خبرهای داخلی

سراج‌الدین حقاني: د ځانګړو ځواکونو په لاسته راوړنو دښمن هم اعتراف کوي

 

سراج‌الدین حقاني: د ځانګړو ځواکونو په لاسته راوړنو دښمن هم اعتراف کوي

د کورنیو چارو وزیر سراج‌الدین حقاني د پولیسو ځانګړو ځواکونو روزنیز سمینار په پای غونډه کې ویلي، د ځانګړو ځواکونو په وړتیا او لاسته‌راوړنو نه یوازې دوستان، بلکې دښمن هم اعتراف کوي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن (چهارشنبه، قوس ۱۹) پر اېکسپاڼه لیکلي چې سراج‌الدین حقاني د پولیسو د ځانګړو ځواکونو مرکزي قومندانۍ کې د یادو قطعاتو ولایتي او مرکزي مسوولانو لپاره د خاصو عملياتو، اپراتيفي مهارتونو او ظرفيت لوړونې په موخه جوړ شوي سمینار په پای غونډه کې ګډون وکړ.

ښاغلي حقاني یاده غونډه کې د هېواد په کچه د خوندي او ډاډمن امنیت په برخه کې د ځانګړو ځواکونو هڅې ستایلي.

همدارنګه ښاغلي حقاني د ځانګړو قطعاتو مسوولانو ته سپارښتنه کړې چې په خپلو دندو کې له هېوادوالو سره په چلند کې اخلاص، عاجزي او احتیاط رعایت کړي او د اسلامي نظام د بقا لپاره له خپلو جسماني او باطني وړتیاوو ګټه واخلي.

د پولیسو د ځانګړو قطعاتو لوی قومندان پاسوال امین جان فتح الله هم د یاد سیمینار په پای غونډه کې ټینګار کړی چې د مشرانو پاملرنه او د کشرانو اطاعت د دې لامل شوی چې یاد ځواکونه په امنیتي برخه کې مهمې لاسته راوړنې ولري.

موضوعات مشابه

Back to top button