
متضاد روایات، مذهبی اختلافت
سلفي شم که مذهبي پاته شم؟!
لیکوال: محترم حکمتیار
برخه: 26
متعارض روايات او مذهبي اختلافات
ځيني كمعلمه خلك له دې خبر نه دي چي متضادو رواياتو په امت كي څومره ستونزي راولاړي كړې او هغه متحد امت ئې څنگه ټوټې ټوټې او په بېلو بېلو فرقو ووېشو چي د وحدت مزى ئې قرآن وو!! دوى گمان كوي چي مذاهبو امت ووېشو او په احاديثو عمل كولو سره دا اختلاف له منځه وړى شو، دوى ادعاء كوي چي په احاديثو كي تضاد او تعارض نشته، او روايات د اختلاف او وېش سبب نه بلكي د اتحاد او اتفاق سبب دي!! دا دواړہ خبري داسي دي چي هيڅ عقلمن انسان ورسره توافق نشي كولى، چا چي د احاديثو له كتابونو نه حتى يو هم لوستلى وي د داسي خبري كولو جسارت نشي كولى، څوك چي په امت كي د اختلاف له عواملو خبر وي د داسي خبري له كولو حتماً ډډہ كوي او هغه ورته د حقيقت خلاف برېښي.
د امت په وروستيو پېړيو كي اختلافات خو يوې خوا ته پرېږده چي لويه منشأ ئې متعارض روايات دي، حتى په صحابه وو كي اختلافات له همدې متعارضو رواياتو راولاړ شوي، د دې ډېري بېلگي د احاديثو په كتابونو كي زموږ مخي ته راځي. دغو متعارضو رواياتو ته په پام سره د امت فقهاء او محدثين راولاړ شول چي روايات وچڼي، د راويانو په اړہ ژور تحقيقونه وكړي، صحيح روايات تشخيص كړي، د اعتماد وړ راويان له كمزورو بېل كړي، يوازي هغه روايات د اعتماد او اعتبار وړ وگڼي چي راويان ئې ثقه وي او متن ئې له قرآن سره تعارض ونه لري. الله تعالى دي دوى ته ډېر ډېر اجرونه وركړي، خو د دې معنى دا نه ده چي د احاديثو په كتابونو كي راغلي ټول روايات سل په سلو كي هم د سند له پلوه صحيح دي او هم د متن له پلوه، په دې كتابونو كي هم صحيح روايات شته، هم ضعيف، هم له قرآن سره موافق روايات شته او هم متعارض، د دې كتابونو ځيني روايات يو له بل سره موافق دي او ځيني ئې متعارض، الله تعالى پر موږ ستره پېرزوينه كړې او داسي روڼ او لارښود محك او معيار ئې زموږ په اختيار كي راكړى چي د رواياتو په شمول د ژوند په ټولو اختلافي مسائلو كي د هغه په رڼا كي قضاوت كولى شو او سمه خبره له كمزورې او غلطي بېلولى شو.
قرآن موږ ته لارښوونه كوي چي په ځينو مواردو كي د يوه كس ادعاء د بل په اړہ هغه مهال ومنو چي دوه شاهدان وړاندي كړي او په ځينو مواردو كي هغه مهال چي څلور شاهدان ولري، كه د قرض او شخصي معاملاتو په اړہ د قرآن حكم دا وي نو د رسول الله صلى الله عليه و سلم په اړہ چي څوك ادعاء كوي چي داسي ئې وكړل يا داسي ئې وويل څنگه ئې ادعاء له هيڅ شاهد پرته ومنو؟!! عمر رضى الله عنه خو داسي وو چي چا به د ده په وړاندي وويل چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم څخه مي اورېدلي، نو فوراً به ئې ورته وويل: يا شاهد وړاندي كړہ يا دي ملا دُرې ته تياره كړہ!! په كار خو دا وه چي زموږ درنو محدثينو د احاديثو په اړہ تر څلورو هم زيات شاهدان غوښتى، د داسي رواياتو له راوړلو ئې ډډہ كولى چي يو راوي لري؛ نه په صحابه وو كي د راوي ترڅنگ شاهد شته، نه په تابعينو كي او نه په تبع تابعينو كي، لږ تر لږہ دومره خو ئې بايد كړي وى چي د داسي رواياتو تر څنگ ئې ليكلى: پام كوئ چي د دې راوي يوازي يو كس دئ او هيڅ شاهد نه لري!! كه نن د يوه داسي روايت په اړہ چي غريب وي، يو راوي لري، په قرآن كي هم كوم شاهد ورته نه مومي، يو څوك ووايي: زه دا روايت نه منم، استناد پرې نه كوم، وېرېږم چي رسول الله صلى الله عليه و سلم او صحابه وو ته داسي خبره منسوب نه كړم چي هغوى نه وي كړې، نو دې سړي نه يوازي له حديث نه انكار نه دئ كړى، گنهگار او مجرم ئې نشو گڼلى، بلكي د عمر رضى الله عنه په سنت ئې عمل كړى او له دې نه ئې ځان ساتلى چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته غلطه خبره منسوب كړي او د دوزخ د اور مستحق شي. كه عمر رضى الله عنه د صحابه وو غريب روايت نه منلو او د شاهد وړاندي كولو مطالبه ئې ترې كوله، نو موږ به ولي داسي روايات منو چي په څلورو او پنځو طبقو كي يوازي يو يو راوي لري، مخصوصاً هغه روايات چي نه په قرآن كي كوم شاهد ورته مومو، نه په احاديثو كي او نه له عقل او درايت سره اړخ لگوي؟!! د داسي خبري څو مثالونه له بخاري نه وړاندي كوم:
د تبع تابعينو له دور نه وروسته يو كس د ذر په نامه وايي چي ما له سعيد بن عبدالرحمن نه او هغه له خپل پلار نه اورېدلي چي عمار رضى الله عنه عمر رضى الله عنه ته وويل: آيا په ياد دي دي چي زه او ته په يوه سفر کي سره ملگري وو، او تا لمونځ ونه کړ خو زه (په خاورو کي) ورغړېدم او لمونځ مي وکړ، دغه قصه مي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته وکړہ، رسول الله صلى الله عليه و سلم راته وويل: (دا درته کافي وو چي داسي وکړې: بيا رسول الله صلى الله عليه و سلم خپل دواړہ لاسونه پر زمكه ووهل او ورپو ئې کړل، بيا ئې خپل مخ او دواړہ لاسونه ورباندي مسح کړل.
دا روايت په بخاري كي اوه ځلي راغلى، د سند له مخي دومره كمزورى دئ چي په پنځو نسلونو كي يوازي يوه يوه كس روايت كړى، هيڅ راوي ئې شاهد نه لري، يعني تر زيات غريب هم اوښتى، او د متن له مخي قطعاً د منلو او راوړلو وړ نه دئ؛ ځكه نه خو دا د منلو وړ ده چي عمر رضى الله عنه د تيمم له حكم خبر نه وو او لمونځ ئې پرېښود، نه دا چي عبدالله بن عباس چا ته د تيمم اجازه نه وركوله، او نه دا چي عمار رضى الله عنه دومره بې خبره وو چي د تيمم لپاره په خاورو كي رغړېدو!! آيا د عمر رضى الله عنه په ضد داسي ادعاء له شاهده پرته منلى شو؟! هغه خو د علم او تقوى له پلوه دومره لوړ مقام درلود چي له ابوبكر رضى الله عنه وروسته هيڅ صحابي د هغه مقام ته نه رسېدو، هغه حتى د خندق په جنگ كي هم خپل لمونځ نه دئ پرېښى، د تيمم په اړہ خو د قرآن آيت دومره صريح او واضح دئ چي د قرآن هر لوستونكى پرې پوهېږي. او اړوند آيت ئې داسي مهال نازل شوى چي له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره لويه ډله په سفر كي ملگرې وه، ټولو همغه مهال تيمم زده كړى. عبدالله بن عباس رضى الله عنهما به څنگه له داسي كار نه خلك منع كول چي الله تعالى ئې د كولو اجازه وركړې؟!! د روايت دغو خبرو ته په پام سره دا هم ويلى شو چي دا برخه ئې هم د منلو وړ نه ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپلو لاسونو كي پو كړي، دا ځكه چي په تيمم كي پاك لاس پر مخ موښل مراد نه دي بلكي په خاورو لړلى لاس مراد دئ. لاسونه څنډل يا يو له بل سره وهل چي شگي او لوټي ترې توى شي مانع نه لري خو خاوري ترې پو كول له قرآن سره اړخ نه لگوي.
اوس كه څوك ووايي: زه دا روايت نه منم، گمان كوم چي دا روايت به په پنځم نسل كي كوم شيعه جوړ كړى وي، چي عمر رضى الله عنه ته ئې په تيمم نه پوهېدا او د لمونځ پرېښودا منسوب كړې، عمار رضى الله عنه ته د تيمم لپاره په خاورو كي رغړېدا!! او عبدالله بن عباس رضى الله عنهما ته ئې دا حق وركړى چي د قرآن يو صريح حكم نسخ كړي!! نو دې سړي هيڅ گناه نه ده كړې، بلكي حق لري ووايي: زه د دغو درنو صحابه وو په اړہ دا تورونه نه منم، كه دا خبره ونه كړي نو هم به ئې له دغو صحابه وو سره جفا كړې وي او هم له خپل عقل سره.
آيا هغه څوك به د دريو جليل القدره صحابه وو په خلاف په ناروا تورونو كي شريك نه گڼل كيږي چي دا روايت عمداً او له تحقيق نه پرته مني او ترې لاندي (صحيح) ليكي؟!! د الله تعالى په وړاندي به ئې ځواب څه وي چي له شاهده پرته ئې د لويو لويو شخصيتونو په اړہ داسي ادعاگاني منلې او صحيح ئې گڼلې دي؟!
بل مثال ئې هغه روايت دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم به د شپې او يا د ورځي په يوې برخي کي له خپلو ټولو مېرمنو سره يو ځاى کېدو، او د مېرمنو شمېره ئې يولس او په بل روايت نه (٩) وه، انس رضى الله عنه ته وويل شول: آيا رسول الله صلى الله عليه و سلم دومره طاقت درلود؟ ده وويل: موږ به سره ويل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د دېرشو کسانو قوت او طاقت ورکړى شوى.
دا روايت د سند له مخي تر ټولو زيات غريب روايت دئ، ځكه په صحابه وو، تابعينو او تبع تابعينو كي يوازي يو يو راوي لري، او د متن له مخي داسي دئ چي هيڅ وزن او اعتبار نه لري، ځكه راوي ته داسي خبره منسوب شوې چي په هيڅ توگه نشي ترې خبرېدى، انس رضى الله عنه څه پوهېدو چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم او د هغه د مېرمنو تر منځ څه تېرېدل؟! چا دا خبره ورته كړې؟ څنگه ترې خبر شوى؟! په كار خو دا وه چي دغه روايت ته په پام سره معاذ بن هشام د ضعيفو او غير ثقه راويانو په جمعي كي نيول شوى وى او هر هغه روايت يوې خوا ته پرېښودل كيدى چي د ده له لوري روايت شوى.
دا روايت په همدې اړہ د بخاري له نورو رواياتو سره تعارض لري، بخاري نه دا ويلي چي كوم روايت صحيح دئ او نه ئې هغو جدي پوښتنو ته ځواب ويلى چي په دې اړہ راولاړېږي.
دا روايت دوه برخي لري، يوه ئې دا چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به د ورځي يا د شپې په كومي برخي كي په خپلو ټولو مېرمنو راگرځېدو، دا برخه په ځينو نورو رواياتو كي هم راغلې او مطلب ئې دا دئ چي د ټولو پوښتنه به ئې كوله، په دې كي دقيقه خبره دا ده چي كله به ئې مازديگر دا كار كاوو او كله تر ماښام وروسته. بله برخه ئې انس رضى الله عنه ته منسوب دا دوه ويناوي دي: 1- رسول الله صلى الله عليه و سلم يا نه (9) يا يولس (11) مېرمني درلودې او گواكي په همدې وخت كي به ئې له ټولو سره نږدېكت كاوو! 2- دا ځكه چي موږ به ويل: رسول الله صلى الله عليه و سلم ته د دېرشو كسانو طاقت (جنسي طاقت) وركړى شوى دئ. د دې دواړو خبرو په اړہ بايد ووايو چي دا په بشپړہ توگه بې بنسټه او د حقيقت خلاف خبري دي، په څو دلائلو:
راوي له دې خبر نه دئ چي په يوه وخت كي د پيغمبر عليه السلام په حرم كي څو مېرمني وې، په خپله وايي چي نه يا يولس! څوك چي له دې خبر نه وي نو له دې نه به څنگه خبرېدو چي له خپلو مېرمنو سره د ليدو پر مهال څه تېر شوي، پيغمبر عليه السلام خو خاوند او مېرمن له دې منع كړي چي د خپل خلوت خبري د بل چا په وړاندي وكړي، د خلوت له خبرو له خاوند او مېرمني پرته بل هيڅوك نه خبرېږي، د راوي د دې ادعاء مرجع كومه ده؟ چا دا خبره ورته كړې؟
نه قرآن دا خبره كړې چي رسول الله صلى الله عليه و سلم د دېرشو كسانو جنسي قوت درلود او نه پيغمبر عليه السلام په خپله دا خبره كړې ده، نو راوي د كوم دليل له مخي دا ادعاء كړې ده؟
قرآن خو وايي چي پيغمبر عليه السلام به كله د شپې له دريو نه دوه برخي، كله نيمايي شپه او كله يوه برخه په لمانځه او د قرآن په تلاوت تېروله (إِنَّ رَبَّك يَعْلَمُ أَنَّك تَقُومُ أَدْنى مِن ثُلُثىِ الَّيْلِ وَ نِصفَهُ وَ ثُلُثَهُ) او د ورځي له پلوه به هم د دعوت په سخت كار كي مصروف وو (ان لك فِي النهار سبحاً طويلاً)، گڼ شمېر روايات هم وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ډېر ځلي له خپلو مېرمنو اجازه غوښتې ده چي د دوى د وار شپه په عبادت تېره كړي، دا روايت خو په بشپړہ توگه د قرآن او دغو رواياتو له وينا سره تعارض لري او وايي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم به نږدې يولس ساعتونه په جنسي تعلقاتو تېرول!!
د احاديثو په كتابونو كي خو بايد يا د رسول الله صلى الله عليه و سلم وينا، يا فعل، يا هغه وينا او فعل چي رسول الله صلى الله عليه و سلم اورېدلې او ليدلې خو ترديد ئې نه دئ كړى، راوړل شي، د هر چا وينا د حديث په نامـه راوړل خو د دې روايت په څېر ډېري ستونزي راولاړوي.
د دې روايت په دوهمي برخي كي انس رضى الله عنه ته منسوب ويناوي داسي دي چي هيڅ مسلمان بايد د هغوى د ويلو جسارت ونه كړي، دا هم د عقل خلاف دي، هم د فطرت او هم د حقيقت، دا د رسول الله صلى الله عليه و سلم په شأن كي جسارت او هتك حرمت دئ، هغه نه پوهېږي چي كه دښمنانو ته داسي خبري په لاس ورغلې نو د اسلام په ضد به څومره استفاده ترې كوي؟!! څوك چي دا خبره په خوله راوړي بايد د رسول الله صلى الله عليه و سلم هغه حديث ئې مخي ته ودرېږي چي وايي: چا چي ما ته داسي څه منسوب كړل چي ما نه وي ويلي د جهنم اور ته دي چمتو شي. داسي خبري هغه څوك كولى شي چي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د تعدد زوجاتو له حكمت او فلسفې بې خبره وي او گمان كوي چي د دې وجه جنسي قوت وو؛ نه هغه ستر مصلحت چي په دې كار كي نغښتى وو.
ټولو ته جوته ده چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په پنځه ويشت كلنۍ كي واده وكړ، “خديجه رضى الله عنها د ده لومړۍ بي بي څلوېښت كلنه كونډہ وه، د هغې تر وفات پوري ئې بله ښځه نده كړې، تر پنځوس كلنۍ پوري ئې يوازي يوه ښځه درلوده، د خديجې رضى الله عنها له وفات نه وروسته ئې سوده رضى الله عنها چي كونډہ وه، په نكاح كړہ، سوده له لومړيو مسلمانانو څخه وه، له خپل مخكني مېړہ سره ئې يو ځاى حبشې ته هجرت وكړ او د هجرت سختي شېبې او كړاوونه ئې وگالل، نه ئې مال درلود او نه جمال او پيغلتوب، امتياز ئې قوي ايمان او د ايمان په لار كي قرباني وو، پيغمبر عليه السلام صرف يوه ښځه په پيغلتوب كي كړې. نوري بيبياني ئې كونډي وې، هره يوه ئې د يوه لوى اجتماعي مصلحت لپاره په نكاح كړې. كله چي انس رضى الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره يو ځاى شوى هغه مهال د رسول الله صلى الله عليه و سلم عمر نږدې اته پنځوس كاله وو، انس رضى الله عنه يوازي څه كم زيات څلور كاله له رسول الله صلى الله عليه و سلم سره تېر كړي، د جنسي قوت غليان خو تر څلوېښت كلنۍ يا زيات نه زيات تر پنځوس كلنۍ پوري وي، تر دې وخته خو رسول الله صلى الله عليه و سلم يوازي يوه مېرمن درلوده!! د نړۍ تر ټولو ښايسته پېغلي ورته ميسري وې، ولي ئې كونډي كړې او هغه هم د ژوند په وروستيو كلونو كي او داسي كونډي هم چي ډېر اولادونه ئې درلودل؟! دا ټول حقائق او دلائل د دې خبري شهادت وركوي چي دا روايت جعلي، موضوعي او بې بنسټه دئ، نه د منلو دئ او نه د استناد وړ، څوك چي دا روايت مني نو هم به ئې له خپل گران او متقي پيغمبر عليه السلام سره جفا كړې وي او هم له خپل عقل سره. لكه چي د عيسى عليه السلام تر ټولو ستر دښمنان هغه دي چي عيسى عليه السلام ئې په داسي صفاتو وستايو چي الله تعالى نه وو پرې ستايلى او داسي څه ئې ورته منسوب كړل چي الله تعالى نه وو ورته منسوب كړي، همدا راز زموږ د خوږ پيغمبر عليه السلام تر ټولو ستر دښمنان هغه دي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په داسي صفاتو ستايي چي الله تعالى نه دئ پرې ستايلى!!
دوى ته وايو: په امت كي د اختلاف عوامل يا سياسي دي او مفسدو واكمنانو راولاړ كړي، يا اقتصادي دي او حريص شتمن او ټگمار علماء سوء ئې تر شا دي او يا له متعارضو رواياتو راولاړ شوي، دغو متعارضو رواياتو حتى نېكان او صالح خلك هم سره بېل كړي او كله كله ئې د دوى تر منځ دومره شديد اختلافات راولاړ كړي چي يوه ئې بل تكفير كړى او د هغه په ضد ئې د وسلې كارول جائز گڼلي!! د شيعه او سني تر منځ اختلاف خو پرېږده چي سياسي وجوهات لري، د ائمه وو تر منځ اختلافات هم له متضادو او متعارضو رواياتو راولاړ شوي، په امت كي دوه اويا فرقې، له مرجيه نه نيولې تر شيعه پوري، له خوارجو نيولې تر سلفيانو پوري، له بريلويانو تر تبليغيانو، ټولي له متعارضو او متضادو رواياتو راولاړي شوې، څوك چي د قبر خوا ته ناست دئ او له مړي مرسته غواړي، د قبر خاوند خداى ته شفيع كوي، گمان كوي چي د ده دعاء اوري او خداى ته ئې رسوي او پر الله تعالى ئې مني نو هغه په ځينو رواياتو استناد كوي!! بريلوي چي وايي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب پوهېدو، د الله تعالى د فيض وېش ده ته سپارل شوى او د الهي فيض د خزانو كلياني د ده په واك كي دي، نو هغه هم په رواياتو استناد كوي!! كه سلفيان د خپل مذهب په گټه پر بخاري تكيه كوي نو بريلويان هم د خپلو ټولو عقائدو لپاره د بخاري په رواياتو استناد كوي!! دا په داسي حال كي چي يو بل ته د مشرك او له حديث د منكر په سترگه گوري!! دا ټول د قرآن د هغه آيت مصداق دي چي وايي: وَقَالَتِ ٱلۡيَهُودُ لَيۡسَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ عَلَىٰ شَيۡءٖ وَقَالَتِ ٱلنَّصَٰرَىٰ لَيۡسَتِ ٱلۡيَهُودُ عَلَىٰ شَيۡءٖ وَهُمۡ يَتۡلُونَ ٱلۡكِتَٰبَۗ كَذَٰلِكَ قَالَ ٱلَّذِينَ لَا يَعۡلَمُونَ مِثۡلَ قَوۡلِهِمۡۚ فَٱللَّهُ يَحۡكُمُ بَيۡنَهُمۡ يَوۡمَ ٱلۡقِيَٰمَةِ فِيمَا كَانُواْ فِيهِ يَخۡتَلِفُونَ ١١٣ البقره: 113
او يهودانو وويل: نصرانيان په هيڅ (سم دين او مذهب) نه دي، او نصرانيانو وويل: يهودان په هيڅ (سم دين او مذهب) نه دي، په داسي حال كي چي دوى كتاب لولي، همداراز هغو كسانو هم چي نه پوهېږي دوى ته ورته وينا وكړہ، نو الله به د قيامت په ورځ د دوى ترمنځ په هغه څه كي قضاوت كوي چي دوى په كي اختلاف كاوو.
د دې آيت معنى دا ده چي له حقپالو سره د شيطاني ډلو مخالفت، له مسلمانانو سره د يهودو او نصاراوو اختلاف نوې خبره نه ده، دوى په خپلو كي هم يو له بل سره تل په اختلاف كي پاته شوي، په شديد او نه پخلا كيدونكي اختلاف كي، هومره چي يهودانو به ويل: نصارا خو اصلاً كوم د پام وړ دين او مذهب نه لري او نصاراوو به دغه خبره د يهودانو په اړہ كوله حال دا چي دواړو به په الهي كتاب د ايمان دعوى كوله!! د الله كتاب خو يو دئ، تورات او انجيل يو د بل مؤيد او د الله دا كتابونه خو د اختلافاتو د حل لپاره راغلي، څنگه دوى د الله كتاب شا ته غورځولى، په غلطو رواياتو پسي تللي او د الله دين ئې د اختلاف وسيله گرځولى؟!! ناپوهو مشركانو به هم د دوى دواړو په اړہ دغه خبره كوله چي د دوى مذهب خو اصلاً څه مذهب نه دئ، د دوى د اختلافاتو په اړہ پرېكړہ الله تعالى ته پرېږده، هغه به د قيامت په ورځ دا فيصله كوي. هر قوم چي د الله كتاب شا ته وغورځوي له همدې برخليك سره به مخامخ كيږي او په ډلو ډلو به وېشل كيږي، دا يوازي د الله كتاب دئ چي د انسانانو د وحدت او يووالي ضامن او باعث دئ.
دوى ته وايو: څوك چي رفع اليدين كوي او په دې كي له احنافو سره اختلاف لري نو هغه يو روايت مني او بل نه، هغه روايت مني چي د ده مذهب ئې صحيح گڼي او هغه روايات نه مني چي تر دې روايت ډېر ډېر معتبر او ارجح دي او احناف پرې استناد كوي، څوك چي په قرائت خلف امام باور لري، په جهري لمونځونو كي د فاتحې لوستل هم پر امام فرض گڼي او هم پر مقتدي او له دې پرته لمونځ ناقص گڼي، په امام پسي په لوړ غږ آمين ويل داسي گڼي لكه چي ويل ئې فرض وي او تر فرض هم اوښتى، نو هغه په داسي رواياتو استناد كوي چي نور ئې كمزوري او مرجوح بولي او ورته وايي: ستا دغه روايات له هغو معتبرو او صحيح رواياتو سره تعارض لري چي نه د فاتحې لوستل فرض بولي، نه په امام پسي قرائت كول او نه په لوړ غږ آمين ويل. څوك چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم په خپلو سترگو الله تعالى ليدلى هغه هم د بخاري په روايت استناد كوي!! او څوك چي وايي هغه كس دروغجن دئ چي وايي: رسول الله صلى الله عليه و سلم الله تعالى په خپلو سترگو ليدلى؛ هغه هم د بخاري په رواياتو استناد كوي، څوك چي وايي د رسول الله صلى الله عليه و سلم د معراج سفر يوه رؤيا وه او په مقابل كي ئې بل وايي چي دا د ويښي سفر وو، دواړہ د بخاري پر رواياتو استناد كوي!! څوك چي وايي: چا چي د شهادت كلمه وويله د دوزخ اور پرې حرام دئ، كه ئې عمل هر ډول وي حتماً به جنت ته درومي، د بخاري پر رواياتو استناد كوي، او څوك چي وايي: هر كس به د خپلو عملونو سزا گوري، يوازي د شهادت د كلمې په ويلو سره له عذاب او محاسبې څخه نه ژغورل كېږي، دا هم د بخاري پر رواياتو استناد كوي!! څوك چي وايي مړي د ژونديو خبري نه اوري او څوك چي د ده په خلاف وايي: مړي حتى د ژونديو د پښو ترپا هم اوري دواړہ د بخاري پر رواياتو استناد كوي!! دا په داسي حال كي چي له دغو خبرو نه ځيني ئې له قرآن سره مطابقت لري او ځيني ئې سل په سلو كي د قرآن خلاف!! دې ته ورته په سلگونو نور موارد. نن كه كوم بريلوي ته ووايې: د قرآن گڼ شمېر آيتونه وايي چي نه رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب پوهېدو، نه نور پيغمبران او نه په زمكي او آسمان كي له الله تعالى پرته بل څوك، هغه به گڼ شمېر روايات ستا مخي ته كېږدي او درته وبه وايي: دا روايات ښيي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په غيب پوهېدو!! كه نن كوم شيعه ته ووايې: په ټول قرآن كي يو آيت هم داسي نشته چي د علي رضى الله عنه يا امام زمان په اړہ ئې صراحتاً يا اشارتاً څه ويلي وي نو هغه به درته ووايي: زموږ روايات وايي چي د قرآن درې سوه آيتونه د علي عليه السلام په اړہ دي!!
دوى وايي: په احاديثو كي د تضاد او تعارض په هكله ادعاء يوه بې بنسټه او بې دليله ادعاء ده!! كه په سرسري مطالعې سره چا څو مثالونه پيدا كړي وي، نو داسي مثالونه خو د قرآن نه منونكو هم جمع كړي، نو تاسو هغه هم منئ چي (نعوذ بالله) په قرآن كريم كي تعارض شته؟! دوى ته وايو: دا خبره په بشپړہ توگه غلطه ده چي څوك توانېدلى په قرآن كي تعارض په گوته كړي!! نه تر نن پوري څوك توانېدلى چي په قرآن كي تعارض په گوته كړي او نه به تر قيامته پوري څوك دا كار وكړى شي. الله تعالى په پرېكنده او قاطع توگه فرمايلي چي په قرآن كي تعارض او اختلاف نشته، لو كان من عند غير الله لوجدوا فيه اختلافاً كثيراً: كه قرآن له الله تعالى پرته د بل چا له لوري وى نو په هغه كي به ئې ډېر اختلاف او تعارض موندلى وو. دوى ته وايو تاسو هم له هغو كسانو سره يو ځاى شئ چي وايي: په قرآن كي تعارض شته؛ ټول په گډہ، په ټول قرآن كي، يو معمولي تعارض موږ ته راوښيئ!! آيا ډېره عجيبه نه ده چي څوك له متعارضو رواياتو نه د دفاع په موخه د قرآن په خلاف داسي تورونه لگوي؟!!
دا په داسي حال كي چي د رواياتو كتابونه داسي دي چي شارحين ئې د تعارضاتو په توجيه او تلفيق ستړي شوي. موږ خو دغو متعارضو رواياتو او هغو ستونزو ته په پام سره چي دغو متعارضو رواياتو په امت كي راولاړي كړې دي وايو: اى كاش په اسلامي امت كي داسي مدبر او د بصيرت خاوند زعيم راپيدا شوى وى چي د رواياتو په اړہ ئې همغه كار كړى وى چي عثمان رضى الله عنه د قرآن په اړہ وكړ، كاش موږ د رواياتو داسي متفق عليه كتاب او مجموعه درلودى چي ټول امت پرې متفق وى او په هغه كي داسي روايت نه وى چي له قرآن سره تعارض لري او يا يو ئې له بل سره، كه موږ د احاديثو او رواياتو يوه معتبره او ټول امت ته د منلو وړ مجموعه درلودى او د احاديثو موجود كتابونه د قرآن په رڼا كي له تنقيح نه وروسته په يوې مجموعې كي راغونډ شوي وى نو له سترو سترو فتنو او اختلافاتو به ژغورل شوي وو. موږ همدا وړانديز كوو چي د امت صالح، د مسلمانانو په درد دردمن او په قرآن او حديث پوه او مجاهد علماء دي په يوې معتبري مجمع كي راغونډ شي، د رواياتو كتابونه دي د قرآن په رڼا كي وچڼي او د صحيح رواياتو يوه معتبره مجموعه دي امت ته وړاندي كړي. خو يقيناً چي دا كار تر هغه ممكن نه دئ چي د نړۍ په كوم گوټ كي يو واقعي اسلامي حكومت جوړ شي. كه داسي حكومت جوړ شو نو زما لومړى وړانديز به هغه ته دا وي چي دغه ستر او تاريخي كار ته ملا وتړي. زه د عثمان رضى الله عنه د آخرت لپاره يوازي دا كار كافي گڼم چي د قرآن بېلي بېلي نسخې ئې توحيد كړې او د صحابه وو په اجماع سره ئې د مصحف داسي نسخه امت ته په ميراث پرېښوده چي نن او د قرآن له نزول نه څورلس پېړۍ وروسته هم د نړۍ ټول مسلمانان پرې متفق دي. موږ د رواياتو دغسي يوې نسخې ته ضرورت لرو.
دوى وايي: حديث هم د قرآن په څېر د الله تعالى له لوري دي!! كه له دې خبري نه د دوى غرض دا وي چي الله تعالى رسول الله صلى الله عليه و سلم ته پر قرآن سربېره احاديث هم د قرآن په څېر د وحي له لاري لېږلي!! نو دوى ته وايو: كه داسي وى نو رسول الله صلى الله عليه و سلم به هيڅكله د احاديثو د ليكلو ممانعت نه وو كړى، دا امر به ئې نه كولو: چا چي له ما څخه له قرآن نه پرته بل څه ليكلي وي هغه دي له منځه يوسي!! دا ځكه چي رسول الله صلى الله عليه و سلم په دې مأمور وو چي هره الهي وحي او پيغام به خلكو ته رسوي، د ده مأموريت او رسالت همدا وو، الله تعالى د همدې لپاره غوره كړى وو، څنگه به هغه د وحي له ليكلو او د هغې د سوزولو او له منځه وړلو امر كولو؟!! پوښتنه كوم: د مكي دور د رواياتو شمېر څومره دئ؟!! آيا د ديارلسو كلونو ټول احاديث، د حديث په ټولو كتابونو كي، دومره دي چي په هر كال كي لسو شلو ته ورسېږي؟ ولي د حديث په كتابونو كي د مكي دور ډېر لږ احاديث او هغه هم اكثراً مطلق غريب احاديث تر سترگو كيږي؟!! ولي صحابه وو په مدينه كي هم د حديث له ليكلو نه په داسي حال كي ډډہ كوله چي قرآن به ئې ليكلو؟!! مهرباني وكړہ ما ته ووايه: له صحابه وو نه په ليكلې بڼه كي ترلاسه شوي روايات څومره دي؟!! دا خو آسانه خبره ده چي څوك ووايي: فلاني، فلاني او فلاني صحابي رسالې درلودې!! او په دې لړ كي د علي رضى الله عنه نوم هم واخلي!! خو هغه په دې نه پوهېږي چي د علي رضى الله عنه رساله يوه وړہ څرمن وه چي د خپلي توري په لاستي كي به ئې ساتله او په هغې كي د ليكل شوي حديث په اړہ هم متعارض روايات زموږ مخي ته راځي!! راشه د قرآن هغي وينا ته غوږ شو چي د وحي په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم چلن ته اشاره كوي او فرمايي:
لَا تُحَرِّكۡ بِهِۦ لِسَانَكَ لِتَعۡجَلَ بِهِۦٓ ١٦ إِنَّ عَلَيۡنَا جَمۡعَهُۥ وَقُرۡءَانَهُۥ ١٧ فَإِذَا قَرَأۡنَٰهُ فَٱتَّبِعۡ قُرۡءَانَهُۥ ١٨ ثُمَّ إِنَّ عَلَيۡنَا بَيَانَهُۥ ١٩ القيامة: 16-19
ژبه دي مه پرې خوځوه، د دې لپاره چي تلوار پرې كوې، راغونډول او ويل ئې زمونږ په ذمه دي. نو چي كله ئې لولو د لوستلو متابعت ئې كوه. بيا ئې بيانول هم زمونږ په ذمه دي.
په دې آيتونو د ښه پوهېدو لپاره بايد لاندي خبري په پام كي ولرو: تر دې مخكي آيتونو كي د هغه چا چلن ته گوته نيول شوې چي نه يوازي د قيامت په اړہ د قرآن وينا او دلائل نه مني؛ بلكي عملاً او په دې خاطر ئې تكذيبوي چي له گناهونو لاس اخيستو ته چمتو نه دئ، په قيامت باور له ده دا غوښتنه كوي چي له گناهونو ډډہ وكړي خو دى د گناه په ارتباط د خپل وجدان او ملامتونكي نفس قضاوت هم نه مني، خو د قرآن په اړہ د دې مفسد انسان د دغه ظالمانه چلن په مقابل كي د پيغمبر عليه السلام معاملې ته پام وكړئ او وگورئ چي په دې دواړو كي څومره ژور توپير دئ، پيغمبر عليه السلام د قرآن د هري نوې برخي په اورېدو سره داسي په وجد راځي او هڅه كوي چي په تلوار سره ئې زده او حفظ كړي، څه ترې پاته نشي، هيڅ لفظ ئې هېر نه كړي، او دا احساس ورسره راپيدا كيږي چي كه د ده مخاطبينو تر اوسه د ده هيڅ مخكنۍ خبره نه ده منلې خو اوس او د دغو آيتونو په اورېدو سره به خامخا ايمان راوړي، د خپلو ټولو پوښتنو ځواب به په كي مومي، بايد ژر ئې ترلاسه كړي او ژر ئې د خپلو مخاطبينو مخي ته كېږدي. عجله او تلوار ئې دومره چي الله تعالى ورته د تلوار نه كولو توصيه كوي او فرمايي: د قرآن د نويو آيتونو د ترلاسه كولو په اړہ ډېره عجله مه كوه، كله چي ئې د وحي فرشته پر تا لولي ته ئې په تلوار له ځان سره مه تكراروه، پرېږده چي فرشته خپل پيغام بشپړ كړي، د وحي له القاء فارغ شي، په تأني او دقت سره ئې واوره، د هېرېدو تشويش ئې مه كوه، مونږ د دې ذمه وار يو چي هغه ستا په حافظې كي خوندي كړو، ستا په ژبه ئې جاري كړو او شرح او تفصيل ئې بيان كړو.
له دې آيتونو په ډېر وضاحت سره معلومېږي چي رسول الله صلى الله عليه و سلم ته دوه شيان وركړى شوي: د الله تعالى له لوري وحي شوى پيغام او د دې الهي پيغام د قرائت، بيان او تشريح توفيق. يعني رسول الله صلى الله عليه و سلم ته قرآن وركړى شوى او د قرآن فهم، قرآن وركړى شوى او د قرآن د حفظ، لوستلو، بيانولو او تشريح كولو توفيق. قرآن د الله تعالى له لوري پر پيغمبر عليه السلام نازل شوى او حديث هغه فهم او پوهه ده چي الله تعالى د قرآن په اړہ د رسول الله صلى الله عليه و سلم په برخه كړې.



