صحی

ډېنګي

 

ډېنګي

 

داکتر ديدار يوسفزی

د اکتوبر او نومبر مياشت د ډېنګي وائرس د خپرېدو مياشت ده – د ډېنګي ماشے پۀ دې ورځو کښې پۀ ولاړو اوبو او پۀ تياره ګوټونو کښې اګۍ اچوي او خپل نسل زياتوي – دا ماشے عموماً پۀ تياره کښې د کمرې پۀ ګوټونو کښې د پردو شاته يا داسې پۀ نورو ګوټ پېرونو کښې ځان پټ ساتي –

ډېنګي وايرس د يو خاص ماشي پۀ ذريعه خپريږي – پۀ دنيا کښې هر کال ۴۰۰ ميلين کسانو ته دا وائرس لګي – او د ۴۰ زرو خواوشا کسان ترې مري – چې دا ماشے کله يو ناجوړه کس وچيچي – نو دے بيا د نورو روغو خلکو پۀ چيچلو دغه وائرس هغو ته منتقل کوي – پکار ده چې ناجوړه کس د مچرداني استعمال خامخا کوي –

 احتياطي تدابير

ـــــــــــــــــــــــــ

🔸د کور پۀ ښکاره لوښي لرګو کښې اوبۀ مۀ پاتې کوئ

🔸د کور د ګوټونو او د تيارو ځايونو صفائي کوئ

🔸د کور خواوشا ډنډونه او سخا والے مۀ جوړوئ

🔸پنکچرو واله دې پۀ ټائرونو کښې اوبه نۀ خوندې کوي

🔸 پۀ سحر او ماښام د دې ماشي د چيچلو نه ځان ساتئ

🔸د شپي د مچر داني او د ماشي زغلولو کريم لګوئ

 علامات

ــــــــــــ

تېزه تبه ، سر درد ، د سترګو شاته درد ، د مسلز او جوړونو درد ، زړۀ وېشېدل ، الټۍ او شرے ئې عمومي علامات دي

 د دې علاماتو سره ناجوړه انسان عموماً پۀ هفته کښې ښۀ شي – د عامو علاماتو له پاره ئې څۀ خاص علاج نشته خو ارام ، پېراسيټامول ، ډېرې اوبۀ ، نمکول يا ډريپ پکښې ښۀ وي –

 کۀ چرې د دې نورو علاماتو سره سره پۀ خېټه کښې تېز درد ، مټاکوالے ، پۀ دستونو کښې وينه ، مسلسل الټۍ، د وينې الټۍ يا د پوزې او ورو نۀ وينه شورو شي – نو دا ټول د خطرې علامتونه دي – د دې بيمارۍ پۀ ډېر زياتوالي کښې چونکه د وينې يو خاص قسم سيلز (پلېټلټس ) کميږي نو کۀ تکييف زيات شي نو پکار ده چې اېمرجنسي ته مريض ورسولے شي

موضوعات مشابه

Back to top button