اسلامیسلایدرمطالب مهم

متضاد روایات، مذهبی اختلافت – 11 برخه

د جنازې په لمانځه كي فاتحه لوستل!!

متضاد روایات، مذهبی اختلافت

سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!

لیکوال: محترم حکمتیار

برخه: 11

د جنازې په لمانځه كي فاتحه لوستل!!

 

په مسلمانانو كي يوه بله اختلافي مسئله دا ده چي ځيني د جنازې په لمانځه كي د فاتحې لوستل، هغه هم په لوړ غږ سره، نه يوازي سنت گڼي بلكي د فرض په سترگه ورته گوري. دوى د بخاري پر دې حديث استناد كوي:

حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ بَشَّارٍ حَدَّثَنَا غُنْدَرٌ حَدَّثَنَا شُعْبَةُ عَنْ سَعْدٍ عَنْ طَلْحَةَ قَالَ صَلَّيْتُ خَلْفَ ابْنِ عَبَّاسٍ رضى الله عنهما. ح حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ كَثِيرٍ أَخْبَرَنَا سُفْيَانُ عَنْ سَعْدِ بْنِ إِبْرَاهِيمَ عَنْ طَلْحَةَ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَوْفٍ قَالَ صَلَّيْتُ خَلْفَ ابْنِ عَبَّاسٍرضى الله عنهما عَلَى جَنَازَةٍ فَقَرَأَ بِفَاتِحَةِ الْكِتَابِ قَالَ لِيَعْلَمُوا أَنَّهَا سُنَّةٌ. (بخارى:1335)

له طلحه نه روايت دئ چي وايي: د ابن عباس رضى الله عنهما په اقتداء كي مي د يوې جنازې لمونځ وکړ چي فاتحه (الحمدالله) ئې پکي ولوستله بيا ئې وويل: لدې امله مي فاتحه ولوستله چي خلک پوه شي دا يو سنت دئ.

د دې روايت په اړہ بايد څو خبري په پام كي ولرو:

دا روايت د سند له مخي تر مطلق غريب اوښتى، په څلورو طبقو كي يو يو راوي لري، د متن له مخي له هغو رواياتو سره تعارض لري چي وايي د جنازې په لمانځه كي قرائت نشته.

له صحابه وو څخه عمر بن الخطاب، علي بن أبي طالب، ابن عمر او أبو هريرة رضى الله عنهم او له تابعينو نه عطاء، طاؤس، سعيد بن المسيب، ابن سيرين، سعيد بن جبير، الشعبي او الحكم په جنازې كي قرائت مكروه گڼلو.

د بخاري په دې روايت كي دا نه دي ويل شوي چي قرائت په جهر سره وو كه خفيه، لمونځ د شپې شوى كه د ورځي، ځكه څوك چي په قرائت قائل دي هغوى هم وايي چي كه د جنازې لمونځ په ورځ كي وشي بايد قرائت په جهر سره نه وي، داسي لكه د ماسپښين او مازديگر په لمونځونو كي چي قرائت په جهر سره نه وي.

د بخاري له دغه روايت نه هم معلومېږي چي ابن عباس رضى الله عنهما دا كار هسي د تعليم لپاره كړى، خلك ترې خبر نه وو، معمول دا وو چي قرائت به نه كېدو، له دې نه هم د هغي وينا تأييد ترلاسه كېږي چي وايي په جنازه كي قرائت نشته. د جنازې په لمانځه كي نه قرائت شته، نه سجده شته، نه ركوع او نه ناسته، دا په اصل كي د مړي لپاره دعاء ده، د قرآن لارښوونه دا ده چي دعاء بايد په ټيټ ږغ او زاريو سره وشي.

له دې روايت نه يوازي دا انتباه اخيستى شو چي كېدى شي فاتحه د دعاء په توگه ولوستل شي نه د تلاوت په توگه.

يادونه: د روسانو په ضد د جهاد په دوران كي د يوه مجاهد د جنازې لمانځه د امامت لپاره يو افغان ملا چي نوى سلفي شوى وو مخكي شو، په لمانځه كي ئې نه يوازي په جهر سره د فاتحې لوستل پيل كړل بلكي ډېر نور داسي څه ئې وكړل چي په افغانانو كي تر هغي ورځي چا نه وو ليدلي، ځينو لمونځ پرېښود، ځينو زړہ نا زړہ لمونځ ته دوام وركړ، په پاى كي لويه لانجه رامنځته شوه، چي ډېري ورځي ئې دوام وكړ!! نه پوهېږم هغه ولي دا كار وكړ، آيا د بخاري دا روايت ئې لوستلى وو او گمان ئې دا وو چي دا سنت دئ او غوښتل ئې پر يوه سنت عمل وكړي او كه غوښتل ئې عربي مرستندويه ټولنو ته وښيي چي دى يو زړہ ور سلفي دئ!! خو دې ته ئې پام نه وو چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په امت كي اختلاف راولاړول نه خوښوي، په ځانگړې توگه په فرعي مسائلو باندي، رسول الله صلى الله عليه و سلم خو په فرعي مسائلو د لانجو له راولاړولو نه حتى په داسي امورو كي هم اجتناب وكړ چي د كعبي په څرنگوالي پوري تړلي دي، هغه غوښتل چي كعبه ونړوي او بېرته ئې په ابراهيمي اساس جوړہ كړي خو دا كار ئې له دې امله ونه كړ چي خلك لا د دين په حقيقت سم نه دي پوه شوي او حساسيت به وښيي!!

 

 

موضوعات مشابه

Back to top button