تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۸مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

 د جنرال دوستم د جلبولو هڅي

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۷


 

صبغة الله مجددى له يوې خوا او رباني له بلي خوا هڅه كوله چي د جنرال دوستم حمايت ترلاسه كړي، دواړہ يو په بل پسې له دوستم سره د ملاقات لپاره مزار ته سفر كوي، مجددى ورته د ستر جنرالى رتبه منظوروى او په خپلي وينا كي د هغه ښه ډېره ستاينه كوي. مولوى منصور ئې له خالد بن وليد سره تشبيه كوي. رباني ورته وايي چي تر خپل ځويه زيات راباندي گران يي، څو ځله مزار او شبرغان ته د زيارت لپاره ورځي. د دې په ځاى چي د تش په نامه جمهور رئيسانو په وړاندي د احترام په ځاى كولو لپاره د دوى يو جنرال كابل ته راشي، دوى د هغه په حضور د مشرف كېدو لپاره يو په بل پسې مزار او شبرغان ته ورځي، لدينه هرچا ته جوته كېده چي په كابل كي د دغو مشرانو حيثيت څومره دى او د كمونست رژيم نه پاتې جنرالانو په وړاندي د دوى د حقارت، ضعف او احتياج احساس څومره؟؟

د مجددى او رباني تر منځ د جنرال دوستم د حمايې ترلاسه كولو په سر رقابت ورځ په ورځ زياتېدو، د مجددى د دوه مياشتني رياست په وروستيو شپو ورځو كي دا رقابت خپل اوج ته ورسېدو. له وضعيت نه د رباني انتباه دا وه چي مجددى حتماً په قدرت كي پاتې كېدل غواړي او كمونستان به ئې حمايت كوي، سخت لالهانده او وارخطا وو، سعودى ته ئې سفر وكړ، ترڅو رياض، له مجددى نه ده ته د قدرت په انتقال كي مرسته وكړي، خو دسفر له نتائجو نه زيات ډاډمن نه وو او گمان ئې كولو چي د مجددى مؤقت راوستل اصلاً د دې لپاره وو چي د كمونستانو په مرسته تل په قدرت كي پاتې شي.

مجددى له مسعود نه هم دا هيله درلوده چي پدې كار كي به د ده مرسته كوي. دا ځكه چي د جهاد په دوران كي د امريكايانو ځيني فوق العاده مرستي د ده له لاري مسعود ته رسېدلى وي، خو دا هيله نه يوازي تر سره نشوه بلكي مسعود تهديد كړ چي كه قدرت پرى نږدې په زور به دى له ارگ نه وباسو.

رباني او مسعود مسكو او ډہلي ته هيئتونه ولېږل ترڅو لدې لاري كمونستان پدې متقاعد كړي چي د قدرت له انتقال سره توافق وكړي، روسي هيئت د كابل او مزار ترمنځ دوره وكړہ، جنرال دوستم ئې پدې قانع كړو چي پدې اړہ خپله بې طرفى اعلان كړي.

دواړو زموږ لوري ته مخه كړہ، غوښتل ئې موږ د يوه په مقابل كي د بل مرسته وكړو، رباني د استاد سياف په شمول ريشخورو ته راغلل، دواړو پدې ټينگار كولو چي د پېښور د معاهدې مطابق بايد قدرت رباني ته انتقال شي. ما ورته وويل: كه تاسو دا خبري ومني چي ملېشې به له كابل نه ايستل كېږي، كمونستان به له حساسو ادارو نه ايستل كېږي او د څلورو مياشتو په پاى كي به انتخابات تر سره كېږي، پدې صورت كي زه له مجددى نه رباني ته د قدرت له انتقال سره موافق يم او كه دا كار نشي كولى نو ته او مجددى ماته برابر ياست، تاسو پوهېږئ او مجددى.

مجددى پداسي حال كي زموږ د مرستي ترلاسه كول غوښتل چي زموږ په خلاف ئې د كمونستانو د جگړي په كلكه ملاتړ كولو، په شورى او حكومت كي زموږ د غړو د شموليت سخت مخالف وو او غوښتل ئې كمونستانو او امريكايانو ته وښيي چي د بنسټپالو د ټكولو لپاره تر ټولو غوره كار، په رياست جمهوري كي د ده پاتې كېدل دي، د خپلي سورلى په طيارې د راكټ حمله ئې هم د حزب كار گڼلو. خو اوس لدې مخالفتونو نه نادم وو او په طيارې د حملې خبره ئې بېرته واخستله او هغه ئې د مسعود كار وگڼلو، زموږ له استاځو سره ئې ډېري خوږې خوږې خبري كولې او ويل ئې چي زه په ملگرتياكي ډېر كلك يم اوس به حكمتيار صاحب ته ثابته كړم چي څومره مي د ده مخالفت كولو تر دينه به زيات د ده ملاتړ او تائيدكوم، موږ ورته وويل: كه ته په قدرت كي پاتې كېږې موږ ورباندي اعتراض نلرو او كه رباني ته ئې سپارى موږ ئې مخالفت نه كوو. موږ ته اصلي خبره د مليشو انحلال او د انتخاباتو ترسره كېدل دي. هغه ويل چي زه پدې اړہ د حكمتيارصاحب سره مخامخ خبري كوم. خو د دوستم بې طرفى او د مسعود اخطارونو مجددى مجبور كړ چي له قدرت نه لاس واخلي خو اعلان ئې وكړ چي زه قدرت رباني ته نه، بلكه شورى ته سپارم، غوښتل ئې داسي وښيي چي رباني ته د قدرت سپارل داسي لويه گناه ده چي دى ترې ځان ساتل غواړي. بالآخره مجددى له ارگ نه وووت، خپل ځاى ئې رباني ته خالى كړ او پېښور ته ولاړ، څو ورځي وروسته، ده ته سپارل شوى كور هم د شوراى نظار غړو محاصره او فرش او ظرف ئې تالان كړل.

نور بیا…

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button