تاریخیسلایدرسیاسی

د ثور اومه!

 

 

د ثور اومه!

 

لیکوال: مسلمیار
د ثور په اومه نیټه كمونستانو په ګران هېواد كښې كودتا وکړه، زمونږ ټول اسلامي او ملي ارزښتونه ئې ترپښو لاندې کړل.
كمونستانو هیڅ استقلال نه درلود ، ځکه چې د افغانستان د ملي بيراغ په ځای ئې دروسانو سور بيراغ پورته كړ ، د الله اكبر په ځای يي د حورا چغې زمزمه کړي.
افغانستان يې په روسانو باندې خرڅ کړ او دافغانستان داشغال دپاره يی روسانو ته زمینه برابره کړه.

روسانو هم د خپلونظامي مشاورينو په وسیله بد نامه كمونستان ۷/ ۲/ ۱۳۵۷ هجري شمسي كال ديوې نظامي كودتا په ترځ كې سياسي واكمنۍ ته ورسول ، د ثور اومه نيټه چي په تاریځ کې يوه لويه دردونكی فاجعه بلل کیږي ، د روسانو په مستقیمه لارښوونه په افغانستان كې رامنځ ته شوه.

خلقيانو او پرچميانو د خپلو بادرانو په لارښونه او همکارۍ په ميك الوتكو ، توپ لرونكو هليكوپترو ، توپونو ، ټانګونو او زهرجنو كمياوی موادو په ذریعه ، دوه ملیونه بې ګناه افغانان په شهادت ورسول ، یو ملیون او دری لکه کسان يي زخمیان کړل.
ژوندي انسانان يي تر خاورو لاندې ښخ كړل او په ژونديو انسانانو يي د پاسه ټانګونه وخيږول ، زیات شمېرافغانان يي بندیان او اعدام کړل،
د مظلمو افغانانو كورنه ، باغونه ، مسجدونه، ښارونه يي وران په كنډولو باندې بدل كړل او لس (۱۰) ملیونه افغانان ئي هجرت کولو ته مجبور کړل
ډېري ښځۍ يي کونډې کړی د یو ملیون څخه يي زیات یتیمان کړل.

دافغانستان د (۴۹) كلنۍ بدمرعۍ او تباهۍ اصلي عامل د ثور اومه كودتا ؤ ، چې پايلې ئې د افغانستان مسلمان اولس د شهادت ، معلوليت او ورانې سبب وګرځيده.
دغه منخوسه كودتا د پرديو په اشاره او ايديالوژي سره سمبال شوي وه.
په نتيجه كې يي په افغان ولس باندې پرادي حاكم كړل.

د روسي فوځونو د وتلو پر مهال، واشنګټن او مسكو دا پريكړه وكړه، چې په گډه به په افغانستان كښې ، د مجاهدینو په لاس حكومت د جوړیدو مخه نيسي، دوي د جبل السراج بدنام ائتلاف جوړکړ ، دغه ائتلاف ته د پخوانۍ جګ.ړې د دوام ماموریت وسپارل شو ، مسكو و سلي وركولي ، ايران پيسۍ او امریکايي سياسي ملاتړ كولو.
دا فغانستان ټول سفارتونه ، په ملګرو ملتونو كې د افغانستان د كرسې په شمول دې ایتلاف ته وركړای شول.

ټل والي پخوا د جهاد په كالونو كې افغانانو ته ستونزي پيدا كولي، د دوي جهاد دروسانو او دهغوي لاس پوڅي رژيم په مقابل كښې، يوه غولونكي بڼه درلوده ، چي ښه بيلګه يي په ۱۹۸۲ كال كي د ټل والي په نماينده ګي د قومندان مسعود د دوستۍ لاس ليك ؤ، دروسانو څلويښتمي فرقي له قومندان سره ، روسانو ته ئي ډاډ وركړی ؤ ، چې د دوي قواوي به په خوندي ډؤل ، د مسعود او جمعيت ترواك لاندې سيمو څخه تيريږي او د ح ـزب اسـلامي مجاهدينو په وړاندې به په ګډه جنګيږي او دايي په عمل كښې ثابته كړه.
روسان اوس هم ، چې كله په افغانستان كې د خپلو وژل شويو عسكرو او د هېواد څخه د خپلو عسکرو وتلو كليزه لمانځي نو مسعود ته د خپل پروتو كولي قومندان جمعيت او متحدينو ته يي ، دروسي د متحدينو خطاب كوي.

د احمدشاه مسعود کړنې:
احمدشاه مسعود، یوازې د یوه هیواد له جاسوسي سازمان سره اړیکې نه درلودلي ، بلکه د افغانستان له ډېرو دښمنو هېوادونو سره يې اړیکې درلودی!
لکه: انګلستان، فرانسه، شوروي اتحاد، امریکا، پاکستان، ایران، تاجکستان هند او نورو غربي او عربي استخباراتو سره .

مسعود برتانیادولت سره اړیکې!
دبرتانیا دولت د جګ.ړې له پیله د مسعود سره ښې اړیکي لرلي، نوموړی ته یی پېسۍ ، یو څه اندازه وسلې او د استخباراتو وسایل ورکول.
د انګریزانو جاسوسي ادارې مسعود ته د یوه نږدي متحد دوست په سترګه کتل.

مسعود دروسانو سره هم ژمنه کړی وه، چې د شوروي او حکومتي پوځونو پرخلاف به له د ښمنۍ څخه ډک عملیات نه تر سره کوي.
د دې کار په بدل کښې له هغه سره خبري شوي وي ، چې نور به پر پنجشېر هوایي بمبارۍ نه کیږي، د شورویانو کاروانونه به پنجشیر درې ته د ننوتلو او له هغه ځای نه د وتلو په وخت له کومې ستونزۍ سره نه مخامخ کیږي .
همدارنګه د افغانستان اسلامي ګوند ح ـزب اسـ ـلامي له سیالي ډلي سره د احمدشاه مسعود د وسله والو نښتو پروخت به د هوایي بمیاریو او توپچي ګوزارونو له لارې له مسعود څخه به ملاتړ کیږي.
د (کې، جې، بې) جاسوسي ادارې هم د مسعود څخه سم بې دینه کمونسټ غلام جوړ کړي ؤ .
مسعود د شورویانو سره د یوې معاملې کولو پریکړه کړي ؤ په (۱۹۸۳،ز) کال په پسرلي کې یې د اوربند اعلان وکړ.
په افغانستان کې د ننه او بهر ډیرو خلکو دې اوربند ته، د (تسلیمۍ) په سترکه کتل.

شورويانو او مسعود په ګډه د افغانستان د څو شمالي ولایتونو د بېلولو (تجزیې) خاینانه طرحه پلان کړی ؤ، چې په هغه کې د شوروي اتحاد د دفاع وزیر، د کورنیو چارو وزیر او د (کې- جې- بې) استازيو لخواه دا تړون په رسمي توګه لاسلیک شوی ؤ.
او په کابل کې د شوروي
سفارت لخوا هم ټاپه شوی ؤ
چې د بدخشان، تخار او بغلان ولایتونو او همدارنګه د پروان او کاپیسا ولایتونو د ځینو برخو څخه خود مختاره تاجکستان جوړول وو.
په دې برخه کې یي د ځانګړو څوکیو او په ملي شورا او کابینه کې د تاجکو استازیتوب یادؤنه شوي ؤ.
بل د جمعیت ګوند خپلواکه او په رسمیت پژندل ښودل شوي وو.

د امریکا او مسعود اړیکې!

د امریکا په لانګلي ایالت کې د C. I. A) ) په اداره کې د مسعود سره دهمکارۍ په نوم یوه ځانګړي څانګه جوړه شوي وه ، ترڅو وکولای شي، چې له مسعود څخه په جاسوسي او ترورستي چارو کې ښۀ پوره ګټه واخلي.
امریکايي جنرال په کابل کې له احمدشاه مسعود سره داسـ امه بن لادېن د نیولو په اړه لیدنه کړي ؤ ، له همدې لیدنې څخه هغه ډیر خوشال ؤ .
خو کله چې مسعود ووژل شو نو د سي، آی، اې دا جنرال ډېر خواشینۍ شو ، ځکه چې د جنرال نوی او مهمه دنده په افغانستان کې د پيلیدو په حال کې ؤ، نوموړی جنرال وایي د مسعود سره دا ناسته ډېره مهمه وه، چې له مخې ئې له شمالي ټلوالې او مسعود سره چې له امله یې ( د سي، آی، اې لس ګروپونه ول، چې په پنجشېر کې ځای پرځای شول)

د (سي، ای، اې) لخوا مسعود ته د میاشتې دوه سوه زره ډالره په دوامداره توګه ورکول کیدل.

(سي، ای، اې) په دې عقیده و چې د مسعود کسانو ته له وطن خلکو څخه پېسۍ ډیره اهمیت لري.

مسعود او ایراني څارګر:

د ایران د استخباراتو د انقلابي قول اردو ګارد دوه څارونکي د شمالي ټلوالې سره په لمُړۍ کرښه باندې په دنده ګُومارل شوي وو ، دا کارکوونکي د پنجشېر په دره کښې شتون درلود او د ایران څخه هم مسعود ته پيسۍ راتللي ، خو دوي له دې امله ډیر اندښمن ول ، چې باید ایرانیان د امریکایانو له شتون څخه د ماموریت په دغه مهم پړاؤکې خبر نه شي.

د مسعود او تاجکستان اړیکې!

شمالي ټلوالې لپاره د تاجکستان هېواد له افغانستان څخه ډېر اهمیت  درلود ، ځکه دوي په دې عقیده ول، چې تاجکستان زموږ (پدري هیواد) دی ، د تاجکستان حکومت هم په عمل کې ورته ثابته کړی وه چې دا هېواد ئی د دوي اصلي ټاټوبی دی ، نو ځکه يي د کولاب هوایي ډګر د مسعود په خدمت کې ورکړای ؤ.
مسعود د خپلو خلکو پر وژلو او د خپل هیواد په ورانولو او ګډوډيو کښې د خارجې استخباراتو سره پوره همکاري لرله.
دروسانو تر ماتي وروسته د ټولو بد بختيو مسئوله بد نامه ډله شوراي نظار او کمونستان دي.
شورا نظار او کمونستانو د هر اشغالګر لپاره داشغال ښۀ زمينه برابره كړي ؤ، دا ځکه چې دوي د بهر څخه تربيه شوي غلامان وو.

د شورا نظار ډلګۍ هیڅکله هم مجاهدین نه ګڼل کیږي، ځکه هغوی د روسانو کاروانونو لپاره د سالنګ د لوی لاری امنیت ساتلو مسؤلیت په غاړه اخیستی ؤ او دروسانو سره یي په همدې خاطر اوربند کړی وو .
په اتم دثور ئې د جنرال نبی عظیمی، بابه جان، اصف دلاور ، جنرال مؤمن، دوستم ، او د نورو کمو نستانو سره ئي په جبل السراج کی د ګډ ایتلاف هوکړه کړی وه.

دوی دتیر شل کلن اشغال ته هم زمینه برابره کړي وه، دخارجی قواوو په ملتیا کابل ته راغلل ، حکومت یي پخپلو کې سره تقسیم کړو د شیر پور ځمکي یي په خپلو کې سره وویشلي ، چور و چپاول یي وکړو دیر دولتی پوستونه د یوې ولسوالی خلکو ته ورکړل شول او په سیاسی معاشاتو او رشوتونو میلونران شول، پانګی یي خارجی ممالکتو ته انتقال کړي او د اشغالکرو سره یو ځای خپل ملک يي پریښود، هیڅکله هم دوی مجاهدین نه وه ځکه دوي اسلام او هېواد خلکوته کوم خدمت نه دی کړی ، يوازې د جهاد نوم څخه يي د ځان په ګټه تل استفاده کړي دی.

موضوعات مشابه

Back to top button