جهان اسلامسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر – دوهمه برخه

 

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

د آزادۍ لپاره د فلسطيني مجاهدينو خوځښتونه او قربانۍ

 

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: 2

په فلسطين كي د انگرېزانو په لاس د صهيونستي دولت د تأسيس له ورځي بيا تر ننه؛ په دې 77 كلونو كي؛ د خپلواكۍ او استقلال لپاره؛ د فلسطينيانو اوږد، له كړاوونو، لوړو ژورو ډك مقاومت، سر‌ښندني، صبر، ثبات او استقامت؛ د تاريخ زرين او مثالي باب دئ؛ په ارزښت او اهميت ئې يوازي هغه ښه پوهېږي چي قضاياوو ته د ايماني معيارونو په رڼا كي گوري؛ داسي څېړونكو او قضاوت كوونكو ته د مؤمنو، مجاهدو او مقاومو فلسطينيانو د اوږدې مبارزي هر پړاو او هره تگلاره او دريځ؛ د مضبوط ايمان نښه او د خپلواكۍ په څېر سپېڅلو آرمانونو لپاره هري قربانۍ ته د دوى چمتو والى ښيي؛ له مختلفو پړاوونو تېر شوي، ډله ايزو هجرتونو ته اړ شوي، له هر لوري؛ زمكي، فضاء او سمندر محاصره شوي، د امت حكامو او په ځانگړي توگه گاونډيانو يوازي پرېښي، داسي سختي ورځي پرې راغلې چي ډېرو انگېرلي د دوى مقاومت ځپل شوى، نه ئې بيا پيل ممكن دئ او نه دوام؛ خو لا لنډه موده نه ده تېره شوې چي بيا پاڅېدلي، له كلك هوډ او عزم سره ميدان ته راوتلي، تر وړاندي لا زيات ډاډ او اطمئنان او پر خپل رب لا زيات توكل او اعتماد سره؛ صفوف ئې مزدحم او پر حتمي بريا ئې يقين كلك، مضبوط او غير متزلزل.

كه د فلسطيني مجاهدينو د مقاومت دريو وروستيو پړاوونو ته دقيقاً ځير شو نو همدا حقيقت زموږ مخي ته راځي؛ لومړۍ انتفاضه (له ۱۹۸۷ تر ۱۹۹۳ پوری)، دوهمه انتفاضه (له ۲۰۰۰ تر ۲۰۰۵ پوری)، او په 2023 م كال د اكتوبر په 7 د حماس ستر او تاريخي عمليات؛ د دې حقيقت څرگند ثبوت دئ؛ ښيي چي په 36 كلونو كي هغوى درې ځله پاڅېدلي، كله ئې د دښمن خلاف او د خپلواكۍ تر‌لاسه كولو لپاره يو ډول او كله بل ډول مبارزه كړي؛ په پاى كي ئې دښمن خپلو شرائطو منلو ته اړ كړى؛ هر ځل ئې هغه څه كړي چي ورته مقدور وو او هدف ته د رسېدو مناسبه او رغنده لار ورته معلومه شوې؛ د خپلو انساني حقوقو او خپلواكي تر‌لاسه كولو په ارتباط ئې تر هغه غوره بل بديل نه دئ موندلى؛ د فلسطين اوږد مهاله اشغال، د فلسطینیانو ظالمانه ځوروني، بد اقتصادي حالت، د دوى خلاف بې رحمانه نژادي او مذهبي تبعیض، له ټولو انساني حقوقو محروميت، د سیاسي حل نشتون، په اشغالي سيمو كي د يهودانو لپاره ښارگوټي جوړول او فلسطينيان له خپلو زمكو او مېنو وتلو ته اړ كول، .. دوى مجبور كړي كله په يوې بڼي او كله په بلي؛ د مثبت تغيير هڅه وكړي؛ د ظلمونو او تېريو خلاف عكس العمل وښيي او خپلواكي تر‌لاسه كړي. راشئ دا درې واړه له نظر تېر كړو:

لومړى پاڅون چي د انتفاضې په نامه ياد شوى

لومړۍ انتفاضه له هغه وروسته پيل شوه چي یوې اسرائیلي لارۍ گڼ شمېر فلسطیني کارگران ووژل، د غزې د بیت حانون سړک پر یوې څنډي؛ يوې اسرائیلي پوځي لارۍ؛ د فلسطینیانو له یوه ملکي موټر سره ټکر وکړ؛ په موټر کي ناست۴ فلسطیني کارگران ووژل شول او لږ تر لږه ۹ نور ټپیان شول؛ د سیمي خلکو دا یوه عمدي پېښه وگڼله؛ او دا ځكه چي یوه ورځ وړاندي یو اسرائیلي سوداگر د يوه فلسطیني لخوا وژل شوی وو، فلسطینیانو دا عمدي ټكر د غچ اخیستلو پېښه وگڼله؛ د جنازې په مراسمو کي زرگونو کسانو شركت وكړ؛ ورپسې پراخي مظاهرې وشوې، د مظاهرو څپې له جبالیا ټولي غزې ته او بیا لوېدیځي غاړي ته خپرې شوې، نژدې شپږ کاله ئې دوام وکړ او په ۱۹۹۳م کي د اوسلو پر موافقې منتج شوه؛ له څو کلونو سختو مظاهرو، ملکي سر‌غړونو، اسرائيلي فوځي گاډي په تيږو ويشتلو،… وروسته، د اسرائيل او فتح گوند د استازو تر‌منځ؛ د ناروې په اوسلو کي په پټه ليدني پيل شوې؛ په ۱۹۹۳م كال د سپټمبر په ۱۳مه؛ په واشنگټن کي د اوسلو موافقه لاسليک شوه؛ چي له مخي ئې د فلسطين خپلواکه اداره جوړه شوه او همدې ادارې د اسرائيل شتون په رسميت وپېژاند؛ د ياسر عرفات فتح ته د همدې تنازل له امله د فلسطيني ادارې مشري وسپارل شوه. دا خائنانه تجربه يوازي په فلسطين كي نه؛ بلكي د آزادۍ په ټولو خوځښتونو كي؛ د افغانستان په شمول په وار وار تكرار شوې؛ هم شوروي اتحاد د وتلو په وخت كي اقتدار يوې داسي معامله گري ډلي ته وسپارو چي د جهاد په دوران كي ئې له شوروي سره پټ سازشونه كړي وو او د اصلي مجاهدينو خلاف ئې د روسانو ملگرتيا كوله؛ او امريكا د وتلو په وخت كي همدا كار وكړ؛ له ټولو افغاني ډلو ئې يوازي هغه غوره كړه او اقتدار ئې وروسپارو چي د امريكا شرائط ئې ومنل او ژمنه ئې وكړه چي د امريكا مخالفينو ته به اجازه نه وركوي د افغانستان خاوره د امريكا او د هغې د دوستانو خلاف وكاروي؛ كه دا د امريكا سيمه ايز او نړۍ‌وال سيالان دي او كه افغان جهادي- سياسي ډلي.

د (فتح) گوند په انتفاضه كي نه يوازي هيڅ ونډه نه درلوده؛ بلكي مخالفت ئې كولو؛ په پټو سازشونو لگيا وو؛ د اوسلو معاهده د همدې پټو معامله گريو نتيجه وه؛ لومړۍ انتفاضه (۱۹۸۷م) په غزې کي د خلکو عام پاڅون وو؛ د هغه حماس له لوري پيل شو چي بنسټگر ئې شهيد شيخ احمد ياسين وو؛

شيخ احمد ياسين رحمه الله د فلسطيني جهاد او مقاومت فكري لارښود او بنسټگر وو، د ده ونډه د عملي مقاومت په پيلولو كي ډېره لوړه او ځلانده وه؛ د هغه ټول ژوند او شهادت د فلسطيني تاريخ يوه مهمه او ځانگړې زرينه پاڼه ده. په ۲۲ مارچ ۲۰۰۴م؛ د غزې ښار كي هغه مهال شهيد شو چي د فجر له لمانځه وروسته؛ له جومات د وتلو په حال كي؛ اسرائيلي الوتکو د هغه پر موټر درې توغندي وتوغول؛ په دې بريد كي چي د اسرائيل صدر اعظم آريل شارون په مستقيم امر تر‌سره شو؛ شيخ احمد ياسين او څو ساتونکي ئې شهيدان او لسگونه نور پلويان ئې ټپيان شول؛ دا مهال ئې عمر شاوخوا ۶۷ کاله وو؛ په ځوانۍ كي ئې د ملا تير صدمه ليدلې وه چي له كبله ئې ځيني غړي فلج شوي او ټول عمر د ويل‌چېر (ټير لرونكې لاسي كراچۍ) كارولو ته اړ شوى وو؛ د سترگو ليد ئې هم صدمه ليدلې وه؛ سره له دې ټولو سختو صحي ستونزو؛ يو اغېزمن وياند او د ژور فكر او ليد لوري خاوند او د حماس فکري او معنوي لارښود وو؛ جهاد او مقاومت ته د فلسطينيانو په چمتو كولو كي د ده ونډه ډېره ځلانده او پراخه وه. د هغه شهادت د حماس لپاره د ملاتړ څپه لا پياوړې کړه او دوهمه انتفاضه (انتفاضة الأقصى) ئې لا ډېره څپانده کړه.

شهيد احمد ياسين په فلسطين كي او د اسرائيل د صدر اعظم په امر شهيد شو؛ خو ياسر عرفات په همدې کال ۱۱ نومبر ۲۰۰۴م، فرانسې ته د علاج لپاره تللى وو؛ په داسي حال كي چي فرانسه د اسرائيل ستر حامي او د هر اسلامي خوځښت نه پخلا كېدونكى دښمن پاته شوى؛ هملته په پرسي فوځي روغتون (Percy Military Hospital) کي ومړ! ټوله شتمني ئې فرانسوۍ مېرمني ته پاته شوه؛ مشهوري رسنۍ ئې شتمني له يو تر درې مليارد ډالرو پوري ارزوي؛ Forbes د عرفات د شتمني اندازه شاوخوا ۳۰۰ میلیونه ډالره اټکل کړې، خو امریکایي چارواکي بیا دا تر ۱ میلیارد ډالرو پوري؛ CBS News ئې شخصي شتمني د ۱ او ۳ میلیاردو ډالرو ترمنځ بولي،Time Magazine ليكلي: په نولس کلونو کې عرفات شاوخوا ۳ میلیارد ډالر شتمني درلوده، خو د مرگ په وخت كي کېدی شي یو میلیارد ډالر پاته وو. ده په ټولو فلسطيني مېرمنو کي داسي مېرمن ونه موندله چي د خپل ژوند د ملگرې او د خپل اولاد د مور او د خپلو شتمنيو د وارثي په توگه ئې غوره کړي!! فرانسه په اسلام دښمنۍ كي اوږده او ډېره توره سابقه لري؛ د صلاح الدين ايوبي له دور نيولې تر ننه ئې دوام كړى؛ هغه مهال ئې هم ښايسته پېغلي د خبريالانو په پوښښ كي د امنيتي او استخباراتي مأموريتونو لپاره لېږلې؛ د افغانستان په جهاد كي ئې هم دا كار كړى؛ بې فرهنگ، بې هدف او سپېڅلو آرمانونو ته غير متعهد افراد ئې په لومو كي نښتي او د اسلام او جهاد په ضد ئې ترې استفاده كړې. ښايي سوها عرفات هم له دې ډلي وه.

دا پېښه هم په يادولو ارزي چي ياسر عرفات په ۱۹۹۲م كال کي له سوډان تونس ته د تگ په دوران كي؛ الوتکه ئې د طوفان له امله د ليبيا په صحرا کي بېړنۍ ناستي ته اړه شوه؛ څو ساعته په شگلن ډاک كي له ارتباط پرته پاته وو او هيڅوك ئې له برخليك خبر نه وو؛ خو د امريکايي سپوږمکيو په مرسته ئې ځاى مشخص او وژغورل شو!! يعني چي د هغه مرگ نه بلكي ژغورنه د امريكا په گټه وو!! له پلويانو پرته؛ د ټولو څېړونكو؛ په ځانگړي ډول د فتح د مخالفينو تعبير همدا وو.

د فتح گوند نه په لومړۍ او دوهمې انتفاضې كي څه ونډه درلوده او نه د حماس په عملياتو كي؛ تل ئې د پټو سازشو له لاري قدرت ته د رسېدلو ناولې هڅي كړې؛ د آزادۍ د تحريك د كورني او پټ دښمن په توگه ئې عمل كړى؛ په پاى كي ئې د ملت او هېواد له دښمنانو سره؛ د آزادۍ ولسي تحريك خلاف گډ دريځ او تگلاره غوره كړې؛ په عملي ډگر کي فلسطيني ولس او د دوى له متن راپاڅېدلې ډلي؛ حماس او اسلامي جهاد؛ د خپلواكۍ لپاره جنگېدلي او قربانۍ ئې وركړې؛ ليبرالانو او سيكولرانو؛ هم په فلسطين او هم په افغانستان او نورو هېوادونو كي؛ ورته دريځ او كړني درلودې؛ فلسطينيان ئې بايد له خپلو افغاني وروڼو زده كړي او افغان مجاهدين ئې له فلسطيني وروڼو.

موضوعات مشابه

Back to top button