خبرهای داخلیسلایدر

ملګري ملتونه: افغانستان سږ کال د قحطۍ له جدي خطر سره مخ دی

 

ملګري ملتونه: افغانستان سږ کال د قحطۍ له جدي خطر سره مخ دی

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې استازي ویلي؛ افغانستان د خوړو له جدي بحران سره مخ دی، ځکه د نړیوالو مرستو کمښت، له ګاونډ هېوادونو څخه د ۲.۸ میلیون څخه زیاتو کډوالو راستنېدا او ویجاړونکې زلزلې د دې بحران ترټولو لوی لاملونه دي.
عرفات جمال ویلي، چې افغانستان ته د نړیوالو مرستو کموالی او له دوه میلیون څخه د زیاتو کډوالو راستنیدا په افغانستان کې د خوړو د بحران ترټولو لوی عوامل دي.
هغه زیاته کړې، چې په ختیځو ولایتونو کې زلزلې او د ښځینه کارمندانو نشتوالي بشري ناورین رامنځته کړی؛ په میلیونونو افغانان د جګړې، فقر او بې کارۍ له ټپونو روغ شوي ندي، چې د قحطۍ او لوږې ګواښ پرې خپل سیوری وغوړاوه.
د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ استازی عرفات جمال وایي: « مونږ د روان کال په نهمه میاشت کې له سختې قحطۍ سره مخ یوو، چې له جنورۍ راپدېخوا د نړیوالو مرستو له بندیدو پیل شوی دی. سږ کال له ګاونډ هېوادونو څخه شاوخوا ۲.۸ میلیون کډوال افغانستان ته راستانه شوي او مونږ په ختیځو ولایتونو کې د یوې ویجاړونکې زلزلې شاهدان هم یوو، چې وضعیت یې تر بل هر وخت ډېر نازک کړی دی.»
عرفات جمال زیاته کړې؛ د راستنېدونکو کډوالو ۷۰ سلنه ماشومان او نرینه دي او ۳۰ سلنه یې ښځې دي.
عرفات جمال وایي:« مونږ د ښځینه کارکوونکو د حضور په اړه ډېر ټینګار کوو، چې باید کار وکړي؛ځکه د دوی له لارې مونږ کولی شوو له ښځینه راستنیدونکو سره مرکه وکړو، د دوی د ستونزو په اړه پوښتنه وکړو، بایومټریک وکړو. مونږ په دې اړه له طالبانو(اسلامي امارت ) سره خبرې کوو او زمونږ خبرې به په راتلونکي کې هم دوام ومومي او هیله لرو، چې طالبان به په دې برخه کې له مونږ سره مرسته وکړي.”
د اقتصاد وزارت ويلي، چې د هېواد د اقتصادي ودې لپاره بېلابېل پلانونه تر کار لاندې دي.
د اقتصاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وايي، چې د افغانستان د اقتصادي بېخبنا په ځانګړي توګه د کرنې، د ځمکې لاندې اوبو کنټرول او د دندو د رامنځته کولو له لارې د بحران د حل لپاره کار کوي.
یو شمېر کارپوهان د نړیوالو مرستو بیا پیل د راستنېدونکو کډوالو د سرپناه او د بحران د کنټرول لپاره د عملي اقداماتو غوښتنه کوي.

موضوعات مشابه

Back to top button