تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهم

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۸ برخه

 

دنجيب د حكومت په نسكورېدوكي ځنډ

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۸


د روسي فوځونو له وتلو نه وروسته، د هر چا انتظار دا وو چي د نجيب حكومت به ډېر ژر رانسكور شي، خو د دې انتظار په خلاف، د نجيب حكومت د څه مودې لپاره دوام وكړ، راشي وگورو چي آيا د دې خلاف انتظار مقاومت وجه هماغه وه چي جنرال گروموف” په افغانستان كي د روسي فوځ عمومي قومندان” ئې دعوى كوي، كه بل څه؟ جنرال گروموف په خپل كتاب (سرى لښكرى په افغانستان كي) ليكي: د خوست دفاع او د جلال آباد ساتني، چي يوكال اوږده شوه، د لمر غوندي روښانه كړہ چي د څلويښتم لښكر له جزو تامونو سره اوږہ په اوږہ جنگېدلى حكومتي فوځ رښتينى قوت دى” آيا په رښتيا د نجيب د فوځ پياوړتيا او د شوروي اتحاد پراخو مرستو د دې حكومت د فورى سقوط مخنيوى وكړ كه عوامل ئې نور څه وو؟

د روسي فوځونو د وتلو نه وروسته د نجيب د حكومت په فورى سقوط كي د ځنډ، خاص كورني او بهرني عوامل وو چي ځيني ئې دا دي:

1 – جهادي تنظيمونه په هماغو حساسو شپو ورځو كي چي كابل رژيم ته د وروستى او پرېكنده گوزار وركولو تر ټولو مناسب وخت وو، د حكومت د جوړولو په لوبه كي مصروف كړي شول او هغه هم پدې شكل چي د ټولو تنظيمونو 60، 60 تنه مؤثر قومندانان او مهم شخصيتونه بايد په راولپنډۍ كي راغونډ شي او د حكومت د جوړولو په سر د اوږدو مركو، بحثونو او مشاجرو نه وروسته توافق وكړي.

2 – امريكائيانو پدې ټينگار كولو چي بايد د مجاهدينو د حكومت له څرنگوالى نه پدې شكل مطمئن شي چي پدې حكومت كي بايد ملي گرايان محورى رول ترلاسه كړي. پاكستانيانو د بنسټ پالو له مسلط كېدو نه د واشنگټن د وېرى د ختمولو لپاره د داسي يوې شورى د جوړېدو فيصله له افغاني تنظيمونو نه واخستله چي ستر او واړہ تنظيمونه به په هغې كي برابره برخه لري. دې 460 كسيزي مشورتي غونډي ته به هر تنظيم 60 غړي معرفي كوي او همدا غونډہ به د راتلونكي حكومت د مهمو ادارو د وېش په اړہ پدې شكل فيصله كوي چي هر غړى به د دوو رايو وركولو حق لري. د دې غونډي دوې حتمي او خطرناكي نتيجې وې:

الف: مجاهدين د اساسي عسكري كار په ځاى په يوه سياسي جنجال كي مصروف كړي شول.

ب: د وړو تنظيمونو ترمنځ د ائتلاف په نتيجه كي حساسي ادارې تر ټولو ضعيفو تنظيمونو ته وسپارل شوې، دې كار د مؤثرو او قوي تنظيمونو د مجاهدينو په روحيې منفي اثر وكړ او په اكثرو ځايونوكي د جگړي په سوړوالى منتج شو.

3 – د كابل رژيم لا د روسي فوځونو د وتلو نه د مخه له اطراف نه خپل ځواكونه مهمو ښارونو او هغو حساسو ځايونو ته راغونډ كړل چي په كوم كي دفاع كول ورته آسان وو، په لويو ښارونو د عملياتو لاندي ضروري او لازمي غوښتني وې:

الف: د مجاهدينو ترمنځ جدي او ژور يووالى او تنسيق او په يوه وخت گډ عمليات.

ب: كافي درنې وسلي.

ج: د هوايي بريدونو د مدافعى مؤثر نظام.

د: د داسي عملياتو كافي تجارب.

هـ: په ډېرو قوي مراكزو د عملياتو په ځاى په څو نسبتا ضعيفه مراكزو پرله پسې كامياب عمليات.

مجاهدينو ته له يوې خوا د راولپنډى جوړ شوي مؤقت حكومت صدمه ورسوله، له بلي خوا د جلال آباد په شان په يوې ناكامي نښتي كي پداسي حال كي مصروف شول چي د لويو ښارونو د نيولو جنگي تجارب ئې نه درلودل، له بلي خوا ځينو هغو قومندانانو د دې جگړو د مخالفت غږ اوچت كړ چي د كابل له رژيم او روسانو سره ئې اوربندونه او پروتوكولونه درلودل، غربي آژانسونو د دوى مخالفتونه په پراخه پيمانه خورول او د عملياتو په خلاف ئىخلك راپارول.

4 – امريكا او پلويانو ئې نه غوښتل چي د روسي فوځونو د وتلو سره سم دي د نجيب حكومت نسكور شي، ځكه د دې په نتيجه كي به په كابل كي د هغو ځواكونو حكومت جوړېدو چي امريكا خطرناك بنسټ پالان گڼل. دوى د نجيب د حكومت د فورى سقوط او په كابل كي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوى لپاره لاندي كارونه وكړل:

الف: د غربي خبري آژانسونو، اخبارونو، مجلو او راډيو گانو مخصوصاً بي،بي،سي او امريكا غږ تبليغاتي لهجه په ناڅاپي ډول بدله شوه، د مجاهدينو په خلاف او د نجيب په گټه تبليغات پيل شول.

ب: په امريكا پوري تړلې ډلي او قومندانان مكلف شول چي د نظامي عملياتو مخالفت او مخنيوى وكړي او لږ تر لږہ پداسي عملياتو كي له گډون نه ډډہ وكړي.

د دې مرحلې د نظامي عملياتو په خلاف به د مسعود او د مسعود په شان د ځينو قومندانانو دريځ او تبليغات د ټولو په ياد وي.

ج: له مجاهدينو سره هر راز مرستي بايد په ټپه ودرېږي، د مجاهدينو په خلاف بايد تبليغات هومره تشديد شي چي په اسلامي نړۍ كي د مجاهدينو سره انفرادى مرستي هم متوقف شي.

د – د راولپنډى د اوجړى كمپ او ورپسې د نوښار د وسلو لوى سلاح كوټونه ئې په لنډہ موده كي يو په بل پسې منفجر كړل، غوښتل ئې له يوې خوا مجاهدينو ته د مهماتو د رسېدو ټول امكانات ختم كړي او له بلي خوا په پاكستاني ولس كي د جنگ په خلاف احساسات راوپاروي.

هـ: خو چي د فشارونو، تهديدونو او اخطارونو سره سره، د پاكستان په دريځ كي تبديلى رانغله، نو مرحوم ضياءالحق ئې له خپلو گڼ شمېرمهمو ملگرو سره د بهاولپور په فضاء كي د ده د سورلى د طيارې په انفجار كي له منځه يووړ او افغان ولس ئې له يوه رښتوني دوست نه محروم كړ.

ډېر ناپوه او له حالاتو نه بې خبره خلك به دا گمان كوي چي د نوموړو سلاح كوټونو او بيا د طيارې انفجار به تصادفي پېښي وي، پدې كي هيڅ شك نشته چي دا كارونه د امريكا د هغه پلان برخي وې چي په كابل كي د مجاهدينو په لاس د اسلامي حكومت د جوړېدو د مخنيوى لپاره وضع شوى وو. دغو پېښو وښودله چي امريكا ډېر بې اعتباره، خود غرضه، بې مروته او نامرده دوست او د اسلام او مسلمانانو نه پخلاكېدونكى دښمن دى، يا به ډېر احمق انسان په امريكا باوركوي او يا ډېر بې ايمانه، امريكا مزدور خوښوى نه ملگري، داسي مزدور چي د امريكا د گټو لپاره هره شېبه د ځان او د خپل هېواد او ولس قرباني كولو ته چمتو وي.

5ـ د ضياءالحق له ترور نه وروسته، غلام اسحق خان د جمهور رئيس په حيث وټاكل شو، د ده په وخت كي د افغانستان په اړہ د پاكستان پاليسي پدې دليل د سابق په څېر پاتې شوه چي د فوځ لوى درستيز، جنرال اسلم بيگ او د ISI مسئول جنرال حميدگل وو او د فوځ او نورو حساسو او مهمو ادارو واگي د داسي كسانو په لاس كي وې چي د ضياءالحق نږدې همفكره او هم مزاجه خلك گڼل كېدل. د جنرال ضياءالحق يو د يادونو وړ امتياز دا وو چي اكثراً ئې هغه افسران راوړاندي كړي وو چي د اسلامي شخصيت په درلودو او په پاكوالى او وطن پالني مشهور وو.

غلام اسحق خان مجبور وو په دريو مياشتوكي د انتخاباتو تر سره كېدل اعلان كړي، په انتخاباتوكي پيپلزپارتي هومره رايي ترلاسه كړي چي د يوه ائتلافي حكومت په جوړولو قادر شي.

له امريكا سره د دې گوند د نږدې دوستانه اړيكو په وجه، امريكائيانو دا انتظار درلودو چي د افغانستان په ارتباط به د پاكستان په دريځ كي د دوى د خوښي تبديلى راشي، خو د جنرال اسلم بيگ، جنرال حميدگل او گڼ شمېر نورو مؤثرو شخصيتونو د شته والى په وجه د امريكا دا انتظار تر سره نشو، همدا وجه وه چي د پاكستان د فوځ او ISI په اړہ په غربي ورځپاڼو او راډيوگانو كي دا تبليغات كېدل چي په حساسو ادارو كي لاتراوسه هغه افسران پاتې دي چي بنسټ پاله دي او د افغان مجاهدينو ملاتړ كوي، امريكا د پاكستان په واكمنانو شديد فشار اچولى وو چي دا افسران بايد ژر تر ژره تعويض شي.

په همدې اړہ د يوه خاص جريان ليكل راته پدې خاطر ضروري برېښي چي ډېر پټ اسرار او حقايق په گوته كوي:

د جنرال اسلم بيگ د تقاعد دمودې رانږدې كېدو او د ده په عوض د بل لوى درستيز د ټاكلو په شپو ورځو كي، ما د وقت له جمهور رئيس غلام اسحاق خان سره يوه تفصيلي ليدنه كتنه درلوده، د نورو خبرو په ترڅ كي ما هغه ته د نوي لوى درستيز ټاكلو په ارتباط وويل: زه گمان كوم چي د پاكستان او د پاكستان د شا او خوا حالات دا تقاضا كوي چي تاسو جنرال حميدگل د دې دندي لپاره وټاكي … كاش پاكستان او افغانستان د ده په څېر ډېرشمېر لايق او با احساسه افسران درلودي…

هغه مسكى شو او ما ته ئې وويل: ستاسو خبره صحيح ده، خو پدې كار سره به امريكائيان ډېر حساس او خفه شي!! هغوى وايي چي جنرال حميدگل بنيادپرست دى!!

 

نور بیا …

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button