سلایدرمقالات محترم حکمتیارنوشته ها

لويه جرگه د افغانانو لپاره د ديموكراسۍ امريكايي نسخه

 

لويه جرگه

د افغانانو لپاره د ديموكراسۍ امريكايي نسخه

 

لیکوال: محترم حکمتیار

دا تل د يرغلگرو بد خوى پاته شوى چي تر غولوونكو شعارونو لاندي پر بې دفاع ملكونو تېرى كوي، د يرغمل شوو ولسونو خپلواكي او ملي حاكميت سلبوي، ملي مشران ئې يا وژني، يا ئې د محبسونو تورو خونو ته لېږي او يا ئې له هېواد شړي او مزدور واكداران او مشران پرې مسلط كوي، د دوى ملي هويت او هغه اجتماعي نظام ختموي چي د دوى د مذهب او معتقداتو پر بنسټ ولاړ وي او د هغه پر ځاى د خپلي خوښي هغه نظامونه او حكومتونه پرې مسلط كوي چي د تل لپاره د استعمارگرانو گټي خوندي وساتي، خو له دې سره سره د دغو نيول شوو سيمو له اوسېدونكو غواړي چي ښكېلاكگران وستايي، دوى خپل ژغورونكي وگڼي، له دوى مننه وكړي او په نوي حالت او ټول هغه څه سل په سلو كي راضى وي چي يرغلگرانو له خپلي سلطې وروسته پر دوى پېرزو كړي، د دوى له لوري تپل شوى نظام او چارواكي ئې وستايي او هغه چا ته بد او رد ووايي چي د يرغل مخي ته ودرېدلي، له خپل ملي هويت او ملي حاكميت دفاع كوي او د خپل هېواد استقلال غواړي. روسانو همداسي وكړل او دا دئ امريكايان‏ او د دوى گوډاگي انگرېزان همداسي كوي.

امريكا‏ پر افغانستان بريد وكړ، په شپږو مياشتو كي ئې 25000 افغانان په قتل ورسول، د افغانستان ټول ملكي او نظامي هوائي ميدانونه ئې تخريب كړل، ټولي ملكي او نظامي طيارې ئې وسوزولې، گڼ شمېر‏ كلي او ښارونه ئې وران كړل، په زرگونو ټُنه بمونه ئې پر افغانستان وورول، مخكينى رژيم ئې نسكور كړ، د هغه پر ځاى ئې د خپلي خوښي نظام او واكداران د بى 52 او ايف 16 طيارو په زور پر افغانستان تحميل كړل، دلته ئې گڼ شمېر‏ نظامي اډې جوړې كړې او په زرگونو پردي فوځونه ئې په دې هېواد كي مستقر كړل او بيا ئې د خپلي بربنډي او ايستل شوې توري لاندي د خپلي خوښي كسان د لويي جرگې تر غولوونكي نامه لاندي راغونډ كړل چي هغه نظام ته مشروعيت وركړي چي دوى د ليزري بمونو په زور پر افغانانو مسلط كړي او دا همغه كار وو چي انگرېزانو د نادر خان د راوستلو په وخت كي كړي وو. د لويي جرگې كميسيون امريكايانو‏ جوړ كړ، غړي ئې د دوى له خوا وټاكل شول، امريكايانو‏ د كميسيون د غړو په اړه حتى د هغو ډلو له مشرانو هم تپوس ونه كړ چي د امريكايانو‏ تر قومندې لاندي د خپل ولس په خلاف وجنگېدل!! بيا همدې كميسيون د هر استازي د غوره كولو لپاره د خپلي خوښي شل شل كسان غوره او دوى ته ئې وويل چي اوس به له خپل منځ يو كس د لويي جرگې د غړي په توگه غوره كوي خو كه د استازي د غوره كولو په كار كي له ستونزي سره مخامخ شوئ، كميسيون به ستاسو له منځ يو كس غوره كوي!! نه د شلو كسانو په اړه له عام ولس تپوس كېږي او نه دوى ته د خپلو استازو د انتخاب حق وركول كېږي، په ولسواليو كي به هغه ولسوالان چي د امريكايي فوځ په زور پر ملت تحميل شوي د خپلي خوښي څو كسان راغونډوي او د دوى له منځ به د جرگې غړي غوره كوي او په بهرنيو ملكونو كي به د هغه نظام سفيران همدا كار كوي چي امريكايانو‏ مسلط كړي. د جرگې د غړو درېيمه برخه يعنى 500 كسان به هم د كميسيون له لوري غوره كېږي!! دا شمېر‏ په ناڅاپي توگه د جرگې په ورځ د مخكينيو مسلسلو اظهاراتو خلاف 550 او بيا 670 ته ورسېد‏و. د دې خبري معنى دا ده چي د كميسيون غړي په مستقيمه توگه او د لويي جرگې غړي په غير مستقيمه توگه د امريكايانو‏ لخوا غوره شوي، همدا د امريكايانو‏ لخوا جوړہ شوې جرگه به د افغانستان لپاره هغه راتلونكي حكومت ته د اعتماد رأى وركوي چي امريكايانو‏ لا د مخه جوړ كړى، هم ئې تركيب د دوى لخوا جوړ شوى او هم ئې رئيس او د كابينې غړي د دوى لخوا غوره شوي، جرگه به فقط لاسونه اوچتوي او امريكايان‏ به په دې لاس اوچتولو استناد كوي او نړيوالو ته به وايي چي دا ده موږ په افغانستان كي د طالبانو د ديكتاتوري نظام پر ځاى يو ښكلى ديموكراتيك نظام او د خلكو د خوښي حكومت جوړ كړ!! نړيوال په دې څه پوهېږي چي د ديموكراسۍ په دې امريكايي نسخې كي نه د رأى كارت شته، نه د رأى اچولو صندوق شته، نه كانديد شته، نه ولس د رأى وركولو حق لري او نه د خپلي خوښي استازي غوره كولى شي، دا په حقيقت كي د بى 52 مسخره ديموكراسي ده. د دې ديموكراسۍ بنسټ له هېواد بهر په بن كي اېښودل شوى، هلته امريكايانو‏ د هغو ډلو وطن پلوري استازي راغونډ كړل چي پر افغانستان ئې د امريكا د حملې ملاتړ وكړ او په جگړي كي ئې د امريكا د زمکنيو جنگياليو په توگه عمل وكړ. امريكايانو‏ د بن جرگه پداسي وخت كي دائره كړہ چي د طالبانو واكمني په نسكورېدو وه او امريكايانو‏ غوښتل چي له دې جرگې له يوې خوا پر افغانستان د خپل وحشيانه او ناروا تېري د مشروعيت سند تر لاسه كړي او نړيوالو ته دا حمله د افغانانو د غوښتنو مطابق وښيي او له بلي خوا د افغانستان لپاره راتلونكى امريكايي نظام د افغان ولس د خوښي نظام معرفي كړي. د بن جرگې هم د حملې ملاتړ وكړ او هم ئې د راتلونكي نظام هغه تركيب تأييد كړ چي طرحه ئې امريكايانو‏ وړاندي كړې وه او هم ئې هغه چا ته رأى وركړہ چي امريكايانو‏ د همدې نظام په سر كي د ده راوستل غوښتل!!

امريكايانو‏ د لويي جرگې د غړو د مواصفاتو په اړه دا تبليغات كول چي هغه كسان به د جرگې غړيتوب نشي تر لاسه كولى چي په جنگي جناياتو متهم وي خو په عمل كي گورو چي د جنرال دوستم په څېر كسانو او د ده ملگرو د دې جرگې غړيتوب تر لاسه كړى او حتى د جرگې كار د جنرال دوستم تر سلطې لاندي سيمي پداسي حال كي پيل شو چي اخضر ابراهيمي د دوستم په څنگ كي ولاړ وو!!

د جرگې په ورځ هر چا ته دا خبره جوته شوه چي د افغانستان اصلي واكمن د جورج ډبليو بش خاص استازى زلمى خليل زاد دئ چي په حقيقت كي د افغانستان لپاره امريكايي وايسرا دئ. دا دى وو چي ظاهر خان ئې له كانديدېدو منصرف كړ او وئې ويل چي د ده او د ده د استازو مخكينۍ خبري سمي نه دي منعكس شوې، د ده اصلي خبره نه هغه ده چي ده په خپله كړې او نه هغه چي د ده استازو كړې، بلكي همدا ده چي زه ئې همدا اوس تاسو ته كوم!! دا دى وو چي ظاهر خان ئې مطبوعاتي كنفرانس ته حاضر كړ، چُپه خوله ئې د خبرنگارانو مخي ته كښيناوو او د بل په خوله ئې ده ته منسوب هغه بيان ولوست چي په حقيقت كي د خليل زاد بيان وو نه د ظاهر خان!! ظاهر خان ته ئې د دې اجازه هم ورنه كړہ چي د خبرنگارانو سؤالونو ته ځواب ووايي او دا خبره سپينه كړي چي ولي ئې پرون يو څه ويل او نن بل څه وايي!! دا خليل زاد وو چي د لويي جرگې وضعيت ئې داسي وموند چي د دوى بابا د جرگې له كلك مخالفت سره مخامخ كېږي او رأى نشي تر لاسه كولى بايد له كانديدېدو لاس واخلي. همدا دى وو چي د راتلونكي كابينې په اړه ئې په قاطع او پرېكنده انداز وويل: تغييرات به حتماً راځي!!

د غونډو بهير په څرگنده دا ثابته كړہ چي دا لويه جرگه هسي د عوامو د غولولو لپاره يوه خندوونكې امريكايي ډرامه وه. د جرگو غړو فقط كرزي ته چي له مخكي ټاكل شوى وو رأى وركړہ، له دې پرته دوى هيڅ كار نه دئ كړى، نه ئې د بن د خائنانه موافقې سره سم پارلمان جوړ كړ او نه ئې نوى حكومت. كرزي همغه مخكينى حكومت چي په بن كي جوړ شوى وو له معمولي تغيير سره بيا اعلان كړ، دا تغيير هم د پټو سازشونو او د خليل زاد، اخضر ابراهيمي او څو ذيدخله هېوادونو د سفيرانو په وينا ترسره شو!! دوى صحنه داسي جوړہ كړہ چي د كابينې د اعلان په ورځ بايد له غړو علاوه زيات شمېر‏ د مخكيني خاد غړي د غونډي ځاى ته داخل شي او د هر وزير نوم چي اخيستل كېږي دوى ئې د لاسونو په پړكولو بدرگه كړي او همدا د جرگې د غړو موافقه وگڼل شي. د شمال ټلوالي په دې ټينگار كولو چي كابينه دي لويي جرگې ته نه وړاندي كېږي!! دوى ښه پوهېدل چي كه خبره د غړو رأى ته پرېښودل شي او د وزيرانو په اړه د جرگې له غړو تپوس وشي نو د مطلق اكثريت له مخالفت سره به مخامخ كېږي. امريكايانو‏ غوښتل چي مخكيني وزيران؛ د خليلزاد په اصطلاح؛ د تېرو خدمتونو له امله د څه نوري مودې لپاره په كابينې كي پاته شي، د دوى شتون ئې د خپلو جنگي موخو لپاره ضروري گڼلو، د همدې لپاره كرزي په خپلي وينا كي وويل چي د كابينې د غړو په اړه به په غونډي كي بحث نه كېږي، خو د جرگې د غړو د شديد عكس العمل او مخالفت په وجه مجبور شول چي بله چاره ولټوي!! د دوى د ټولو هلو ځلو، بې درېغه مصارفو او پراخو تبليغاتو سره سره د جرگې تركيب داسي جوړ شوى وو چي امريكايانو‏ د نوموړي كابينې لپاره د اعتماد رأى نه شوى تر لاسه كولى، دې ته اړ وو چي همداسي يوه شرموونكي صحنه جوړہ كړي او د جرگې له برخوالو د رأى څرگندولو فرصت او چانس سلب كړي. دوى شايد دې ته نه وي متوجه چي د جرگې د غړو دا سپكاوى او اهانت به كومي ستونزي دوى ته راولاړي كړي؟ دا هر غړى چي د غونډو په دوران كي تهديد شوى، توهين شوى، رأى ته ئې سپك كتل شوي، د خپلي رأى څرگندولو حق ترې سلب شوى، د پرديو په لاس جوړہ شوې اداره ورباندي تحميل شوې، هغه هم د امنيتي ځواكونو د بدمعاشو ټوپكيانو د برچې په زور او په پاى كي خالي لاس او شرمېدلي خپلو سيمو ته استول شوي، دوى چي له دې وضعيت  كومي بدي خاطرې او عقدې له ځان سره وړي، كه همدا خپلو ولسونو ته انتقال كړي او د غچ اخيستلو فيصله وكړي، امريكايان‏ او د دوى د وسلو، پيسو او توطئو په زور قدرت ته رسېد‏لي چارواكي به پوه شي چي د دې جرگې په جوړولو سره ئې څومره لويه غلطي وكړہ!! دوى نه پوهېږي چي افغانان هر څه منلى شي خو سپكاوى او بې عزتي نشي منلى. دوى دي ټول افغانان په هغو ذليلو كسانو نه قياس كوي چي د څو ډالرو لپاره خپل دين، عزت، وطن او خپلواكي خرڅوي او د امريكايانو‏ هري قومندې ته د ذليلو نوكرانو په څېر لاس پر سينه ولاړ او د خپل ولس په خلاف جگړي ته چمتو دي!!

غربي آژانسونو د ټوپک سالاري په خلاف مسلسل تبليغات كول او داسي ئې ښودله چي د دې جرگې په نتيجه كي به افغان ولس د ټوپک سالارانو له شر وژغورل شي!! د جرگې په دوران كي هم همدا تبليغات په پراخه پيمانه او په ډېر منافقانه او غولوونكي انداز تكرارېدل، خو وموليدل چي ټول بدنام او جنايتكار ټوپک سالاران د لويي جرگې د غونډي په لومړيو ليكو كي ناست وو او ډېرو ئې د كابينې غړيتوب په دې خاطر تر لاسه كړ چي له ټوپک سالاري پرته ئې بل هيڅ امتياز نه درلود!! شايد كرزي غوښتل چي ووايي: ټوپک سالاران نه منو، خو د هغو ټوپک سالارانو مخي ته دي دېوال وي چي همدا اوس زما مخي ته ناست دي او يا زه ئې د كابينې د غړو په توگه معرفي كوم!!

امريكايان‏ دغي خندوونكي ډرامې ته د يوه ديموكراتيك بهير!! نوم وركوي او په خپلو تبليغاتو كي همدا له شرمه ډك ارتجاعي حركت د ديموكراسي په لوري د ستايني وړ خوځښت گڼي!! افغانان وايي: په داسي ديموكراسي دي لعنت وي، تر دى ديموكراسي د طالبانو ديكتاتوري نظام سل ځله غوره وو، د طالبانو په نظام كي خو كم له كمه زموږ سر، مال او ناموس خوندي وو، په لويو لارو كي امنيت وو، بهرنيو ځواكونو په موږ حكومت نه كولو. د كوكنارو د نه كرلو په اړه د طالبانو يوه رسمي پرېكړہ پداسي قطعي بڼه عملي شوه چي د دوى تر سلطې لاندي په ټولو سيمو كي هيڅ ځاى ونه كرل شي! خو اوس او د امريكايانو‏ له سلطې ورسته په هيڅ سيمي كي نه د چا سر خوندي دئ، نه مال او نه عزت او ناموس. جانيان پر موږ مسلط شوي، د ملك واگي د پرديو او د دوى د مفسدو ملگرو په لاس كي دي، غله، داړہ ماران او بدنام جنايتكاران پر افغانستان حكومت كوي، د امريكايانو‏ د ټولو هڅو او درواغجنو تبليغاتو سره سره د كوكنارو كرهنه سږ كال د تېرو كلونو په نسبت كم له كمه دوه برابره زياته شوې، په ډېرو هغو سيمو كي چي هيڅ كله هلته كوكنار نه كرل كېدل د امريكايي نظام له راتلو وروسته هلته په وسيع پيمانه كوكنار كرل شوي، امريكايانو‏ چي د كوكنارو د مخنيوي لپاره كومي پيسې مختص كړې وې هغه اكثراً د دوى د غلو ملگرو په جيبونو كي ولوېدې!!

د تأسف خبره خو لا دا ده چي ځينو مقلدو او تور زړو روشنفكرانو، له مجاهدينو سره د اختلاف له كبله، يو ځل بيا خپل غږ له يرغلگرو سره يو كړ او په هغه كاروان كي شامل شول چي د لومړي اوښ مهار ئې د امريكا په لاس كي دئ!! دغو تور زړو روشنفكرانو له دې د مخه د روسانو د يرغل ملا تړ وكړ، ځينو ئې د روسانو تر قومندې لاندي د خپل ولس په خلاف په خونړيو جگړو كي برخه واخيسته، ځينو نورو دا جگړہ د ارتجاع او امپرياليزم په خلاف د مترقي ځواكونو جگړہ وگڼله او په ټول توان طاقت ئې د هغې مرسته كوله او ويل به ئې: د ارتجاعي مذهبي ځواكونو د ختمولو او ټكولو يوازينۍ لار همدا ده چي د روسانو د همدې تېري ملا تړ وكړو!! همدا تور زړي او له خپل ولس پردي روشنفكران دي چي اوس له همغه امپرياليزم سره يو ځاى شوي او د امريكايانو‏ وحشيانه تېرى د ديموكراسي په لوري مؤثر گام گڼي او په دې خاطر د شاه او شاهي رژيم ملاتړ ضروري شمېر‏ي چي افغاني روشنكفران د بهرنيو ځواكونو له مرستي پرته له بلي لاري نشي كولى د ملي او مذهبي ځواكونو مقابله وكړي، دا ځكه چي د دوى شمېر‏ كم دئ او د اجتماعي بدلون راوستو په موقعيت كي نه دي، شاه او شاهي نظام د دوى لپاره شه او يوازينى بديل دئ!! خو دوى په دې نه پوهېږي چي د اجتماعي بدلون راوستو لار هيڅ كله دا نه ده چي څوك پر خپل هېواد او ولس د پرديو د مسلحانه بريد ملا تړ وكړي او د پرديو د مټو او وسلو په زور اجتماعي بدلون راولي!! د پرديو د وسلو او فوځونو په زور چي كوم بدلون راځي دا يوازي د پرديو گټي تأمينوي او تر هغي ورځي دوام كوي چي دا فوځونه ستا په هېواد مسلط وي، د دوى له وتلو سره سم به نه يوازي د داسي بدلون ټغر ټولېږي بلكي د دا راز بدلونونو په مقابل كي به د ولس حساسيت داسي حد ته رسېږي چي له دې وروسته هر بدلون ته د شك په سترگه وگوري او د خپلي ټولني له اجتماعي او فكري جوړښت د هر منفي او مثبت حركت په وړاندي په كلكه دفاع وكړي. په دې كي هيڅ شك نشته چي بهرني ځواكونه په هيڅ صورت كي د تل لپاره په اشغال شوو هېوادونو كي نشي پاته كېدى، دوى به يا په خپله او د خپلو داخلي ستونزو په وجه او يا د دې هېوادونو د آزادي غوښتونكو د مقاومت په نتيجه كي وځي او د دوى له وتلو سره سم به د دوى په لاس مسلط شوى نظام او تحميلي واكداران رانسكورېږي.

حكمتيار

افغانستان

جوزا 1381

————–

آرشیف:

11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار

موضوعات مشابه

Back to top button