د جاپان NHk تلويزيون سره مركه

د جاپان NHk تلويزيون سره د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر، محترم حکمتیار مركه
سؤال: محترم حكمتيار صاحب! د افغانستان روان وضعيت څنگه گورئ؟
جواب: متأسفانه د افغانستان وضعيت اوس تر مخكي زيات كړكېچن دئ. د امريكا حملې او زموږ په هېواد كي د بهرنيو فوځونو شتون او زموږ په كورنيو چارو كي د دوى پراخو لاسوهنو، زموږ د هېواد وضعيت مزيد كركيچن كړي. زه د افغانستان وضعيت هماغسي گڼم لكه چي د روسى فوځونو د تېري په لومړيو ورځو كي زموږ ولس ورسره مخامخ وو.
سؤال: د بن د مذاكراتو په اړه څه واياست؟
جواب: زما له نظره د بن د مذاكراتو په ترڅ كي جوړ شوى حكومت د دې وړ نه دئ چي په دې شرائطو كي ورباندي خبري وشي او د څرنگوالي يا تركيب په اړه ئې څه وويلى شي. په افغانستان كي د امريكا، بريتانيا او د دوى د متحدينو د نظامي شتون په حالت كي، ټول نور مسائل ثانوي اهميت لري. او د هېواد د آزادي، خپلواكي، ملي حاكميت او اسلامي هويت احياء او د بهرنيو فوځونو ايستل مهم او اساسي مسائل دي. اوس بايد دا خبره وكړو چي افغانانو ته دي د خپل برخليك د ټاكلو حق وركړى شي، افغانان بايد دې ته پرېښودلى شي چي له بهرنۍ لاسوهني او فشار پرته خپل برخليك وټاكي او د خپلي خوښي نظام او واكداران غوره كړي. د افغانانو په وړاندي لومړۍ او اساسي مسئله دا ده چي ټول بهرني فوځونه دي ژر او له كوم قيد او شرط پرته له افغانستان ووځي. افغانانو ته دي دا حق وركړى شي چي د خپل هېواد د راتلونكي په اړه د خپل ايمان او عقيدې په رڼا كي فيصله وكړي. د همدې لپاره موقته اداره، د هغې جوړښت او د وزارتونو وېش زموږ له نظره خاص اهميت نه لري.
سؤال: آيا ستاسو ډلي ته د دې بلنه وركړى شوې چي په موقتي ادارې كي برخه واخلي؟
جواب: موږ په دې ادارې كي د برخي اخيستو اراده نلرو، زموږ له نظره دا اداره د امريكا د لاسوهنو او فشار په نتيجه كي رامنځته شوې. موږ پداسي ادارې كي چه بهرني ځواكونه ئې افغانستان ته جوړوي هيڅ كله برخه اخيستل نه غواړو.
سؤال: آيا دا موقته اداره كولى شي چي د افغانستان بحران پاى ته ورسوي؟
جواب: دا اداره هومره توان او واك نه لري چي د افغانستان د بحران د پاى ته رسولو په اړہ كوم مؤثر گام واخلي. هر څه د بهرنيو فوځونو په واك كي دي. بهرني فوځونه د دې ادارې هري غوښتني ته د خپلي خوښي ځواب وركوي. تاسو گورئ چي د طالبانو د حكومت د نسكورېدو او د القاعدې د مراكزو د ختمېدو سره سره او پداسي حال كي چي نور د القاعدې او طالبانو مشران په افغانستان كي نشته، خو د امريكايانو بې رحمانه او وحشيانه بم وروني ادامه لري. هره ورځ داسي دردونكي خبرونه تر لاسه كوو چي گڼ شمېر بې دفاع او بې گناه افغانان په قتل رسېږي، مكمل كلي له خاورو سره برابرېږي، د لمانځه په وخت كي پر جوماتونو بمونه ورېږي، پرون د يكشنبې په ورځ د نيازيو پر كلي د بمونو ورولو په نتيجه كي 107 كسان په قتل ورسېدل او گڼ شمېر نور زخميان شول، ټول كلى وران شو او خلك ئې تر چتونو لاندي دفن شول، داسي ډېر نور كلي په پكتيا، خوست او ننگرهار كي په همدې ورځو كي وران شول، خو د موقتي ادارې چارواكي دا جرأت نه لري چي د دې وحشيانه وژنو په خلاف غږ اوچت كړي او له امريكايانو د بم ورونو د ختمولو غوښتنه وكړي. كه د دې ادارې يو غړى دا جرأت وكړي او ووايي چي نور د بم ورونو ضرورت پاى ته رسېدلى او د بهرنيو فوځونو مسلحانه عمليات بايد متوقف شي؛ بل په ځواب كي ورته وايي: په پكتيا او كندهار كي د طالبانو او القاعدې ځيني واړہ مراكز لا پاته دي، چي د دې مراكزو د ختمېدو لپاره بايد دا عمليات ادامه وكړي او بايد بهرني فوځونه نه يوازي په كابل كي بلكي د هېواد په نورو ښارونو كي هم ځاى پر ځاى شي!! موقته اداره ئې داسي جوړہ كړې چي د امريكايانو د خوښي خلاف نه څه خبره وكړى شي او نه كوم كار. د بهرني فوځ په شتون كي دا اداره نه د څه كولو توان لري او نه اجازه. له دې کبله دا معقوله نه ده چي څوك له دې ادارې د افغان بحران د ختمولو طمع وكړي.
سؤال: په افغانستان كي د امريكا او متحدينو د فوځونو شتون ته په كومه سترگه گورئ؟
جواب: موږ د بهرنيو فوځونو تېرى او زموږ په هېواد كي د دوى استقرار په كلكه غندو او هغه د افغانانو پر خپلواكي، ملي حاكميت او ارضى تماميت څرگند او قبيح تېرى گڼو او په كلكه د دې غوښتنه كوو چي دا فوځونه دي ژر تر ژره او له ځنډ پرته له افغانستان ووځي، په دې خبري په كلكه ټينگار كوو. ټول افغانان بايد همدا غوښتنه ولري، ټول مجاهدين او افغان ولس بايد يوه بل ته لاس وركړي او بايد د هېواد د خپلواكي، ملي حاكميت او اسلامي هويت د تر لاسه كولو لپاره ملا وتړى، بايد بهرني فوځونه دې ته اړ كړو چي له افغانستان ووځي، افغانان بايد اوس هماغه څه وكړي چي د روسي فوځونو په خلاف ئې وكړل.
سؤال: ستاسو حزب اوس څه فعاليتونه لري؟
جواب: موږ ټول هغه څه په منظم او مسلسل طور كوو چي په دې ظروفو او شرائطو كي ئې ترسره كول ضروري دي او زموږ ديني مسئوليتونه او د ملت په وړاندي زموږ ژمني ئې غوښتنه كوي.
سؤال: موږ اورېدلي چي تاسو او د مولوي جلال الدين په شان ځيني نور شخصيتونه غواړي چي د امريكا ضد متحده جبهه جوړہ كړي؟ په دې اړه څه ويل غواړئ؟
جواب: امريكايي فوځونه بايد له افغانستان ووځي، ټول افغانان بايد د دې فوځونو د ايستلو لپاره يوه بل ته لاس وركړي. زه په دې باور يم چي د افغان ولس مطلق اكثريت د امريكايي فوځونو شتون داسي گڼي لكه د دوى په هېواد كي د روسي فوځونو شتون. ټول د دې فوځونو فوري، كامل او بلا قيد او شرط وتل غواړي، دا ضروري ده چي ټول افغان ځواكونه د تېري كوونكو د ايستلو لپاره متحده جبهه جوړہ كړي.
سؤال: د افغانستان غميزه 23 كاله اوږده شوه، اوس د افغانستان جگړہ مزيد طولاني شوه، تاسو څه فكر كوئ آيا افغان ولس به په دې موفق شي چي له امريكايانو سره د روسانو په څېر معامله وكړي؟
جواب: دوى به حتماً او بايد دا كار كوي. دا د دوى ديني دنده او وجيبه ده. هر افغان ته دا لوى مسئوليت متوجه دى. دوى به حتماً خپل مسئوليت ادا كوي. دا سمه ده چي موږ له گڼ شمېر ستونزو سره مخامخ يو، خو افغانان په دې پوهېږي چي دا ستونزي د بهرنيو لاس وهنو زيږنده ده او په دې هم پوهېږي چي كه وغواړي ستونزي پاى ته ورسېږي نو يوازيني چاره ئې دا ده چي د بهرنيو ځواكونو او د دوى د لاس پوڅو سلطه پاى ته ورسوي. افغان غميزه به تر هغه دوام كوي چي زموږ په كورنيو چارو كي د بهرنيو لاس وهنه ادامه لري او پر افغانستان د پرديو لاس پوڅي حكومت كوي.
سؤال: څه فكر كوئ چي پر افغانستان د امريكا او متحدينو د حملې اهداف څه دي؟
جواب: د افغانستان دائمي اشغال، پر دې هېواد د يوه لاس پوڅي حكومت تپل، له افغانستان ځان ته نظامي اډہ جوړول، په دې هېواد كي د اسلامي حكومت د جوړېدو مخنيوى، پر مركزي آسيا او زېرمو ئې د افغانستان له لاري د امريكايي كمپنيو واكمني؛ دا د امريكايانو اهداف دي.
سؤال: ستاسو نظر څه دئ، د افغانستان راتلونكى حكومت بايد د انتخاباتو له لاري جوړ شي كه د لويي جرگې له لاري؟
جواب: موږ په دې باور يو چي د افغانستان بحران يوازي د يوه منتخب اسلامي حكومت په ذريعه حل كېدى شي، بايد آزاد او عادلانه انتخابات ترسره شي، چي افغانان خپل برخليك په خپله وټاكي او د خپلي خوښي زعامت انتخاب كړي، افغانانو ته بايد دا حق وركړى شي چي له بهرنۍ مداخلې پرته د خپلي خوښي زعامت غوره كړي. د افغانستان بحران له انتخاباتو پرته له بلي لاري نشي حل كېدى.
سؤال: د افغانستان راتلونكى څنگه گورئ؟
جواب: زه راتلونكي ته هيله من يم، امريكايان به حتماً له افغانستان وتلو ته اړ كېږي، افغانان به حتماً دا فرصت تر لاسه كوي چي د خپلي خوښي اسلامي نظام جوړ كړي.
سؤال: آيا تاسو د حامد كرزي حكومت په رسميت پيژنئ؟
جواب: ما په دې اړه خپل نظر مخكي واضح كړ، پداسي حال كي چي بهرنيو ځواكونو زموږ پر هېواد تېرى كړى او ټول ستراتيژيك نقاط ئې د كابل په شمول اشغال كړي، په دې حالت كي زموږ له نظره موقت حكومت او د هغې تركيب د دې وړ نه دئ چي پرې بحث وشي. موږ په دې اړه څه ويل هم بې فايدې گڼو.
سؤال: آيا گمان كوئ چي اسامه بن لادن او ملا عمر به اوس هم په افغانستان كي وي؟
جواب: شايد دوى به په افغانستان كي نه وي، كه نه نو امريكايان به د دوى په وژلو يا نيولو موفق شوي وو، كله له امريكايانو اورو چي اسامه وژل شوى، بيا دا افواهات خواره شي چي اسامه بن لادن له افغانستان وتلى، ځيني راپورونه خو داسي هم دي چي هغه له ټولي دى سيمي وتلى دئ. ځيني وايي چه څو اونۍ دمخه په شهادت رسېدلى، د كابل ځيني چارواكي چي د امريكايانو د عملياتو او په كليو د دوى د بم ورونو ملاتړ كوي، امريكايانو ته غلط او دروغجن راپورونه وركوي او وايي چي اسامه او ملا عمر په افغانستان كي دي او د دوى ځيني مراكز په پكتيا او كندهار كي پاته دي. په دې سره دوى غواړي له دغو سيمو او اوسېدونكو ئې غچ واخلي. دوى امريكايان دې ته هڅوي چي د پشتنو سيمي وځپي او بمونه پرې ووروي.
امريكايان هم په بې رحمي او بې باكي سره راځي، دا سيمي تر وحشيانه بريدونو لاندي نيسي او په سلگونو كسان وژني او په لسگونو كلي له خاورو سره برابروي، د كابل چارواكي دا اظهارات يوازي د دې لپاره كوي چي داسي وحشيانه عمليات توجيه كړي. په درواغو وايي چي اسامه لا تر اوسه په افغانستان كي دئ او د همدې لپاره بايد د امريكايانو عمليات او د كندهار، پكتيا او ننگرهار د بې وزلو خلكو وژنه ادامه وكړي.
پاى



