سلایدرسیاسیمقالات محترم حکمتیارنوشته ها

كوم جهاد افضل دئ؟ د شوروي په خلاف جهاد كه د امريكا په خلاف!

 

كوم جهاد افضل دئ؟

د شوروي په خلاف جهاد كه د امريكا په خلاف!

 

لیکوال: محترم حکمتیار

موږ د افغانستان او د نړۍ د با ايمانه او رښتينو علماوو له فتوى سره سم د يرغلگرو امريكايي او انگرېزي فوځونو په ضد د جهاد اعلان وكړ. په دې مو باور وو او دئ چي په دې جهاد كي به هغه صادق او رښتيني مجاهدين حتماً برخه اخلي چي د روسانو په خلاف ئې جهاد كړى وي؛ خو دروغجن او كاذب مجاهدين او هغه چي اوس ئې خپل مخكينى اخلاص او صداقت له لاسه وركړى، ايماني شور او شوق ئې ختم شوى، كسالت او وهن پرې مسلط شوى، د دنيا مينه، له مرگ وېره او دښمن ته طمع ئې په زړہ كي راشنه شوې، دا كسان به خود د دې اعلان مخالفت او په مختلفو بهانو له جهاد ډډہ كوي. دوى به نه يوازي د مجاهدينو له ملگرتيا ډډہ كوي بلكي دښمن ته د ځان سپيناوی او يا د هغه له عقاب او عتاب د خوندي پاته كېدو په طمع به زموږ پر هېواد د امريكا د تېري او د امريكايي نظام د تپل كېدو حمايت كوي، د امريكايانو‏ وحشيانه يرغل به د تروريزم خلاف روا جگړہ گڼي، امريكايي نظام ته به د مشروعيت وركولو هڅه كوي او د هغه پر تندي به د اسلام ټاپه وهي او د امريكايي افسرانو تر قومندې لاندي د مسلمانانو او مجاهدينو په خلاف جگړہ، د هېواد په ښارونو، كليو او جوماتونو د امريكايي طيارو وحشيانه بریدونه او د بې گناه او بې دفاع افغانانو بې رحمانه وژني به په څلورو كتابونو روا او د تروريزم په ضد مشروع جنگ گڼي!!

با ايمان مجاهدين د خپل ايماني فراست په رڼا كي په دې ښه پوهېږي چي له امريكايانو‏ سره ملگرتيا همغسي ده لكه له روسانو سره ملگرتيا، د امريكايي نظام په سيورى كي ژوند همغسي دئ لكه روسي نظام ته سر ټيټول او د كمونستانو واكمني منل. په هغه امريكايي نظام كي شاملېدل چي امريكايي فوځونه ئې ساتنه كوي او مهار ئې د امريكايي افسرانو او د بش د خاص استازي په لاس كي دئ او بيا د دې نظام په تندي د اسلام ټاپه وهل همغسي ده لكه چي مولوي عبدالعزيز او مولوي عبدالولي؛ د نجيب د اسلامي شئونو د وزارت غړو به چي د نجيب حكومت؛ اسلامي حكومت گڼلو او مجاهدين به ئې د اشرارو په نامه يادول، خو په خپلو پټو غونډو كي به ئې خپلو ملگرو ته ويل: موږ غواړو له دې لاري اسلام او خپل مذهب ته خدمت وكړو!! دوى دواړه سلفيان وو.

څوك چي په الله ايمان لري او د الله كتاب ئې لارښود وي، هغه به د امريكا جمهور رئيس جورج بش؛ د مصر د هغه فرعون په څېر گڼي چي موسى عليه السلام ئې مقابلې ته لېږل شوي وو. په دين پوه كسان په دې پوهېږي چي د اسلام له نظره جورج ډبليو بش د دې زمانې فرعون دئ، تر فرعون، نمرود او ابو جهل ستر طاغوت. په حقيقت كي د مصر فرعون د دې فرعون په وړاندي يو وړوكى طاغوت گڼل كېږي. د بش ملگري د فرعون ملگري دي او د ده با ايمان مخالفين د موسى عليه السلام ملگري.

فرعون هم ځان مصلح او موسى عليه السلام تروريست گڼلو او خلكو ته ئې ويل: ما پرېږدئ چي موسى ووژنم، هغه دي خپل رب مرستي ته وبلي، زه وېرېږم چي مبادا ستاسو دين بدل نه كړي او يا په زمكه كي فساد خور نشي!!

فرعون ته هم خپلو درباريانو مشوره وركړہ چي د موسى عليه السلام د مقابلې لپاره د ساحرانو لويه جرگه جوړہ كړہ او خلكو ته ووايه: كه زموږ ملگري ساحران په خپل مأموريت كي بريالي شول د دوى متابعت به كوو. قرآن دا صحنه څومره ښه تمثيلوى:

قَالُوا أَرْجِهْ وَأَخَاهُ وَابْعَثْ فِي الْمَدَائِنِ حَاشِرِينَ36 يَأْتُوكَ بِكُلِّ سَحَّارٍ عَلِيمٍ 37 فَجُمِعَ السَّحَرَةُ لِمِيقَاتِ يَوْمٍ مَعْلُومٍ 38 وَقِيلَ لِلنَّاسِ هَلْ أَنْتُمْ مُجْتَمِعُونَ 39  الشعراء

(درباريانو) وويل: ده (موسى عليه السلام) او ورور ته ئې مهلت وركړه او په ښارونو كي ټول راغونډوونكي (جارچيان او اربكي) وگماره، د دې لپاره چي ټول پوه ماهر جادوگران درته راولي. نو كوډگران د معلومي ورځي ميقات ته راغونډ كړى شول او خلكو ته وويل شول: آيا تاسو هم غونډېدونكي ياست؛ چي د دغو سحره وو متابعت وكړو كه غالب شول؟

گورئ چي زموږ د زمانې فرعون هم د خپل سلف په پل گام كښېښود او د خلكو د غولولو لپاره ئې همغه څه وكړل چي د مصر فرعون تر ده د مخه تجربه كړي وو.

چاچي د قرآن لارښوونو ته رجوع كړې وي په دې ښه پوهېږي چي:

د طاغوت غلامي، د هغه سلطې ته سر ټيټول او د هغه تر حكم لاندي ژوند باندي رضايت او له هغه سره دوستي او ملگرتيا د ايمان منافي ده او الله جل شأنه د هغه چا ايمان هيڅ كله نه قبلوي چي د ايمان دعوى كوي خو طاغوت ته سر ټيټوي.

هغه چي څو ورځي ئې د مجاهدينو ملگرتيا كړې وي او د روسانو په ضد د جهاد په سنگر كي پاته شوي وي، خو وروسته د بې لارو مشرانو په وينا يا د روسانو د ملگرو په صف كي ودرېدلي او يا ئې د امريكايانو‏ ملگرتيا كړې وي او په هغه ائتلافي نظام كي شامل شوي وي چي بهرنيو بې دينه ځواكونو پر افغانانو مسلط كړى او هغه كسان ئې د دې نظام د مشرانو او چارواكو په توگه منلي چي دغو ځواكونو ورته غوره كړي، دا كسان په حقيقت كي د بني اسرائيلو هغي ډلي ته ورته دي چي سامري وغولول او د موسى عليه السلام له ملگرتيا او د الله  تعالى  د بندگۍ له هغه لوړ مقام ئې د سخوندر د عبادت پرېوتي حضيض ته راپرې ايستل، چي د لوى او مقتدر الله پر ځاى “عجلاً جسداً له خوار” مخي ته په گونډہ شول!!

كوم با ايمان او په دين پوه انسان په دې نه پوهېږي چي د امريكا خطر تر شوروي زيات دئ او د امريكايانو‏ دښمني له اسلام سره تر شورويانو ژوره او زړہ ده، امريكايانو‏ د نړۍ د ټولو مسلمانانو په خلاف دا دئ بل صليبي جنگ پيل كړى، د هغو يهودانو مرسته كوي چي د مسلمانانو لومړۍ قبله ئې اشغال كړې، د دوى په وسلو او د خبيثو يهودانو په ناولو لاسونو هره ورځ په لسگونو بې وزلي فلسطينيان وژل كېږي، د اسلامي نړۍ گڼ شمېر‏ هېوادونه ئې اشغال كړي او په هر يوه كي ئې نظامي اډې جوړي كړې او بې شمېر‏ه فوځونه ئې هلته ځاى پر ځاى كړي، غواړي پر ټولي اسلامي نړۍ حكومت وكړي او ټول هغه حكومتونه رانسكور كړي چي واشنگټن ته سر نه ټيټوي او پر ټولي نړۍ د امريكا سلطه او واكمني نه مني.

څوك چي د امريكايي ځواكونو په ضد جهاد د شوروي ځواكونو په ضد تر جهاد افضل نه گڼي او د فرضيت په دروندوالي ئې باور نه لري هغه نه په دين پوه دئ او نه له دنيا خبر. نه دى د ملگرتيا وړ دئ او نه ئې خبره د اورېدو. د هغه چا خبره واوره او ملگرتيا ئې وكړہ چي تا د الله په لار كي صادقانه جهاد ته رابلي. همدا ستا د ټبر غړى دئ، همدا ستا ديني ورور دئ او همدا ستا فكري ملگرى دئ، له داسي كسانو پرته مه خپلوان خپلوان گڼه، مه ورور ته ورور وايه او مه ملگري ته ملگرى. او همدا د رښتيني ايمان تقاضا ده او همدا د قرآن حكم، چي فرمايى:

يَٰٓأَيُّهَا ٱلَّذِينَ ءَامَنُواْ لَا تَتَّخِذُوٓاْ ءَابَآءَكُمۡ وَإِخۡوَٰنَكُمۡ أَوۡلِيَآءَ إِنِ ٱسۡتَحَبُّواْ ٱلۡكُفۡرَ عَلَى ٱلۡإِيمَٰنِۚ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمۡ فَأُوْلَٰٓئِكَ هُمُ ٱلظَّٰلِمُونَ ٢٣ التوبه

اى مؤمنانو! كه مو پلرونو او وروڼو كفر تر ايمان غوره وگڼلو نو هغوى خپل دوستان مه نيسئ؛ او له تاسو چي هرچا له دوى سره دوستي وكړه؛ نو هغوى ظالمان دي.

څنگه به دا جهاد تر مخكيني افضل نه وي چي عملاً گورو امريكايان‏ هم په خپله زموږ په خلاف جنگېږي او هم يهودان زموږ په خلاف جنگوي، خو روسانو د امريكايانو‏ برعكس د يهودانو په خلاف د فلسطينيانو مرسته كوله!! څنگه به افضل نه وي چي د شورويانو په ضد د تېر جهاد په دوران كي پاكستان، ايران او د اسلامي نړۍ گڼ شمېر‏ هېوادونو ستا مرسته كوله او ډېر كسان د همدغو مرستو په وجه ستا په څنگ كي ودرېدل او ستا ستونزي ئې راكمولې، خو اوس همدا ملكونه هم د امريكايانو‏ خوا ته ودرېدلي او د مظلومو افغانانو په ضد د امريكا په وحشيانه جنگ كي ستا د دښمنانو مرسته كوي او ته له الله تعالى پرته د اتكاء او اتكال بله مرجع او ملجأ نه مومې. كه ته واقعاً په الله اعتماد وكړې، هغه ځان ته كافي وگڼې، له دين د دفاع په خاطر او د اسلام د دې لوى او خطرناك دښمن د مقابلې لپاره جهاد ته ملا وتړې نو ستا دا جهاد پرته له كوم شك او ترديد تر پروني جهاد ډېر غوره او افضل دئ.

اوس به معلومېږي چي ستا پرونى جهاد صادقانه او مخلصانه وو كه دروغجن او غولوونكى. ما ته ووايه: د هغه چا د ننني ايمان او پروني جهاد په اړه څه قضاوت كوې چي اوس د څو ډالرو لپاره د امريكايي فوځ د يوه وړوكي افسر داسي ذليل پهره دار، نوكر او عسكر جوړ شوى چي د هغه په وړاندي هره شېبه لاس په نامه ولاړ او د ده په قومنده د مسلمان په خلاف جنگ ته چمتو دئ او كار ئې دې حد ته رسېد‏لى چي د هغه په وړاندي له لمونځ كولو هم ډډہ كوي او كه كله د امريكايي افسر په غياب كي په لمانځه ودرېږي او ناڅاپي د ده امريكايي افسر راووځي او د تلو لپاره د موټر په لوري وخوزېږي نو دى لمونځ په نيمايي كي پرېږدي، له سلام گرځولو پرته په زغاسته شي او د امريكايانو‏ د حفاظت لپاره په وروستي گاډي كي په منډہ سپور شي، د ټوپک په ماشې گوته كښېږدي او په دې ترتيب خپل امريكايي افسر ته د دې خبري د ثابتولو هڅه وكړي چي صادق نوكر دئ، د هري قومندې منلو ته چمتو دئ، د دوى لپاره لمونځ پرېښودل او د خپل افغان ورور په خلاف جنگېدل خو پرېږده د خپل عزت او ناموس قرباني كولو ته هم چمتو دئ!!! كه څوك دا كس د ايمان خاوند گڼي نو په ده او داسي ايمان دي د لوى خداى لعنتونه وي. او كه څوك دې ته افغان وايي نو په داسي بې غيرته افغان دي د الله پاك لعنت وي. واقعي افغانان له داسي بې ايماني او بې غيرتي الله تعالى ته پناه وړي.

زه د هغه چا له ايمان جار شم چي ويل ئې: پلار مي د مجاهدينو قومندان وو، د الله په لاري كي شهيد شو، د نورو مخلصو قومندانانو په څېر نه ترې مال پاته شو او نه د دنيا بله متاع، زموږ ولايت ته د امريكايي فوځونو له راتلو وروسته مي له ځان سره فكر وكړ چي څه وكړم چي د خپل پلار په څېر شم او د ده په پل گام كښېږدم او د ده ناخلفه زوى ونه گڼل شم. دعاء مي وكړہ چي خدايه زما پلار ته دي د روسانو په خلاف د جهاد توفيق وركړ، ما ته د امريكايانو‏ په خلاف د جهاد توفيق راكړې. خو له ځان سره مي وويل: دا دعاء خو الله جل شأنه هلته قبلوي چي لومړى له موجود وس او توان كار واخلم. دومره پيسې مي برابري كړې چي دوه 107 ميزايلونه ورباندي واخلم، د شپې له خوا مي داسي ځاى ته انتقال كړل چي د امريكايانو‏ اډہ مي په نښه كولى شوى، دواړہ د دښمن د اډې په منځ كي ولگېدل او له لوى غږ سره وچاودل. لاسونه مي بيا د دعاء لپاره پورته كړل چي پاكه ربه! زما همدا وس وو، ته مزيد توفيق راكړې! ناڅاپي مي ذهن ته راغله چي راځه فلاني قومندان ته ورشه او له هغه سره خپل راز شريك كړہ. هغه ته ورغلم او كيسه مي ورته وكړہ، هغه تشويق كړم او راته وئې ويل: نور څه كولى شي؟ ما ورته وويل: كه يو كلشنكوف او سلنسر ئې پيدا كړم نو كولى شم چي د دښمن د تلو راتلو په لار كي ورته كمين ونيسم او مهم كسان ئې په نښه كړم. هغه هم كلشنكوف راكړ او هم ئې سلنسر. دواړہ مي له ځان سره واخيستل او يو زيړى مازديگر د غره په ډډہ كي د يوه گڼ ځنگل په ونو كي پداسي ځاى كي د كمين لپاره كښينستم چي امريكايي افسران د مجاهدينو د يوه پخواني مركز د پلتني لپاره هلته راتلل. ناڅاپي هغوى راغلل، له موټرو كوز او د ساحې په لټولو لگيا شول. زه له دوى نه لږ لري وم، ورو ورو او احتياط سره ورنژدې شوم او هغه ځاى ته مي ځان ورساوو چي زما مرمۍ وررسېد‏ه. دوى د ساحې له ليدو وروسته خپلو موټرو ته په ختو شوو، يو داسي كس مي په نښه كړ چي افسر راته معلومېدو، هغه ولگېدو او په زمکه راپريووت، د سلنسر په وجه زما د ټوپک غږ هيچا نه وو اورېدلى، ملگرو ئې گمان وكړ چي هغه له موټره راپريووت او زخمي شو. نوموړي قومندان ته ورغلم او دا كيسه مي هم ورته وكړہ او هغه راته وويل: له تا د مخه د امريكايانو‏ يوه افغان پهره دار چي په همدې صحنې كي حاضر وو دلته راغى او همدا كيسه ئې راته وكړہ او وئې ويل: موږ گمان كاوو چي دا افسر له موټره د لوېدو په وجه زخمي شو خو د ډاكټر له معاينې وروسته معلومه شوه چي هغه پر سر په مرمۍ لگېدلى وو، امريكايان‏ په موږ بدگمان شول او فيصله ئې وكړہ چي له دې وروسته به افغان پهره داران له خپلي شا او خوا لري ودروي. دغه با ايمان قومندان ښه ونازولم او دومره مرسته ئې راسره وكړہ چي د څو كسيز گروپ ټول ضروري تجهيزات او اړتياوي ورباندي برابرولى شم. وعده ئې راكړہ چي هر څه دي په كار وي إن شاء الله درته راپيدا كوم ئې. الحمد لله اوس د راتلونكو عملياتو لپاره ډېر څه لرم، له لوى او مهربان الله مزيد توفيق او همت غواړم.

راشئ د دغه مخلص مجاهد د ايمان په هېنداري كي د خپل ايمان څېره وگورئ! دا خو پرېږده له هغه اروپايي او امريكايي هلكانو او نجونو سره خپل غيرت مقايسه كړہ چي د نيويارك، واشنگټن، پاريس او لندن په ښارونو كي مظاهرې كوي، د جورج ډبليو بش او ټوني بلير عكسونه سوزوي، پر افغانستان د امريكا او بريتانيا تېرى محكوموي او د دغو هېوادونو له چارواكو غواړي چي د افغان مظلوم ولس په ضد خپل ناروا او وحشيانه بريدونه پاى ته ورسوي، خپل فوځونه له دې هېواد وباسي، پر افغانانو د يوه لاس پوڅي حكومت له تپلو ډډہ وكړي او افغانان پرېږدي چي خپل برخليك په خپله وټاكي. ما ته ووايه، آيا دا غوره دئ كه هغه بې غيرته ناافغانان چي نه يوازي د امريكا په خلاف د څه ويلو جرأت نكوي بلكي په امريكايي نظام كي برخه اخلي او د دې هڅه كوي چي دى نظام ته اسلامي نوم وركړي!!!

زه په دې باور يم چي كه د هغه مخلص مجاهد په څېر 1000 په خداى مين مجاهدين تصميم ونيسي او د دوى 1000 مرمۍ په هدف ولگېږي، نو نه يوازي دا چي امريكايي فوځونه به زموږ له هېواد وځي او افغانان به خپلواكي تر لاسه كوي بلكي الله جل شأنه به امريكا د شوروي له برخليك سره مخامخ كوي او اسلامي نړۍ به د دوى له شر ژغوري.

راځئ چي په دې مقدس جهاد كي هم صادقانه برخه واخلو، په لوى او قدير خداى توكل وكړو او هغه ته دا هيله وساتو چي د امريكا ماته، له افغانستان د امريكايي فوځونو ځوړند سر وتل او د دې مغرور كفري ځواك زوال هم په موږ او د نړۍ په ټولو مظلومو مسلمانانو باندي وگوري.

و ما ذلك على الله بعزيز

 

آرشیف

موضوعات مشابه

Back to top button