نوشته ها

د جدي شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره او دردونکی ورځ

 

د جدي شپږمه، د افغانستان په تاریخ کې تر ټولو توره او دردونکی ورځ

لیکوال: قاري شېر احمد حنیف
ژباړن : اخوانیار

د ۱۳۵۸ هجري لمریز کال د جدي په شپږمه شپه، د شوروي سرو لښکرو زموږ پر ګران هېواد یرغل وکړ. خو لله الحمد، د دې خاورې زړورو زامنو په مېړانه دغه یرغل رسوا او ناکام شو. نه یوازې شوروي مات شو، بلکې دا ستره امپراتوري ړنګه اوپه ۱۶ مستقلو هېوادونو ووېشل شوه.

درناوی هغو زړورو اتلانو ته، چې د یرغل له هماغې لومړۍ شپې یې مقاومت پیل کړ ،
له یرغلګرو سره وجنګېدل او د شهادت جامونه یې وڅښه.
هو، له همدې اتلانو څخه یو شهید ذبیح الله و، چې د بګرام هوایي ډګر کې یې دنده لرله. کله چې شوروي عسکر راغلل، دی هماغه شپه، د جدي په شپږمه، له خپلو همفکرو وروڼو سره یو ځای د مقاومت لپاره ودرېد، دزیاتو یرغلګرو له ووژلو وروسته یې خپله هم د شهادت خوږ جام وڅیښ
د هغه یو نږدې کمونست خپلوان، چه دوخت له کمونیستی رژیم سره یې دغلامۍ دنده ترسره کوله د نوموړي له خپلوۍ انکار وکړ آن تردې چه دهغه شهید جسد یې هم کورنۍ ته هم ورنکړ.

روح یې ښاد، یاد یې تلپاتې.
لعنت دې وي پر هغو کسانو چې کمونیستان بربرۍ ته بښنه ورکوي او د هغوی مړه شهیدان ګڼي.

موضوعات مشابه

Back to top button