
مـوقتـه اداره
په شپږو مياشتو كي د دوو وزيرانو ترور!!
لیکوال: محترم حکمتیار
ډېرو داسي گمان كولو چي د بن معاهده به د افغانستان لانجې ته ځكه د پاى ټكى كښېږدي چي مسكو، واشنگټن او د دوى حليف هېوادونه چي په جگړو كي ښكېلو افغاني ډلو ته پيسې او وسلې وركوي او د خپلو گټو لپاره ئې جنگوي، په خپلو منځونو كي سلا شوي او د دې معاهدې تر شا ولاړ دي!! خو دا دئ د پېښو بهير وښوده چي دا يوه غلطه انگېرنه او يوه بې ځايه هيله او تمنى وه. نه د بن معاهدې او د مسكو او واشنگټن توافقاتو دا ستونزه حل كړہ او نه بهرني ځواكونو. كه دا د ملگرو ملتونو تر نامه لاندي سوله ساتي ځواكونه دي او كه د امريكا تر مشرۍ لاندي د بين المللي ائتلاف ځواكونه، په دې ونه توانېدل چي د افغانستان هغه بحران حل كړي چي د بهرنيو لاسوهنو په نتيجه كي راولاړ شوى، نه ئې جگړہ پاى ته ورسولى شوه، نه ئې سوله تأمين كړى شوه او نه ئې مظلوم افغانان له بې امنيو وژغورل. دا دئ د همدې فوځونو په شتون كي نه د هېواد په پلازمېني كابل كي د چا سر او مال خوندي دئ او نه په اطراف كي، په مركز كي د عادي خلكو په سر، مال او عزت تېرى خو پرېږده حتى د دولت وزيران يو په بل پسي ترور كېږي!! او په اطراف كي شپه ورځ په كليو، جوماتونو او بې گناه خلكو د بمونو وروني رواني دي او يو په بل پسي د ارزگان په څېر د خونړيو او غم لړلو پېښو شاهد يو. د دې معنى دا ده چي نه پردي فوځونه كوم هېواد ته سوله راوستى شي او نه د پرديو په لاس تحميل شوي حكومتونه. برعكس همدا د پرديو لاسوهني او د دوى د وسلو او پيسو په زور تحميل شوي حكومتونه دي چي هېوادونه په جگړو كي ښكېل كوي او ولسونه له سولي او امنيت محروموي. سوله د يوې ټولني په لوري هغه وخت مخه كوي چي هلته عدالت تأمين شوى وي او ولس د خپل برخليك ټاكلو او د خپلي خوښي زعامت غوره كولو موقع تر لاسه كړې وي. له دې د مخه نه سوله راتلى شي او نه جگړي پاى ته رسېدى شي.
د بين المللي ائتلافونو په ماهيت پوه كسان په دې ښه پوهېدلي چي د امريكا تر مشرۍ لاندي ماتېدونكى ائتلاف له داسي ځواكونو جوړ شوى چي فقط د طالبانو د حكومت تر نسكورولو د يوه بل ملگرتيا كوي، له هغه وروسته به هر يو په خپله لار درومي او د افغانستان د مستقبل په اړه او د دې هېواد په راتلونكي نظام كي پدوى پوري د تړلو ډلو د ونډي او برخي په سر به حتماً او ډېر ژر د دوى تر منځ د رقابتونو او سياليو بل دور او په دوى پوري د تړلو ډلو تر منځ د خونړيو جگړو بله لړۍ پيل كېږي.
مگر څوك په دې نه پوهېږي چي په شمال كي د شمالي ائتلاف د دوو ډلو تر منځ رواني جگړي او په كابل كي د ډاكټر عبدالرحمن او حاجي قدير ترور د همدې بهرنيو ځواكونو تر منځ د سياليو او رقابتونو نتيجه ده؟ ډاكټر عبدالرحمن له دې کبله ترور شو چي له يوې ټلوالي ووت او د هغې له سيالي ټلوالي سره ملگرى شو. مخكي د روسيې، هند او ايران تر حمايې لاندي د شمالي ائتلاف په ليكو كي لگيا وو خو وروسته د امريكا تر حمايې لاندي د روم له ډلي سره يوځاى شو. د ده انشعاب له يوې خوا د ټولو هغو پټو اسرارو د افشاء كېدو وېره له شمالي ټلوالي سره راولاړہ كړہ چي د همدې ډلي د داخلي كړنو او خارجي اړيكو او ژمنو په اړہ د ده په سينه كي وو او له بلي خوا ئې په خپل انشعاب سره دا ډله د نورو انشعابونو له جدي گواښ سره مخامخ كړہ. دې ډلي هم له دې کبله د ده ترور ضروري گڼلو چي د خپلو اسرارو د افشاء مخه ونيسي او هم د دې لپاره چي د نورو انشعابونو مخنيوى وكړي. هغه د خپلي مخكينۍ ډلي د تروريستانو په لاس په رڼا ورځ او د سوله ساتو ځواكونو په خوا كي پداسي حال كي په قتل ورسېدو چي دغو ځواكونو هم له بريد د مخه د ده د استغاثې غږ اورېدو او هم ئې د چړو په گذارونو له زخمي كېدو وروسته د ده چيغي اورېدې!!
د موقتي ادارې مشر (كرزي) په همغه لومړيو شېبو كي د ده پر قاتلانو گوته كښېښوده او د هغوى نومونه ئې اعلان كړل او په څرگندو الفاظو او د مطبوعاتي كنفرانس په ترڅ كي ئې دا خبره وكړہ چي د ډاكټر عبدالرحمن په ترور كي د دولت لوړ پوړي مأمورين لاس لري چي د دفاع وزارت او امنيتي ادارو معاونين په كي شامل دي!! ده د سعودي له حكومت وغوښتل چي نوموړي كسان ونيسي او د كابل حكومت ته ئې وسپاري. سعودي چارواكو د نيولو او تسليمولو وعده وركړہ، دوى كابل ته راستانه شول خو نه چا ونيول، نه ئې وپوښتل او نه ئې محاكمه كړل. كرزي به “چي دوى ئې خپل څو ورځنى مېلمه گڼي” د كومي ادارې په ذريعه دا ځواكمن قاتلان نيولي وى؟ چا ته به ئې ليكل چي نوموړي ونيسي، د كورنيو چارو وزارت، د امنيت رياست او كه د دفاع وزارت ته؟ دا ادارې خو د قاتلانو تر شا ولاړي وې او دوى په خپله د دغو ادارو د دوهمي كچي چارواكي وو!!
دا دئ د ډاكټر عبدالرحمن له څرگند ترور “يا انقلابى اعدام” وروسته د موقتي ادارې يو بل مهم غړى، حاجي عبدالقدير، د ولس مشر مرستيال، د فوائد عامى وزير او د ننگرهار والي، په كابل كي د خپل وزارت مخي ته په رڼا ورځ ترور شو. د دې ترور په اړہ څو خبري د خاصى پاملرني وړ دي:
حاجي قدير هم په تېرو څو كلنو كي د شمالي ائتلاف فعال غړى وو، د طالبانو له واكمنۍ مخكي او وروسته ئې په پټه او څرگنده د دې ائتلاف ملگرتيا كړې. خو د طالبانو د واكمنۍ له نسكورېدو وروسته ئې خپل مسير بدل كړ او د ډاكټر عبدالرحمن په څېر د روم له ټلوالي سره ملگرى شو او له شمالي ائتلاف سره ئې خپله ملگرتيا داسي وگڼله لكه څوك چي د هندوانو ملگرتيا ته اړ شوى وي!! د بن په مذاكراتو كي ئې برخه واخيستله خو د مذاكراتو په څرنگوالي او په هغې كي د پښتنو په نا مناسبي ونډي ئې اعتراض وكړ او وئې ويل: دلته پښتنو ته د دوى د مجموعي شمېر په تناسب ونډہ نه ده وركړى شوې. شمالي ائتلاف ته دا راز خبري او هغه هم د حاجي قدير په څېر د دوى د يوه غړي له لوري د زغملو نه وې. همدا راز په موقتي ادارې كي ده ځان د پښتنو استازى گڼلو او د مناسبي ونډي غوښتنه ئې كوله، د دغو غوښتنو په وجه، شوراى نظار په نوې موقتي ادارې كي د كورنيو چارو وزارت له لاسه وركړ. د شوراى نظار چارواكو دا كار د حاجي قدير له لوري د دوى په ډلي يو بل گوزار وگڼلو.
د حاجي قدير له ترور څو شېبې وروسته د امنيتي ادارې يوه داسي غړي چي په فارسي ژبي ئې خبري كولې له بي بي سي سره په خپلي مركې كي وويل: پر حاجي قدير د حمله كوونكو له ډلي د يوه كس سپينه خولۍ په زمکه ولوېده، خپله خولۍ ئې راواخيسته، موټر ته وخوت او وتښتېدو!! په دې سره نوموړي غوښتل چي د خلكو پام بل طرف ته واړوي او داسي وښيي چي دا قتل د مشرقي والو له خوا تر سره شوى!! دا ځكه چي يوازي مشرقي وال په دې معروف شوي چي سپيني گردي خولۍ په سر كوي. خو هر افغان په دې پوهېږي چي كه له مشرقي والو څوك د حاجي قدير د ترور په لټه كي وى نو په جلال آباد كي به ئې ده ته كمين نيولو او هلته به ئې پر ده بريد كولو. په كابل كي، د پنځو زرو سوله ساتو ځواكونو د جدي امنيتي تدابيرو او د وسلو په گرځولو د كلك بنديز سره سره، د يوه وزارت مخي ته، په رڼا ورځ، په يوه معروف وزير، داسي مسلحانه بريد، يا د امنيتي ادارې فعال او روزل شوي غړي تر سره كولى شي او يا د دې ادارې تر قوي حمايې لاندي تروريستان. د برگو دريشيو خاوندان دا كار كولى شي نه د سپينو خوليو په سر كوونكي. موږ په دې باور يو چي كه له همدغه كس چي د سپيني خولۍ خبره ئې كړې جدي او دقيقه پوښتنه وشي نو هم به تروريستان معلوم شي او هم ئې متوليان او حاميان.
ډېر ناپوه كسان به د ډاكټر عبدالرحمن او حاجي قدير د ترور په اړه دا گمان كوي چي دا دواړہ پېښي د دوو مستقلو تروريستي ډلو لخوا ترسره شوې او يا طالبان او القاعده په دې كي لاس لري!! حقيقت فقط دا دئ: كومي ډلي چي ډاكټر عبدالرحمن په كومي خاصي موخي او وجهي ترور كړى همدغي ډلي حاجي قدير د همدغي موخي او وجهي له مخي ترور كړ.
كوم كسان، ډلي او خبري سرچينې چي په دې ترور كي د طالبانو او القاعدې په لاس درلودو زيات او مكرر ټينگار كوي، دوى يا غرضي دي، يا پل غلطوي او له اصلي متهم د خلكو پام په بل لوري اړوي او يا له حقائقو بې خبره دي او د غرضي كړيو د غولوونكو تبليغاتو تر تأثير لاندي تللي. كه لږ دقت وكړو نو متوجه به شو چي د ډاكټر عبدالرحمن په قتل كي په متهمي ډلي پوري تړلي افراد او د دوى بهرني حاميان دا هڅه كوي چي د خلكو پام له دې ډلي په بل لوري واړوي. خو څوك په دې نه پوهېږي چي طالبان او القاعده كه د څه كولو توان ولري نو يا به د امريكايانو په خلاف اقدام كوي او يا د جنرال دوستم، گل آغا شيرزى، حضرت على او حاجي زمان په څېر د هغو قومندانانو په ضد چي د امريكايانو په څنگ كي د دوى په خلاف جنگېدلي. او كه دا كار كوي نو په جلال آباد، شبرغان او كندهار كي به ئې كوي نه په كابل كي. دې خبري ته مو هم بايد پام وي چي حاجي قدير له طالبانو او القاعدې سره هيڅ كله هومره مشكلات نه درلودل چي تر ټولو د مخه د ده په خلاف اقدام وكړي.
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



