لويه جرگه او زموږ دريځ

لويه جرگه او زموږ دريځ
لیکوال: محترم حکمتیار
پداسي حال كي چي زموږ هېواد د انگرېزانو او امريكايانو لخوا اشغال شوى، د هېواد په پلازمېني او لويو ښارونو كي بهرني فوځونه ځاى پر ځاى شوي، په بگرام، خوست او كندهار كي ئې نظامي اډې جوړي كړې، په جلال آباد، مزار، هرات … كي د دوى قطعات مستقر شوي، زمکه او فضاء د دوى په واك كي ده، د دوى زمکني او هوائي ځواكونه د افغانانو له اجازې پرته ځي راځي، په هري سيمي چي وغواړي بريد كوي، پر هر كلي چي وغواړي بمونه وروي، د هر چا د نيولو او وژلو حق ځان ته وركوي، د افغانستان په داخل كي ئې زندانونه جوړ كړي، په زرگونو كسان ئې نيولي، ځيني ئې د خپلو داخلي اډو په زندانونو كي ساتلي او ځيني ئې په نورو هېوادونو كي خپلو اډو ته انتقال كړي، مخلوع پاچا د كارمل په څېر په خپلو عسكري طيارو كي كابل ته انتقالوي او د حفاظت لپاره ئې د ايتاليې عسكري قطعه كابل ته لېږي، د بن په غونډي كي ئې د خپلي خوښي ډلي راغونډي كړې، د خپلي خوښي فيصلې ئې پرې امضاء كړې، پر افغانستان د خپل ناروا تېري او پر دې هېواد د يوه لاس پوڅي حكومت د تپلو موافقه ئې له دوى واخيسته، د لويي جرگې د جوړولو لپاره ئې د خپلي خوښي داسي كسان په يوه كميسيون كي راغونډ كړل چي نه د كومي سياسي ډلي لخوا معرفي شوي، نه له كوم افغان د دوى په اړه تپوس شوى او نه د دوى حيثيت او سابقه چا ته معلومه ده!! دوى چي د جرگې د جوړلو سلسله په كومي سيمي او په كومي بڼي كي پيل كړہ، په ډاگه ښيي چي دا يوه غولوونكې ډرامه ده، غير منتخب كسان به دې جرگې ته غوره كېږي، د هماغه ځواكونو استازي به په كي برخه اخلي چي د بهرنيو ځواكونو په مرسته د افغانستان په بېلو بېلو سيمو مسلط شوي او … نو پداسي حالت كي چي د افغانانو خپلواكي سلب او ملي حاكميت ئې تر پښو لاندي شوى، د دوى برخليك د پرديو په لاس كي او د پرديو د خوښي افراد او ډلي ورباندي مسلط شوي، د دې فيصله پردي كوي چي جرگه څنگه وي، غړي ئې څنگه غوره شي، شمېر ئې څومره وي، … په دې اړه نه له افغانانو چا پوښتنه كړې او نه د څه ويلو حق وركړى شوى. موږ په دې حالت كي پداسي لويي جرگې كي له برخي اخيستو ډډہ كوو او دا لويه جرگه د داؤد، كارمل او نجيب د لويو جرگو په څېر گڼو.
زموږ له نظره اساسي خبره دا ده چي لومړى دي بهرني ځواكونه له افغانستان ووځي، د افغانانو خپلواكي او ملي حاكميت دي تأمين شي، افغانانو ته دي له بهرنۍ مداخلې او فشار پرته د خپل برخليك د ټاكلو حق وركړى شي، د افغانانو واقعي استازي دي د انتخاباتو له لاري او په خپله د دوى په خوښه غوره شي، د منتخبو استازو لويه غونډہ دي د افغانستان د راتلونكي او د سياسي ځواكونو او شخصيتونو د ونډي او حيثيت په اړه او د هېواد د راتلونكي سياسي نظام په اړہ تصميم ونيسي. افغانان په خپل هېواد كي نه پردي ځواكونه مني، نه د پرديو په لاس تپل شوي حكومتونه او نظامونه او نه د پرديو د مټو، وسلو او پيسو په زور مسلط شوي واكداران. كه د روسانو كارمل ئې ونه منلو د امريكايانو كارمل او د انگرېزانو بل شاه شجاع به هم ونه مني. كه روسان ونه توانېدل چي د لسو كلونو جگړو او يو نيم مليون افغانانو په وژلو د خپلي خوښي كمونست رژيم پر افغانستان تحميل كړي، امريكايان او انگرېزان هم نشي توانېدى چي د مخلوع پاچا په شان زوړ، ضعيف او له ملي ملاتړ محروم كس پر دې شهيد پالونكي هېواد تحميل كړي.
————–
آرشیف:
11 سپتمبر؛ د 21 پېړۍ د جنگونو پيل، مهم اسناد، ژور اسرار



