اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 16 برخه

عرش او پر عرش استوى

 

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 16

عرش او پر عرش استوى

 

عرش څه دئ؟ پر عرش د الله تعالى د استوى معنى څه ده؟ الله تعالى تر عرش مخكي چېري وو؟ دا هغه پوښتني دي چي په صحابه وو كي نه چا له رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه داسي پوښتني كړې دي او نه ئې پر داسي قضاياوو د بحث ضرورت احساس كړى، هغوى په سترو سترو عملي چارو بوخت ول، د الله په لار كي او د مظلومانو او بې وزلو د ژغورني لپاره جهاد، د اسلامي نظام قائمول، د شر او فساد له ځواكونو سره پر له پسې نښتي، په خپله، په خپلي كورنۍ كي، په خپلي ټولني كي او په ټولي نړۍ كي د شريعت حاكمول او نړۍ والو ته د قرآن پيغام رسول، د لفظي مناقشاتو، له بل او خپل سره په بې گټي جدل كي د ځان مصروفولو لپاره ئې نه وخت درلود او نه ئې غوښتل چي په داسي خبرو خپل وخت ضايع كړي، خو هغه مهال چي مسلمانانو خپلو سترو سترو الهي مسئوليتونو ته شا كړہ، جهاد ئې پرېښود، دښمن ئې هېر كړ، نه ئې د هغه څه كولو همت درلود چي صحابه وو كول، نه ئې د الله په لار كي د وخت، سر او مال قرباني كولو جذبه او شوق، نو خپلمنځيو مناقشاتو او جدلونو ته ئې مخه كړہ، كه پرون به هر مسلمان غوښتل چي د كفر، شرك، ظلم او فساد په ضد د جهاد اتل شي نن ئې غوښتل چي د خپلمنځيو بېهوده او بې فائده جدلونو او مناقشاتو د ميدان اتل شي، دغه مهال پر دغو قضاياوو د بحث او مناقشې بازار تود شو، كه تاسو د دغو لفظي مناقشاتو تاريخ وڅېړۍ نو هرومرو به دې نتيجې ته ورسېږئ چي دا لړۍ هغه مهال پيل شوې چي مسلمانانو په سياسي، فكري او نظامي محاذونو كي د دښمن په وړاندي ماتي خوړلې، تېر برم او عظمت ئې له لاسه وركړى، په كورنيو شخړو كي ښكېل شوي، د دښمن برلاسي ته تسليم شوي، ظالم، بې رحمه او مفسد واكمنان پرې مسلط شوي او كورني او بهرني دښمن غوښتي چي دوى په دغسي بحثونو او مناقشاتو كي مصروف وساتي.

صحابه وو له عرش او پر عرش له استوى نه يوازي دا تعبير درلود چي الله تعالى د عالم ټولواك دئ، د عالم د ټولو چارو واگي د ده په واك كي دي، دلته د ده حكم نافذ او اراده ئې حاكمه ده او هر څه د ده په حكم او اراده ترسره كېږي.الله تعالى هم د عالم خالق دئ او هم مالك، لكه څنگه چي د يوه چا د پاچا كېدو په اړہ ويل كېږي چي د پاچايۍ پر تخت كښېناست؛ همدا راز د استوى على العرش معنى دا ده چي الله تعالى د ټولواك په توگه د دې عالم د ټولو چارو واگي په خپل واك كي ونيولې.

راشئ د قرآن ځيني هغه آيتونه له نظره تېر كړو چي دا موضوع په كي څېړل شوې:

إِنَّ رَبَّكُمُ ٱللَّهُ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ ثُمَّ ٱسۡتَوَىٰ عَلَى ٱلۡعَرۡشِۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَ يَطۡلُبُهُۥ حَثِيثٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتِۢ بِأَمۡرِهِۦٓۗ أَلَا لَهُ ٱلۡخَلۡقُ وَٱلۡأَمۡرُۗ تَبَارَكَ ٱللَّهُ رَبُّ ٱلۡعَٰلَمِينَ ٥٤

الاعراف: 54

يقيناً چي ستاسو رب هغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړل، بيا ئې پر عرش استوى وكړہ، شپه پر ورځ راكاږي (پرې پټوي ئې)، داسي چي په تلوار ئې لټوي او لمر، سپوږمۍ او ستوري ئې امر ته منقاد دي، په دې پوه شه چي هم خلقت (يعني پيدايښت) ده لره دئ او هم امر (يعني چاري سمبالول)، د عالمونو پالونكى الله چي بركتناك دئ.

قرآن په دې مبارك آيت سره څو ډېري مهمي او اساسي لارښووني د خپل مخاطب په وړاندي ږدي:

  • ستاسو رب هغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې په شپږو ورځو (مرحلو) كي پيدا كړل.
  • د دوى له پيدايښته وروسته ئې د ټول عالم د ادارې، ساتني او پالني چاري په خپل اختيار كي واخيستې او د مطلق ټولواك په توگه ئې د عالم د سلطنت پر عرش استوى وكړہ.
  • دا د ده د ټولواكۍ نښه او بېلگـه ده چي شپه پر ورځ راكاږي، داسي چي په تلوار ئې لټوي.
  • دا هم د ده د ټولواكۍ بله بېلگه ده چي لمر، سپوږمۍ او ستوري ئې امر ته منقاد دي، همغه كار كوي او په همغه لار درومي چي الله تعالى ئې امر ورته كړى.
  • په دې پوه شه چي هم خلقت يعني پيدايښت ده لره مختص دئ، په دې كي بل شريك نه لري او هم امر يعني چاري سمبالول چي په دې كي هم هيڅ شريك نلري.
  • الله تعالى مبارك او د عالمونو پالونكى او ساتونكى دئ.

د دې مبارك او ډېر مهم آيت په اړہ څو خبري په پام كي ولرئ:

  • په دې مبارك آيت كي د يوم، استواء او عرش الفاظ گورو چي په اصل كي انسانانو د ښكاره او څرگندو شيانو لپاره وضع كړي، خو په دې آيت كي د دې مطلب د افادې لپاره راغلي چي دا زمكه او آسمان په شپږو مرحلو كښى پيدا شوي، الله تعالى د هر څه مالك او ټولواك دئ او هر څه ئې تر واك او عرش لاندي دي، د استوى على العرش معنى په خپله په دې آيت كي او له همدې فقرې نه وروسته راغلې او هغه دا ۖ يُغۡشِي ٱلَّيۡلَ ٱلنَّهَارَ يَطۡلُبُهُۥ حَثِيثٗا وَٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ وَٱلنُّجُومَ مُسَخَّرَٰتِۢ بِأَمۡرِهِۦٓۗ خو لكه څنگه چي دلته (يوم) د هغي ورځي په معنى نه شو اخيستى چي دولس ساعته كېږي، همداراز عرش او استوى هم په متبادره معنى نشو اخيستى، قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي د الله تعالى په وړاندي كله ورځ له زرو كلونو سره برابره وي او كله له پنځوسو زرو كلونو سره، دا ئې هسي دوه مثالونه دي، هدف دا دئ چي د انسان واړہ معيارونه د الله تعالى په اړہ صدق نه كوي، دلته شپږ ورځي داسي شپږ مرحلې په گوته كوي چي له الله تعالى سره ښايي.

د قرآن دا وينا په حقيقت كي د بايبل د هغي غلطي ادعاء ترديد كوي چي وايي: الله تعالى په شپږو ورځو كي ټول مخلوقات پيدا كړل، په دې كار سره ستومانه شو او په اومه ورځ ئې آرام وكړ، د بايبل د پيدايښت د باب دوهم فصل په دې خبري پيل كېږي: (په دې ترتيب آسمانونه، زمكه او څه چي په دوى كي دي تكميل شول، د اومي ورځي په رارسېدو سره خداى د پيدايښت كار تمام كړ او له كاره ئې لاس واخيست، خداى اومي ورځي ته بركت ورپه برخه كړ او هغه ئې مقدسه وبلله، دا ځكه چي دا هغه ورځ وه چي خداى د پيدايښت د كار له بشپړولو وروسته آرام وكړ. په دې توگه آسمانونه او زمكه پيدا شول)!!

بايبل په دې وينا سره له خدايه داسي څوك جوړ كړى چي په خپل ټول عمر كي ئې شپږ ورځي كار كړى، په همدغو شپږو ورځو كي ئې د پيدايښت كار بشپړ كړى او د اومي ورځي په رارسېدو سره له خپله كاره فارغ شوى، د زمكي او آسمانونو ټول كارونه ئې خپلي مخي ته پرېښي! او ده د خپلي ستړيا رفع كولو لپاره آرام كړى، بايبل دا هم نه وايي چي دا آرام يوازي د همدغي ورځي دولس ساعته وو كه تر ننه دوام لري، د بيان له الفاظو خو داسي معلومېږي چي د خداى كار په شپږو ورځو كي بشپړ شوى، له كاره ئې لاس اخيستى، داسي كوم كار نه دئ پاته چي د بايبل خداى ئې د كولو لپاره راپورته شي او خپله رخصتي پاى ته ورسوي!!

دوى خداى په انسان قياس كړى، لكه څنگه چي انسان د خپلي ستړيا رفع كولو لپاره په اونۍ كي يوې ورځي رخصتۍ ته ضرورت لري؛ همداراز د بايبل خداى هم بايد انسان ته ورته وي، شپږ ورځي ئې كار كړى او اومه ورځ آرام!! آيا كوم عقلمن انسان به هغه څوك د خداى په توگه ومني چي ستړى كېږي او آرام ته ضرورت لري؟!

موږ خو عملاً گورو چي د پيدايښت لړۍ په مسلسل او پر له پسې توگه روانه ده، يوه شېبه په كي توقف نه راځي، د دې عالم هري خوا ته چي مخ اړوو، گورو چي هر څه له هيڅ پيل شي، ورو ورو ستر شي، د كمال په لوري وده وركړى شي، د خپلي ارتقاء او كمال آخري پوړي ته ورسول شي، يو ضروري او لازم كار ورباندي ترسره شي، يو ضرورت ورباندي رفع كړى شي، يوه تشه او خلا پرې ډكه كړى شي، بيا ئې زوال پيل شي، په زړښت او مرگ محكوم شي او ځاى ئې بل ته تش كړى شي، زوړ او كمزورى ختم شي او ځوان او ځواكمن ته خپل ځاى پرېږدي، دا كار هره شېبه، هري خوا ته تكرارېږي، د دې مظاهرو تر شا خو موږ ته د خالق او پيدا كوونكي ذات د مسلسل تصرف، ربوبيت او پالني نښي او آثار په نظر راځي، د بايبل پلويان دي موږ ته ووايي چي دا كارونه څوك كوي؟ په خپله ترسره كېږي، كه ئې الله تعالى ترسره كوي؟

تاسو د بايبل دا كچه وينا د قرآن له دې وينا سره مقايسه كړئ چي د الله تعالى په اړہ فرمايي:

يَسۡ‍َٔلُهُۥ مَن فِي ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضِۚ كُلَّ يَوۡمٍ هُوَ فِي شَأۡنٖ ٢٩ الرحمن:29

د آسمانونو او زمكي هر څه ده ته خپلي غوښتني وړاندي كوي (له ده نه د خپلو غوښتنو ترسره كېدل غواړي)، دى هره ورځ په يوه كار كي لگيا دئ (يعني هغه هره شېبه په چارو كي د تصرف په حال كي دئ)

يعني الله تعالى د زمكي او آسمانونو د ټولو مخلوقاتو اړتياوو ته په خپله ځواب وايي، دى ئې ضرورتونه رفع كوي او اړتياوي ئې پوره كوي. د دې عالم هر كار، هره شېبه، په خپله مالك الملك خداى ترسره كوي، الله تعالى داسي نه دئ چي د دنيا كارونه ئې خپلي مخي ته پرېښي وي او دى هيڅ تصرف په كي نه كوي، بلكي هر كار، كه ستر وي او كه ووړ، د ده په اراده، إذن، حكم، قدرت او مخامخ تصرف سره ترسره كېږي، هغه يوه شيبه هم د عالم د چارو له ادارې، پالني او ساتني څخه نه غافله كېږي،

همدا راز د البقرې سورې په 255 آيت كي فرمايي:

ۚ وَسِعَ كُرۡسِيُّهُ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَۖ وَلَا يَ‍ُٔودُهُۥ حِفۡظُهُمَاۚ وَهُوَ ٱلۡعَلِيُّ ٱلۡعَظِيمُ ٢٥٥

(د قدرت او واكمنۍ) كرسۍ ئې پر آسمانونو او زمكي حاوي ده او د دوى دواړو (زمكي او آسمان) ساتنه ئې نه ستومانه كوي او هغه ستر لوړ ذات دئ

بايبل په بل ځاى كي ليكي: د سبت ورځ په ياد لره او سپېڅلې ئې گڼه… په دې ورځ به هيڅ كار نه كوئ… دا ځكه چي خداى په شپږو ورځو كي آسمان، زمكه او… راپيدا كړل او په اومه ورځ ئې له كاره لاس واخيست… نو ده دا ورځ د استراحت ورځ ونوموله…

خو قرآن د بايبل د دې غلطې خبري په ځواب كي فرمايي چي الله تعالى د آسمانونو او زمكي له پيدا كولو وروسته د چارو واگي په خپل لاس كي ونيولې، د ټول كائنات د سلطنت پر عرش ئې استوى وكړہ، هغه هم خالق دئ او هم ټولواك، لكه څنگه چي د مخلوقاتو پيدايښت د ده ځانگړتيا ده، همداراز واكمني او د عالم د چارو سمبالول د ده كار دئ، شپه او ورځ د ده په امر ځي راځي، لمر، سپوږمۍ او ستورې دى اداره كوي، الله تعالى هم خالق دئ او هم پالونكى او ساتونكى.

گورئ چي قرآن دا عالم داسي معرفي كوي چي د الله تعالى ملك دئ، دى ئې واكمن دئ، هر څه د ده په امر او حكم ترسره كېږي، كه لمر راخېژي او لوېږي، كه ورېځي په آسمان كي خوځي، باران او واوره ترې ورېږي، كه ونه او بوټى له زمكي راټوكېږي او دانه او مېوه وركوي، كه ژوي پيدا كېږي، ستر كېږي او مري، هر څه او هركار الله تعالى كوي، د ده په امر او توفيق ترسره كېږي. د بايبل دا خبره له بنسټه ردوي چي الله تعالى د عالم له پيدايښته وروسته د نوي پيدايښت لړۍ متوقف كړہ، ستومانه شو او آرام ئې وكړ!! گورئ چي د الله تعالى په اړہ د بايبل وينا څومره ناقصه او د واقع خلاف ده او د قرآن وينا څومره جامع او د حقيقت مطابق، آيا يو عقلمن انسان به هغه خداى ومني چي ستومانه كېږي او آرام كولو ته اړ كېږي او د خپل ملك چاري او واگي خپلي مخي ته پرېږدي؟!!

الله تعالى په اونۍ كي يوه ورځ د دې لپاره د تعطيل او رخصتۍ ورځ نه ده گرځولې چي ده په خپله عالم په شپږو ورځو كي پيدا كړ او اومه ورځ ترې وزگار شو او آرام ئې وكړ!! الله تعالى عالم پيدا كړى او له پيدا كولو وروسته ئې د دې عالم چاري په خپل واك كي نيولې، د عالم تر پيدا كولو د دې عالم ساتل او پالل كه گران كار نه وي نو آسان خو په هيڅ توگه نه دئ، قرآن فرمايي چي الله تعالى هم د دې عالم خالق دئ او هم ئې ټولواك، مالك او حاكم، په دې سره د بايبل د دغي غلطي وينا ترديد شوى چي الله تعالى په انسان قياسوي، ستومانه كېږي او استراحت ته ضرورت لري!! د انسان لپاره په اونۍ كي يوه ورځ د عبادت لپاره مختص شوې، د يهودانو لپاره هفته، د مسيحيانو لپاره يكشنبه او د مسلمانانو لپاره جمعه، پر مسلمانانو د جمعې لمونځ فرض شوى، په دې ورځ به ټول په جومات كي راغونډېږي، په جَماعت سره به لمونځ كوي او د جمعې د ورځي هغه خطبه به اوري چي د امام او د هغه د نائب له لوري وركول كېږي او په هغې كي د تېري اونۍ ټولي مهمي او اساسي مسئلې څېړل كېږي. په دې ورځ به يوازي د لمانځه لپاره خپل كارونه متوقف كوي، له لمانځه وروسته خپل كارونه د نورو ورځو په څېر كولى شي!!

راشئ دا هم وگورئ چي بايبل د خداى، عرش او د عرش د حمله وو په اړہ څه وايي؟ بايبل د حزقيال په كتاب كي او د حزقيال د رؤيا په ضمن كي ليكي: (… بيا د لوخړو له منځه څلور عجيب موجودات چي انسان ته ورته ول راڅرگند شول، خو هر يوه څلور مخونه او دوه جوړې وزرونه درلودل، پښې ئې هم د انسان پښو ته ورته وې، خو گوتي ئې د سخونـدر نوك ته ورته وې او د ځلانده فلز په څېر ځلېدلې، د هر وزر لاندي مې انسان ته ورته لاسونه ليدل، د وزرونو پاى ئې سره وصل وو، مخامخ به ئې تگ كاوو پرته له دې چي راوگرځي!! هر يوه څلور مخونه درلودل: مخكنى ئې د انسان د مخ په څېر، ښى ئې د زمري په څېر، كيڼ ئې د غوايي په څېر او شاتنى ئې د عقاب په څېر!! هر يوه دوه جوړې وزرونه درلودل، چي يوه جوړہ ئې پرانيستلې وه او د بل موجود د وزرونو څوكو ته به رسېدل او بلي جوړې د دوى بدن پوښلى وو، كوم ځاى ته چي به د دوى روح تله په همغه لوري به تلل، له دې پرته چي بل لوري ته كاږہ شي!! د دغو موجوداتو په منځ كي د بلو سكروټو په څېر شيان خوځېدل، چي له منځه ئې برېښنا راوته، دا ژوندي موجوات هم د برق په څېر تېز تېز مخكي شا ته خوځېدل،… څلور څرخونه مي وليدل، تر هر يوه لاندي يو څرخ، د زبرجدو په څېر ځلېدل او يو بل ته ورته ول، د هر څرخ منځ كي بل څرخ وو، د همدې لپاره په دې توانېدل چي په هر لوري وخوځېږي، پرته له دې چي راوڅرخي، څرخونو داسي پرې درلودې چي له سترگو ډكي وې،… كله چي به دغه موجودات خوځېدل نو څرخونه به هم ورسره خوځېدل، چي له زمكي به پورته كېدل نو څرخونه به ورسره پورته كېدل او چي ودرېدل به نو څرخونه به هم ودرېدل، دا ځكه چي د دغو څلورو موجوداتو روح په څرخونو كي هم وه، نو دا موجوات او څرخونه د خپلي روح تر حكم لاندي ول،… د هر يوه د سر له پاسه صفحې ته ورته څه خور وو چي د شيشې په څېر به ځلېدو او انسان به ئې وېراوو، د دغي صفحې لاندي د دوى وزرونه داسي پرانيستي وو چي د يوه وزر به د بل وزر ته رسېدو،… كله چي به الوتل نو غږ به ئې داسي وو لكه د ساحل د څپو غږ، يا د خداى غږ يا د يوه لوى لښكر چيغي، كله چي به ودرېدل نو وزرونه به ئې راټيټ كړل، له هر ودرېدو سره به د صفحې له سر نه يو غږ اورېدل كېدو، د صفحې په سر د يوه ښكلي پاچايۍ تخت په څېر يو شى تر سترگو كېدو، داسي لكه چي له شنو ياقوتو جوړ شوى وي او د دې تخت له پاسه داسي ذات ناست وو چي انسان ته ورته وو، له ملا پورته داسي برېښېدو لكه په اور كي سور شوى فلز او له ملا لاندي لكه د اور ځلاندي لمبې، شاوخوا ئې نور راتاو وو او په دې نور كي د بوډۍ د ټال (قوس قزح) ټول رنگونه تر سترگو كېدل، د خداى پرتمين حضور داسي ما ته راڅرگند شو، كله چي ما دا صحنه وليده، په سجده پرېوتم، )

دلته بايبل د تل په څېر خداى له انسان سره تشبيه كړى، له انسان سره ئې توپير يوازي په دې كي دئ چي (له ملا پورته داسي برېښېدو لكه په اور كي سور شوى فلز او له ملا لاندي لكه د اور ځلاندي لمبې، شاوخوا ئې نور راتاو وو…)، عرش ئې د پاچايانو ښكلي تخت ته ورته، د عرش حمله ئې داسي څلور فرشتې چي هر يو ئې څلور سرونه او څلور وزرونه لري، يو سر ئې انسان ته، بل ئې زمري ته، بل ئې غوايي ته او بل ئې عقاب ته ورته دئ!!! يو پيغمبر خو پرېږده هيڅ مؤمن انسان به د الله تعالى په هكله نه داسي خوب وگوري او نه به په خپل ذهن كي داسي غلط او ناقص انځور جوړ كړي!!

ما ته د بايبل دا وينا داسي برېښي لكه چي د انسان د سر په يوه وېښته باندي ناست يو ويروس بل ته ووايي: خداى زموږ په څېر دئ، همداسي گرد مرد، نه سر لري نه پښې، ځان ته ئې كتلي او موږ ئې د خپل ځان په څېر جوړ كړي يو، تر موږ ښاېسته او ښكلى مخلوق به چېري وي چي خداى به هغه د ځان په څېر جوړ كړى وي؟! آيا خداى به د دغه لوى او بې عقله ځناور (انسان) په څېر وي چي موږ ئې د وېښته په سر ناست يو، يوې خوا بلي خوا ته ځغلو او هغه پرې خبريږي هم نه؟!! سترگي ئې دومره كمزورې دي چي موږ نه ويني، غوږونه ئې دومره درانه دې چي زموږ غږ نه اوري!! دا به د ډايناسور په څېر له منځه ځي!! بې شكه چي خداى به زموږ په څېر وي او تخت به ئې هم زموږ د پاچا تخت ته ورته، چي وزر لرونكي بكتريا به ئې له يوه ځايه بل ځاى ته په خپلو اوږو وړي!!! له موږ نه د خداى توپير يوازي په دې كي دى چي هغه خداى دئ او موږ ويروس، د هغه بدن ځلېږي او زموږ نه ځلېږي!!!

د كوم احمق انسان عقل به په دې قانع شي چي ستر خداى، د دې ستر عالم خالق، ټولواك، ساتونكى او پالونكى رب، د وړوكي انسان په څېر دئ، د پاچايانو په څېر تخت باندي ناست دئ، دا تخت ئې څلور، څلور سري فرشتې په اوږو وړي؟!!!

د بايبل ليكونكي اورېدلي چي خداى اورېدونكى او ليدونكى دئ، هر څه ويني او هر څه گوري، خپلو پيغمبرانو ته ئې وحي لېږلې، دوى ته ئې لارښووني كړې، خپل احكام ئې ورته بيان كړي،… د تورات او انجيل له دغو اظهاراتو ئې دا انتباه اخيستې چي خداى حتماً د انسان په څېر دئ، همداسي دوه سترگي، دوه غوږونه، دوه لاسونه او دوه پښې لري، نو ځكه ئې مخكي هم ويلي چي خداى انسان د ځان په څېر پيدا كړ او دلته د حزقيال په رؤيا كي هم خداى انسان ته ورته گڼي!! ده اورېدلي چي خداى د عرش خاوند دئ، نو ځكه ئې دلته د خداى عرش د زمكي د پاچايانو له تخت سره تشبيه كړى!! هغه په دې نه پوهېږي چي په اصلي تورات او انجيل كي د الله تعالى د عرش يادونه د دې مطلب د افادې او بيانولو لپاره شوې چي الله تعالى د عالم ټولواك دئ او هر څه د ده په حكم تر سره كېږي!! ده د تورات او انجيل دا خبره اورېدلې چي الله تعالى فرمايي: كه تاسو ايمان او تقوى ولرئ زه به مو يوازي نه پرېږدم، له تاسوه سره به وم او ستاسو مرسته او ملاتړ به كوم، هغه له دې وينا دا نظريه راايستلې چي خداى له اسرائيليانو سره دئ، په دوى كي اوسېږي، چي چېري دوى ځي خداى ورسره ځي، نو كله چي دوى په بېديا كي په خېمو كي اوسېدل خداى ته ئې هم د ځان په څېر خو ډېره ښكلې او قيمتي خېمه او په خېمې كي خاص ځاى د قدس الاقداس په نامه جوړ كړ او كله چي په فلسطين كي ځاى په ځاى شول نو مجلل كور ئې، د پرېمانه سرو او سپينو زرو په كارولو سره ورته جوړ كړ، له دې وروسته خداى له آسمان نه راكوز شو او پرېكړہ ئې وكړہ چي د تل لپاره به په دغه كور كي د اسرائيليانو خوا ته اوسېږي!!! په مجازي توگه كارول شوي الفاظ ئې په اصلي معنى ونيول او د الهي كتابونو آيتونه ئې غلط تعبير او تفسير كړل!! دا همغه كار وو چي زموږ كمعقلو هم د دوى تر اغېز لاندي وكړ، عرش ئې د پاچايانو له تخت سره او پر عرش د الله تعالى استوى ئې پر كوم تخت د انسان له كښېناستا سره تشبيه كړ.

د تورات او انجيل په شمول په ټولو الهي كتابونو كي د الله تعالى د صفاتو او د عرش په څېر د داسي شيانو په اړہ هم بحث شوى چي د انسان له نظره پټ دي او انسان په خپل قاموس كي د هغه لپاره نوم نه لري، دا ځكه چي انسان په خپل قاموس كي يوازي د هغو شيانو لپاره نوم لري چي دى ئې پېژني او په خپلو سترگو ئې گوري او د غيبي شيانو لپاره نومونه نه لري، كه څوك وغواړي د انسان په ژبه دا غيبي شيان معرفي كړي نو له دې پرته بله لار نه لري چي د تشبيه له فن نه كار واخلي او د انسان د قاموس موجود الفاظ وكاروي، په الهي كتابونو كي دغه تشبيه او مجاز كارول شوى او په دې سره انسان ته د عالم غيب په اړہ نسبي پوهه وركړى شوې، كمعقلو او غرضي خلكو دغه تشبيه او په هغه كي كارول شوي الفاظ په اصلي معنى اخيستي!! داسي لكه چي د بايبل ليكونكي د الله تعالى له عرش نه د پاچا ښكلى تخت جوړ كړى، خپل خداى ئې د يوه پاچا په څېر ورباندي كښېنولى او له فرشتو ئې څلور سرې موجودات جوړ كړي، چي دا تخت پر اوږو وړي او خداى له يوه ځاى بل ځاى ته لېږدوي!! د بايبل ليكونكي هڅه كړې چي په دې بيان سره د مسيحيانو او يهودانو دې پوښتني ته ځواب ووايي چي خداى څنگه له يوه ځايه بل ځاى ته ځان رسوي!! دا دئ هغه پياوړې فرشتې ئې له يوه ځايه بل ځاى ته رسوي چي هم د انسان هوښيارتيا لري، هم د عقاب وزرونه، هم د غوايي زور، هم د زمري مضبوطي پښې او هم خدايي روح!!

له انسان سره د الله تعالى په اړہ يوه پوښتنه دا ده چي خداى چېري دئ؟ څه كوي؟ له دې عالم سره ئې تعلق څنگه دئ؟ كه څوك وغواړي چي دغه پوښتنه ځواب كړي او په دې ئې پوه كړي چي الله تعالى دا عالم اداره كوي، ساتنه او حفاظت ئې كوي، دلته هر څه د ده په حكم تر سره كېږي… د دغه مطلب د افادې تر ټولو غوره او يوازنۍ طريقه دا ده چي هغه ته وويل شي: خداى د دې عالم ټولواك، پاچا او حاكم دئ، لكه څنگه چي د يوه چا د پاچا كېدو په اړہ وايي: د پاچايۍ پر تخت كښېناستو، يعني د دې ملك او هېواد ټولواك او پاچا شو او له دې وروسته به ټول كارونه د ده په امر ترسره كېږي، په الهي كتابونو كي دغه استعاره (پر عرش استوى) د دغه مطلب د افادې لپاره كارول شوې، چي الله تعالى د دې عالم ټولواك دئ، امور ئې د ده په واك كي دي او د دې عالم د پاچايي پر عرش ئې استوى كړې!! عرش او پر عرش استوى هغه الفاظ دي چي انسان ئې د يوه پاچا د واكمنۍ او قدرت ته د رسېدو لپاره كاروي، په كومو آيتونو كي چي د الله تعالى لپاره داسي الفاظ راځي، دا متشابه آيتونه دي چي په هغه كي د تشبيه فن كارول شوى، د الله تعالى عرش چي د انسان له درك او فهمه اوچت، فوق مشهود او غائب مفهوم دئ او انسان په خپل قاموس كي بل ځانگړى او خاص لفظ او نوم ورته نه لري، په داسي لفظ معرفي شوى چي په اصل كي د انسان له لوري د يوه مشهود او ملموس شي لپاره وضع شوى، د تشبيه له لاري د انسان ذهن او فهم ته نږدې كړى شوى، په دا ډول آيتونو كي راغلي الفاظ په متبادره او متداوله معنى نه شو اخيستى، داسي نه چي د الله تعالى له عرش نه هغه تصور او انگېرنه ولرو چي د زمكي پر سر د كوم تخت او عرش په هكله ئې لرو!! الله تعالى د مخلوق په څېر مكان ته اړ او محتاج نه دئ، د عالم هيڅ څه په ذات او افعالو كي الله تعالى ته ورته نه دي، نه ئې عرش د زمكي د كوم عرش او تخت په څېر دئ او نه پر عرش استوى ئې داسي لكه په كوم تخت د كوم مخلوق ناسته!! كله چي د عرش او په عرش باندي د الله تعالى د استوى خبره كوو بايد دا مطلب مو په پام كي وي چي نه د عالم كوم څه الله تعالى ته ورته دئ او نه الله تعالى په كوم څه كي له مخلوق سره شباهت لري. پام كوه چي د فرشتو په ذريعه د الله تعالى د عرش حمل كېدا داسي ونه گڼې لكه چي په دنيا كي څوك كوم تخت پر اوږو وړي، كه داسي تصور دي په ذهن كي راولاړ شو، اشتباه دي كړې او الله تعالى دي له خپل مخلوق سره تشبيه كړى. دا هغه غلطي ده چي د بايبل ليكونكي او منونكو وكړہ!!

پيغمبر عليه الصلاة و السلام دا مطلب د يوه حديث په ترڅ كي څومره ښايسته او دقيق انځور كړى هلته چي فرمايي:

عن أبي هريرة قال: قال رسول الله صلى الله عليه و سلم: إن الله أذن لى اَن اُحَدّثَكُم عَن ملك قد مرقت رجلاه الارض السابعة السفلى و العرش على منكبه و هو يقول سبحانك انت أين كنت و أين تكون.            مسند ابو يعلى

له ابوهريره رضى الله عنه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم وفرمايل: يقيناً چي الله اجازه راكړہ له داسي يوې فرشتې مو خبر كړم چي پښې ئې له اومي ښكتنۍ زمكي تېري شوې او عرش ئې پر اوږو دئ او هغه وايي: پاكي تا لره ده اې ربه! چي چېري وې او چېري يې!!

گورئ چي هغه باعظمته فرشته چي قامت ئې له اوو آسمانونو او زمكي تېر شوى او د عرش حامل ده د الله تعالى د ذات له دركه عاجزه او په عرش ئې د استوى له څرنگوالي بې خبره ده!! او په دې هكله خپل كامل عجز په دې الفاظو بيانوي: پاكي تا لره ده چي هر ځاى وې او يې!!

كه د عرش په هكله د پيغمبر عليه الصلاة و السلام دا وينا د بايبل له وينا سره مقايسه كړو همدا كافي ده چي ووايو: د الله تعالى او د هغه د عرش په اړہ د بايبل وينا د هغه چا وينا ده چي خداى نه پېژني او د هغه له عظمته خبر نه دئ او د زمكي پر سر له يوه پاچا سره ئې ورته گڼلى!!

متأسفانه په مسلمانانو كي هم يوه داسي كمعقله ډله راپيدا شوه چي د الله تعالى، عرش، د عرش حمـله او پر عرش د الله تعالى د استوى په هكله بايبل ته ورته انگېرنه لري، هغوى هم وايي چي خداى انسان د ځان په څېر پيدا كړ، دوه سترگي، دوه غوږونه، دوه لاسونه، هر لاس ئې پنځه گوتي، دوه پښې، پنډۍ، ردا او پرتوگ لري!!! خو وايي: خداى دوه سترگي لري بلاتشبيه، دوه (ښى او كيڼ) لاسونه لري بلا تشبيه، هر لاس ئې پنځه گوتي لري بلا تشبيه، دوه پښې او پنډۍ لري بلا تشبيه، پر عرش ناست دئ بلاتشبيه، د قيامت په ورځ به خپلي پنډۍ لوڅي كړي بلاتشبيه…. يعني مُتَشٰبهاً وَ غَيرَ مُتَشٰبِهٍ!! هم سره ورته او هم نه ورته!! دوى هم له الله تعالى نه كټ مټ يو انسان جوړوي، د الله تعالى عرش همغسي گڼي لكه د كوم پاچا تخت او پر عرش د الله تعالى استوى همغسي لكه پر تخت د يوه پاچا ناسته، له دې څرگندي او قبيح تشبيه وروسته د بلاتشبيه او بلاتكييف لفظ راوړل هيڅ گټه او معنى نه لري،

همدا راز چېري چي په قرآن كي د استوى على العرش ذكر راغلى، ورپسې متصل ويل شوي چي د چارو واگي د الله تعالى په واك كي دي، يدبر الامر، يغشي الليل النهار، له الخلق و الامر او دې ته ورته مطالب راغلي او دا ښيي چي په استوى على العرش سره قرآن موږ ته دا لارښوونه كوي چي الله تعالى د دې عالم ټولواك دئ، ډېر بې عقله انسان به له دې نه هغه انتباه اخلي چي د بايبل ليكونكي اخيستې او خپل خداى ئې د يوه داسي تخت په سر كښېنولى چي څلورسري فرشتې ئې حمل كوي!! د قرآن له نظره څوك چي له عرش نه د پاچايانو د تخت په څېر تخت جوړوي او له استوى نه په تخت كښېناستل، د ده په زړہ كي كوږوالى دئ، مؤمن انسان به وايي: استوى على العرش يوه استعاره ده چي انسانان ئې د چا د پاچايۍ لپاره كاروي، الله تعالى موږ ته په دغو الفاظو سره ښيي چي دى د عالم ټولواك دئ او ټولي واگي ئې د ده په واك كي دي، نه ئې عرش كوم تخت ته ورته شى دئ او نه ئې استوى د انسان استوى ته ورته كوم فعل!! د عرش او استوى په تأويل له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي.

بايبل دا هم ليكي چي خداى وفرمايل: زه د انسان په لاس جوړ شوي كور كي نه اوسېږم، آسمان مي تخت او زمكه مي ترپښو لاندي كرسي ده!! تاسو به څنگه ما ته كور جوړ كړى شئ؟ او څنگه به زه په دې كور كي اوسېږم؟ آيا دا آسمان او زمكه ما نه دي پيدا كړي؟ عجيبه ده چي څوك د دې وينا ترڅنگ هغه بله وينا هم كوي، د چا چي ټول آسمان تخت وي، څنگه به بل وړوكى تخت هم لري؟!

ښه به وي چي د دې رأيي لږ نور وضاحت وكړم، په داسي الفاظو سره چي ښايي د هر چا سر ژر پرې خلاص شي: كه له ما څوك پوښتنه وكړي چي الله تعالى عرش لري؟ ورته وايم: هو؛ يقيناً چي الله تعالى عرش لري، كه راته ووايي: الله تعالى پر عرش استوى كړې؟ ورته وايم: هو؛ يقيناً چي الله تعالى پر عرش استوى كړې، كه راته ووايي: لږ مخكي ولاړ شه او مزيد وضاحت راته وكړہ، ورته وايم: پر عرش د استوى مراد دا دئ چي الله تعالى د عالم ټولواك دئ، امور ئې د ده په واك كي دي، دا عالم د ده ملك او دى ئې ټولواك دئ، كه مزيد وضاحت رانه وغواړي ورته وايم: كه څه هم د عرش متبادره معنى تخت او د استوى برابرېدا ده خو دا الفاظ د مخلوق لپاره په حقيقي معنى راځي او د الله تعالى په اړہ په مجازي معنى، د الله تعالى په اړہ ئې په متبادره معنى نشو نيولى، د عرش او استوى په څرنگوالي له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي، له دې آخوا زما او زما په څېر انسانان د څه ويلو توان نه لري، نه په دې پوهېدى شي چي عرش څه دئ او نه په دې چي پر عرش استوى څنگه ده؟ او دا همغه وينا ده چي قرآن ئې كوي: لايعلم تأويله الا الله، مزيد ورته وايم: څوك چي عرش داسي گڼي لكه كوم تخت او استوى داسي گڼي لكه څوك چي پر كرسۍ كښېني، هغه غلطي كړې، بې ځايه جسارت ئې كړى، د تأويل او تشبيه مرتكب شوى، د ټولو صحابه وو او سلف صالح مخالفت ئې كړى او په دې سره ئې په مسلمانانو كي فتنه راولاړہ كړي، قرآن د دغو خلكو په اړہ ويلي: فَأَمَّا ٱلَّذِينَ فِي قُلُوبِهِمۡ زَيۡغٞ فَيَتَّبِعُونَ مَا تَشَٰبَهَ مِنۡهُ ٱبۡتِغَآءَ ٱلۡفِتۡنَةِ وَٱبۡتِغَآءَ تَأۡوِيلِهِۦۖ وَمَا يَعۡلَمُ تَأۡوِيلَهُۥٓ إِلَّا ٱللَّهُۗ ٧

: نو هغه كسان چي په زړونو كي ئې كوږوالى دئ په متشابه پسي ئې درومي، د فتنې په لټه كي او د تأويل په لټه كي، په داسي حال كي چي په تأويل ئې له الله پرته هيڅوك نه پوهېږي.

د عرش په اړہ د قرآن بل آيت دا دئ:

وَهُوَ ٱلَّذِي خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ فِي سِتَّةِ أَيَّامٖ وَكَانَ عَرۡشُهُۥ عَلَى ٱلۡمَآءِ لِيَبۡلُوَكُمۡ أَيُّكُمۡ أَحۡسَنُ عَمَلٗاۗ وَلَئِن قُلۡتَ إِنَّكُم مَّبۡعُوثُونَ مِنۢ بَعۡدِ ٱلۡمَوۡتِ لَيَقُولَنَّ ٱلَّذِينَ كَفَرُوٓاْ إِنۡ هَٰذَآ إِلَّا سِحۡرٞ مُّبِينٞ ٧ هود: 7

او دى هغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې په شپږو ورځو كي پيدا كړل، او عرش ئې پر اوبو وو، تر څو تاسو وآزمويي چي كوم يو مو د عمل له مخي تر ټولو غوره دئ، او كه ته ووايې چي تاسو به له خپلي مړيني وروسته هرومرو راپاڅئ نو هغه چي كفر ئې كړى حتماً به ووايي: دا له څرگند جادو پرته بل څه نه دئ!!

په دې مبارك آيت كي ويل شوي چي الله تعالى آسمانونه او زمكه په شپږو ورځو كي پيدا كړل په داسي حال كي چي عرش ئې پر اوبو وو. د دې آيت په تفسير كي د درنو مفسرينو تر منځ ژور اختلاف تر سترگو كېږي، هم په دې اړہ چي آيا له شپږو ورځو همدا زموږ اوسنۍ ورځي مراد دي او كه شپږ تكويني مرحلې؟ او هم په دې اړہ چي د دې فقرې معنى څه ده چي د آسمانونو او زمكي د پيدايښت پر مهال د الله عرش پر اوبو وو؟ آيا عرش او اوبه د زمكي او آسمانونو له پيدايښته مخكي پيدا شوي؟ آيا عرش داسي شى دئ چي د بل څه پر سر ولاړ وي همغسي لكه د زمكي كوم تخت؟ او كه معنى ئې دا ده چي هغه مهال يوازي اوبه د الله تعالى تر واكمنۍ لاندي وې او نور څه نه وو؟ آيا له اوبو نه مراد همدا زموږ اوسنۍ د څښلو اوبه دي كه دا چي هغه مهال آسمانونه او زمكه د اوبو په څېر (ويلي او مايع) وو؟

د دې مبارك آيت په اړہ څو خبري په پام كي ولرئ:

دلته د الله تعالى په اړہ د (عرش) او (ورځي) يادونه شوې، انسانانو دا دوه نومونه د خاصو شيانو لپاره وضع كړي، كله چي دې ته ورته نومونه د الله تعالى په اړہ راځي نو موږ ئې په هغه معنى نشو اخيستى چي انسانان ئې ورته كاروي، نه عرش داسي شى دئ چي د زمكي كوم تخت ته ورته وي او نه دا ورځ هغه موده ده چي زموږ له دولسو ساعتونو سره برابره وي، په كومو آيتونو كي چي داسي الفاظ د غيبي امورو لپاره راشي هغوى ته متشابه آيتونه ويل كېږي، په هغوى كي داسي غيبي شيان چي انسان ورته نوم نه لري په داسي الفاظو ياد شوي چي انسان د ليدل كېدونكو شيانو لپاره وضع كړي، په دې سره موږ ته د غيبي شيانو په اړہ نسبي معلومات راكول كېږي، د دې يو مثال همدا د (ورځ) اصطلاح ده چي قرآن ئې يو ځاى د داسي مودې لپاره راوړي چي زموږ له زرو كلونو سره برابره ده، او بل ځاى ئې د پنځوسو زرو كلونو اوږدې مودې لپاره كارولې، نو دا شپږ ورځي هم دا زموږ شپږ ورځي نه دي چي نږدې دو اويا ساعتونه كېږي بلكي شپږ تكويني مراحل دي چي اوږدوالى ئې يوازي الله تعالى ته معلوم دئ. د دې تفصيل د قرآن پلوشې په تفسير كي د الاعراف د سورې د 54 آيت په تفسير كي ولولئ.

د آيت د دې فقرې (وكان عرشه على الماء) په اړہ درنو مفسرينو بېل بېل آراء وړاندي كړي، د ځينو له تعبير نه داسي معلومېږي چي گواكي د الله تعالى عرش د زمكي د سر كوم تخت ته ورته شى وي او پر اوبو باندي ئې اوسېدا همغسي وه لكه د اوبو پر سر د كوم تخت ودرېدا!! په داسي حال كي چي نه د الله تعالى عرش د زمكي كوم تخت ته ورته دئ او نه ئې پر اوبو اوسېدا داسي ده لكه پر اوبو د زمكي د كوم تخت ودرېدا، نه عرش ازلي شى دئ او نه اوبه، نه د دغو الفاظو مراد او معنى دا ده چي د الله تعالى عرش د اوبو له پاسه وو او نه د الله تعالى عرش داسي شى دئ چي د ودرېدو لپاره كومي آواري سطحي ته ضرورت لري، الله تعالى دا آسمانونه له كومي ستني پرته ودرولي نو عرش به ئې څنگه داسي څه ته اړ وي؟! دا غلطي انگېرني او ناسم تصورات د هغه چا د تنگ او تياره ذهن زېږنده دي چي الله تعالى او عرش ئې د زمكي د سر له مخلوقاتو سره تشبيه كوي، د آيت معنى دا نه ده چي د آسمانونو او زمكي د پيدايښت پر مهال د الله تعالى عرش د اوبو پر سر داسي ولاړ وو لكه د زمكي كوم تخت چي پر اوبو ولاړ وي!! څوك چي د دې آيت په تعبير كي دغه غلط اسلوب غوره كوي له داسي پوښتنو سره مخامخ كېږي چي هيڅ ځواب ورته نشي موندلى، لكه دا چي: عرش له اوبو نه مخكي چېري وو او پر څه ولاړ وو؟ الله تعالى له عرش نه مخكي چېري وو او پر څه ئې استوى كړې وه؟

د يوه آيت په اصلي مطلب هغه مهال ښه پوهېدى شو چي وگورو په كوم مناسبت راغلى؟ د بحث اصلي موضوع ئې څه ده؟ تر هغه مخكي او وروسته څه ويل شوي؟ كه دلته لږ ځير شو نو راته جوته كېږي چي دا آيت له مخكني آيت سره ژور ارتباط لري، په مخكني كي ويل شوي چي د ټولو ژوو او ساكښو روزي د الله تعالى پر ذمه ده، همغه الله چي د دوى د پيدايښت او مړيني له نېټې خبر دئ، ورپسې ويل شوي چي الله همغه ذات دئ چي آسمانونه او زمكه ئې پيدا كړي، تاسو پوهېږئ چي د رزق او روزي اصلي اسباب آسمان او زمكه دي چي له يوه باران راورېږي او زمكي ته رڼا او تودوخه وركوي او بله ئې دانه او مېوه راشنه كوي، او بيا په آسمان او زمكي كي د رزق تر ټولو مهم او اساسي توكى اوبه دي چي ورېدا، ذخيره كيدا، د زمكي پر سر روانېدا ئې د الله تعالى په حكم دي، چي خبره داسي ده نو بايد پوه شې چي واقعاً الله تعالى د ټولو ژوو د رزق او روزي ذمه وار دئ، او دا همغه مطلب دئ چي په همدې توگه د العنكبوت په سوره كي په دې بڼه راغلى:

وَكَأَيِّن مِّن دَآبَّةٖ لَّا تَحۡمِلُ رِزۡقَهَا ٱللَّهُ يَرۡزُقُهَا وَإِيَّاكُمۡۚ وَهُوَ ٱلسَّمِيعُ ٱلۡعَلِيمُ ٦٠ وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّنۡ خَلَقَ ٱلسَّمَٰوَٰتِ وَٱلۡأَرۡضَ وَسَخَّرَ ٱلشَّمۡسَ وَٱلۡقَمَرَ لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۖ فَأَنَّىٰ يُؤۡفَكُونَ ٦١ ٱللَّهُ يَبۡسُطُ ٱلرِّزۡقَ لِمَن يَشَآءُ مِنۡ عِبَادِهِۦ وَيَقۡدِرُ لَهُۥٓۚ إِنَّ ٱللَّهَ بِكُلِّ شَيۡءٍ عَلِيمٞ ٦٢ وَلَئِن سَأَلۡتَهُم مَّن نَّزَّلَ مِنَ ٱلسَّمَآءِ مَآءٗ فَأَحۡيَا بِهِ ٱلۡأَرۡضَ مِنۢ بَعۡدِ مَوۡتِهَا لَيَقُولُنَّ ٱللَّهُۚ قُلِ ٱلۡحَمۡدُ لِلَّهِۚ بَلۡ أَكۡثَرُهُمۡ لَا يَعۡقِلُونَ ٦٣ العنكبوت: 60-63

او څومره ژوي داسي دي چي خپله روزي نه وړي، الله هغوى ته روزي وركوي او تاسو ته هم، او هغه پوه اورېدونكى دئ، او كه ئې وپوښتې چي آسمانونه او زمكه چا پيدا كړي او لمر او سپوږمۍ چا مسخر كړي؟ حتماً به ووايي: الله؛ نو څنگه دوكه كېږئ، دا خو الله دئ چي له خپلو بندگانو نه ئې چا ته چي ئې وغواړي روزي ورته پراخه كړي او يا ئې ورته محدوده او تنگه كړي، يقيناً چي هغه پر هر څه ښه پوه دئ، او كه ئې وپوښتې چي له آسمانه څوك اوبه راكوزوي او په همدې سره زمكه له خپلي مړيني وروسته راژوندۍ كوي؟ حتماً به ووايي: الله؛ ووايه: ستايني ټولي الله لره دي خو د دوى ډېرى نه پوهېږي.

په دې آيتونو كي هم گورئ چي لومړى ژوو ته د رزق او روزي وركولو خبره شوې او بيا د آسمانونو او زمكي د پيدايښت، د لمر سپوږمۍ د تسخير (چي شپه او ورځ په گوته كوي او دا دواړہ د رزق او روزي مهم اسباب دي)، بيا له آسمانه د اوبو راورېدا او بيا په زمكي كي د ژوندون پيلېدا ته اشاره شوې او په دې توگه موږ ته ويل شوي چي رزق او وسائل او اسباب ئې د الله له لوري پيدا شوي او ذمه وار ئې الله تعالى دئ، هغه دا پرېكړہ كوي چي چا ته څومره رزق او روزي وركړي. كه لږ ځير شئ نو درته جوته به شي چي د دغو دواړو سورتونو په دغو آيتونو كي بشپړ ورته والى او يو د بل شرح او تفسير دئ.

دې ته مو هم بايد پام وي چي لكه په (على الله رزقها) كي (على) د فوقيت او بروالي په معنى نشو اخيستى او داسي نه شو ويلى چي رزق ئې د الله د پاسه دئ بلكي وايو رزق ئې د الله پر (ذمه) دئ، همداسي په (كان عرشه على الماء) كي نه شو ويلي چي عرش ئې د اوبو له پاسه ولاړ وو، بلكي بايد ووايو: اوبه د الله تعالى د واكمنۍ تر عرش لاندي وې. ځكه دلته د بحث اصلي موضوع همدا ده چي د رزق او روزي وسائل د الله تعالى په واك كي دي.

دې ته مو هم بايد پام وي چي كه دا آيت په بل ځاى كي راغلى وى او هلته د بحث موضوع د عرش څرنگوالى وى نو قرآن موږ ته وايي چي د متشابه آيتونو د الفاظو داسي تأويل چي د مجازي معنى په ځاى ئې په حقيقي معنى د پوهېدا هڅي او لټي ته ورته وي د هغه چا كار دئ چي زړونه ئې بيمار وي، د ايمان او علم خاوندان د دغو آيتونو د الفاظو له تأويل نه ډډہ كوي او وايي چي په تأويل ئې له الله تعالى پرته هيڅوك نه پوهېږي، هيڅـوك نه پوهېږي چي د عرش او پر اوبو ئې د ودرېدا كيفيت څنگه دئ، خو دلته په حقيقت كي په دې الفاظو سره موږ ته د هغه حالت كيفيت نه دئ انځور شوى بلكي دا مطلب ويل شوى چي د آسمانونو او زمكي له پيدايښته وروسته د الله تعالى په ملك كي او د ده د واكمنۍ تر عرش لاندي لومړۍ پيدا شوې ماده هغه اوبه دي چي انسانان او نور ژوي ترې پيدا شوي (ځكه قرآن وايي چي هر ژوى مو له اوبو پيدا كړى: و جعلنا من الماء كل شىء حى)، تر دې مخكنى آيت هم د ژوو د پيدايښت او مرگ او رزق په اړہ بحث كوي او دا آيت هم د ټول عالم پيدايښت ته اشاره كوي، او تاسو پوهېږئ چي اوبه د ژوو د رزق تر ټولو مهمه برخه ده، دانه، مېوه او واښه هم په اوبو راټوكېږي، په دې آيت سره موږ ته لارښوونه شوې چي الله تعالى د ژوو له پيدايښته مخكي د دوى روزي پيدا كړې، داسي لكه د ماشوم له پيدا كېدو مخكي چي د مور په تي كي شيدې ورته پيدا كوي.

ځينو درنو مفسرينو ويلي چي دا عالم د آسمانونو او زمكي له پيدايښته مخكي د مايع (اوبو) په څېر وو، كه څه هم دا تعبير تر يوه حده د پام وړ دئ، خو دا تعبير به يوازي په هغه صورت كي د منلو وړ وو چي د بحث اصلي موضوع د عرش د څرنگوالي بيانول وى، نه ژوو ته روزي وركول.

دا يو له هغو آيتونو څخه دئ چي اهل ظاهر او هغه خلك ئې له فهم، تفسير او واضح تعبير نه عاجز دي چي په متشابه نصوصو كي راغلي الفاظ د مجازي معنى پر ځاى په حقيقي معنى نيسي، د دوى د مسلك له مخي بايد د دې آيت دا فقره (و كان عرشه على الماء) داسي تعبير كړي چي گواكي د آسمانونو او زمكي له پيدا كېدو مخكي د الله تعالى عرش (تخت) د اوبو پر سر پروت وو!! كه پوښتنه وشي چي آيا عرش او اوبه ازلي دي؟ دا عرش د اوبو تر پيدايښت د مخه چېري او د څه د پاسه وو؟ آيا دلته له اوبو نه همدغه زموږ د څښلو اوبه دي چي دا خو د آسمانونو او زمكي له پيدايښته ډېر وروسته پيدا شوې او كه مراد ترې دا دئ چي دا عالم د مايع او اوبو په څېر ويلي وو؟ د دې الفاظو معنى څه ده چي عرش ئې پر اوبو وو؟!! دغو پوښتنو ته هيځ ځواب نشي ويلى.

دا آيت موږ ته دا خبره هم كوي چي د ټول عالم د خلقت او پيدايښت اصلي او تر ټولو ستره موخه د انسان آزموينه او د دې آزمېښت له لاري د هغه انسان راڅرگندېدا ده چي د عمل له مخي تر ټولو مخلوقاتو غوره دئ. دا ښيي چي په الهي معيارونو كي د صالح انسان ارزښت څومره لوړ دئ، دا ټول عالم، آسمانونه او زمكه د همدې انسان د راڅرگندېدو لپاره پيدا شوي.

د آيت په پاى كي ويل شوي چي له دې ستر حقيقت نه منكر انسان داسي دئ چي كله ورته ووايې: له خپلي مړيني وروسته به هرومرو راپاڅئ نو حتماً به ووايي: دا له څرگند جادو پرته بل څه نه دئ!! هغه په دې حقيقت له پوهېدو عاجز دئ او څوك چي دا خبره كوي يا ئې مني نو هغه ته داسي برېښي لكه چي كوډي پرې شوې وي.

موضوعات مشابه

Back to top button