شخصي وسلې ئي ترې اخيستې، دوى ته ئي بي عزتي اړولې، د شمال مفسده ټلواله ئي پرې مسلطه كړې، اقتدار ئې غلو، داړہ مارانو او مفسدينو ته سپارلى، د دوى آزادي، خپلواكي او ملي حاكميت ئي ترپښو لاندي كړى او د پرديو د خوښي حكومت او واكمنان ئې پرې مسلط كړي.
موږ لا دمخه ويلي وو چي امريكا په خپلي حملې سره د طالبانو حكومت ختمولى شي خو په هيڅ بيه او په هيڅ صورت كي د دې هېواد په دائمي اشغال نشي توانېدى. دوى په خپلي حملې سره د شوروي اتحاد ناكامه تجربه تكراروي. د افغانستان د پلازمېني او لويو ښارونو نيول آسان دي خو پر دې هېواد د اوږدې مودې لپاره حكومت كول گران او ناممكن. له لنډي مودې وروسته به له شديد مقاومت سره مخامخ كېږي، داسي مقاومت چي چاره به ئې ورته ممكن نه وي. دا دي گورو چي د امريكايي ځواكونو په ضد مقاومت پيل شوى او په ډېره چټكتيا ئي لمن خورېږئ، هره ورځ پر امريكايي ځواكونو او د دوى پر گزمو د بريدونو او د دوى پر نظامي اډو د راكټي حملو خبرونه خپرېږي. د دغو بريدونو په ضد امريكايان له دې پرته بل څه نشي كولي چي ووايي: حمله وشوه خو تلفات ئي نه درلودل. راكټونه له هدف پنځه سوه متره لري ولگېدل!! خو افغانان پوهېږي چي له دې خبرو د امريكايي چارواكو هدف څه دئ او ولي نړيوالو او خپل ولس ته درواغ وايي، دا ځكه چي دوى داسي خبري تر امريكايانو د مخه له روسانو هم اورېدلې وې. امريكايان دي په دې پوه شي چي كه روسان په يو لك شل زره روسي فوځ او څو لكه افغاني فوځ ونه توانېدل د مجاهدينو د حملو او بريدونه مخه ونيسي، نو امريكايان به څنگه په پنځلس زره امريكايي فوځيانو او د يوې وړوكي، رټل شوې او منفوري افغاني ډلي په مرسته د مجاهدينو مقاومت وځپي؟!! له روان وضعيت په ډاگه معلومېږي چي په امريكايي فوځونو به د افغاني مجاهدينو حملې ډېر ژر داسي مرحلې ته ورسېږي چي نور به امريكايي فوځيان نه په مركز كي خوندي وي نه په اطراف كي، نه به د دوى گزمې خوندي وي او نه باركونه.
ټول بايد په دې پوه شوي وي چي بهرني ځواكونه هيڅ كله نشي كولى په دې هېواد كي سوله او امنيت تأمين كړي، د تېرو مياشتو ترخو تجربو دا ثابته كړہ چي دا ځواكونه د جگړو، شخړو او نا امنيو د دوام باعث دي، دوى تل وطن پلورونكي ټولگي او د غلو او مفسدينو ډلي حمايه كړې او هغوى ئې پر افغانانو مسلطه كړې دي. دوى په قلعه جنگي كي تر اوه سوو زيات جنگي اسيران په داسي حال كي ووژل چي لاسونه ئې تر شا تړل شوي او بي وسلې وو، په دوى ئي ماشينگڼي وچلولې او له دوى چي څوك له گوليو ژغورل شوي وو او څمڅي ته ئې پناه وړې وه، د امريكايي افسرانو په امر په دې څمڅه كي تيل توى كړى شول او اور ورواچول شو!! همدا دوى وو چي شمالي ټلوالي ته ئي وويل: موږ په كندز كي د محاصره شوو طالبانو له اسارت سره علاقه نه لرو بايد ووژل شي!!! د امريكا د جنگ وزير رامزفيلد د همدې امر په اساس شمالي ټلوالي دا اسيران په كانتينرو كي واچول، ټول ئي ووژل او په لويو، لويو كندو كي ئې ښخ كړل او دا دي اوس د ملگرو ملتونو اړوند ادارې په شمال كي د گڼ شمېر داسي ډله ايزو قبرونو خبر وركوي چي په زرگونو طالب اسيران په كي دفن شوي دي او وايي چي يوازي په دوو قبرونو كي تر زرو زيات مړي ښخ شوي دي!! خو امريكايي چارواكي د دې پلټنو مخالفت كوي او وايي: په دې سره د جنرال دوستم ډله په قضيه كي ښكېل كېږي او امريكايان چي له دې ډلي په رواني جگړي كي كومه استفاده كوي د دې استفادي امكانات تضعيف كېږي!!
مړہ دي وي داسلام دښمنان
ژوندي دي وي افغان مجاهدين
والسلام عليكم ورحمة الله وبركاته
—————–
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



