ظاهر خان او پښتانه!!

ظاهر خان او پښتانه!!
لیکوال: محترم حکمتیار
بريتانيا او امريكا د بي بي سى او امريكا غږ له لاري تل د دې هڅه كړې چي ظاهر خان د پښتنو ممثل معرفي كړي. خو راشئ دا حقائق په پام كي وساتئ او بيا د دوى د تبليغاتو په اړه قضاوت وكړئ:
- هغه او د كورنۍ اكثر غړي ئې په پښتو خبري نشي كولى.
- ده پر افغانستان د امريكا د هغه وحشيانه بريد ملاتړ وكړ چي په هغه كي پښتانه په قتل رسېدلي، د پښتنو كورونه وران شوي، د پښتنو پر كليو، كورونو او جوماتونو بمونه ورېدلي.
- امريكا او بريتانيا د طالبانو حكومت د پښتنو حكومت گڼلو، ظاهر خان د دغه حكومت په خلاف د شمال له هغي ډلي سره ملگرى شو چي غربيانو هغه د پښتنو ضد جبهه گڼله.
- د امريكا د حملې له پيل تر اوسه تقريباً شل زره افغانان يا وژل شوي يا ټپيان شوي. د دې مړو او ټپيانو په سلو كي 99 پښتانه دي، كه په اسارت نيول شوي پښتانه دي، كه كيوبا ته انتقال شوي پښتانه دي، كه تر تعقيب لاندي دي پښتانه دي. ظاهر خان د هغه چا په اوږو سپور كابل ته راتگ غواړي چي لاسونه ئې د پښتنو په وينو سره دي.
- د ده حاميانو، بريتانيا او امريكا چي افغانستان ته كومه اداره جوړہ كړې، د هغې په كابينې كي ټول حساس پستونه او په سلو كي 85 وزارتونه د غير پښتنو په لاس كي دي.
- د امريكا او بريتانيا ټول بمونه د پښتنو پر سيمو او د پښتنو پر سر ورېدلي. كه دا په خوست، گرديز، ننگرهار، پكتيكا اوكابل كي وو او كه په كندهار كي.
د خوست پر يوه جومات ئې د تراويح د لمانځه په مهال بمونه وورول او تر سلو زيات كسان په قتل ورسېدل، د خوست د سپين ږيرو پر قطار حمله وشوه او 75 كسان ووژل شول، د گرديز د نيازيو پر قلعه د بمونو ورولو په ترڅ كي 107 كسان شهيدان شول. د پچير او آگام په كليو د بمبارۍ په ترڅ كي په لسگونو بې دفاع او بې گناه كليوال په وينو كي لت پت شول، د ننگرهار د هوائي ډگر خوا ته د كلي پر جومات ئې بمونه وورول چي گڼ شمېر خلك ئې په قتل ورسول، په كابل كي د تره خېلو د كلي په شمول؛ اكثر هوائي بريدونه د پښتنو پر سيمو وو، په كندهار كي په لسگونو كلي او جوماتونه وران شول…… ظاهر خان د دغو بم ورونو نه يوازي غندنه ونه كړہ او له امريكا ئې ونه غوښتل چي د پښتنو پر سيمو دا وحشيانه بريدونه بند كړئ بلكي هغه ئې تأييدول او ضروري گڼل.
د ظاهر خان كورنيو او بهرنيو ملگرو په مزار، فارياب، بادغيس او هرات كي په زرگونو پښتانه په قتل ورسول، د دوى كورونه ئې لوټ كړل، د دوى پر عزت او ناموس ئې تېرى وكړ، يوازي په هرات كي 150 پښتانه تجاران په قتل ورسېدل.
د افغانستان ځيني اقليتونه بهرني حاميان لري، هر ملك د ژبني، قومي او مذهبي اړيكو له مخي د يوه خاص اقليت پلوي كوي، خو پښتانه هيڅ داسي څوك په بهر كي نه لري چي د دوى د جائزو حقوقو ملاتړ وكړي، تاجكستان او ايران د تاجكو او شيعه وو، ازبكستان او تركيه د ازبكانو او تركمنانو، امريكا د غرب پلوو او بې عقيدې سيكولرانو، پاكستان د امريكا په څنگ كي ولاړ او د پښتنو په ضد جگړي كي ئې مرسته كوي. ظاهر خان د هغه داخلي او بهرني ائتلاف په مرسته افغانستان ته راوستل كېږي چي د همدغو ځواكونو له لوري جوړ شوى، په دې ائتلاف كي د پښتنو هيڅ خوا خوږى ملك نشته.
ظاهر خان او ملگري ئې پر دې ټينگار كوي چي بهرني ځواكونه بايد تر اوږدې مودې په افغانستان كي پاته شي، د امريكايانو د بريدونو او بم ورونو د توجيه په اړه وايي چي د هېواد په جنوبى سيمو او كندهار كي لا تر اوسه د طالبانو او القاعدې ځيني مراكز پاته دي؛ پداسي حال كي چي د امريكايانو بم وروني پر كليو رواني دي نه د طالبانو پر مراكزو.



