پیام رهبرسلایدرسیاسی

د امريكایی ائتلافونو شړېدل

 

بیان

د امريكایی ائتلافونو شړېدل

 

لیکوال: محترم حکمتیار

لكه څنگه چي انتظار كېدو چي د امريكا تر مشرۍ لاندي غير مطمئن او ماتېدونكي ائتلاف به ډېر ژر متلاشي كېږ‏ي، دا دئ د دې ائتلاف په داخلي او بهرني ځواكونو كي د اختلاف او نښتو لړۍ پيل شوې او د هري ورځي په تېرېدو سره ئې لمن خورېږي او شدت ئې زياتېږي. په څرگنده گورو چي د طالبانو په خلاف متحد شوو دښمنانو اوس د يوه بل ختمولو او له صحنې د ايستلو هڅي پيل كړې، هم د دې ائتلاف داخلي خواوو يوه پر بل بريدونه پيل كړي او د خپل حريف او رقيب د وژلو لپاره ئې مټی بروهلې او هم د دوى بهرنيو حاميانو له صحنې يو د بل ايستلو لپاره ملاوي تړلې او د ډغرو لپاره ميدان ته راوتلي. روسان او ملگري ئې دا غواړي چي د امريكايانو او انگرېزانو په ضد داسي عمليات ترسره شي چي له افغانستان وتلو ته اړ شي. په كابل كي د دوى پر قطعاتو وروستي بريدونه او راكټي حملې د همدې سلسلې كړۍ دي. د ډاکټر عبدالرحن وژنه هم د دې لپاره تر سره شوه چي امريكا پلوه ډلگۍ ووېروي او افغانستان ته له راتلو او په قدرت كي له شريكېدو لاس واخلي. امريكايان‏ په خپل وار ايران گواښي او هغه د افغانستان په كورنيو چارو كي په لاسوهنو او دې هېواد ته د وسلو، مهماتو او مسلح كسانو په لېږلو متهم كوي او خپلو ملگرو ته وايي چي د مسكو او ايران او د دوى د ملگرو په خلاف داسي اقدامات وكړي چي هغوى له صحنې وباسي. د جنرال فهيم په خلاف وروستۍ تروريستي چاودنه په همدې اړہ ترسره شوې. بريتانيا او امريكا د ظاهر خان د راوستو هڅه كوي، خو د شمالي ائتلاف بهرني حاميان د دغه انگليسي پروسې مخالفت كوي او غواړي په كابل كي داسي حالات راپيدا شي چي امريكا د ده ژوند له گواښونو سره مخامخ وگڼي او د راوستو كار ئې وځنډوي. په كابل كي د حزب اسلامي د گڼ شمېر‏ غړو نيونه، هغه هم په دې اتهام چي غوښتل ئې كودتا وكړي او كرزى او ظاهر په قتل ورسوي، د همدې مقصد لپاره ترسره شول.

د افغانستان پېښو ثابته كړہ چي د دې هېواد روانه ستونزه نه په تحميلي جگړو حل كېدى شي، نه په تحميلي سولي او نه په بهرنيو فوځونو، بلكي فقط په اسلامي تفاهم او ملي روغي جوړي سره د بحران د حل لار موندلى شو. د دې لپاره بايد پردي فوځونه له افغانستان ووځي، بهرنۍ مداخلې متوقف شي، افغانانو ته موقع وركړى شي چي خپل برخليك په خپله وټاكي او خپلي ستونزي د تفاهم له لاري حل كړي. بهرني فوځونه دي په افغانستان كي د جگړي او پر افغانانو د بمونو د ورولو پر ځاى په هغو هېوادونو كي مستقر شي چي زموږ هېواد ته وسلې او مهمات لېږي او د جگړمارو ډلو مرسته كوي. كه دا مرستي او لاسوهني بندي شي جگړہ په خپله پاى ته رسېږي، جگړماري ډلي د جگړو توان له لاسه وركوي او د بهرنيو فوځونو د  شتون  ضرورت منتفي كېږ‏ي. عملاً گورو چي دا فوځونه نه په دې وتوانېدل چي په كابل كي سوله تأمين كړي او يا په اطراف كي د جگړو مخه ونيسي، نه په كابل كي د چا سر، مال او عزت خوندي دئ او نه په اطراف او د شمالي ائتلاف تر سلطې لاندي سيمو كي، په اطراف كي په كليو، كورونو او جوماتونو بمونه ورېږي او په كابل او نورو ښارونو كي ماينونه چوي او راكټي حملې ترسره كېږ‏ي او شمالي ائتلاف د همدې فوځونو د مټو په زور په پښتنو ظلمونه كوي.

 

————–

آرشیف:

11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار

موضوعات مشابه

Back to top button