خبرهای داخلیسلایدر

عبدالسلام ضعیف: له پاکستان سره د اختلافاتو د حل یوازینۍ لار؛ خبرې دي

ملا ضعیف د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه «جنګي جنایت» بولي او ټینګار کوي چې دا پېښه باید د نړیوالو بنسټونو له خوا وڅېړل شي.

 

 

عبدالسلام ضعیف: له پاکستان سره د اختلافاتو د حل یوازینۍ لار؛ خبرې دي

په پاکستان کې د افغانستان پخوانی سفیر وایي چې پاکستان باید د بې ګناه وګړو د شهیدانولو په تور مجازات شي.

په داسې حال کې چې په دوحه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هوکړې لاسلیک کېدو د دواړو هېوادونو ترمنځ د پوځي ترینګلتیاوو د کمېدو لپاره د هیلو یوه نوې کړکۍ پرانېستې ده، په اسلام‌آباد کې د افغانستان د طالبانو پخوانی سفیر عبدالسلام ضعیف وايي، دا هوکړه هغه وخت پایښت موندلای شي چې دواړه لوري خپلو ژمنو ته رېښتوني پاتې شي او د قطر او ترکیې په څېر منځګړي هېوادونه فعال څارونکی رول ولوبوي.

ښاغلي ضعیف زیاتوي چې خبرې اترې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اوږدمهالو اختلافاتو د حل لپاره غوره لاره ده.

په اسلام‌آباد کې د طالبانو پخوانی سفیر، عبدالسلام ضعیف وايي: «په دوحه کې یو د اوربند هوکړه وه او بله هوکړه دا وه چې دواړو خواو ته ستونزې باید د مذاکرې او تفاهم له لارې حل شي. زه فکر کوم دا یو ضرورت دی او په دې باندې کار هم وشي چې ستونزې د تفاهم له لارې حل شي نه د تشنج له لارې.».

ښاغلي ضعیف د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي بریدونه «جنګي جنایت» بولي او ټینګار کوي چې دا پېښه باید د نړیوالو بنسټونو له خوا وڅېړل شي.

ښاغلی ضعیف زیاتوي: «دوی غوښتل چې که دوی پر افغانستان حمله وکړي، نو غرب او امریکا به رامنځته شي او منځګړیتوب به وکړي. دوی غوښتل چې هغوی هم په دې کې دخیل شي. غرب بې تفاوته پاتې شو نو جنګ د دوی په تاوان تمام شو».

هغه په خپلو خبرو کې خبرداری ورکوي چې که پاکستان اوربند نقض کړي، افغانستان به په دفاعي حالت کې وي.

په اسلام‌آباد کې د طالبانو پخوانی سفیر دغه راز وايي: «که څوک تعارض وکړي نو د افغانستان اتله اردو او افغانان دې ته تیار دي چې له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا دفاع وکړي».

عبدالسلام ضعیف همداراز له پاکستان سره د سوداګرۍ مسألې ته هم اشاره کوي او وایي چې اسلام‌اباد باید اقتصادي اړیکې د فشار د وسیلې په توګه ونه کاروي.

موضوعات مشابه

Back to top button