تاریخیسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

پټې توطئې بربنډې څېرې – ۲۹مه برخه

د روسانو له وتو د ائتلافي حکومت تر نسکوريدو

 

د رباني واكمني

 

د کتاب نوم: پټې توطئې بربنډې څېرې

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: ۲۹


 

رباني كه څه هم د يوه بين المللي سازش او له كمونستانو سره د ائتلاف له لاري قدرت ترلاسه كړ، خو له مجددى څخه ئې د اقتدار د انتقال غوښتنه د پېښور د معاهدې له مخي كوله، پداسي حال كي چي د پېښور په معاهدې كي ليكل شوي اصلي ټكي دا وو:

رباني به فقط د څلورو مياشتو لپاره د دولت رئيس وي او دا موده به د يوې ورځي لپاره هم نه اضافه كېږي.

پدى موده كي به يوه متفق عليه شورى ( داسي شورى چي ټول ورباندي اتفاق وكړي) جوړېږي.

د صدارت مقام ته به حزب اسلامي له خپلي خوا صدراعظم معرفي كوي.

د دولت له حساسو ادارو نه به كمونستان لېري كېږي.

راشئ وگورئ چي د دې معاهدې په اړہ رباني څنگه التزام وكړ:

د څلورو مياشتو په ځاى ئې څلور كاله څلور مياشتي حكومت وكړ، داسي حكومت چي پدې 52 مياشتوكي داسي يوه مياشت نده تېره شوې چي د هېواد په مركز يا ولاياتو كي كومه لويه او سخته جگړہ نه وي شوې، توپونه، ټانكونه اوجهازونه نه وي استعمال شوي او د لسهاوو كسانو ويني نه وى توى شوې، وړى نښتي، د ولسوالى يا دوو جبهو په سطحه، كه ووايو چي هره ورځ بلاناغه شوې مبالغه مو نده كړې.

ده گمان كولو چي په دغو حملو سره به د كابل په شا او خوا كي د حزب اسلامي مراكز ختم كړي، په اوضاع به مسلط شي، د شورى د جوړولو ضرورت به منتفى شي او بل ته د قدرت د سپارلو غوښتنه به پاى ته ورسېږي، خو په جگړو سره ئې څه ترلاسه نكړل، څلور مياشتي پوره شوي، متفق عليه شورى جوړہ نشوه، د معاهدې مطابق دا موده بايد د يوې ورځي لپاره نه وى تمديد شوې، ټولو ډلو حتى هغو چي ده ورته هره مياشت د تنظيم په نامه په بوجيو بوجيو پيسې وركولي، دا مطالبه وكړہ چي قدرت دي د مشرانو شورى ته وسپارلى شي، خو هغه دې ته نه وو تيار، پدې ترتيب ئې د معاهدې دا بند هم نقض كړ، نور دې ته اړ شول چي د رباني د ټينگار په وجه د ده موده د 45 ورځو لپاره پدې شرط تمديد كړي چي په همدې مودې كي به په لاندي ډول يوه شورى جوړېږي:

لومړى به د هري ولسوالى د مؤثرو قومندانانو او مخورو مشرانو د گډي غونډي له خوا د ولسوالۍ شورى جوړېږي، بيا به همدا شورى، مركزي شورى ته خپل دوه استاځي معرفي كوي. تنظيمونه به هم محدود شمېر غړي دي شورى ته لېږي، لدې لاري به راتلونكى حكومت جوړېږي. دا د جگړو د ختمولو او په هېواد كي د يوه شورايي نظام د راوستلو ښه فرصت وو. كه څه هم پنځه څلويښت ورځي د دې كار لپاره كافي نه وې، خو كه رباني او انډيوالانو ئې په اخلاص او صداقت سره، د پرېكړو مطابق، د داسي شوراگانو د جوړولو په كار كي مرسته كړي وي، مشكل حل كېدو، خو هغوى په يوه بله پلمه كار ځنډولو، ورو ورو ټولو تنظيمونو ته د رباني عزايم معلوم شول او پدې پوه شول چي هغه لدې پرېكړي نه د غلطى استفادى اراده لري، په پاى كي غواړي د خپلي خوښي څو كسان راغونډ كړي او خپل رياست يو ځل بيا تمديد كړي، د همدې لپاره له (9) تنظيمونو نه (7) د يوه مطبوعاتي كنفرانس او يوې گډي اعلاميې په ترڅ كي خپله مقاطعه اعلان كړہ، رباني اوسياف يوازي پاتې شول.

رباني ته د تنظيمونو مخالفت مهم نه وو، هغه د ځينو تنظيمونو د افرادو اخستلو په چم ښه بلد وو. له ولاياتو نه ئې د هليكوپترو په ذريعه د خپلي خوښي كسان راغونډ كړل، د جنرال دوستم 60 كسان ئې غونډي ته راوبلل، سياف ويل چي زه له دوستم نه په څه كي كم يم، په شورى كي به له شمال نه زما هم 60 كسان منل كېږي. د حركت انقلاب مشر مولوى محمدنبي اشتراك ونكړ او د مقاطعى په پرېكړي ټينگ ودرېدو، خو معاونينو ئې شركت وكړ. شيخ آصف محسني له شركت نه ډډہ وكړہ خو د حركت په نامه ځيني كسانو برخه واخيسته، مجددى او گيلاني نوموړى غونډہ تقلبى او جعلى وگڼله، حزب وحدت په كلكه محكوم كړہ، مولوى خالص هم مخالفت وكړ. خو سياف او رباني تر پايه حتى د غونډي د شروع كېدو نه وروسته، راغلو كسانوته ويل چي مشران راروان دي، يو ساعت وروسته رارسېږي ! د مازديگر په غونډي كي شركت كوي ! نن ونشو سبا راځى !! د سياف د جنوب او جنوب لوېديځ له خوا معرفي شوو غړو په غونډي كي له شركت نه ډډہ وكړہ، په گډہ ئې له سياف نه وغوښتل چي په غونډي كي به د اتحاد اسلامي غړي برخه نه اخلي، سياف دوى ټول په مسجد كي پرېښودل او ورته وئې ويل: د نيم ساعت لپاره ځم، بېرته راځم. غونډہ دايره شوه، دوه ثلثه رابلل شوي كسان له غونډي ووتل، پداسي حال كي چي په دروازو كي ئې مسلح كسان ودرولى وو او له غونډي نه د وتلو مخنيوى ئې كولو، د پاتې كسانو اكثريت پدې ټينگار كولو چي دا غونډہ دي معطل شي، له مشرانو سره دي خبره وشي، لږ ترلږہ د مشرانو څو كسان خو بايد پدې غونډي كي حاضر وي او كم تر كمه د رياست لپاره خو د رباني تر څنگ بايد كوم بل كانديد موجود وي!!

خو دوى ته وويل شو چي دا آخري ورځ ده، كه غونډہ وځنډېږي، د راكټى حملې احتمال شته، بايد حتماً او همدا نن په همدې وروستۍ غونډي كي رأيه واخستلى شي. بيا هم له يوې خوا بلي خوا د مخالفت غږونه اوچت شول، خو د برچى په زور كښېنولى شول، كاغذونه وويشلى شول او بېرته راغونډ شول او اعلان وشو چي استاد رباني د آراوو په اكثريت سره د دوو كلونو لپاره د دولت د رئيس په حيث وټاكل شو.

ماته د دې غونډي ځينو برخه والو وويل: په خداى قسم كه په همدې غونډي كي چي د رابلل شوو كسانو دريمي برخي پكي برخه اخيستې وه، كه د رباني تر څنگ هرڅوك ودرېدلى وى نو هغه به اكثريت تر لاسه كولو. ځكه د شوراى نظار له خوا له غړو سره له اهانت او سپكاوى نه ډك وضعيت، د مشرانو د اشتراك په اړہ درواغجني وعدي، د غونډي شرمناك حالت او د كمونستانو شركت، ټول كسان حتى متعصب جمعيتيان په كلكه ناراضه كړي وو.

موږ د غونډي په دوران كي هيڅ عكس العمل ونه ښودو، غوښتل مو ټول ولس ته د دې خلكو ماهيت څرگند شي او پدې پوه شي چي څوك د چل، فريب، رشوت، درواغو او هري ناجائزى وسيلى نه په استفادى سره په قدرت كي پاتې كېدل غواړي؟ لدې غونډي نه وروسته، په كابل او ټول هېواد كي د دې شورى په اړہ چي رباني او پلويانو ئې د شورى حل و عقد نوم وركړي وو، ويل كېدل چي، شورى پول نقد او د رباني په اړہ دا شعار د فرد فرد په ژبه وو: يا ارگ يا مرگ.

عام ولس تر ټولو زيات په استاد سياف غصه ول اود اتحاد د شورى او اجرائيه اكثر غړي له همدې غونډي نه وروسته هم له كابل نه ووتل او هم له اتحاد نه.

نور بیا…

 

 

خپرندویه اداره: نهضت

www.nuhzat.com

موضوعات مشابه

جواب دهید

Back to top button