
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 22
د كافرانو ماشومان به دوزخ ته ځي كه جنت ته؟!
په مسلمانانو كي يوه بله اختلافي مسئله دا ده چي د مؤمنانو او كافرانو ماشومان به جنت ته درومي كه دوزخ ته، دوى خو نه ښه عمل كړى او نه بد، او نه پر ايمان مكلف شوي، له بلوغ نه مخكي د مړيني په حالت كي به ولي دوى مكافات يا مجازات كېږي؟! د مؤمنانانو د ماشومانو په اړہ خو زيات اختلاف نشته، خو په دې اړہ اختلاف زيات دئ چي د كافرانو ماشومان به دوزخ ته درومي كه جنت ته او كه د جنت او دوزخ تر منځ درېيم ځاى ته؟! راشئ په دې اړہ رواياتو ته ځير شو او وگورو چي سمه او د قرآن او حديث مطابق عقيده كومه يوه ده. د بخاري دې روايت ته ځير شئ:
عَنِ ابْنِ عَبَّاسٍ- رضى الله عنهم- قَالَ سُئِلَ رَسُولُ اللَّهِ صلى الله عليه و سلم عَنْ أَوْلاَدِ الْمُشْرِكِينَ فَقَالَ « اللَّهُ إِذْ خَلَقَهُمْ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا عَامِلِينَ ». (بخارى:1383)
له ابن عباس رضى الله عنهما نه روايت دئ چي وايي: له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه د مشرکينو د اولادونو په اړہ پوښتنه وشوه، نو وئې فرمايل: (كله چي الله تعالى هغوى پيدا کول په هغه څه ښه پوه وو چي دوى به ئې كوونكي وي).
دا روايت چي په بخاري كي له ځينو توپيرونو سره دوه ځلي راغلى، د سند له مخي داسي دئ چي په دريو طبقو كي يو يو راوي لري، د متن له پلوه له هغو رواياتو سره توپير لري چي په همدې اړہ راغلي، له ابوهريره رضى الله عنه نه هم دې ته ورته روايت راغلى، ځيني روايات وايي چي د مشركينو اولاد به له دوى سره په دوزخ كي وي، ځيني وايي چي الله تعالى ښه پوهېږي چي دوى به د ژوندي پاته كېدو په صورت كي څه كول. ځيني روايات داسي دي چي وايي دوى به په جنت كي وي، هغه محققين چي دغو رواياتو ته ترجيح وركوي، د پورتني روايت په اړہ وايي چي له (اللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا كَانُوا عَامِلِينَ) څخه دا نه معلومېږي چي دوى به دوزخ ته ځي. د مقابل لوري په ځواب كي څو دلائل وړاندي كوي:
د دې مطلب لپاره چي د مشركينو اولاد به دوزخ ته ځي نه يوازي په قرآن كي كوم شاهد نشو موندلى بلكي د قرآن له ډېرو صريحو لارښوونو سره تعارض لري. په هيڅ آيت كي نه دي راغلي چي د مشركانو كمعمره اولاد به دوزخ ته ځي. قرآن وايي چي هر چا ته به د هغه د عمل له مخي بدله وركول كېږي، ماشوم كه ئې والدين مؤمن وي يا كافر داسي عمل ئې نه وي كړى چي د عذاب مستحق وگڼل شي، نو ولي به دوزخ ته ځي؟!
قرآن فرمايي چي د هر بني آدم (كه كافر وي كه مسلمان) اولاد له داسي فطري جوړښت سره پيدا كېږي چي پر الله تعالى ايمان ئې په خټه كي اېښودل شوى وي، له دې پلوه د مؤمن او كافر اولاد سره ورته دي، ولي به د مؤمن اولاد جنت ته درومي او د مشرك اولاد دوزخ ته؟!
رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي چي هر ماشوم له روغ فطرت سره دنيا ته راځي، وروسته ئې والدين بې لاري كړي، د روغ فطرت خاوند به ولي دوزخ ته ځي؟!
همداراز په بل روايت كي راغلي:
عن خنساء بنت معاوية بن صريم عن عمتها قالت قلت يا رسول الله من في الجنة قال النبي في الجنة والشهيد في الجنة والمولود في الجنة والوئيد في الجنة رواه احمد إسناده حسن
خنساء بنت معاويه له خپلي ترور روايت كوي چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته مي وويل: يا رسول الله! څوك به په جنت كي وي؟ وئې فرمايل: نبي به په جنت كي وي، شهيد به په جنت كي وي، ماشوم به په جنت كي وي، ژوندۍ ښخه شوې ماشومه به په جنت كي وي.
بل روايت وايي:
عن أنس مرفوعا سألت ربي اللاهين من ذرية البشر أن لا يعذبهم فأعطانيهم. رواه أبو يعلى إسناده حسن.
له انس رضى الله عنه نه مرفوع حديث دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم فرمايلي: له خپل رب نه مي وغوښتل چي د بشر ماشومان تعذيب نه كړي نو دا ئې راپه برخه كړل (زما دا دعاء ئې قبوله كړہ).
د يوه بل روايت په ترڅ كي داسي راغلي:
فنهى رسول الله صلى الله عليه و سلم، عن قتل الأطفال، ثم قال: « الله أعلم بما كانوا عاملين. معجم الاوسط للطبراني
نو رسول الله صلى الله عليه و سلم د ماشومانو له وژلو نه ممانعت وكړ او وئې فرمايل: الله تعالى په هغه څه ښه پوهېږي چي دوى به ئې كوي.
د دې معنى دا ده چي د مشركينو ماشومان له دې امله مه وژنئ چي گواكي دوى به د خپلو پلرونو په څېر مشرك ستر شي، الله تعالى ښه پوهېږي چي دوى به څه كوي، له دې نه معلومېږي چي د دې وينا موخه د دوى نه وژل دي نه دا چي په دوزخ كي د دوى د پرېوتو وجه او توجيه وي.
په بل روايت كي ويل شوي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپل خوب كي ابراهيم عليه السلام له بې شمېره ماشومانو سره په جنت كي ليدلى، بيا ئې وفرمايل چي دا د مؤمنانو او كافرانو ماشومان ول.
دغو خبرو ته په پام سره په قاطع توگه ويلى شو چي ټول ماشومان به جنت ته ځي.



