خبرهای داخلیسلایدر

یونیسف: ارزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانیستل شوي  

د یونیسف چارواکي وايي چې د تېرو ۱۱ میاشتو پر مهال یې ارزګان کې ۲۲۰ تړلي ښوونځي بېرته پرانېستلي چې ورسره ۴۵زره ماشومانو ته په‌کې د زده‌کړو زمینه برابره شوې.

سوېل کې د یونیسف ادارې د پوهنې برخې مسوول محمدسرور اماني وايي چې یونیسف په تېرو ۱۱ میاشتو کې ۲۲۰ هغه ښوونځي چې د کلونو راهیسې تړلي وو، بېرته پرانېستلې دي. نوموړي او د یونیسف د څارنې او ارزونې  برخې مسوول «سلویستر بفو» او نورو چارواکو دغه څرګندونې ارزګان کې د سوېل‌لوېدیځ زون په کچه د کلني فعالیتونو د ارزونې او پایلو د وړاندې کولو پرمهال کړې دي.

د یونیسف د څارنې او ارزونې  برخې مسوول «سلویستر بفو» دې غونډه کې ویلي چې دا مهال یې په سوېل زون کې ۲۲۵۵ محلي ټولګیو کې ۷۶۵۰۵ ماشومانو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړې چې ورسره یې ۵۶ ښوونځیو ته احاطوي دیالونه هم جوړ کړې دي. هغه زیاته کړې چې دې موده کې یې ۱۰۰ ښوونځي هم بیارغولې دي.

 

موضوعات مشابه

Back to top button