
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 3
رفع اليدين
د جهاد په دوران كي ځينو عربو هېوادو تر هغه د مجاهدينو ملاتړ كاوو چي امريكايانو همدا كار ترې غوښتو، خو كله چي سپيني ماڼۍ دا پرېكړہ وكړہ چي په كابل كي د مجاهدينو په لاس د يوه اسلامي حكومت د جوړولو مخنيوى وكړي او د مجاهدينو په ليكو كي اختلاف راولاړ كړي نو دغو هېوادو هم لاس پر سينه كېښود او د واشنگټن د اوامرو د تعميل لپاره ئې ملا وتړله، تهران لادمخه له مسكو او واشنگټن سره لاس يو كړى وو، د مجاهدينو په ليكو كي اختلاف راولاړول د غربيانو او د دوى د گوډاگيانو تر ټولو خطرناكه منصوبه وه، غربيانو داسي څېرې لټولې چي نه دين لري او نه مذهب، نه د اخلاقي حدودو پروا ساتي او نه د ملي هويت، او ملي فرهنگ او كلتور، هغسي كسان چي روسانو غوره كړي او روزلي وو، له دې توپير سره چي يوه ئې څه نا څه يوه مفكوره درلوده كه څه هم ډېره سخيفه او غلطه وه خو بل له دې هم محروم وو، له يوې خوا ايران د شيعه وو په تنطيمولو بوخت وو او له بلي خوا عربو هېوادو د خرما او خېمو تر څنگ خپل مذهب هم په افغانانو كي خوراوو او په دې سره ئې د جهاد په ليكو كي د فتنې راولاړولو هڅه كوله، د مذهب په نامه اختلاف راولاړول كه په تاريخ كي اوږده سابقه لري نو يو ډول ئې په افغانستان كي يوازي د جهاد په دوران كي راپيدا شو، كه كمونيستانو او لنډغرو غربپالو پر دين نيوكي كولې، د عربي هېوادو په استخباراتي شبكو پوري تړلو څېرو پر حنفي مذهب گوزارونه كول، تقليد او د مذهب متابعت به ئې شرك گاڼو، د لمانځه په تكبيرونو كي لاسونه لوړول به ئې دومره ضروري گڼل لكه چي فرض وي او داسي نه كولو ته به ئې د حديث خلاف عمل په سترگه كتل، دا نه د دې لپاره چي د فقهاوو تر منځ يوه اختلافي مسئله ده، بلكي فقط د دې لپاره چي په دې نامه په افغانانو كي اختلاف راولاړ كړي، دوى په كنر كي همداسي يوه ډله جوړہ كړہ او د جهاد په ډېر حساس پړاو كي ئې د حزب اسلامي په ضد وجنگوله، خلكو ته به ئې ويل: دا دئ د بخاري ټول روايات وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو به د لمانځه په تكبيرونو كي لاسونه لوړول، له قرآن او حديث نه بې خبره خلك به د دوى د غلطو تبليغاتو تر اغېز لاندي راغلل، غرضي او مرضي خلكو به د خرما، خېمې او ريال لپاره له دوى سره موافقه وكړہ، خپل مخكنى مذهب به ئې پرېښود او نوى مذهب به ئې غوره كړ. دوى په دې نه پوهېدل چي بخاري يوازي هغه روايات راوړي چي د ده د رأيي او مسلك تأييد كوي، هغه روايات ئې پرېښي چي د ده له مسلك سره اړخ نه لگوي، د بخاري يوه لويه ستونزه همدغه ده، نورو كتابونو په امانت سره د دواړو لوريو د استناد وړ روايات راوړي، زموږ علماوو هم انفعالي موقف غوره كړى، خلكو ته يوازي دا وايي چي پام كوئ وهابي نه شئ او خپل پلرنى مذهب پرې نږدئ!! نه ئې په خپله د احنافو د رأيي اړوند احاديث وړاندي كولى شو او نه ئې د احاديثو په كوم كتاب داسي حواله وركولى شوى چي خپل مخاطب پرې قانع كړي!! موږ په داسي حال كي چي د ټولو حقه مذاهبو درناوى كوو، د مسلمانانو يووالى غواړو، په فرعي فقهي مسائلو كي د مذاهبو تر منځ اختلاف د دې وړ نه گڼو چي مسلمانان سره بېل شي او يو د بل په ضد د دښمنۍ جبهه پرانېزي، مخصوصاً نن چي ټول كفري ځواكونه، مشركين، منافقين او روافض په يوه صف كي د حقيقي مسلمانانو په ضد ودرېدلي. خو د دې لپاره چي د دغو فرعي اختلافاتو حقيقت څرگند شي دا بحث وړاندي كوو.
راشئ وگورو چي د لمانځه په تكبيرونو كي لاسونه لوړول د صحيح او معتبرو احاديثو موافق عمل دئ كه مخالف؟ د احنافو رأيه د رسول الله صلى الله عليه و سلم د سنت مطابق ده كه د دوى د مخالفينو؟
بخاري د رفع اليدين لپاره دا ترجمة الباب ايښى:
باب رَفْعِ الْيَدَيْنِ فِى التَّكْبِيرَةِ الأُولَى مَعَ الاِفْتِتَاحِ سَوَاءً
باب: له تکبير اولى سره د لاسونو پورته کول
او تر همدې عنوان لاندي ئې دا روايت راوړى:
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ مَسْلَمَةَ عَنْ مَالِكٍ عَنِ ابْنِ شِهَابٍ عَنْ سَالِمِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ عَنْ أَبِيهِ أَنَّ رَسُولَ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ إِذَا افْتَتَحَ الصَّلاَةَ، وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ، وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَهُمَا كَذَلِكَ أَيْضًا وَقَالَ « سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ، رَبَّنَا وَلَكَ الْحَمْدُ ». وَكَانَ لاَ يَفْعَلُ ذَلِكَ فِى السُّجُودِ.
له عبدالله بن عمر رضى الله عنه نه روايت دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د لمانځه په پيل او رکوع ته د تکبير ويلو په وخت کي خپل لاسونه تر اوږو پوري پورته کول، او له رکوع نه د سر پورته كولو په وخت كي به ئې همداسي لوړ كړل، او فرمايل به ئې (سمع الله لمن حمده، ربنا ولک الحمد)، خو په سجدو کي ئې داسي نه کول. يعني د سجدې په وخت كي به ئې لاسونه نه لوړول.
دا روايت ئې درې ځلي نور په دغو شمېرو راوړى: 736، 738، 739، په داسي حال كي چي د دغو ټولو رواياتو راوي يو كس او عبدالله بن عمر رضى الله عنهما دئ خو په الفاظو كي ئې ډېر توپيرونه تر سترگو كېږي: په يوه كي كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ إِذَا افْتَتَحَ الصَّلاَةَ په بل كي إِذَا قَامَ فِى الصَّلاَةِ رَفَعَ يَدَيْهِ حَتَّى يَكُونَا حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ او په بل كي كَانَ إِذَا دَخَلَ فِى الصَّلاَةِ كَبَّرَ وَرَفَعَ يَدَيْهِ په يوه كي وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ، وَإِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ رَفَعَهُمَا كَذَلِكَ أَيْضًا په بل كي وَكَانَ يَفْعَلُ ذَلِكَ حِينَ يُكَبِّرُ لِلرُّكُوعِ، وَيَفْعَلُ ذَلِكَ إِذَا رَفَعَ رَأْسَهُ مِنَ الرُّكُوعِ په بل كي وَإِذَا كَبَّرَ لِلرُّكُوعِ فَعَلَ مِثْلَهُ په بل كي وَإِذَا رَكَعَ رَفَعَ يَدَيْهِ په بل كي وَإِذَا قَالَ سَمِعَ اللَّهُ لِمَنْ حَمِدَهُ. رَفَعَ يَدَيْهِ په بل كي وَإِذَا قَامَ مِنَ الرَّكْعَتَيْنِ رَفَعَ يَدَيْهِ په يوه كي وَكَانَ لاَ يَفْعَلُ ذَلِكَ فِى السُّجُودِ او په بل كي وَلاَ يَفْعَلُ ذَلِكَ حِينَ يَسْجُدُ وَلاَ حِينَ يَرْفَعُ رَأْسَهُ مِنَ السُّجُودِ راغلي. مطلب ئې دا دئ چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د سجدې له تكبير نه پرته په نورو تكبيرونو كي لاسونه تر اوږو پوري لوړول، د سمع الله لمن حمده د ويلو په وخت كي به ئې هم دا كار كولو.
د بخاري كوم روايات چي پورتنۍ خبره كوي ټول ئې يوازي عبدالله بن عمر رضى الله عنه ته منسوب دي، خو له ده نه بل روايت داسي دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به يوازي په لومړي تكبير كي لاسونه لوړول بيا ئې دا كار نه كولو. په نورو كتابونو كي له ابوهريره رضى الله عنه په دې اړہ داسي روايت هم راغلى چي وايي: د سجدې په تكبيرونو كي به ئې هم لاسونه لوړول. د ابوهريره رضى الله عنه روايت دا دئ:
عَنْ أَبِى هُرَيْرَةَ أَنَّ النَّبِىَّ صلى الله عليه و سلم كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ حَذْوَ مَنْكِبَيْهِ حِينَ يُكَبِّرُ يَفْتَتِحُ الصَّلاَةَ وَحِينَ يَرْكَعُ وَحِينَ يَسْجُدُ. بخاري: 6307
د دغو دوو رواياتو په مقابل كي داسي روايات دي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم يوازي په لومړي تكبير كي لاسونه لوړول بيا ئې دا كار نه كولو. بخاري دا روايات نه دي راوړي! روايات دا دي:
حدثنا أبو بكر قال حدثنا وكيع عن ابن أبي ليلى عن الحكم و عيسى عن عبد الرحمن بن أبي ليلى عن البراء بن عازب أن النبي صلى الله عليه و سلم كان إذا افتتح الصلاة رفع يديه ثم لا يرفعها حتى يفرغ. رواه ابن ابي شيبه.
حدثنا وكيع عن أبي بكر بن عبد الله بن قطاف النهشلي عن عاصم بن كليب عن أبيه أن عليا كان يرفع يديه إذا افتتح الصلاة ثم لا يعود. رواه ابن ابي شيبه
حدثنا وكيع عن مسعر عن أبي معشر عن إبراهيم عن عبد الله أنه كان يرفع يديه في أول ما يستفتح ثم لا يرفعهما. ابن ابي شيبه
حدثنا ابن مبارك عن أشعث عن الشعبي أنه كان يرفع يديه في أول التكبير ثم لا يرفعهما. ابن ابي شيبه
رواه حماد بن سلمة عن حماد بن ابى سليمان عن ابراهيم عن ابن مسعود مرسلا موقوفا (وروى) أبو بكر النهشلي عن عاصم بن كليب عن ابيه عن على رضى الله عنه انه كان يرفع يديه في التكبيرة الاولى من الصلاة ثم لا يرفع في شئ منها. رواه البيهقي
9195 – حَدَّثَنَا إِسْحَاقُ بن إِبْرَاهِيمَ، عَنْ عَبْدِ الرَّزَّاقِ، عَنْ حُصَيْنٍ، عَنْ إِبْرَاهِيمَ،”أَنَّ ابْنَ مَسْعُودٍ كَانَ يَرْفَعُ يَدَيْهِ فِي أَوَّلِ شَيْءٍ، ثُمَّ لا يَرْفَعُ بَعْدُ”. المعجم الكبير للطبراني
5096 – حدثنا محمد بن النعمان السقطي، حدثنا يحيى بن يحيى النيسابوري، حدثنا وكيع، عن سفيان، عن عاصم بن كليب، عن عبد الرحمن بن الأسود، عن علقمة، عن عبد الله، عن النبي صلى الله عليه و سلم: « أنه كان يرفع يديه في أول تكبيرة، ثم لا يعود » وهذا مما لا اختلاف عن ابن مسعود فيه. وقد وافق هذا الحديث عن عبد الله بن مسعود فيه. مشكل الآثار للطحاوي
لكه چي گورئ پورتني روايات وايي چي براء بن عازب رضى الله عنه، علي رضى الله عنه، عبد الله بن مسعود رضى الله عنه، عبدالله بن عمر رضى الله عنه او الشعبي وايي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم سنت دا وو چي يوازي په تكبير اولى كي به ئې لاسونه لوړول او په نورو كي به ئې نه لوړول.
احنافو دغو رواياتو ته ترجيح وركړې، دا ځكه چي هم د دغو رواياتو شمېر زيات دئ او هم ئې راويان تر عبدالله بن عمر رضى الله عنهما د پاخه عمر خاوندان. د ده يو روايت بل نفي كوي، نو آخوا ته په بخاري كي يوازي يو روايت پاته كېږي چي په تكبيرونو كي د لاسونو د لوړولو خبره كوي، خو له هغه سره هغه خلك هم موافق نه دي چي په رفع اليدين باور لري، ځكه هغوى د سجدې په تكبيرونو كي د رفع اليدين قائل نه دي او د ابوهريره رضى الله عنه روايت د سجدو په تكبيرونو كي هم د لاسونو لوړولو خبره كوي.
ابن ابي شيبه چي په 235 هجري كي وفات شوى، او تر امام بخاري هم د صحابه وو دور ته ورنږدې دئ او هم ئې خپل كتاب تر بخاري ډېر د مخه ليكلى، د رفع اليدين اړوند روايات ئې په امانت سره راوړي، د دواړو لوريو مستند روايات ئې رااخيستي، هغه هم چي د امام بخاري رحمه الله د رأيي تأييد كوي او هغه هم چي د دې رأيي خلاف دي او وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم يوازي په تكبير اولى كي لاسونه لوړ كړي. د انس رضى الله عنه هغه روايت ئې هم راوړى چي د ابوهريره رضى الله عنه روايت ته ورته دئ.
له عبدالله بن عمر رضى الله عنهما نه بل روايت د لومړني روايت خلاف راغلى او وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به يوازي په لومړي تكبير كي لاسونه لوړول بيا ئې دا كار نه كولو.
پوښتنه دا ده چي كه رفع اليدين په تكبير پوري مربوط وي نو ولي د سجدې په تكبيرونو كي لاسونه نه پورته كوي، بيا خو په كار وه چي دوى د ابوهريره رضى الله عنه په روايت عمل كولى.
كه دې موضوع ته له عقلي پلوه هم وگورو د احنافو رأيه دقيقه ده، په څو دلائلو:
امام ابوحنيفه رحمه الله تابعي دئ، له صحابه وو نه ئې هم روايات اورېدلي، ده ته چي كوم روايات رسېدلي ډېر لاس په لاس شوي نه دي، هر څومره چي روايات زيات لاس په لاس شي او په خپلو اسنادو كي زيات راويان ولري يعني له څلورم او پنځم راوي نه چا ته رسېدلي وي په هغوى كي د توپير، تغيير او تحريف امكان تر هغو زيات وي چي له لومړي، دوهم يا درېيم راوي نه ترلاسه كېږي، امام بخاري اكثراً له پنځمي طبقې او نسل نه خپل روايات ترلاسه كړي، او امام ابوحنيفه له اول او دوهم نسل نه. امام ابوحنيفه رحمه الله د صحابه وو او تابعينو هغه اعمال په خپلو سترگو ليدلي چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه په تواتر له يوه نه بل نسل ته انتقال شوي، دې ته محققين تواتر بالتعامل وايي چي اعتبار ئې تر ټولو رواياتو لوړ دئ، خو امام بخاري رحمه الله ته داسي څه په لاس نه دي ورغلي.
له دې نه علاوه لمونځ له گڼ شمېر ډېرو مهمو او با مقصده حركاتو نه جوړ شوى چي هر يو ئې ځانگړى محرك، علت او حكمت لري. لومړى حركت، له لومړي تكبير سره د دواړو لاسونو پورته كول دي.
تاسو پوهېږئ چي د دنيا په گوټ گوټ كي د ټولو انساني ټولنو ترمنځ دا عادت او دود دئ چي كله يو بل ته تسلمېږي او د هغه په خلاف له جگړي لاس اخلي نو لاسونه پورته كړي. د لاسونو دا راز پورته كول له جگړي د لاس اخستلو او د تسليمۍ نښه ده. ته د لمانځه په پيل كي، د الله جل شأنه په وړاندي، پدې حركت سره له بغاوت نه لاس اخلې او له الله جل جلاله او د ده له سننو سره له جگړي نه خپل برائت او بيزاري او د الله جل جلاله په مقابل كي خپله كامله تسليمي او انقياد اعلانوې. ښايي تا به په كومي جگړي كي، كوم كس داسي ليدلى وي چي د بل په وړاندي ئې لاسونه اوچت كړي وي او د ده له دې حركت نه ته ښه پوهېدلى يې چي پدې سره هغه مقابل طرف ته څه پيغام لېږل غوښتل او د ځان له خوا ئې هغه ته د كومي خبري اطمينان وركولو. خو ما ته ووايه: آيا كله د لمانځه په ابتدا كي، د تكبير تحريمه او الله اكبر په ويلو او د لاسونو د پورته كولو په دوران كي، ستا په زړہ كي دا خبره راگرځېدلې چي زه د الله په وړاندي له هر راز بغاوت نه لاس اخلم او خداى ته خپله كامله تسليمي اعلانوم؟ كه له دې شعور او احساس سره تا خپل لاسونه نه وي پورته كړي نو ماته ووايه چي لدې حركت نه ستا مقصد څه وو؟ هسي يو تقليدي، بې روحه او بې مقصده حركت؟
عجيبه ده چي ځيني پدې خبره خپلو منځونو كي په شديد اختلاف كي لوېږي چي له تكبير تحريمه سره بايد لاسونه ترغوږونو پوري اوچت شي او كه د غوږونو او اوږو ترمنځ او كه تر اوږو پوري؟ حال دا چي د هر يوه لپاره د پيغمبر عليه السلام په عمل استناد شوى. خو پدې خبري نه فكر كوي او نه بحث چي د دې حركت اصلي مقصد څه دئ؟ محرك ئې څه او بايد د كوم احساس او شعور مظهر وي؟
دې حركت ته يوازي د لمانځه په پيل كي ضرورت وو، له هغه وروسته نور حركات داسي دي چي د لاسونو اوچتول نه ايجابوي، ركوع د تعظيم مظهر ده، سجده د مسجود پښو ته د لوېدو مظهر ده، د دغو دواړو په شروع كي تكبير ويل دا مطلب افاده كوي چي زما رب تر دې هم ډېر ستر دئ چي زه ورته سر ټيټوم يا تندى پر زمكه ږدم، دلته له تكبير سره متصل يو ستر بامقصده حركت ترسره كېږي، د تسليمي تر اعلانه هم ستر ستر حركات، له دې سره د لاسونو د لوړولو نه يوازي ضرورت نشته بلكي هم د مفاهيمو د خلط باعث كېږي او هم په يوه اعلان سره دوه حركات ترسره كول، حال دا چي يو اعلان بايد د يوه حركت لپاره وي نه د دوو لپاره، كه په ټول لمانځه كي نور تكبيرونه د يوه حركت لپاره وي نو په ركوع كي به ولي په استثنائي توگه د دوو حركتونو لپاره وي، له ركوع نه مخكي تكبير به يا د لاس لوړولو لپاره وي او يا د ركوع لپاره، له قومې نه وروسته تكبير به يا د سجدې لپاره وي يا د لاس لوړولو لپاره، نه د دواړو لپاره، د دې لپاره هيڅ معقوله توجيه نشو موندلى!! غوره او ارجح رأيه دا ده چي لاسونه يوازي په لومړي تكبير كي لوړ شي.
ځيني دا اعتراض كوي چي احناف ولي د وتر او عيدينو په لمونځونو كي له اضافي تكبيرونو سره لاسونه لوړوي؟ دوى ته عرض كوو چي موږ د لمانځه په هغو تكبيرونو كي د رفع اليدين مخالف يو چي د ركوع او سجدې لپاره ويل كېږي، په دې عقيده يو چي د لمانځه هر تكبير له يوه ځانگړي حركت سره توأم وي، تكبير به يا د ركوع او سجدې لپاره وي او يا د لاس لوړولو لپاره، داسي نه چي له يوه تكبير سره هم ركوع يا سجده وشي او هم لاسونه لوړ كړى شي، د وتر او د عيدينو د لمانځه اضافي تكبيرونه هر يو د يوه حركت لپاره ويل كېږي نه د دوو لپاره.



