
د رباني او مجددى عكس العمل
د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې
لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر
برخه: ۱۱
استاد رباني له مؤقت حكومت نه د جوړېدو له لومړۍ ورځي څخه ښه خاطره نه درلوده، ځكه ده او گيلاني ته تر ټولو كمه رأيه او تر ټولو غير مهم پستونه په لاس ورغلى وو. په همدې خاطر هره شېبه د دې حكومت د ړنگېدو په انتظار كي وو.
مجددى ته د وزارت خارجه زيات فعالېدل او يو په بل پسې مهم موفقيتونه په لاس ورتلل د زغملو وړ نه وو.
دواړو، د امريكا اوسعودى سفارتونو او ISI ته شكايتونه كول، د مجددى حوصله هومره تنگه شوه چي خبره ئې تر اخبارونو ورسوله. مسعود په شمال كي د حزب له گڼ شمېر جبهاتو سره په جگړو بوخت شو، كه څه هم د ده جگړي لا د مخه او له روسانو سره په 1982 كال كي د اوربند د علني او له يوه بل سره د مرستو د مخفى معاهدې له امضاء كولو نه وروسته پيل شوې وې چي په دغو كي د اشكمش، اندراب، لرخاب، كشم، تخار، فرخار، گلبهار، بولغين او كوهستان جگړي د يادولو وړ دي. د حزب اسلامي ستر ستر قومندانان، لكه انجنير سليم، انجنير عبدالوهاب، قاضى جاويد، عبدالحى شيدا، ابراهيم بت شكن، سيد ناصر، مولوى عبدالوهاب، محمد عبدالله، ملاحسن …پداسي حالت كي د شوراى نظار په ذريعه په شهادت رسېدلى چي يا ئې مذاكراتو ته دعوت كړي او د تلو راتلو په جريان كي ئې وژلي، يا ئې د معاهدو نه وروسته د نامردانه كمينونو په ترڅ كي په شهادت رسولي. د همدغو جگړو په ترڅ كي د مؤقت حكومت په دوران كي، په تخاركي د حزب اسلامي د قومندان سيدجمال شهيد سره د يوه تكړ په نتيجه كي د جمعيت څو تنه داسي قومندانان په قتل ورسېدل چي ټولو له مسعود سره سخت مخالفت درلودو، موږ ته اطلاع ورسېده چي نوموړى قومندانان په اسارت نيولى شوي، فوراً مو سيدجمال او نورو قومندانانو ته د مخابرى له لاري هدايت وركړ چي نوموړى كسان بايد ډېر ژر خوشي كړي شي، خو وروسته معلومه شوه چي دوى په قتل رسېدلي، موږ د دې پېښي په اړہ خپل خفگان، د شهداوو له خپلوانو او جمعيت سره غم شريكي او د حادثى غندنه رسماً د يوې اعلاميې په ترڅ كي اعلان كړہ، خو رباني او مجددى د نوموړى پېښي په ارتباط زما په خلاف شديد تبليغات وكړل او داسي ئې وښودله چي گواكي دا كار زما په هدايت ترسره شوي. له بلي خوا جمعيت په شمال كي د مختلفو ولايتونو څخه خپل قوتونه راغونډ كړل او په تخار كي ئې د سيد جمال او د حزب اسلامي د نورو جبهاتو په خلاف وسيع عمليات پيل كړل، سيد جمال د خپلي كورنۍ او جبهې له گڼ شمېر كسانوسره ونيولى شو او وروسته ټول اعدام شول. د اعدام صحنه ئې د بى بى سي او امريكا غږ له لاري پداسي پارونكي انداز كي منعكس شوه چي د حزب اسلامي ټول غړي ئې غچ اخستلو ته وهڅول. د جمعيت ټولي اكمالاتي لاري چي د حزب له منطقو نه تېرېدي، بندي شوي… موږ هڅه وكړہ چي د تشنج له تشديد نه مخنيوى وكړو او پرى نږدو چي دښمن له هغه نه استفاده وكړي… دغو پېښو په گډ حكومت كي د يوځاى كار كولو امكانات ختم كړل او موږ ئې دې ته مجبور كړو چي د مؤقت حكومت په كابينې كي خپل عضويت د تعليق په حالت كي اعلان كړو. هسي هم نوموړى حكومت خپل افاديت له لاسه وركړي وو، د گټي په ځاى ئې جهاد ته صدمه رسوله، تنظيمونوخپل كارونه ځانته په مستقله توگه پر مخ بيول، نه ئې د افغانانو مشكلات حل كولى شوى او نه ئې د دوى توقعات پوره كولى شوي. امريكائيانو له يوې خوا د حكومت په خلاف شديد تبليغات كول او غوښتل ئې افغانانو ته دا ثابته كړي چي مجاهدين د حكومت كولو اهليت نلري، له بلي خوا ئې په داخل كي د قومندانانو شوراگاني جوړولى او د خپلي خوښي قومندانانو سره ئې مخامخ مرستي كولى او هغوى ئې د مؤقت حكومت په خلاف هڅول او د هغوى په خوله ئې د حكومت په خلاف تبليغات كول.
نور بیا …
خپرندویه اداره: نهضت
www.nuhzat.com



