جهان اسلامسلایدرسیاسیمطالب مهمنوشته ها

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

 

 

غزه؛ د ايمان او آزادۍ مضبوط او مقاوم سنگر

 

 

لیکوال: محترم انجنیر حکمتیار، د حزب اسلامي افغانستان مجاهد امیر

برخه: 1

بسم اللَّٰه الرحمٰن الرحيم

مقدمه

دا ثابت او نه بدلېدونكى الهي سنت دئ چي ستر، ظالم او مفسد ځواكونه به د خپل غرور او بد‌مستي په اوج كي؛ د هغه چا په لاس نسكورېږي چي تر ټولو زيات مظلوم، مقهور او مستضعف پاته شوى؛ د نړۍ ستر فرعون به د بني اسرائيل په څېر مظلوم قوم؛ هغه چي زامن ئې ذبح كېدل او له لوڼو ئې وينځي جوړېدې؛ زوال مومي؛ تل او د زمانې په هر پړاو كي به؛ همداسي كېږي، موږ په يوې پېړۍ كي د دوو زبر ځواكونو؛ برتانيا او شوروي؛ ماته او زوال په خپلو سترگو وليدو او د درېيم بې رقيب ځواب ماته او له افغانستان تش لاس او شرمناك وتل. نړۍ به هيڅ كله له داسي يوه مؤمن او مجاهد ټولي خالي نه وي چي له حق دفاع كوي، د ظلم او ظالمانو خلاف د مبارزې سنگر پرانيزي، مظلومان ئې په خوا كي راټولېږي، عدالت غوښتونكي او آزادي غوښتونكي ئې ملگرتيا كوي، بريا ئې په برخه كېږي؛ د تاريخ مسير بدلېږي، د ظلم او استبداد ماڼۍ نسكورېږي. كه پرون افغان جهاد د دې الهي سنت مصداق وو نن ئې د فلسطين مؤمن مجاهدين حماس او جهاد اسلامي مصداق دئ.

د حماس له لوري د 2023م كال اكتوبر 7 مي عملياتو نړۍ حيرانه كړه؛ په داسي حال كي چي د فلسطين قضيه په هېري شوې سړې او زړې قضيې بدله شوې وه، ټول فلسطين د تل ابيب تر هيمنت لاندي وو؛ د تش په نامه خپلواكي ادارې په شمول، غزه له زمكي، فضاء او بحر د اسرائيل له لوري په بشپړ ډول محاصره وه، عمليات ډېر دقيق، ناڅاپي، ستر او بريالي وو؛ د صهيونستانو پښې ئې ولړزولې، حيثيت ئې په خاورو ولړلو؛ د هېواد دننه او بهر ئې وشرمولو، 23 مياشتي ئې خپل ټول زور ځواك وكارولو، له هيڅ جنايت ئې ډډه ونه كړه، په دې موده كي ئې تر 60000 زيات ښځي، ماشومان او ملكي وگړي ووژل، هره ورځ ئې حد اوسط 320 تنه وژلي او ټپي كړي، 90 سلنه غزه ئې ورانه كړه، خو ونه توانېدل د غزې مجاهدين وځپي، خپل اسيران آزاد كړي، د حماس پټ سنگرونه او تر زمكي لاندي تونلونه كشف او تخريب كړي؛ د غرب او په سر كي ئې د امريكا بشپړ او پراخ حمايت او مرسته ورسره وه، په فضاء كي سپوږمكۍ او پر زمكي پراخ او پېچلى استخباراتي جال؛ خو نه ئې د اسرائيلي اسيرانو د ساتني محل پيدا كړ او نه د مجاهدينو تر زمكي لاندي تونلونه…. په پاى كي مجبور شول داسي اوربند ته غاړه كښېږدي چي د حماس ټول مهم شرائط په كي منل شوي وو؛ لكه له غزې د ټولو اسرائيلي ځواكونو وتل، د هر اسرائيلي اسير په بدل كي 50 فلسطيني زندانيان آزادول، خپلو مېنو ته د فلسطيني مهاجرينو ستنېدل او د اسكان لپاره ئې لازم تسهيلات برابرول؛ په دې معاهدې عمل پيل شو، څو ځله اسيران هم تبادله شول؛ ډېر مهاجرين هم ستانه شول؛ خو صهيونستي ځواكونو ناڅاپي، له اعلان پرته او په يو اړخيز ډول؛ ستر عمليات پيل كړل چي لړۍ ئې تر ننه روانه ده؛ دا عمليات تر وړاندي ډېر شديد او پراخ او تلفات ئې تر دوه ځله زيات ول. له دې هم تل ابيب نه يوازي څه لاسته راوړنه نه درلوده؛ بلكي د كور دننه او بهر په پراخه پيمانه وغندل شو؛ اوس گواښونه کوي چي غواړي ټوله غزه يا د غزې ټول ښار ونيسي؛ د رسنيو راپورونه متناقض دي؛ د نتنياهو امنيتي كابينې هم دا پرېكړه تأييد كړه؛ د دې پرېكړي په وړاندي نړۍ‌وال غبرگون؛ په ځانگړې توگه د اروپايي هېوادو او له امريكا پرته د اسرائيل د ټولو غربي حاميانو عكس العمل ډېر توند، جدي او فوري وو؛ په كلكه ئې وغندله او ډېرو وويل: د فلسطين مستقل دولت به رسماً ومني.

فلسطين په دوو برخو وېشل شوى؛ 1- هغه برخه چي انگرېزانو له فلسطين بېله كړې او صهيونستي دولت ئې په كي جوړ كړى؛ 2- هغه برخي چي صهيونستي دولت د 1967م كال 6 ورځنۍ جگړي په ترڅ كي ونيولې؛ د غزې تړانگه او د اردن سند غربي غاړه؛ دواړه يوه له بلي بېلي او تر‌منځ ئې نژدې دري دېرش كيلومتره د اسرائيل تر بشپړ واك لاندي پرته سيمه، كه څوك وغواړي له غزې غربي غاړي ته ولاړ شي نو د اسرائيل له لاري به لومړى اردن ته ځي، بيا مصر ته او له هغه لاري به غزې ته ځي؛ دا دوه اشغال شوې سيمي د اوسلو موافقې له مخي نيمه خپلواك فلسطيني ادارې ته سپارل شوې، چي په سر كي ئې د فتح گوند مشر محمود عباس دئ؛ هغه د حماس خلاف له تل ابيب سره همغږي لري، له حماس سره ئې عداوت او كينه تر اسرائيليانو هم زياته ده؛ څو ځلي ئې له اسرائيل او حاميانو ئې غوښتي چي حماس له غزې وباسي او واك ئې ده ته وسپاري!! د اوسلو معاهدې له مخي د غزې او غربي غاړي تر‌منځ د زمكني تگ راتگ لپاره خوندي لاره ټاكل شوې وه، خو په (۱۹۹۹–۲۰۰۰) كلونو کی د انتفاضې له پاڅون وروسته؛ دا لار بنده شوه؛ تل ابيب د معاهدې له ډېرو نورو برخو سره هم دې ته ورته چلن كړى، يوازي هغه برخي ئې عملي شوې چي د تل ابيب په گټه وې.

ما هغه مهال د دې ليكني ضرورت احساس كړ چي د 7 اكتوبر عملياتو په غبرگون كي مي د حماس خلاف د داعش ډلي د يوه وياند اعلاميه واورېده چي د تور بيرغ خوا كي ولاړ دئ او په زور شور سره ئې د حماس په ضد د جنگ اعلان وكړ؛ ورپسې مي د مصري سلفيانو غلطي اسلام ضد او د مروت خلاف تبصرې او فتوى گاني واورېدې؛ او ځينو نورو داسي ليكني، قضاوتونه او تحليلونه درلودل چي د قرآني لارښوونو له مخي د منافقينو ويناوو ته ورته وو. هغه مهال مي په څو لنډو ليكنو اكتفاء وكړه؛ خو كله چي د يوه پاكستاني ليكول داسي ليكنه د ځوابولو لپاره چا راولېږله چي په هغې كي فلسطيني مجاهدينو ته د مشورې او خواخوږۍ په بڼه كي ويل شوي وو: فلسطينيانو او اسلامي امت ته په كار ده تر هغه صبر وكړي، د صهيونستانو خلاف له وسله والي مبارزې او نښتو ډډه وكړي، له الله تعالى سره خپل تعلق مضبوط كړي، …. او انتظار وكړي چي الله تعالى پخپله وضعيت بدل كړي؛ تر دې وړاندي چي د دښمنانو او مسلمانانو تر‌منځ د نظامي ځواك او جنگي تجهيزاتو له پلوه توازن نه وي رامنځته شوى؛ وسله واله مبارزه ځان وژنه او په تهلكه كي ځان غورځول دي چي قرآن تري ممانعت كړى… نو دا هغه څه وو چي له امله ئې ما د تفصيلي ليكني پرېكړه وكړه؛ ځكه دا د قرآن د څرگندو لارښوونو خلاف، تحريف ته ورته قضاوت او فتوى او د هغو سركاري مفتيانو رأى ده چي غواړي د فلسطين په اړه د خپلو حكامو ناسم او د اسلام او مروت خلاف دريځ توجيه كړي.

ما هڅه كړې د فلسطين قضيه په لږ تفصيل سره وڅېړم، وښيم چي دا لانجه څنگه او كله رامنځته شوې؟ صهيونستي دولت كله او د چا له لوري او د كومو موخو لپاره جوړ شوى؛ يهودان د چا د منصوبې مطابق د نړۍ له گوټ گوټ فلسطين ته راانتقال شوي؟ حاميان، مدافعان او مرستندويان ئې څوك دي، له دې دفاع او مرستو څه تر‌لاسه كول غواړي؟ فلسطينيانو د اشغال خلاف څه كړي، د خپلواكي تر‌لاسه كولو لپاره ئې كومي تگلاري آزمويلې، له كومو كومو پړاوونو تېر شوي او اوسني حالت ته رارسېدلى؟ په داسي حالت كي چي فلسطينيان پرون او نن ورسره مخامخ دي؛ د دوى ديني وجيبه او مسئوليت څه دئ؟ د دوى په وړاندي د ټول اسلامي امت شرعي دنده او فريضه څه ده؟ ما ته غزه او دردناك وضعيت ئې يوه ستره الهي آزموينه برېښي؛ په دې سره مؤمن او منافق، د ايمان په دعوى كي صادق او كاذب، د اسلام او مسلمانانو پټ او څرگند دښمنان؛ او اسلام ته ژمن ډلي او شخصيتونه پېژندل شوي او تفكيك شوي. د فلسطينيانو د واقعي او عاجلي بريا لپاره دعاء كوم او له الله تعالى د خپلو ايماني مسئوليتونو اداء كولو توفيق او سعادت غواړم. آمين

نور بیا …

موضوعات مشابه

Back to top button