د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو دوام
دغه پاکستاني چارواکي دغه راز له اسلامي امارت غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر ضد وکاروله شي.

د افغان خاورې د کارول کېدو په اړه د پاکستاني چارواکو د ادعاوو دوام
د بلوچستان اعلی وزیر وایي، که څه هم افغانستان د پاکستان ګاونډی او دوست هېواد دی، خو په وروستیو بریدونو کې ښکېل کسان افغانان وو.
سرفراز بوګتي زیاتوي چې د افغانستان خاوره لا هم د پاکستان پر ضد کارول کیږي.
د بلوچستان اعلی وزیر، سرفراز بوګتي و ویل : «افغانستان زموږ ورور او ګاونډی هېواد دی. خو هلته هغوی ته خوندي ځایونه ورکړل شوي. هلته د روزنې کمپونه ورکړل شوي. دولتي ملاتړ لري او له هغه ځایه پر موږ بریدونه کوي. او اوس تاسو ولیدل په وروستیو کې چې څومره دغه کسان و وژل شول، ډېری یې افغانان وو.»
دغه پاکستاني چارواکي دغه راز له اسلامي امارت غوښتي چې د دوحې هوکړې ته ژمن پاتې شي او اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ګډون د هیڅ هېواد پر ضد وکاروله شي.
سرفراز بوګتي په دې اړه و ویل: «زه تل د افغانستان حکومت ته، د افغانستان لنډمهالي حکومت ته دا وایم او یادونه یې کوم چې تاسو په دوحه کې له نړۍ سره یوه هوکړه کړې ده. تاسو یوه ژمنه کړې. خپله ژمنه پوره کړئ، هغه ژمنه چې تاسو ویلي و، زموږ خاوره به د بل هېواد پر ضد نه کارول کیږي. نو تاسو هغې هوکړې ته ژمن پاتې شئ.»
د سیاسي چارو شنونکي سید مقدم امین و ویل: «د پاکستان امنیتي وضعیت خراب شوی او ټي ټي پي پر یوه پوځي قدرت بدل شوی خو په دې کې افغانستان نشي ملامت ګڼل کیدای.»
پاکستاني چارواکو تل دغه هېواد کې امنیتي ستونزې له افغانستان سره تړلې دي.
خو اسلامي امارت بیا بیا ټینګار کړی چې افغانستان د پاکستان د ناامنۍ پلوی نه دی او په دغه هېواد کې امنیتي پېښې له افغانستان سره هېڅ تړاو نه لري.



