سلایدرسیاسیمقالات محترم حکمتیارنوشته ها

د نيويارك عمليات او فضائي ډال !!

 

د نيويارك عمليات او فضائي ډال!!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

امريكايان‏ د خپل هېواد د تاريخ تر ټولو ستر استشهادي عمليات گوري، هيچا گمان نه كولو چي پر امريكا او مخصوصاً د دې هېواد د غرور او اقتدار پر سترو نښو، د پنتاگون پر ستره ماڼۍ او د نيويارك د لوى تجارتي مركز پر دوو 110 پوړيزو برجونو داسي وېرونكى بريد كېدى شي. داسي حيرانوونكي عمليات چي يوازي د هاليوود په فيلمونو كي ئې نښي موندلى شو. په يوه وخت كي د څلورو الوتكو اختطاف، د الوتكو د عملي لاسونه تر شا تړل، د الوتكو كنټرول تر لاسه كول، د دغسي سترو اهدافو په لوري د الوتكو توجيه او په ټول دقت او شدت سره هره يوه پر خپل هدف يوه په بل پسي لگېدل او په څو دقيقو كي دا ستري ستري ماڼۍ له خاورو سره برابرول او په لسگونو زره امريكايان‏ په وينو كي لت پت كول، … چا گمان كولو چي په امريكا كي داسي هم كېدى شي؟!

بايد وگورو چي دا كسان څوك وو، ولي په امريكايانو‏ دومره غصه وو، د كوم هدف لپاره ئې ځانونه قربانى كړل، د امريكا په پوليسي نظام كي ئې هومره امكانات څنگه تر لاسه كړل، ولي د امريكا پوليس، F.B.I او C.I.A چي پر ټوله دنيا د حكومت كولو خوبونه گوري، په دې ونه توانېدل چي د داسي سترو عملياتو مخه ونيسي؟!

كه هره الوتكه له 3 تر 6 كسانو اختطاف كړې وي، بايد د اختطاف كوونكو شمېر‏له 12 تر 24 پوري وي. د دوى څلور تنه بايد پيلوټان وي، ټولو بايد په گډہ تصميم نيولى وي چي په دې استشهادي كي برخه اخلي او قرباني كېدو ته چمتو دي. د نيويارك او واشنگټن په شان سترو ښارونو كي د سپيني ماڼۍ، پنتاگون او د عالمي تجارتي مركز د برجونو د موقعيت موندلو او په هغه لوري د طيارو د توجيه كولو دقيق معلومات او تجربه ولري، د داسي عملياتو لپاره بايد قوي هڅوونكې جذبه ولري، بايد ډېرو نورو له دوى سره مرسته كړې وي… كه دا او دې ته ورته نور مسائل په پام كي ولرو، دا عمليات بايد د يوه ستر، منظم او ځواكمن لوري لخوا ترسره شوي وي. بايد د امريكا كومه كورنۍ ډله د هغه تر شا وي، په امريكا كي ډېري داسي ډلي شته چي د دې هېواد له كورني او بهرني سياستونو سره ضديت لري. ځيني مذهبي انگېرني لري، ځيني نژادي او ځيني سياسي او اجتماعي. له دې عملياتو د مخه، د امريكا يو فوځي افسر چي د خليج په عملياتو كي ئې برخه اخيستې وه او د امريكايي فوځونو په لاس د ډېرو بې گناه او مظلومو انسانانو د بې رحمانه مرگ ژوبلي شاهد وو، تحريك شوى وو، غوښتل ئې د دې نظام په خلاف څه وكړي، په اوكلاهوما كي ئې يوه ستره دولتي ماڼۍ منفجره كړہ، په سلگونو كسان په دې انفجاركي مړہ او ټپيان شول، په لومړي سر كي امريكايانو‏ د دې انفجار اتهام اسلامي افراطي ډلو ته راجع كولو خو وروسته ثابته شوه چي دا د ” تيموكي مكوي” كار وو، ده اعتراف وكړ او تر هغه وخته ئې له خپل اقدام دفاع كوله چي اعدام شو.

څه موده د مخه د امريكا پوليسو د يوې مذهبي ډلي پر مركز حمله وكړہ، دې مركز ته ئې اور واچاوو، د ډلي مشر سره له گڼ شمېر‏ مريدانو په اور كي وسوزيدل.

امريكا په بهر كي هم ډېر دښمنان لري، په دوهمي نړيوالي جگړي كي امريكايانو‏ پر هيروشيما اتمي بم استعمال كړ، هغه لوى ښار ئې له خاورو سره برابر كړ او د ښار ټول اوسېدونكي ئې په قتل ورسول. د جاپان سور فوځ “Red Army” تل د غچ او انتقام په لټه كي وو.

امريكا له يوې خوا د عربو پر ضد د اسرائيلو مرسته كوي، په فلسطين كي د دوى د ټولو غير انساني جناياتو ملاتړ كوي، ټول عربان دا جگړہ د عربو او مسلمانانو په خلاف د امريكا جگړہ گڼي؛ له بلي خوا د امريكا فوځونه په گڼ شمېر‏ عربي هېوادونو او د دې هېوادونو شا او خوا سمندر كي ځاى پر ځاى شوي. د دې هېوادونو ولسونه له دې فوځونو كركه لري، د دوى شتون خپل استقلال، ملي حاكميت او خپلواكي ته گواښ گڼي، په دې ټينگار كوي چي دا فوځونه د دوى له هېوادونو ووځي.

له عراق سره چي امريكا څه كوي، له سودان سره چي څه روان دي، له ليبيا او ايران سره د دوى له دښمنۍ ډك سلوك، پر ټوله نړۍ د سلطې هڅي او دې ته ورته سياستونو امريكا ته بې شمېر‏ه دښمنان را پيدا كړي دي.

ډېره گرانه ده چي په دومره دښمنانو كي د دې پېښي اصلي عاملين داسي ژر په گوته كړى شي.

اكثر مبصرين او څيړونكي په دې عقيده دي چي امريكايي كړۍ عمداً هڅه كوي چي د دې عملياتو اتهام د مسلمانانو پر سر وتپي، پداسي حال كي چي تر اوسه دوى هيڅ داسي مدارك نه دي تر لاسه كړي چي دا اتهامات ثابت كړى شي.

د ځينو امريكايي چارواكو له اظهاراتو معلومېږي چي د مسلمانانو په خلاف د دوى زړونه له څومره كركي او عداوت ډك دي او څومره بد عزائم لري، معلومه نه ده چي دا كسان به امريكا د مسلمانانو په خلاف څه كولو ته وهڅوي او امريكا به د دې پېښي د جبران لپاره څه كوي؟

له ځينو څرگندونو دا هم معلومېږي چي امريكا بايد له روسانو سره په گډہ د افغانستان په خلاف داسي شديد عمليات ترسره كړي چي د دواړو گډ مقاصد تر لاسه شي. امريكا نه د ايران له فضاء په استفادې سره د افغانستان په خلاف عمليات ترسره كولى شي او نه د پاكستان له فضاء او زمکي. دوى د نظامى عملياتو لپاره يوازي يوه لار لري چي د تاجكستان له لاري، د روسانو په مرسته او د شمالي جبهې تر نامه لاندي. كه څه هم يوه روسي جنرال د داسي عملياتو عواقب خطرناك وگڼل او وئې ويل: انگرېزانو درې ځله پر افغانستان بريد وكړ، هيڅ نتيجه ئې تر لاسه نه كړہ، موږ دا اشتباه وكړہ او له بدو عواقبو سره مخامخ شوو، دا ناكامه تجربه نبايد تكرار شي. وبه گورو چي امريكا د دې عملياتو پړہ پر چا اچوي او عكس العمل به ئې څه وي؟!

د امريكا دننه او بهر له ډېرو سره دا سؤال را پيدا شوى چي كه د زمکي پر سر او د امريكا په زړہ كي داسي ستر عمليات ترسره كېدى شي نو د هغه فضائى ډال ضرورت او گټه به څه وي چي امريكا ئې د جوړولو هڅه كوي، پداسي حال كي چي ټوله نړۍ ئې مخالفت كوي او هغه د خطرناكي تسليحاتي مسابقې عامل گڼي.

موضوعات مشابه

Back to top button