تروريست څوك دى؟ د ارزگان خونړۍ پېښه څه وايي؟

تروريست څوك دى؟
د ارزگان خونړۍ پېښه څه وايي؟
لیکوال: محترم حکمتیار
امريكايي بى 52 او اى سي 130 طيارو، يو ځل بيا، د سرطان د مياشتي په نهمه، د يكشنبه شپې په يولس نيمو بجو؛ د ارزگان ولايت د دهراود پر اوو كليو پداسي وخت كي بمونه وورول چي كليوال د يوې درنې كوژدې په مراسمو كي راغونډ شوي، اورونه ئې بل كړي او اتڼونه ئې كول. دوى په همدې حالت كي وو چي ناڅاپي ئې د سيمي په فضاء كي د امريكايي طيارو درانه غږونه تر غوږ شول او ورپسې اوه ليزري بمونه چي هر يو ئې1000 كيلو گرامه وزن لري، د دوى پر كليو راپرېوتل او بيا د سي 130 طيارو د درنو ماشينگڼو او توپونو مسلسلي ډزي پيل شوې، دغه طيارې تر دوو گنټو د سيمي په آسمان كي گرځېدې او د ډزو او بم ورونو سلسله ئې جاري وه. دوه ساعته وروسته ټول كلي په كنډوالو بدل شوي وو، هري خوا ته لوخړي اوچتي وې، د مړو ټوټې ټوټې اجساد هر لوري ته خواره وو، د لويانو زخميانو زگيروي او د ماشومانو چيغي او كوكاري اوچتي وې، خو نه ئې د چيغو او كوكارو د اورېدو څوك وو او نه ئې مرستي ته د راوړاندي كېدو څوك. امريكايي قطعاتو او د دوى افغاني مزدورانو ټوله سيمه محاصره كړې وه، لاري ئې تړلې وې او هيچا ته ئې اجازه نه وركوله چي سيمي ته داخل شي. هلته د امريكايانو له لوري د طالبانو د هغو مشرانو د نيولو او وژلو لپاره عمليات روان وو چي د همدې سيمي اوسېدونكي وو. امريكايي افسرانو ته د دوى افغاني جاسوسانو اطلاع وركړې وه چي په دې كلي كي د طالبانو د مشهور قومندان ملا برادر د ورېرې د كوژدې لپاره نن شپه خاص مراسم جوړېږي او د دې زيات احتمال شته چي ملا برادر په خپله په دې مراسمو كي برخه واخلي. امريكايي افسرانو د دې فيصله وكړہ چي د ملا برادر د وژلو لپاره بايد په دې كليو د مراسمو په هغه وخت كي بريد وكړي چي د ناوې او زوم د كورنيو مشران د وروستۍ موافقې لپاره خبرو ته كښيني، بريد بايد دومره شديد او دوامدار وي او په هغو خاصو ځايونو متمركز وي چي په قوي احتمال د دواړو كورنيو مشران په كي راغونډېږي. همداسي وشول، په يولس نيمو بجو بريد پيل شو، دوه گنټې ئې دوام وكړ، اوه كلي په بشپړه توگه ويجاړ شول، د سيمي مشران د ملا محمد انور په كلا كي راغونډ شوي وو، ده د ملا برادر ورېره خپل زوى ته غوښتې وه، موافقه لا د مخه شوې وه، د دواړو كورنيو خپلوان دلته راټول شوي وو، چا اتڼونه كول، چا په خپلو لاسونو نكريزي ايښودل، څوك دلته څوك هلته، په يوې بلي خوني كي او د دې او هغي وني لاندي ناست او خوشحالي ئې كوله چي امريكايي طيارو د دوى ښادي په غم بدله كړہ.
ملا محمد انور هغه څوك دئ چي حامد كرزى ئې د طالبانو له محاصرې ژغورلى او امريكايانو ته ئې روغ رمټ سپارلى وو، چي بيا هغوى د هليكوپټر په ذريعه په پاكستان كي خپلي نظامي اډې ته انتقال كړ. خو اوس پداسي وخت كي د ده ټوله كورنۍ د همدغو امريكايانو په وحشيانه بريد كي په قتل رسېږي چي هماغه كرزى د دولت رئيس دئ!!
د دې دردوونكې او خونړۍ پېښي په اړہ څو خبري د پام وړ دي:
جورج ډبليو بش د امريكا جمهور رئيس د دغي پېښي په سبا وويل: موږ به د امريكا له لوى ځواك د آزادۍ لپاره استفاده كوو او د آزادۍ دښمنان به د نړۍ په هيڅ ځاى كي زموږ له بريدونو خوندي پاته نشي!! د دې خبري معنى دا وه چي گواكي د ارزگان پر دغو كليو د امريكايي ځواكونو بريد له آزادۍ د دفاع په خاطر او د آزادۍ د دښمنانو په ضد تر سره شوى، دا دښمنان كه د بې گناه خلكو په خوا كي موندل شوي وي، كه د واده په مراسمو كي راغونډ شوي وي، كه په مسجد كي د نورو لمونځ كوونكو په څنگ كي ولاړ وي، كه په كوم كاروان كي د نورو كسانو په څنگ كي خوزېږي، كه د زيارت خوا ته خپلو مړو ته د دعاء لپاره راغونډ شوي وي، كه په هر ځاى او هر حالت كي وموندل شي د امريكايي ځواكونو له بريدونو خوندي نشي پاته كېدى!! كه په دې بريدونو كي بې گناه خلك مري ودي مري، كه بشري حقوق نقض كېږي، كه اخلاقى حدود ترپښو لاندي كېږي، كه د نړۍ له ټولو منل شوو انساني او اخلاقي ضوابطو تېرى كېږي، هيڅ پروا ئې نشته، هيڅوك حق نه لري د هغو امريكايي فوځيانو په كړنو نيوكي وكړي چي د آزادۍ لپاره جنگېږي، دوى ته بايد له هر راز محاكمې د مصونيت سند وركړى شي!! كه دوى د يوه ملا برادر د وژلو لپاره د ده د ولسوالۍ 170 كسان په خپلو وينو كي رغړوي او د ده په كليوالو ليزري بمونه وروي، دا كار له دې امله دوى ته جائز دئ چي امريكايي ځواكونه د آزادۍ لپاره جنگېږي!! پر داسي آزادۍ دي لعنت وي او د آزادۍ پرداسي مدافعينو دي سل ځله نفرين.
په افغانستان كي د امريكايي ځواكونو قومندان په خپلي هغي مركې كي چي د بگرام په هوائي ميدان كي ئې د ارزگان د پېښي په اړہ درلوده په ډېره بې شرمۍ ادعاء وكړہ چي: په ارزگان كي زموږ په طيارو مسلسلي ډزى وشوې او موږ ئې عكس العمل ته اړ كړو، زموږ طيارو د دافع هوا په پوستو اوه بمونه وورول چي يو ئې له هدف خطا ولگېدو چي په نتيجه كي ئې څلور ماشومان ټپيان شول!! ده دا خبره پداسي حال كي كوله چي د مړو او زخميانو په اړه ئې دقيق معلومات درلودو! د پېښي په سبا او سهار وختي د دوى د پلټني ټولى له خپلو افغاني جاسوسانو سره يو ځاى سيمي ته ننوتي، د ټولو مړو او زخميانو عكسونه ئې اخيستي، له پاتو خلكو ئې د هر يوه نوم او مكمل شهرت پوښتلى او د تېري شپې د بريد د نتائجو په اړه ئې تفصيلي معلومات راغونډ كړي او مركز ته ئې مخابره كړي وو!! دا پلټنه ئې له دې کبله ترسره كوله چي معلومه كړي په دې بريد كي د دوى اصلي ښكار، ملا برادر ويشتل شوى كه نه؟ په دې طمعي سيمي ته ننوتي وو چي د ده جسد به تر لاسه كړي!! او دا ځكه چي د امريكا د جنگ وزارت تر كلكو نيوكو لاندي دئ چي ولي په دې اوږدې مودې كي او د دومره بې شمېره مصارفو سره سره په دې ونه توانېدل چي د طالبانو او القاعدې كوم مهم مشر ونيسي او يا ئې په قتل ورسوي، په حقيقت كي د دهراود په اوو كليو دا درنه حمله له دې کبله تر سره شوې وه چي د امريكا د جنگ وزير رامز فيلد ته د دې چانس په لاس وركړي چي په مطبوعاتي كنفرانس كي د طالبانو د يوه مشر د وژلو راپور وړاندي كړي او اعتراض كوونكي خاموش كړي!!
د پېښي په اړه د امريكايي چارواكو له درواغجنو څرگندونو په ډاگه معلومېږي او ټولو ته دا حقيقت ثابتوي چي د افغانستان د جگړو په اړه د امريكايانو ټولي ادعاگاني د همدې وينا په څېر دروغ، له مبالغو ډكي او د حقيقت خلاف دي. دوى كه د خپلو مړو او زخميانو په اړه څه ويلي، كه ئې د مخالفينو د مرگ ژوبلي په اړه كوم ارقام وركړي، كه ئې د ملكي خلكو د تلفاتو په اړه كومي څرگندوني كړې، د دوى ټولي دا خبري بايد د ارزگان د پېښي په اړه د دوى د لومړنيو دروغجنو ادعاگانو په څېر وگڼو.
موږ نه پوهېږو چي امريكايان څنگه د نيويارك او واشنگټن پېښي تروريستي عمليات گڼي خو پر بې گناه خلكو خپل وحشيانه بريدونه او په كليو، ښارونو، جوماتونو، زيارتونو،كاروانونو او د عام ولس د غم او خوشحالي پر غونډو د بى52 طيارو بم وروني تروريستي عمليات نه گڼي؟!! كه د نيويارك په پېښي كي 3000 امريكايان ووژل شول، دلته د امريكايانو په بم ورونو كي تر اوسه 25000 افغانان په قتل رسېدلي. دوى د مولوي حقاني د وژلو لپاره د ده پر مسجد پداسي حال كي بمونه وورول چي خلك د تراويح په لمانځه ولاړ وو، په دې بريد كي تر سلو زيات كسان مړہ او زخميان شول. د خوست پر هغه كاروان ئې بمونه وورول چي كابل ته روان وو او د دې كاروان د مړو او زخميانو شمېر65 ته ورسېدو، د نيازيو پر كلي، د پچير آگام پر كليو، د خوست، ننگرهار، كابل، هرات او كندهار پر گڼ شمېر جوماتونو ئې بمونه وورول او په هري پېښي كي ئې په لسگونو او سلگونو افغانان شهيدان او زخميان كړل. دوى فلسطينيان او كشميريان چي د آزادۍ لپاره په روا مقاومت لگيا دي تروريستان گڼي خو د دغو مظلومو آزادي غوښتونو په خلاف د صهيونستانو او هندوانو وحشيانه عمليات له ځان او ديموكراسي د دفاع جائز عمليات گڼي!! كه د امريكا او اسرائيلو په خلاف د هغو عربو ځوانانو جهادي او شهادت طلبانه عمليات تروريستي عمليات وي چي د آزادي لپاره او له خپلو هېوادونو د امريكايي فوځونو وتل غواړي، نو په افغانستان كي د امريكايي فوځونو بې رحمانه او وحشيانه عمليات خو سل ځله تروريستي عمليات دي.
امريكايي چارواكي او مسئول افسران دې ته تيار نه شول چي د بې گناه خلكو د عمدي وژلو په وجه له افغانانو بخښنه وغواړي، غرور او د لويي احساس دا اجازه نه وركوله. دا پداسي حال كي چي دوى د نيويارك له پېښي وروسته په جگ غږ اعلان وكړ چي د نيويارك پېښي د نړۍ ټول هېوادونه په دوو ډلو ويشلي: د امريكا دوستان او د تروريستانو ملگري!! چا چي دا عمليات وغندل د امريكا ملگرى دئ او چا چي د دې عملياتو له غندني ډډہ وكړہ د تروريستانو ملگرى دئ!!
امريكايان تل دا دعوى كوي چي د دوى وسلې ډېري مخكي تللې دي، عمليات ئې دقيق دي، جاسوسي سپوږمكۍ او اكتشافي طيارې ئې د زمکي پر سر داسي ووړ شي هم پيژندلى شي چي اوږدوالى ئې څلور انچه وي!! خو دا دئ په عمل كي گورو چي د دغو وسائلو او په زرگونو هغو افغاني جاسوسانو چي په سټلايټ تلفونونو ئې مجهز كړي، دوى په دې برلاسي نه كړل چي د طالبانو او القاعدې پټ شوي مشران يا ونيسي، يا ئې ووژني او يا ئې د پټېدو ځاى پيدا كړي. دوى په دې اوږدې مودې كي د طالبانو د يوه مشر، قارى احمدالله په وژلو موفق شوي او هغه هم داسي چي د نكي په يوه كلي د درنې بم وروني په ترڅ كي هغه د ډېرو نورو بې گناه خلكو په خوا كي په قتل ورسېدو.
امريكايان نشي كولى چي پداسي وژنو سره زړہ ور افغانان ووېروي، د يرغلگرو په خلاف د دوى غصه او كركه په وېري بدله كړي، د آزادي غوښتني جذبه ئې ختمه كړي او د آزادي لپاره د ستر ملي پاڅون امكانات د تل لپاره له منځه يوسي. برعكس په دې وحشيانه بريدونو او بې رحمانه وژنو سره به دوى هغه افغانان هم پاڅون ته راپاروي چي لا تر اوسه ئې امريكايان سم نه وو پيژندلي، د بل ملي پاڅون ضرورت ئې نه احساسولو او د امريكايانو جنگ ئې يوازي د طالبانو په ضد جنگ گڼلو، نه د ټولو مسلمانانو او افغانانو په ضد جنگ.
امريكايي پيلوټان د بى52 او سي130 په كابين كي داسي وگڼي لكه “د شاعر په قول” د مست زنگي په لاس كي هندي توره! په شرابو مست پيلوټ، مغرور، بې رقيبه، هغه چي چارواكو ورته د مصونيت سند وركړى، د يوې گوتي په خوزولو سره گڼ شمېر ليزري بمونه ورولى شي، د دې بمونو د ورولو زده كړہ ئې كړې خو عملاً ئې نه ده تر سره كړې او دا شوق ئې نه دئ تر سره شوى چي وگوري دا هر بم څو كورونه ورانولى او څو كسان وژلى شي، په افغانستان كي دا فرصت په لاس ورغلى، شايد داسي مناسب فرصت بيا په لاس ورنشي، ولي بايد خپل شوق پوره نه كړي او د ليزري بمونو د تخريب اندازه په خپلو سترگو ونه گوري!!
امريكايان د روسانو په پل گام ږدي او د دوى زړې تجربې تكراروي او حتى هغه څه كوي چي روسانو ترې ډډہ كوله، إن شاء الله د دوى پاى به هم د روسانو په څېر وي.
د ارزگان د دردوونكي پېښي په ارتباط د موقتي ادارې د چارواكو دريځ او اظهارات سخت حيرانوونكي او له شرمه ډك وو. پداسي حال كي چي د نړۍ له گوټ گوټ د دغي فاجعې د غندني غږونه اورېدل كېدل، خو د دغي مفسدي او رذيلي ادارې چارواكو په خپلو لنډو او مبهمو څرگندونو كي له دې ډډہ كوله چي د غندني او تقبيح كوم لفظ د دوى له خولې ووځي او يا د دوى له وينا څوك دا مفهوم واخلي چي گويا دوى د امريكا د عملياتو د دوام مخالف دي او د توقف غوښتنه ئې كوي، دوى به تر هر څه د مخه دا خبره كوله چي د تروريزم په ضد روان جنگ بايد دوام وكړي!! څو بېلگي ئې وړاندي كوو:
ډاکټر عبد الله “چي امريكايانو په دې خاطر د خارجه چارو وزير ټاكلى چي په هري مركې كي او تر هر څه د مخه په افغانستان كي د امريكا جنگ د تروريزم په خلاف عمليات وگڼي او په دوام ئې ټينگار وكړي” وويل: د ارزگان پېښي موقته اداره نگرانه كړې، كه څه هم د تروريزم په ضد د جنگ دوام ضروري گڼي، خو بايد داسي احتياطي تدابير ونيول شي چي عام ولس ته صدمه ونه رسېږي!! او دا هغه خبري وې چي امريكايي چارواكو تر ده د مخه كړي وې؛ رذيل او شرف بايللي مزدوران همداسي وي!!
د دفاع وزارت په يوه لنډ بيان كي وويل: په ارزگان كي د بريد په ترڅ كي 30 ملكي كسان په قتل ورسېدل!! په دې بيان كي له يوې خوا د تلفاتو شمېر ډېر كم وښودل شو له بلي خوا د بيان لهجه داسي وه لكه چي انسانان نه بلكي څو وزې او مېږي وژل شوې وې.
حامد كرزي ټوله ملامتي د امريكايي افسرانو او پيلوټانو پر ځاى پر هغو افغاني جاسوسانو واچوله چي امريكايانو ته غلط معلومات وركوي!! حال دا چي دغو افغاني جاسوسانو امريكايانو ته همغه څه په پټه ويلي چي د دوى نور جاسوسان ئې په څرگنده او په خپلو مركو كي دوى ته وايي. دواړہ، يو په پټه او بل په څرگنده توگه د امريكايانو د عملياتو ملاتړ او د دوام غوښتنه ئې كوي. دغو جاسوسانو خو امريكايانو ته فقط دا راپور وركړى وو چي “دلته د ملا برادر د ورېرې د كوژدې مراسم تر سره كېدونكي دي، په دې كي د ده د برخي اخيستو احتمال هم شته” د بريد او څرنگوالي فيصله خو امريكايي افسرانو كړې او بمونه پيلوټانو ورولي نه جاسوسانو. نبايد د امريكا په خلاف د كركي او غوصې راكمولو لپاره د پېښي مسئوليت د هغو ذليلو جاسوسانو په غاړہ واچول شي چي د څو ډالرو لپاره پرديو ته د خپلو وطنوالو په خلاف جاسوسي كوي.
د موقتي ادارې چارواكو د دې پر ځاى چي د بم ورونو د دائمي بندولو، د جگړي د پاى ته رسولو، له افغانانو د عفوي غوښتلو او غمځپلو كورنيو ته د تاوان وركولو خبره وكړي برعكس په دې خبري ئې ټينگار كولو چي امريكايان بايد د خپلو عملياتو پلان له موږ سره شريك كړي او تر بريد د مخه موږ خبر كړي!! نه پوهېږو چي دوى ولي د داسي خبري په كولو نه شرمېږي؟! دوى په كومه معنى ځان چارواكي گڼي او له دوى سره د كوم كار واك شته؟ چي پردي فوځونه په خپله خوښه افغانستان ته راځي او ځي، نه له موقتي ادارې د راتلو اجازه غواړي او نه ئې د تلو په وخت كي خبروي، نه د چا د نيولو او په داخل او خارج كي په خپلو خاصو محبسونو كي د دوى د ساتلو، محاكمه كولو او وژلو په اړہ د دوى د خبرولو ضرورت احساسوي او نه په كليو، ښارونو او جوماتونو د بمونو ورولو په ارتباط د دوى موافقه ضروري گڼي، نو نه پوهېږو چي امريكايانو دوى ته كوم واك وركړى او ولي پداسي له ذلت ډكي تش په نامه واكمنۍ خوشحاله دي؟! عام افغانانو خو دا گمان كولو چي شايد امريكايانو به د طالبانو حكومت د دې لپاره نه وي ختم كړي چي دوى په خپله په دې هېواد حكومت وكړي بلكي واگي به هغي ادارې ته سپاري چي په بن كي ئې جوړہ كړہ، خو اوس د دې ادارې مسئولين په خپله اعتراف كوي چي امريكايانو دوى ته هيڅ اختيار نه دئ وركړى، حتى له خپلو نظامي عملياتو ئې هم نه خبروي!! مرگ او ننگ پر داسي سپكو او ذليلو مزدورانو.
د موقتي ادارې كابينې د حاجي قدير په ترور د خفگان څرگندولو لپاره ملي ماتم اعلان كړ خو د ارزگان د ستري غميزي په مناسبت ئې نه ماتم ونيولو نه فاتحه!! نه پوهېږو چي د دې كار وجه دا ده چي دا مهم شهيد وو او هغوى غير مهم! دا وينه گرانه وه او هغه ارزانه، هومره چي د 170 كسانو وينه له يوه كس سره برابري نشي كولى!! او كه وجه ئې دا وه چي امريكايان د موقتي ادارې مدافعان دي، نبايد د دوى په لاس د وژل شوو په سر ماتم وكړو، داسي ماتم مدافع ناراضه كوي او موقته اداره د هغه له حمايت محرومه كوي!!
17\4\1381
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



