سلایدرسیاسیمصاحبه ای محترم حکمتیارمطالب مهم

حکمتیار: زه امريكايي حمله په كلكه غندم

 

د پاكستان له درنې ورځپاڼي” خبرين” سره د حزب اسلامي افغانستان مجاهد مشر؛ ورور حکمتیار مركه

حکـمتیار: زه امريكايي حمله په كلكه غندم

 

محترم ورور عدنان شاهد د پاكستان خبرين ورځپاڼې مسئول مدير له ورور حكمتيار سره د هېواد د وروستيو انكشافاتو په اړہ تفصيلي مركه كړې چي دا دئ د هغې متن وړاندي كېږ‏ي. (اداره)

سؤال: ستاسو په نظر د اسامه بن لادن او د طالبانو د مسئلې عملي حل څه دى؟

جواب: د اسامه بن لادن په څېر د نورو كسانو مشكل نه د دوى په وژلو حل كېدى شي او نه امريكا ته د دوى په تسليمولو. دا مشكل د امريكا له غلطو سياستونو راولاړ شوى، تر هغه چي امريكا په خپلو سياستونو كي تجديد نظر ونه كړي، خپل فوځونه له اسلامي هېوادو ونه باسي، د اسرائيلو له حمايت لاس وانخلي، د اسرائيلي فوځيانو په لاس د بې گناه فلسطينيانو بې رحمانه مرگ ژوبله متوقف نه كړي، پر عراق د بمونو او راكټونو ورول ونه دروي، د عراق د مظلوم ولس محاصره پاى ته و نه رسوي، د اسلامي هېوادونو د مطلقه او استبدادي نظامونو له ملاتړ او په ټوله نړۍ د خپلي خوښي عالمي نظام له تپلو لاس وانخلي، دا مشكل نشي حل كېدى. اسامه يو له هغو زرگونو كسانو دئ چي د امريكا د دغو سياستونو مخالفت كوي. د اسامه مشكل په افغانستان كي نه؛ په واشنگټن كي حل كېدى شي.

دا امريكا او روسيه وه چي روانه جگړہ ئې پر افغانانو وتپله او د هغې د دوام باعث شول. دا دوى وو چي په افغانستان كي د يوه قوي مركزي اسلامي حكومت د جوړېدو مخه ئې ونيوله. كه نن افغانسان د جگړي ميدان او د تروريزم اډہ گڼل كېږ‏ي وجه ئې دا ده چي دلته د يوه داسي ځواكمن منتخب حكومت د جوړېدو مخنيوى وشو چي پر ټول افغانستان ئې سلطه قائمه وي، امنيت تأمين كړي او د داسي كارونو مخنيوى وكړي چي د سيمي سولي او امنيت ته صدمه رسوي.

زموږ په گمان دا ستونزي هلته حل كېدى شي چي حمله متوقف شي، د افغانستان په كورنيو چارو كي بهرنۍ لاسوهني پاى ته ورسېږي، افغانستان ته د وسلو لېږل بند شي، د ملت په خوښه منتخب اسلامي حكومت جوړ شي او همدا حكومت دا خبره تضمين كړي چي له دې وروسته به نه افغانستان د جگړي ډگر وي او نه د تروريزم اډہ، نه به د گاونډيو هېوادونو لپاره د سر خوږي عامل وي او نه به د دوى مخالفينو ته پناه وركوي.

سؤال: آيا په افغانستان كي د پراخ بنسټه حكومت د جوړېدو امكانات شته؟

ج ـ افغانان نه پوهېږي چي آيا د وسيع البنياد حكومت معنى دا ده چي د امريكا، بريتانيا، روسيې، پاكستان او ايران په خوښه به جوړېږي او په هغه كي به په پرديو پوري تړلو ډلو ته په زړہ پوري برخه وركول كېږ‏ي او كه دا چي د افغان ولس نمايندگي به كوي او د افغان ولس ټولو پرگنو ته به د منلو وړ وي؟ لومړى صورت ئې هيڅ افغان ته د منلو وړ نه دئ، هيڅ بهرنى هېواد حق نه لري چي د افغانانو لپاره حكومت جوړ كړي او د دې حكومت په تركيب كي په پرديو پوري تړلو ډلو ته په زړہ پوري برخى وركړى شي.

د حكومت دوهم ډول يوازي د انتخاباتو له لاري جوړېدى شي. لومړى بايد داسي شورى جوړہ شي چي غړي ئې د ولس له لوري غوره شوي وي، همدا منتخبه شورى كولى شي داسي حكومت جوړ كړي چي د افغان ولس ټولو پرگنو ته به د منلو وړ وي. افغان ولس نه د پرديو په خوښه جوړ شوى حكومت مني او نه داسي شورى او جرگه چي غړي به ئې بهرني هېوادونه او يا پدوى پوري تړلې ډلي غوره كوي.

سؤال: د پاكستان صدر جنرال پرويز مشرف چي د امريكي سره د تعاون كوم موقف غوره كړى دئ آيا ستاسو له نظره دا موقف درست دئ؟

جواب: د جنرال پرويز مشرف موقف او له امريكايي فوځونو سره په افغانستان د دوى په بې رحمانه او وحشيانه حملې كي د ده بلا قيد او شرط ملگرتيا هم د اسلام ضد اقدام دئ او هم د ښه گاونډيتوب خلاف. دا موقف نه د پاكستان په گټه دئ او نه د عالم اسلام. له دې كار به پاكستان ته هومره تاوان ورسېږي چي جبران به ئې ممكن نه وي. گمان كوم چي امريكايي مقاماتو پاكستاني چارواكو ته دروغ ويلي چي پر افغانستان به د دوى حمله لنډہ وي، مشخص او محدود اهداف لري او د طالبانو حكومت به د اسلام آباد د خوښي په بل حكومت بدلوى؛ خو اوس امريكايان‏ د اوږدې جگړي خبري كوي، پر ټول افغانستان، لويو ښارونو، ملكي او عسكري تأسيساتو، هوائي ميدانونو، دولتي دفترونو، كليو او روغتونونو بمونه وروي، د شمال جبهې ته لار پرانيزي، د طالبانو په لومړيو جنگي خطونو بمونه وروي چي د شمال جبهې ته لار پرانستل شي او كابل، تخار او مزارشريف د دوى په لاس كي پرېوځي.

پاكستاني چارواكو ته ويل شوي وو چي د پاكستان له هوائي اډو به يوازي د لوژستيكي مقاصدو لپاره استفاده كېږي، خو اوس گورو چي ټولي كوماندويي حملې له پاكستان ترسره كېږ‏ي.

سؤال: په افغانستان كي د روانو شرائطو په نظر كي نيولو سره تاسي د ځان لپاره د كوم كردار امكانات گورې؟ آيا تاسو غواړئ چي كوم كردار ولوبوئ؟

ج ـ زه امريكايي حمله په كلكه غندم، له خپل هېواد دفاع د ټولو افغانانو ديني فريضه گڼم، د امريكايي ځواكونو په خلاف له خپل هېواد د دفاع په خاطر د خپل ولس په څنگ كي ودرېږم، زه او زما حزب به د امريكا د تېري په خلاف مقاومت كي هماغه رول ترسره كړي چي د روسانو په ضد مو تر سره كړ.

سؤال: آيا له شمالي اتحاد د زمکني جنگ په مقصد له كار اخيستو سره امريكا كولى شي كاميابي په لاس راوړي؟

ج ـ بش او د امريكا دفاع وزير وايي چي هيله ده د شمال جبهه د امريكا د زمکنيو فوځونو دنده ترسره كړي. خو دا جبهه په دې موقف كي نه ده چي امريكا له دې مستغني كړي چي زمکني فوځونه افغانستان ته ولېږي. امريكا په دې نشي توانېدى چي د شمال له جبهې په استفادې سره د زمکي په سر خپل اهداف تر لاسه كړي. د شمال جبهې خپل اعتبار له لاسه وركړى، د ملت اكثريت د دې جبهې خلاف دئ، دا جبهه له يوې خوا له روسانو سره د ملگرتيا په وجه له ملت تجريد شوې، له بلي خوا ئې پر افغانسان د امريكا له حملې د حمايت په وجه خپل پاته حيثيت له لاسه وركړى، صالح كسان يا ترې بېل شوي او يا د بېلېدو په حالت كي دي، هيڅ مسلمان افغان نه غواړي چي د روسانو او امريكايانو‏ لپاره د خپل ولس او ملك په خلاف وجنگېږی.

سؤال: آيا امريكا په افغانستان كي د مستقلي او دائمي اډې قائمولو سره د چين كردار محدودول غواړي او غواړي چي پر ايران باندي هم نظر ولري؟

ج ـ امريكا غواړي افغانستان ونيسي، پر دې هېواد خپل لاس پوڅى حكومت مسلط كړي، خپل فوځونه دلته مستقر كړي، له دې هېواد ځان ته نظامي اډہ جوړہ كړي، له دې لاري د مركزي آسيا د تيلو او گاز په زېرمو مسلط شي، دا سيمه د روسانو له سلطې وباسي، د چين نقش محدود كړي، ايران محاصره كړي، په افغانستان كي د يوه اسلامي حكومت د جوړېدو امكانات له منځه يوسي او پر ټولي نړۍ د خپلي واكمني او سيادت تپلو لار هواره كړي.

سؤال: آيا د امريكي د حملې په خلاف اسلامي ملكونه متحد كېدى شي؟

جواب: متأسفانه اسلامي هېوادونه يو له بل هومره لري او هومره د پرديو تر مستقيم او غير مستقيم تأثير لاندي دي چي په نژدې راتلونكي كي د دوى د يووالي هيله نشي كېدلى. د اسلامي هېوادونو اكثر حكومتونه غير منتخب، استبدادي، مطلقه، فردي، خانداني، عسكري، له ولس پردي او په پرديو پوري تړلي حكومتونه دي.

دا حكومتونه نه خپل ولسونه متحد كولى شي او نه ټول اسلامي امت. تاسو گورئ چي پر افغانستان د امريكا د وحشيانه يرغل په اړہ د اسلامي ملكونو ولسونه په يوې وادي كي او حكومتونه ئې په بلي وادي كي. ملتونه د امريكا حمله محكوموي، د امريكا بيرغونو ته اور اچوي، د جهاد اعلان كوي… خو حكومتونه ئې يا د حملې ملاتړ كوي، يا ئې امريكايانو‏ ته نظامي اډې وركړې، يا ئې د تركيې او ازبكستان په څېر سر تېري او فوځيان وركړي، يا بې طرفه او بې تفاوته پاته شوي. خو موږ په اسلامي نړۍ كي د امريكا په خلاف عكس العمل او د كركي او نفرت اظهار ډېر قوي او تر خپل انتظار اوچت گورو. دا عكس العمل تر هغه ډېر شديد وو چي د روسي فوځونو د تېري په خلاف نړۍ والو وښودو. له دې معلومېږي چي ټوله نړۍ مخصوصاً اسلامي امت له امريكا سخته كركه لري او هغه د نړۍ د ټولو ستونزو اصلي عامل گڼي.

سؤال: تر اوسه پوري د اسامه بن لادن د تم ځاى پته ولي نه ده لگېدلې؟

جواب: دا له دې کبله چي افغانان د يوه مسلمان په خلاف له نامسلمان سره مرسته حرام گڼي او دې ته نه دي تيار چي د امريكايانو‏ مرسته وكړي، داسي مرسته د خپل دين، ايمان، غيرت او عزت النفس مغاير گڼي. د افغانانو له مرستي پرته د اسامه د اوسېدو ځاى پيدا كول امريكا ته ممكن نه دئ.

د امريكا د كاذب هيبت تر اغيز لاندي كسانو داسي گمان كولو چي امريكا هرڅه كولى شي، په لنډه موده كي به خپل ټول اهداف تر لاسه كړي، د طالبانو حكومت به نسكور كړي او اسامه به په قتل ورسوي. خو د څو تېرو اونيو بم ورونو ثابته كړہ چي د امريكا په اړه هغه تصور د امريكا له تبليغاتو راولاړ شوى وو. امريكا به كروز ميزايلونو او ايف 16 الوتكو ښارونه ورانولى شي، خو نه مشخص افراد وژلى شي او نه زمکه تصرف كولى شي.

د امريكا كوماندويى حمله نه يوازي ناكامه وه بلكي له كافى تلفاتو سره توأم وه. د دوى درې اپاچي هليكوپتري نسكوري شوې او 10 تنه ئې مړہ او ټپيان شول، شايد داسي بلي حملې ته په آسانۍ زړہ ښه نه كړي.

سؤال: د اسامه بن لادن د حفاظتي اقداماتو په باره كي چي كومي قصې خپرېږي آيا هغه رښتيا دي؟

جواب: د اسامه بن لادن حفاظتي اقدامات بايد دقيق وي.

سؤال: آيا ظاهر شاه د لويي جرگې د رابللو اهليت لري او آيا د افغانستان خلك به دى د طالبانو د متبادل په توگه قبول كړي؟

جواب: افغانان ظاهر خان ته امريكايي ببرك كارمل وايي. امريكايان‏ غواړي لومړى كابل ونيسي بيا خپل ببرك كارمل راوړي. ده د امريكا د حملې ملاتړ وكړ او هغه ئې په دوهمي نړيوالي جگړي كي د فرانسې په خلاف جگړي ته ورته وگڼله. افغانانو لا د مخه له ده كركه درلوده؛ اوس خو دا كركه څو څو ځله زياته شوې، دى په افغانستان كي د پښو ځاى نه لري.

انگرېزان غواړي د نادرشاه په څېر د ده زوى هم د لويي جرگې تر نامه لاندي پر افغانستان مسلط كړي. دوى پر هند او پاكستان د خپل تسلط په وخت كي نادر خان د بمبئى- پشاور له لاري پكتيا ته ولېږو، پر كابل ئې حمله وكړہ، د كابل له نيولو وروسته ئې په شاهي ماڼۍ كي هغه قومندانان او قومي مشران چي له ده سره له جنوب راغلي وو او د كابل ځيني بدنام كسان راغونډ كړل، دې غونډي ته ئې د لويي جرگې نوم وركړ، ځينو ته ئې وظيفه وركړې وه چي په غونډي كي له يوې بلي گوښې غږ اوچت كړي چي نادر خان بايد د پاچا په توگه قبول شي. په دې ترتيب دى د تخت او تاج خاوند شو. انگرېزان اوس يو ځل بيا غواړي همدا تجربه تكرار كړي.

په افغانستان كي د لويي جرگې تر نوم لاندي نه عملاً كومه غونډہ شته او نه د هغې ثابت او مشخص غړي. دا هسي يو نوم دئ چي يا د پرديو په لاس قدرت ته رسېد‏لو واكدارانو او يا د وسلې په زور پر ملت مسلط شوو واكمنانو له هغې په استفادې سره خپل نامشروع واكمني ته غولوونكى او باطل مشروعيت وركړي.

افغان ولس د داسي انتصابي لويي جرگې پر ځاى يوه منتخبه شورى غواړي، داسي منتخبه شورى چي غړي ئې په خپله دوى ټاكلي وي، نه لكه د روم جرگه چي نيمايي غړي به ئې ظاهر خان غوره كوي او نيمايي نور د شمال جبهه او هغه هم له دې کبله چي امريكا د ظاهر خان تر شا ولاړہ ده او روسيه د شمال د جبهې تر شا.

سؤال: تاسو د پاكستان له حكومت د څنگه كردار ادا كولو هيله كوئ؟

جواب: له پاكستاني ولس مننه كوو چي په ميړانه او جرأت سره ئې د خپلو افغاني وروڼو ملاتړ وكړ او د امريكا وحشيانه حمله ئې وغندله. هيله من يو چي دا حمايت دوام وكړي، په اسلام آباد فشار لا هم زيات كړي او هغه دې ته اړ كړي چي د افغانستان په ضد خپل معاندانه سياست كي تجديد نظر وكړي. د اسلام آباد غلطو سياستونو دا مشكلات راولاړ كړل، پاكستاني چارواكو لومړى د امريكا د خوشحالولو لپاره د رباني ملاتړ وكړ، هغه ئې په نورو ډلو تحميل كړ، هلته به ئې ويل چي په كابل كي يو پښتون ليډر پاكستان ته د پښتونستان ستونزه راولاړوي، بايد يو غير پښتون راوړاندي كړو. بيا ئې د طالبانو ملاتړ وكړ هغه هم له نورو ډلو سره د دوى په جگړي كي، لومړى له حزب اسلامي سره بيا له نورو ډلو سره، اوس چي امريكايانو‏ ظاهر خان انتخاب كړى؛ اسلام آباد وايي چي په حكومت كي بايد پښتنو ته په زړہ پوري برخه وركړى شي او ظاهر خان د پښتنو استازى گڼي.

پاكستاني چارواكو ته وايو چي د امريكا د خوشحالولو لپاره داسي سياستونه مه غوره كوئ چي نه د پاكستان په گټه وي او نه د افغانستان په گټه، د جگړي د ژر ختمولو او په افغانستان كي د يوه منتخب حكومت د جوړېدو په اړہ له افغانانو سره مرسته وكړئ.

سؤال: ويل كېږ‏ي چي تاسو د خپلو وسلو د گودامونو په ښودلو سره طالبانو ته وسلې برابري كړې دي آيا دا رښتيا ده؟ كه چېرى رښتيا وي نو تاسو په كوم نيت سره دغه تعاون كړى دئ؟ آيا په راتلونكي كي به هم له هغوى سره مرسته كوئ؟

جواب: دا بې بنياده افواهات دي، موږ به له خپلو وسلو د تېري كوونكو په خلاف په خپله استفاده كوو. موږ له طالبانو دفاع نه كوو، له خپل دين، وطن او ولس دفاع كوو. موږ ټولو افغاني ډلو ته بلنه وركړې چي خپل اختلافات هېر كړي، يوه بل ته د وروري لاس وركړي او په گډہ له خپل هېواد دفاع وكړي.

سؤال: آيا د دې خبري امكان شته چي ستاسي په څېر نور رهبران هم د طالبانو سره مدد وكړي؟ ستاسو د مرستي په بدل كي طالبانو څه غبرگون ښودلى دئ؟

جواب: د طالبانو اكثر غړي زموږ له دريځ خوشحال دي او له موږ غواړي چي داخل ته ولاړ شو او په گډہ د امريكا مقابله وكړو، خو متأسفانه ځيني له دې وېرېږي، تر اوسه د طالبانو رسمي او وروستۍ خبره لا څرگنده نه ده. موږ له ټولو صالح مجاهدينو سره د وروري اراده لرو او په دې باور يو چي اوس فقط له خپل هېواد د دفاع موضوع زموږ په مخكي ده. نور مسائل بايد كاملاً شا ته وغورزولى شي، موږ دې ته ترجيح وركوو چي لومړى له طالبانو سره د گډي دفاع د څرنگوالي په اړه توافق ته ورسېږو، بيا خپل ټول ځواكونه فعال كړو. خو كه دا كار ونه شو موږ په هر صورت د دفاع په كار كي فعاله ونډہ اخلو.

سؤال: د افغانستان د روانو حالاتو په اړہ ايران څه موقف لري او آيا په ايران كي دا وېره شته چي امريكا به په افغانستان كي له مېشت كېدو سره ايران ته ستونزي پيدا كړي؟

جواب: په ايران كي يوه حلقه پر افغانستان د امريكا حمله محكوموي او په دې منطقې كي د امريكا نظامي حضور خطرناك گڼي، خو بله حلقه داسي فكر كوي چي ايران بايد له امريكا سره په دې جگړي كي مرسته وكړي او له دې لاري خپلي اړيكي له امريكا سره ښې كړي.

په ايران كي ځينو د نيويارك او واشنگټن په پېښو كي د امريكايي مړو لپاره په پاركونو كي شمعي بلي كړې، خو د امريكايي بم ورونو په نتيجه كي د افغانانو پر مرگ ژوبله ئې خواشيني څرگنده نه كړہ او د هغو مظاهرو ملاتړ ئې ونه كړ چي په ايران كي د امريكا د حملې خلاف او له افغان ولس سره د خواخوږي په خاطر ترسره شوې.

سؤال: په افغانستان كي د امريكا د اوږد مهاله حضور د مخنيوي لپاره ايران څه اقدامات كولى شي؟

جواب: ايران د ډېر څه كولو امكانات لري خو بايد انتظار وكړو چي ايران كومه لار غوره كوي.

 

موضوعات مشابه

Back to top button